The news is by your side.

حکیم او حاکم: روانه ماجرا او اندېښمن ولس

رحمت شاه فراز

0

ژوند او مرګ د بشري نړۍ تر ټولو ستره ماجرا ده. هېڅ معقول انسان او متمدن قوم په دې ماجرا کې د جوړجاړي یا Compromise کولو هڅه نه کوي او په دې لوبه کې تل د ژوند بریا غواړي؛ ځکه انسان هر څه د ژوند لپاره کوي او کله چې مرګ د انسان ژوند ته د پای ټکی ږدي، نو انسان/ټولنه په هېڅ بیه هم مرګ ته غاړه نه شي ایښودلای. 

کوویډ-۱۹ بشري نړۍ له اوږدې مودې وروسته له همداسې یوه برخلیک سره مخ کړه، انساني ژوند ته یې ګواښ جوړ کړ او کارپوهانو دا خبره په ډېر ټینګار وکړه چې احتیاطي تدابیرو ته نه پاملرنه به دا وضعیت لا کړکېچن او ستونزمن کړي. له دې بحران او ناورین څخه د روغ وتلو لپاره د نړۍ ګڼو هېوادونو د دې وایرس د واکسین/درملو په جوړولو لاس پورې کړ او په ځینو برخو کې د نورو ناروغیو شته درمل د یوې مؤقتي درملنې په توګه وړاندیز شول. 

دا هر څه کېدل او لا هم روان دي ځکه چې ماجرا د ژوند او مرګ ده او انسان د خپل فطرت له مخې د ژوند بریا غواړي. په همدې جریان کې د کابل یوه حکیم هم ادعا وکړه چې ګنې د کرونا وایرس درمل/واکسین یې کشف کړي او په ډېر ډاډ یې وویل چې د څو ساعتونو په ترڅ کې د کرونا ناروغ ښه کولای شي. د حکیم ادعا او درمل له تود هر کلي سره مخ شول، په ټولنیزو رسنیو کې د حکیم شور او غوغا جوړه شوه، په ځینو ټلویزوني شبکو کې هم راپورونه پرې برابر شول، او تر دا مهاله د همدې ادرسونو له مخې د حکیم واکسین اغېزمن او ګټور ثابت شوي او داسې برېښي چې حکیم پخپله ادعا کې رښتونی دی. 

حکیم خپل دې مسیحايي رول ته په ډېرې بریا دوام ورکړی وو تر دې چې د عامې روغتیا وزارت میدان ته را ودانګل او د حکیم د لارې خنډ وګرځېد. په لومړیو کې يې له حکیم څخه د زده کړو اسناد او کاري جواز وغوښتل، خو حکیم یو هم نه درلودل او د حکمت دا خزانه یې له دودیزو لارو موندلې وه، له همدې امله حکومت پر حکیم بندیز ولګاوه او نور يې د واکسین له خرڅ/توزیع څخه منع کړ. د حکومت د دې اقدام پر وړاندې لوی شمېر خلکو کلک غبرګون وښود او دا نیوکه یې وکړه چې حکومت تر پرونه چېرته وو؛ او نن ورځ چې ولس له مرګ او ژوند سره لاس و ګرېوان دی، ولې له نوموړي څخه د جواز او تعلیمي اسنادو غوښتنه کېږي؛ د دې تر څنګ يې په حکومت دا تور هم پورې کړ چې حکومت پخپله نه غواړي چې افغانستان له دې ناورین څخه وژغوري او دا حکومت دی چې د مرګ او ژوند په دې ماجرا کې د دې هېواد انسان نه پرېږدي چې ژوند، د بریا تر بامه ورسوي. 

د ولس له دا ډول غبرګون وروسته، د عامې روغتیا وزارت یو ګام وړاندې لاړ او ویې ویل چې د حکیم واکسین یې په لابراتوار کې وڅېړل او په وینا يې په واکسینو کې ځینې نشه يي توکي (مورفین/تریاک) کارېدلي او دا درمل ناروغ ته د لنډ مهال لپاره ارامتیا ورکوي، پخپله ناروغي له منځه نه وړي او ښايي د ناروغ د معتاد کېدو یا روږدتیا لامل هم وګرځي. د ولس اکثریت پر دې خبرو هم توند غبرګون وښود او دا یې هم د حکومت لاسي/سیاسي لوبه وګڼله. 

په دې ټوله پېښه کې د غور وړ پوښتنه دا ده چې په دواړو لوریو (حکومت او حکیم – ولس) ترمنځ رښتونی څوک دی او د چا خبره د باور وړ ده؟ حکومت د ولس ژغورنې ادعا کوي او د حکیم درمل د شاتو پر ځای زهر ګڼي؛ بل لور ته ولس بیا پر حکومت باور نه لري. آیا دا لانجه د هواري کومه لاره لري او که نه؟ همدارنګه، دلته د وروستۍ پرېکړې حق چا ته رسېږي؟ 

د یوسف علیه السلام په دور کې مصر له اوه کلنې ښېرازۍ او ورپسې اوه کلنې وچکالۍ سره مخ شو. د دې ښېرازۍ او وچکالۍ له پیل وړاندې د مصر پاچا خوب لیدلی وو او یوسف ع د پاچا د خوب همدا ډول تعبیر کړی وو. پاچا ته هم د یوسف ع تعبیر دقیق او رښتینی ښکاره شو، نو له یوسف ع څخه یې د حل لارې له پوښتلو وروسته امر صادر کړ چې د اوه کلنې وچکالۍ د مخینوي لپاره باید د یوسف ع پر وړاندیز عمل وشي. که څه هم تر یو څه بریده، د حکومت پر دې وړاندیز نیوکې وشوې، خو اکثریت د حکومت وړاندیز ته غاړه کېښوده او همداسې وکړل. د مصر خلکو دا نیوکه / خندا کولای شوی چې د پاچا پر خوب ولې باور وکړو؟ تش یو خوب یې لیدلی او خوبونه خو هر څوک ویني! 

