The news is by your side.

حق به له چا وغواړو. که حساب راسره کوې نو راځه!

میرویس ستانکزی

0

غزني کې پښتنو د پارلماني ټاکنو په هاغه بل دور کې سمه درنه رايه وکاروله خو هغه وخت ملا معنوي او نورو فاشيستانو ورته توطيه جوړه کړه او د ګرد غزني حق يې يو قوم او دوه ولسواليو ته ورکړ، کنه ورشئ له سلطانزوى څخه يې وپوښتئ چې څه قصه وه که ما دروغ ويلي و مخ مې راتور کړئ
او بيا دا تېر ځل پارلماني ټاکنو کې خو پښتانه بشپړ چمتو و چې تېر زيان جبران کړي، د ښار منځ کې د غزني پښتنو د عدالت خيمې ووهلې نعرې يې وکړې ستوني يې وشکول عذرونه يې وکړل خو له همدې کابله او بيا له همدې ارګه جناب قانونپوه او د عليپور معنوي پلار سرور دانش د غزني د پښتنو پر ستوني پښه کېښوده او د ټولو اصولو خلاف يې هلته د عادلانه ټاکنو مخه ونيوله او پخواني فاشيستان يې پر ځاى پرېښودل، اوس چې د غزني اويا سلنه پښتانه يو وکيل نه لري دا د هغوى ګناه نه بلګې د زمانې د جابرانو او زموږ د ډارنو مشرانو قصور دى.
که د غزني ناامني راته پلمه کوئ نو هلته هم زه مړ يم او هم پړ، ښاغليه! کله چې جاغوري مخالفينو محاصره کړه په څلرويشت ساعتونو کې دې د نيم افغانستان امنيتي ځواک ورولېږه هلته د جاغوري ځوان قرباني ورنکړه خو کله چې په اندړو جګړه راغله هلته د اندړو ځوانان و چې سرونه يې نذرانه کړل او بيا له دې ځايه نه يوازې دا چې ځواکونه ورنغلل حتى د پاڅون کوونکو ملا مو هم ور ونه تړله او په سپين ميدان مو مرګ ته خوشې کړل.
نو امنيت هم د حکومت اساسي دنده ده زما خو همدومره و چې لکه اندړو مې سرونه نذرانه کړل.
ښاغليه! که بيا هر څه درسره ومنم او ځان ملامت کړم نو دا چيرته چې مې کور امن دى چېرته عدالت راسره شوى. د کابل خاکجبار، بګرامي، سروبي خو امن دي ته او خداى چې دلته دې د متوازن انکشاف اصل مراعت کړى، خوست، کونړ، ننګرهار او د ګڼو ولايتونو مرکزونو خو مې امن دي هلته دې په مقايسوي شکل خپل حق راکړى عدالت دې راسره کړى؟ نه هېڅکله نه!
واى پښتون ورکړل شوې پروژې نه دي ساتلي نو ځکه نورې نه ورکوو.
اول خو دا چې په يو څو مثالونو عمومي حکم مه کوئ د پښتون مېشتو سيمو سلګونه پخوانۍ پروژې نه يوازې دا چې ساتل شوي بلکې لا پالل شوې هم دي خو ته حق نه لرې د سلو ښو پروړاندې د لسو جاهلانه کړنو مثال راوړې او عمومي حکم وکړې، که بيا داسې کوې نو هغع هزاره وروڼو چې په لاريون کې څو رينجر وسوځول بيا مو بايد هېڅ وخت د هغوى سيمو ته رينجر نه وى استولى، عليپور چې د چاپيريال ساتنې مامورين او موټر وتښتول بيا به مو هېڅکله خدماتي مامورين د هغوى سيمو ته نه ورلېږل، مماتي سالنګ چې د جمعيت ګوند او ډاکټر عبدالله له نږدې پلويانو و د وارداتي برېښنا پايې په بمونو والوزولې نو بيا شمالي ولايتونو ته هېڅ پروژې مه وروړئ او سلګونه داسې بيلګې شته چې نورو قومونو او نورو سيمو کې هم ملي شتمنيو او ټولګټو پروژو ته زيان اوښتئ خو کله هم ورته پلمه و نه شوه نو ماته ولې د يو څو وحشيانو جاهلانه کړنې پلمه کوې او بيا هم که ستا خبر ومنو نو که يو څوک جامې ژر خيرنې او يا زړوي نو بل ځل يې موږ لوڅ لغړ له کوره نه باسو بلکې د نويو جامو ورکولو سره يې هم پوهوو او هم تدابير ورته نيسو.
او د پاى خبره دا چې همدا خپل پښتون مې رټي چې د حق لپاره غږ نه اوچتوې خو چې بياد حق لپاره غږ اوچت کړو لومړى به همدا خپل پښتون راته سل پيغورونه او پوچ توجيحات بيانوي.
چې طالب وغندم هم مې رټې، چې حکومت وغندم هم مې رټې، چې حق غواړم هم مې رټې، چې غږ نه باسم هم مې رټې.
بل ورور قوم چې د خپل حق نعره وکړي نو له الف نه تر يا ټول يې غږ غبرګ کړي خو چې موږ غږ اوچت کړو تر نورو دمخه مو خپل پښتون ځوان خوله راوازه کړي او سم مو سپک کړي ان تر دې چې زړه مو له غږ اوچتولو راتور کړي.
کومه بې عدالتي به درته ووايم؛
طالب مې چې ووژني طيارې ورپسې پورته کوې خو عليپور او امثالهم مې چې وژني هغه ته د دانش له دفتره کبابونه ورلېږې.
زه له نورو وروڼو قومونو سره والله که ستونزه او يا تعصب لرم خو د بې عدالتۍ زغمل هم نور راته بې ننګي او ذلت ښکاري.
لنډه دا چې په والله که مو له دې لارې راوګرځوئ، حق د خداى نوم دى او موږ الحمدلله مسلمانان يو، او عدالت هم د انسانيت او اسلاميت بنسټ دى.
*غم نوټ:
داځل د ولسمشر غني نوي سلنه رايه له پښتون مېشتو ولايتونو ده او دواړو مرستيالانو يې تر لس سلنه کمې رايې ورته راوړي، و به ګورو چې دا ځل مې د رايې حرمت څومره راته ادا کوي!
که وخت راغى له يو چا به د هر شي پوښتنه وکړم
د غميو،د لرگيو،د پگړيو،د سړيو!

(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.