The news is by your side.

خوراکي خوندیتوب

احمد جمالزی

0

خواړه د بدن په روغتیا کې حیاتي رول لري. د نړۍ پرمخ‌تللو هېوادونو په خوړو کې د بدن د روغتیا لپاره مهم خوراکي عناصر شامل کړي (د بېلابېلو کرنیزو او کیمیاوي تجربو پر اساس د خوراکي توکو غني کول) خو دغه چاره بیا په وروسته‌پاتې هېوادونو کې لا تر اوسه ډېره ګواښونکې ده. دلته خواړه شته خو د خوړو امنیت نه‌شته.

خوراکي خوندیتوب څه دی؟

د روغ او فعال ژوند لپاره د عمر په ټولو پړاوونو کې هغو بشپړو کیفیت او کمیت لرونکو خوړو ته خوراکي خوندیتوب وايي چې د بدن لپاره ټول اړین مواد ولري او د یوې ټولنې ټول خلک فزیکي، ټولنیز او اقتصادي لاس‌رسی ورته لري. د دغه تعریف له مخې پر درېیو برخو ټينګار کېږي (د خوړو  پر شته‌والي، خوړو ته پر لاس‌رسي او د خوړو په پیدا کولو کې پر ثبات). خوراکي خوندیتوب کلمه په ۱۹۴۳ میلادي کال کې د خوړو او کرنې په نامه کنفرانس کې «د خوړو خوندیتوب، بسنه او مناسب‌والی د ټولو لپاره» په نړیواله کچه د خوراکي امنیت لپاره ومنل شوه.

د خوړو شته‌والی:

په هېواد کې د ننه د خوړو شته‌والی او د خوړو د اړتیاوو پوره کولو ته د خوړو شته‌والی ویل کېږي. افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې نږدې اتیا سلنه خلک یې پر کرنه بوخت دي؛ خو لا تر اوسه هم هغه ځای ته نه دی رسېدلی چې د خپلو ټولو خلکو اړتیاوې پوره کړي. افغانستان هر کال نږدې دوه میلیونه ټنه غنم او همدومره نورې غلې دانې د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره واردوي.

خوړو ته لاس‌رسی:

په هېواد کې د ننه د خوړو له نشتوالي سره سره خوړو ته د لاس‌رسي په لاره کې د خلکو اقتصادي او مالي اړتیاوې عمده خنډونه بلل کېږي.

د خوړو په پیداکولو کې ثبات:

په ژوند کې بېلابېلو خوراکي توکو ته لاس‌رسی تر ټولو مهم بلل کېږي. په افغانستان کې د څه نا څه امکاناتو او خوراکي توکو په شته‌والي سره مناسبو خوراکي توکو ته لاس‌رسی کېږي. دا چې دلته هر څه په موسم پورې تړلي؛ د خوراکي توکو، غلو او دانو د ساتلو لپاره سړې خونې او نور امکانات نه‌شته. خلک د کال په یوه یا دوو موسمونو کې کمو بېلابېلو خوراکي توکو ته لاس‌رسی لري چې دغه پروسه یا خوراکي توکو ته د خلکو لاس‌رسی بې‌ثباته دی.

د خوراکي خوندیتوب اصلونه:

بسنه (Adequacy): بسنه په دې معنا ده چې خوراک باید کافي اندازه انرژي او نور مهم عناصر ولري. که خواړه د بدن لپاره کافي اندازه مهم او اړین عناصر ونه‌لري، خوندي نه دي.

تعادل  (Balance):  ټول عناصر لرونکي خواړه باید په منظم ډول وخوړل شي. که خوراکي خوندیتوب ته بشپړ پام کېږي؛ په خوړو کې باید د بدن لپاره منرالونه، ویټامینونه، پروټينونه او نور اړین مواد په مساوي ډول واخیستل شي.

