The news is by your side.

حالات کومې خواته روان دي؟

صبغت الله عارفي

0 177
د ۲۰۰۱م کال اواخر ول، طالبانو کابل پریښود، امریکایان راغلل او په یو شپه کې د مملکت اوضاع ۱۸۰ درجې بدله شوه؛ په مازیګر کې ښار د ږیره ورو ملایانو په لاس کې وو، شریعت تطبیق کیده او آن په خلکو د یوه وخت لمونځ درې کرته اجباراً اداء کیده مګر له اوږدې شپې وروسته همدا ښار د پردیو د یرغل شاهد وو، ډیموکراسي عامه شوه، ښځو د څو کلونو کورني حبس څخه وروسته یو ځل بیا د ازادۍ احساس وکړ.

څو میاشتې تیرې شوې او په ټول هیواد کې د نا امنې هیڅ پیښه و نه لیدل شوه.

اوړی و، یو پوخ عمر لرونکی سړی سقاوې/سلمانۍ ته را دننه شو او په معذرت یې د حاضرو منتظرینو وغوښتل چې لومړی نمبر/وار ورکړي ترڅو خپل ویښته او ږیره اصلاح کړي ځکه چې کوم ضرور کار یې درلود. نایي ورڅخه وپوښتل چې څنګه ږیره ور جوړه کړي، په شمالیواله لهجه یې ورغبرګه کړه “خوب یک کش اش کو بچه اموک! بیا از او وقت ملایي ها رفته.”

په همدې وخت کې یو بل سړي له نورو منتظرینو وپوښتل “د وطن حالت کومې خوا ته روان دی؟” نورو حاضرینو یې په ځواب کې وویل: امریکیان راغلل او امنیت یې راوستو، د پیسو باران دی، کارونه ښه شول، اول ځل دی چې د شولې پر ځای وریجي او د پیاوې پر ځای د غوښۍ ښورواوې خورو.

څو کاله لا تیر نه ول چې طالبانو په امریکایانو بریدونه پیل کړل او له دوي سره یې جهاد اعلان کړ. په ځواب کې یې هغوي هم خپل هوایې او ځمکني عملیات پیل کړل.

ورځ تر بلي حالت د پخوا په څیر خرابیده. امریکایانو به د طالبانو د ختمولو په پلمه ړندې بمباریانې کولې، زمونږ خویندې به یې بې عزته کولې، او آن کوچني ماشومان به یې د میندو په غیږو کې قتلول.

د ۲۰۰۸ کال پیل وو، له پیښوره د جلال آباد په لاره راهي وو، په موټر کې د څنګ سیټ ملګري هماغه ډول پوښتنه وکړه چې “وطن به څنګه شي؟” او زیاته یې کړه: که دا کوپار (کفار) همدلته وي او بقا ومومي، ډیموکراسي به را باندې په زور وتپي، خویندې به مو بې حیاء کړي، او بلاخره دین به رانه واخلي نو اسلامي هیوادونه باید له موږ سره مرسته وکړي ترڅو دا غربیان مات کړو.

وخت تیریده، بمباریانې روانې وې، جنګي جنایتونه به له دواړو غاړو هره ورځ زیاتیدل تر دې چې چې د جنګ اصلي لوبغاړي (امریکایان او متحدین یې) پخپلو قرارګاوو کې د خیر په غونډۍ کیناستل او د ځان پر ځای یې یو بل داسې لوبغاړی میدان ته کړ چې د اسلام له نوم څخه مؤثره استفاده وکړای شي.

دوې د داعش (اسلامي دولت) ترنامه لاندې یو نوی لوبغاړی میدان ته ور ګډ کړل. دا ځل مسلمانان او افغانان پخپلو کې واوښتل. اوس نو میدان تر پخوا ډیر ګرم وو او دوي په آسانه توګه خپلو شومو اهدافو ته رسیدلی شول ځکه یو مشهور متل دی چې “اوبه خړې کړه او ماهیان ونیسه. “

دا مهال جنګونه له پخوا ډیر ګرم خو غیر مشروع ول؛ له هرې خوا به د الله اکبر نعرې جیګیدلې، له هر اړخه یواځې افغانان قربانیان ول، پر یو بل به یې د خوارجو، د پردیو د مذورانو، او کفارو ټاپې لګیولې.

یوه ورځ د بانک مخې ته ولاړ وم، یو سپین ږیري بابک بیا هم هماغه پوښتنه مطرح کړه او وروسته یې وویل “د فاریاب ولایت یې هم ونیوه او ویل کیږي چې دا ځل حالت خراب دی. اخر به څه پیښیږي؟”

دابل اړخ ته یو دریشي پوشه دنګ ځوان ورغبرګه کړه: غم مکوه بابا. اوس هغه پخوانی وخت ندی، ځوانان مو ډیر ویخ شوي او پوهه یې دوه چنده شوې،  دې وطن کې ترهګرو ته ځای نشته. اوس یوه قوي اردو، هوایې ځواک، او استخبارات لرو. دا وار مو ددولت خارجي متحدین یواځې نه پریږدي مګر و مو لیدل چې څو ورځو کې حالت په ډراماتیکه توګه بدل شول، اردو مو منحله شوه، هغوي چې د شهادت جامونو ته تږي ناست ول او د وطن یا کفن چیغې یې وهلې، د سقوط په اوله ورځ یې خپله اصلي مور (هیواد) پریښود.

نو آی ساده هیوادوالو، مجاهد پرورو، او ددواړو جهادونو غازیانو! راځئ چې د (حالت کومې خوا ته روان دی؟) پوښتنه په اساسي ډول ځواب کړو. حالت یو ډیر خراب لوري ته روان دی، د وطن دښمنان مو هر وخت د تجزیې په فکرونو کې دي، او هرڅوک دلته د نوي لوبې د لوبولو پلانونه نیسي.

ترڅو چې خپلې مټې بډ نه وهو، یو بل ته لاس ورنکړو، د نورو د کومکونو د پرځای خپل همت ونکړو، حالات به همدې یوې خواته روان وي. تر څو چې ځان ته پخپله تغیر ورنکړو، حتی خدای به مو تغیر نکړي، لکه څرنګه چې په قرآن کې فرمایي:

(إِنَّ اللَّهُ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّیَ یُغَیِّروا مَا بِاَنفُسِهِم)

یعنې: خدای د هیڅ قوم حالت نه بدلوي ترڅو پخپلو ځانونو کې پخپله بدلون رانه ولي.

ستر خوشحال بابا په خپلو اشعارو کې بیا داسې وایې:

څو د ملک وارث ونه وهي سرونه

همره چرې قرارېږي سمې غرونه

يا به ستا په وره نارې وي ته به ژاړې

يا د ستا د لاسه وير د چا په ورونه

Leave A Reply

Your email address will not be published.