The news is by your side.

له طالب سره تر ناسته، پاکستان ته درېدل ډېر په کار دي

0

خليلزاد دې سپاره را وګرځوي؛له طالب سره تر ناسته، پاکستان ته درېدل ډېر په کار دي

له هغه وروسته چې له امریکايي استازیو او د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د لیدلو او مخامخ خبرو لپاره د افغان حکومت په غوښتنه او د ملګرو ملتونو او امریکا په مداخلې اسلام‌اباد ته د طالبانو استازيو ته د تګ اجازه ور نه‌ کړل شوه او دغه غونډه چې طالبانو یې وار د مخه په اړه اعلامیې خپرې کړې وې، لغوه شوه، ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د فبروري په ۲۵مه د دوشنبې په ورځ د طالبانو له استازیو سره د پنځم ځل لپاره په قطر کې وګوري. ټاکل شوې وه د دوحې په دې غونډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس ملا عبدالغني برادر هم ګډون وکړي، خو طالبانو پرون خبر ورکړ چې دی به یوازې هغه مهال په دغه غونډه کې برخه واخلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم پکې ګډون وکړي.
خو یو شمېر طالب چارواکیو رسنیو ته ویلي چې ملا برادر د سفر سند نه لرلو او «د طالبانو د مشرانو تر منځ د ځینو نا حل شویو موضوعاتو» له کبله په دغه غونډه کې ګډون نه‌شېکولای.
د مالوماتو له مخې، له هغه وروسته چې پاکستان د امریکا په غوښتنه ملا برادر له بنده خوشی کړ او ور پسې طالبانو هغه د شېرمحمد عباس ستانکزي پر ځای د قطر دفتر رییس وټاکه، اسلام‌اباد یو ځل بیا د نامالومو موخو او دلایلو لپاره یرغمل کړی او اجازه یې نه‌ ده ورکړې چې په دوحه کې له امریکايي چارواکیو سره د افغان سولې په غونډه کې ګډون وکړي.
افغان حکومت تېره اوونۍ له زلمي خلیلزاد سره د ولسمشر تر لیدو وروسته خبر ورکړ چې ولسمشر محمداشرف غني له نوموړي سره د سولې پر یوې واحدې کار لارې هوکړې ته رسېدلی او تر دې وروسته به د افغان سولې ټولې خبرې اترې له افغان حکومت سره په سلا او مشورې مخې ته ځي.
اوس د سیاسي چارو شنونکي که څه هم د قطر جوړېدونکې غونډه د بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره د اسانتیا برابرولو په برخه کې مهمه بولي، خو وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دې د دا ډول غونډو پر ځای پر پاکستان تمرکز زیات کړي او هڅه دې وکړي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد تګلاره بدله کړي.
د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون وايي، تر هغې چې پر پاکستان عملي فشار را نه‌شي او د افغان سولې له پروسې سره همکاري ته اړ نه کړل شي، دا هېواد نه غواړي په افغانستان کې روانه جګړه چې دوی یې مالي، سیاسي او نظامي ملاتړ کوي، پای ته ورسېږي.
د تړون په وینا، وسله‌وال طالبان د اسلام‌اباد په مستقیمه لارښوونه جګړه کوي او اوس هم د پاکستان موخو او ګټو ته په کتو د هغوی په خوښه د افغان سولې پروسې په برخه کې وړاندې ځي.
بل خوا د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم پرون په یوه غونډه کې که څه هم د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکیو هرکلی وکړ، خو زیاته یې کړه چې دا غونډه باید د سولې له پروسې سره مرسته وکړي، نه دا چې پر افغانانو یو ځل بیا نیابتي جګړه تحمیل کړي.
هغه وویل، افغان حکومت د سولې په اړه مشخصه طرحه لري چې د سولې په مشورتي جرګه کې چې د کب میاشتې په وروستیو کې به جوړه شي، د افغانانو له لوري تصویب شي.
په همدې حال کې مدني فعال شفیق سمسور بیا د دوحې جوړېدونکې غونډه د افغان سولې لپاره ګټوره بولي او وايي، اوس چې د افغانستان او امریکا حکومتونه د دې پروسې په اړه په یوه خوله شوي، امریکايي چارواکي به په دغه غونډه کې د بین‌الافغاني خبرو اترو پیل او اوربند ته لار هواره کړي.
د سمسور په وینا، تر هغې چې افغان حکومت او طالبان په خپل منځ کې پر افغان سولې مخامخ خبرې و نه ‌کړي، په هېواد کې روانه پردۍ جګړه به چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، همداسې دوام وکړي او د سولې خبرې اترې به هم کومې پایلې ته و نه رسېږي.
تر اوسه د امریکا او طالب استازیو تر منځ څلور ځله مخامخ خبرې شوې چې وروستۍ غونډه یې چې په دوحه کې جوړه شوې وه، شپږ ورځې دوام وکړ.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 275 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.