د انرژۍ کنټرول (Energy Control): د خوندي او صحي خوراکي رژيم د جوړولو لپاره منظم پلان ته اړتیا ده. هغه انرژي چې بدن یې مصرفوي، باید له هغې انرژۍ سره مساوي وي چې بدن یې اخلي. که په دغه انرژۍ کې ګډوډي راشي؛ د وزن د کمېدو یا ډېرېدو لامل کېږي.

بېلابېل‌والی (Variety): د ډېرو خوراکونو پر ځای باید هغه خواړه وخوړل شي چې بدن ته ډېره اندازه مهم مواد رسوي. بېلابېل خواړه بېلابېل او اړین عناصر بدن ته لېږدوي چې د لا روغتیا لامل کېږي.

خوراکي خوندیتوب یواز ې د خوړو پر لرلو ډاډمنېدو ته نه وايي، بلکې دا یوه اوږده پروسه ده چې د موادو له تولید پیل او د خلکو تر دسترخوان پورې رسېږي. خواړه باید له باکتریاوو، ویروسونو، مضرو کیمیاوي موادو، انتي بیوتیکونو، هورمونونو او نورو هغو حشراتو پاک وي چې خواړه خرابوي.

خوراکي توکي له کرلو تر مصرفه یوه خوراکي کړۍ ده. خوراکي توکي باید هم په پټي کې او هم له پټي څخه د لېږد پر مهال په کیمیاوي موادو له ککړېدو او د مضرو حشراتو له داخلېدو څخه په کلکه وساتل شي؛ بیا په کور کې په بشپړ صحي ډول د پوره مصرف تر مهاله وساتل شي.

خوارځواکي په نړیواله کچه په درېیو ماشومانو کې یو ماشوم وژني چې یو لوی لامل یې د خوراکي خوندیتوب یا امنیت نشتوالی دی. افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې خوراکي خوندیتوب نه‌لري. بې‌وزلي، وچ‌کالي، د اقلیم بدلون، د مناسب بازار نشتوالی، د بیو ټيټېدل او لوړېدل، د اوبو لګونې د معیاري سیستم نشتون، د طبیعي پېښو له امله د کروندګرو د محصولاتو خرابېدل او نا امني د دغه خوراکي ناخوندیتوب اصلي لاملونه دي. د خوراک د نړیوال سازمان په وینا په افغانستان کې هر کال په میلیونونو خلک له طبیعي پېښو لکه؛ وچ کالۍ، سېلابونو، زلزلو او د هوا د شدید نا مناسب‌والي سره مخ کېږي چې دا ټول د خوراک په ناخوندیتوب کې رغنده رول لري.

د افغانستان نږدې اووه څلوېښت سلنه وګړي خوراکي خوندیتوب نه‌لري. دغه شمېر د تېرو کلونو پر تله څو سلنه نور هم لوړ شوی. په ۲۰۰۵ کال کې په ټول افغانستان کې دېرش سلنه خلکو خوراکي خوندیتوب نه درلود. درې کاله وړاندې دغه شمېر نږدې نهه میلیونه و؛ خو دا مهال دغه شمېر تر څوارلس میلیونو اوړي. که دغه ناخوندیتوب همدا ډول دوام وکړي، نږدې ده چې د خوراکي ناخوندیتوب مساوات د افغانستان په جګړه کې د وژل کېدونکو کسانو له شمېر سره برابر شي.

