cheap nfl jerseyscheap jerseys from chinacheap mlb jerseyscheap nhl jerseyscheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nhl jerseys
خاموش اکثريت – afghansabawoon
The news is by your side.

خاموش اکثريت

عظم الدین علیمي

0
په افغانستان کې د 1992 زېږدي کال راهيسې د خاموش اکثريت اصطلاح کارول کېږي. د کورني جنگ له پيله تر ننه پورې د افغانستان ولس د جنگ د اور په لمبو کې سوځي او همدغه د اور په لمبو کې سوځيدونکی ولس خاموش اکثريت دی. اوس ددې وخت دی چې خاموش اکثريت لوړ غږی اکثريت شي او د هغو پر خلاف لوړ آواز پورته کړي چې د دوي او د دوي د وطن پر برخليک لوبي کوي.
تر اوږدمهالي جنگ وروسته په دوحی کې د سولې پيل شوي بهير, خاموش اکثريت هيله من کړی دی چې د تپلې جگړې اور به مړ شي او ملي غميزه به پاي ته ورسيږي.
خاموش اکثريت ته په کار دي چې د سولې د بهير په بريا او د غميزې په پاي ته رسولو کې نقش ولوبوي. که خاموش اکثريت د تل په شان خاموش پاتې شي, نو شونې ده چې د افغانستان د ناکاره دولت او د پنجاب د يرغملو طالبانو د استازو په بين الافغاني مذاکراتو کې لاس ته راتلونکي سوله, د پرديو ناروا گټې, د افغانستان ملي گټو ته د سخت زيان اړولو په بيه, خوندي کړي. خاموش اکثريت د سولې د روان بهير په رغندتيا کې هله خپل مثبت نقش لوبولی شي چې تر يوې واحدې رهبرۍ لاندې منظم عمل او فعاليت وکړي. څه د پاسه دوه کاله مخکې له هلمند څخه د سولې ولسي خوځښت په حرکت پيل وکړ او په لوڅو پښو يې اوږدې لارې ووهلې. له بده مرغه خاموش اکثريت هغسې چې اړينه وه له هلمند څخه د پيل شوي ولسي حرکت ملا و نه تړله. اوس د خاموش اکثريت دنده ده چې په دوحی کې د سولې د روانو خبرو له سالمې بريا رسونې سره مرسته وکړي, بيدار واوسي چې په سوله کې د افغانستان ملي گټې خوندي شي او بهرني لاسونه د افغانستان ملي گټو ته زيان پېښ نه کړي. خاموش اکثريت کولاي شي چې د سولې په پروسه کې دخيل بهرني لاسونه لنډ او د سولې بهير په بشپړ ډول افغاني کړي. خاموش اکثريت بايد له ولسي زور څخه گټه پورته کړي, د منځگړو استازو ډله جوړه او د سولې د مذاکراتو په دواړو اړخونو يې ومني. د منځگړو استازو ډله به, د لرغوني افغانې دود سره سم, په مذاکراتو کې د کړکيچ رامنځته کيدنې په صورت کې, د مداخلې حق او د ستونزې د هوارلو صلاحيت ولري.
خاموش اکثريت بايد پرينږدي چې بهرنيان د سولې پايله د خپلو گټو تابع وگرځوي او د افغانستان ملي گټې زيان وويني. همدارنگه خاموش اکثريت بايد, د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره د افغانستان اسلامي جمهوريت حکومتي ماملې له کلکې څارنې لاندې ونيسې, د ملي گټو ضد ماملو په صورت کې واټونو ته راووځي, په داسې شور و زوږ د ملت آواز پورته کړي چې ځمکه او آسمان ولړزوي.
که خاموش اکثريت خپلو مهمو ملي دندو ته د پاملرنې او د هغو د سر ته رسونې وړتيا و نه لري, نو تر دې وروسته ورته بايد, د خاموش پر ځاي, مړ اکثريت وويل شي.
(Visited 15 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.