The news is by your side.

خلیلزاد؛ د یوه شیطاني مثلث درېیمه ضلعه

0

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ماموریت یو داسې حد ته رسېدلی چې د افغانستان ملي سلامتیا او بقا ګواښي. خلیلزاد چې د ۲۰۱۸ کال په مني کې د ټرمپ ادارې له خوا د افغان سولې د ماموریت مشرۍ ته وګومارل شو، د افغانستان په زیان یې له پاکستان او طالبانو سره تر اوسه له هېڅ راز معاملې دریغ نه دی کړی.

د افغانستان خلاف د خلیلزاد لومړنی خصمانه حرکت دا و چې لومړی یې افغان دولت د سولې له پروسې څخه حاشیې ته کړ او بیا یې ورو ورو یوه خونخواره جنګي ډله چې د افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي، له تروریستي هویت څخه سیاسي هویت ته پورته کړه. د خلیلزاد له نیت له هغو خبرو معلومېږي چې کله څه موده مخکې په کابل کې ژورنالیست ترې وپوښتل چې آیا په طالبانو کې کوم تغییر وینئ؟ د خلیلزاد ځواب دا و چې طالبان اوس د پاکستان د اردو عسکر نه دي لکه ما چې فکر کاوه، په طالبانو کې وطندوستان شته او غواړي چې جنګ ختم شي. معلومه خبره ده چې له طالبانو د خلیلزاد دغه کاذب تشخیص له هغې پټې معاملې سره تړاو لري چې د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې. امریکا خپل دغه نویو اجرتي قراردادیانو ته په قطر کې ښه مفشن او مرفه ژوند برابر کړی. رهبران یې په پاکستاني پاسپورټونو په چارټر شویو الوتکو کې مختلفو هېوادونو ته په چکر بیايي. ویل کېږي په وروستي یو کال کې له پاکستان څخه د طالبانو د جنګي قوماندانو او سیاسي مشرانو سلګونه کورنۍ د قطر دوحې ته بیول شوي او هلته ورته یو ځانګړی ښارګوټی اجاره شوی چې امنیت یې هم امریکايي امنیتي کمپنۍ ساتي. تر ټولو شرموونکې دا چې پټ اسناد ښيي چې د امریکا کانګرېس په قطر کې د طالب مشرانو لپاره بودیجه تصویب کړې. ویل کېږي د دې بودیجې یوه برخه امریکايي انجیو ګانو لکه په افغانستان کې د امریکا د سولې انستیتیتوت ته ورکړل شوې څو له طالبانو سره د رسنیو او تبلیغاتو په برخه کې مرسته وکړي. د سراج الدین حقاني په نامه په نیویارک ټایمز کې خپره شوې لیکنه هم د دې هڅو برخه ده.

د ټرمپ په اداره کې د افغان سولې په اړه د پالیسي جوړونې په برخه کې د خلیلزاد نقش او مشورې د پام وړ دي. د افغانستان په تېر څلوېښت کلن ناورین کې د خلیلزاد لانجمنې ماضي ته په کتو، له پاکستان او طالبانو سره په معامله کې دی د امریکایانو لپاره ښه انتخاب و. خلیلزاد نه یوازې په افغانستان او سیمه کې د خونړیو معاملو پخه سابقه لري، بلکې په عراق کې یې هم د خپل ماموریت پرمهال د عراقي ولس په سرنوشت معاملې کړې وې.

خلیلزاد اوس هغه څه غواړي او هغه څه کوي چې افغانان یې نه غواړي. په کابل کې پر زېږنتون او په ننګرهار کې پر جنازې د طالبانو د تروریستي برید په اړه چې سلګونه نو زېږي ماشومان، امیندواره میندې او سپین ږیري او ځوانان پکې ووژل شول، د خلیلزاد او امریکایانو له منافقته ډک دریځ د افغانانو غوسه راپارولې ده. په داسې حال کې چې شواهد او مدارک څرګندوي چې دغه بریدونه طالبانو کړي، خلیلزاد په ډېرې سپین سترګۍ وویل چې د امریکا ارزونه ښيي چې دا برید د داعش خراسان ډلې کړی. تر ټولو خندوونکې لا دا چې خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتنه کړې چې د دې برید عاملین د عدالت منګولو؟ ته وسپاري!

خلیلزاد تازه په تازه په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان ورسره کړي توافق ته ژمن دي او د دوی په توافق کې پر افغان ځواکونو د بریدونو د بندولو موضوع شامله نه وه. په لومړي سر کې چې کله د سولې پروسه پیل شوه، شک دا کېده چې که امریکا په خپل سر له طالبانو او پاکستان سره د توافق او اوربند خوا ته ځي، نو د افغانانو برخلیک به څه وي؟ دلته حکومت او ولسمشر اشرف غني همدې اندېښنو ته په پآم سره له امریکایانو د شفافیت او صداقت غوښتنه کوله، خو د امریکا او تجرید شویو سیاسیونو په شمول یو شمېر کړیو هڅه کوله چې حکومت او ولسمشر د سولې په سبوتاژ او مخالفت تورن کړي. هغه سناریوګانې چې د سولې له هوکړې مخکې یې تصور کېده، اوس یو په یو عملي کېږي: د افغانانو پرضد جګړه تر پخوا شدیده او خونړۍ شوې؛ په ښارونو کې موټر بم بریدونه بیا پیل شوي؛ په پاکستان کې د طالبانو سرباز ګیري او فعالیتونه د پخوا په څېر روان دي او درګرده له کرښې هره ورځ سلګونه جنګیالي افغانستان ته د جګړې لپاره راځي. موږ هغه څه په سترګو وینو چې یو وخت به ویل کېدل: امریکایانو به په خپلو اډو کې خوندي ناست وي او افغانان به وژل کېږي.

د خلیلزاد قراردادیان په ورځ کې په اوسط ډول ۱۲۰ کسه نظامي او غیر نظامي وژني. آیا خلیلزاد او امریکایان په دې نه پوهېږي؟ له بده مرغه د امریکا، پاکستان او طالبانو وروستۍ معامله د افغانستان لپاره یو شیطاني مثلث دی. موږ اوس په داسې یو وضعیت کې یو چې یا به د دې شیطاني مثلث خلاف درېږو او یا به غوټ نظام او وطن ورته تسلیموو. لومړی انتخاب، پر موږ پور او د عزت خبره ده. لکه څرنګه چې تر اوسه د دې توطیې خلاف مقاومت شوی، وړاندې به هم کېږي. امریکایانو خپل فشارونه او دمکې جاري ساتلي، د مرستو له بندولو نیولې بیا د ټرمپ تر وروستیو څرګندونو پورې چې ګویا افغانان دې نور خپل ځان په خپله ساتي. امریکایان په حقیقت کې دا خبره د دې لپاره نه کوي چې ګنې دوی له افغانستانه مطلقاً وځي او یا له جګړې ستړي شوي، بلکې امریکا د یو بل نوي ماموریت لپاره چمتووالی نیسي چې پاکستان او طالبان د دې ماموریت په محراق کې قرار لري. موږ وایو که امریکایان وځي نو و دې وځي، لاقل د جګړې او سولې انتخاب خو به مو خپل او افغاني وي.

(Visited 54 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.