خو دلته خبره بله وه؛ هر کله چې په یوه سیمه کې ټولنیز نظم (حکومتولي) رامنځته شي – که هر نظام وي، پاچاهي یا جمهوري– نو هلته د پرېکړې وروستی حق یوازې او یوازې له حکومت سره وي. ولس د حکومت پر کړنو او تګلارو نیوکه کولای شي، اختلاف ورسره کولای شي، د سوله ییز لاریون له لارې حکومت د یوه قانون یا نظر بدلولو ته هم چمتو کولای شي، خو وروستۍ پرېکړه به بیا هم د حکومت وي او د هغې ټولنې هر وګړی به هغې پرېکړې ته درناوی کوي او د هماغې له مخې به عمل کوي؛ ځکه په هېواد کې تر ټولو ستر رسمي ادرس پخپله حکومت دی او د حاکم اطاعت پر رعیت لازم دی. د دې خبرې د دلیل په توګه، صحیح او کره حدیثونه د تواتر کچې ته رسېږي او دا به یوازې د لیکنې اوږدول وي چې دلته هغه حدیثونه راوړل شي، ځکه شاوخوا هر مسلمان د حاکم د اطاعت له مسئلې او په اسلام کې د حاکم له مقام و مرتبې سره اشنا دی.  

یوې بلې موضوع ته به هم اشاره ښه وي؛ هغه دا چې که په یوه ټولنه کې د پرېکړې واک عام ولس ته ورکول شي – هغه هم د ژوند او مرګ ترمنځ پرېکړه – نو بیا به ځینې مهال تور چای د ناروغیو د درملنې په توګه وړاندیز کېږي، توره پیشو به د شتمن کېدو اصلي سرچینه باله شي، او د شاپرک ځاله به د لوی شمېر خلکو د هڅو محور و مرکز ګرځي. په ټولنه کې د نظم لپاره د نظام شتون یوه حتمي چاره ده. 

په همدې اساس، د حکیم درمل که هر څومره اغېزمن او ګټور شي، تر هغو پورې د هغو درملو د وېش اجازه نه شي ورکول کېدای تر څو چې د حکومت له لوري تائید او تصدیق نه شي. خو که خلک پخپل نماینده حکومت باور نه لري، نو د لومړي اقدام په توګه کولای شي دا موضوع پارلمان ته وړاندې کړي، ځکه پارلمان د ولس اصلي استازی ګڼل کېږي. دا دنده د پارلمان ده چې په حکومت فشار راولي او د خپل نظر بدلون ته یې اړ کړي. 

راځئ څو شېبې به فرض کړو چې پارلمان هم د ولس په تاوان (د ولس پخپل اند) پرېکړه کوي، نو بیا څه پکار دي؟ آیا ولس کرار کېني او له خپلې نیوکې لاس واخلي، او د مرګ او ژوند په ماجرا کې د ژوند د ماتې ننداره وکړي؟ 

نو په دې ځای کې تر ټولو عقلاني او له ډیموکراتیکو اصولو سره برابره حل لاره دا ده چې د حکومت د یوې کړنلارې اصلي سرچینه و منبع، چېلنج او وننګول شي. حکومت د جواز او تعلیمي اسنادو له غوښتو لاس واخیست او ویې ویل چې له ساینټیفیکو او علمي لارو وروسته دې پایلې ورسېدو چې د حکیم د درملو تر ګټې، تاوان ډېر دی؛ له همدې کبله حکیم ته اجازه نه شي ورکولای. اوس که ولس غواړي د حکومت دا نظر بدل کړي، نو پکار ده چې د حکومت همدا سرچینه چېلنج کړي. او د یوه معتبر لابراتوار او علمي و ساینسي روشونو له لارې حکومت ته دا ثابته کړي چې د حکیم محصول د کرونا وایرس اصلي درملنه ده، جانبي اغېزې (Side effects) نه لري او تاسو په خپله څېړنه کې تېروتي یاستئ. له دې وروسته هم، که حکومت دا خبره ونه مني او ولس ته د حکومت پرېکړه پخپل تاوان ښکاري، نو د دیموکراسۍ له اصولو سره سم یو سوله ییز لاریون دې په لاره واچوي او له حکومت څخه دې پخپل نظر باندې د بیا غور کولو غوښتنه وکړي. 

ټولنې یوازې په تشو ادعاوو او د حکومت پر پالیسیو د ړندو نیوکو او توندو غبرګونونو له لارې پرمختګ نه کوي، بلکې یوه ټولنه هله د پرمختګ او هوساینې پر سلیماني تخت سپرېږي چې هر Problem / ستونزې ته عقلاني، علمي او ساینټیفیکه حل لاره ولټوي او د احساساتو او جذباتو په توپان کې د ورکېدا پر ځای د علم او عقل په نرم باد کې یون وکړي. 

(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.