د خوړو د نړیوال سازمان په وینا په افغانستان کې نږدې اته نیم میلیونه کسان له حاد یعنې بېرته رغېدونکي داسې خوراکي ناخوندیتوب سره مخ دي چې تر یوه وخت خوړو وروسته نه پوهېږي چې بل ځل خواړه له کومه کړي. د بدن لپاره کافي اندازه کالوري (د انرژۍ د اندازه کولو واحد) نه‌شي ترلاسه کولای. مصرفي کالورۍ ته  په پام سره بې‌وزله کس هغه دی چې په ورځ کې لږ تر لږه ۲،۳۰۰ کیلو کالوري انرژي د خپل خوراک له لارې ترلاسه کړي؛ خو دغه شمېر کسان بیا ان تر ۲،۱۰۰ کیلو کالوري هم لږ انرژي ترلاسه کوي. د دغو کسانو په منځ کې نږدې څلور میلیونه داسې کسان هم شته چې تر ۱،۵۰۰ کیلو کالوري هم لږ انرژي اخلي. همدارنګه د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان په دوه‌ویشتو ولایتونو کې نږدې شپږ میلیونه (نهه ویشت سلنه) هغه ماشومان چې تر پنځه کلنۍ ټيټ دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. د دغه شمېر پنځه‌څلوېښت سلنه یې په مزمنه (نه رغېدونکې) خوارځواکۍ اخته دي او پاتې نور یې د وینې له کم‌والي سره مخ دي. په لرې پرتو سیمو کې د خوراک ناخوندیتوب ډېر دی، خو په کوچیانو کې بیا دغه شمېر تر نورو ټولو لوړ دی.

خواړه یا غلې دانې

 په افغانستان کې د خلکو اصلي خواړه غنم دي. د غنمو ډوډۍ د دوی ۷۵ سلنه انرژي برابروي. په هغو کلونو کې چې په افغانستان کې د غنمو تر ټولو ډېر تولید شوی وي، بیا هم افغانستان د غلې دانې له کم‌والي سره مخ وي. له بهره د غلو دانو واردول د دغه خوراکي ناخوندیتوب د لا ډېرېدو لامل کېږي. په داسې وضعیت کې پر بې‌وزلو سربېره د افغانستان ګڼ نور خلک هم مناسب خوراکي سیستم نه‌لري. په افغانستان کې بې‌وزلې کورنۍ د ټولو خوراکي توکو د بیې نیمایي پیسې یوازې پر غنمو لګوي. په ټولیز ډول په افغانستان کې هره کورنۍ د خپل عاید له درېیو دوې برخې یوازې د خوړو د چمتو کولو لپاره لګوي او ان په ځینو سیمو کې بیا دغه اندازه پیسې یوازې د غنمو د اخیستو لپاره لګوي.

ملګرو ملتونو د خوړو کم‌والی او خوراکي خوندیتوب پر پنځو پړاوونو وېشلی چې وروستی پړاو یې قحطي ده. په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه کسان یوازې یو ګام تر قحطۍ وړاندې اوسېږي. د ملي یووالي حکومت له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه د بشري مرستو لپاره ۳۹۳ میلیونه ډالر غوښتي وو چې په هغو کې یوازې د خوراکي خوندیتوب لپاره ۴۲ میلیونه ډالره لګول شوي؛ خو لا هم د خوراکي خوندیتوب د نشتون کچه مخ پر لوړېدو ده.

 دولت د کرنې په برخه کې هغه لومړیتوبونه نه دي ټاکلي او عملي کړي چې باید تر  هر څه وړاندې ورته کار شوی وای. د افغانستان له دولت سره د نړیوالې ټولنې له پرېمانو مرستو سره سره بیا هم کروندګر مدرن وسایل نه‌لري. نړیوالې ټولنې د افغانستان د دولت په همغږۍ یوازې د څو ورځو، اونیو او میاشتو د خوراکي ستونزې د هواري په موخه مرستې وکړې (تر ټولو څرګند مثال یې د افغانستان د څو ولایتونو په ښوونځيو کې د خوړو د نړیوال سازمان له‌خوا د بیسکوټو وېش و چې یوازې د یوه زده‌کوونکي د څو میاشتو خوراکي سیستم یې جوړ کړ خو دوام یې ونه‌کړ.) په کرنیزه برخه کې له دولت سره د نړیوالې ټولنې مرسته په نشت حساب ده، ځکه د افغانستان کروندګر لا تر اوسه په سنتي ډول پر خپلو کروندو لګیا دي. اوس چې په ځینو برخو کې د نړیوالې ټولنې د مرستو له کم‌والي سره د دغه خوراکي ناخوندیتوب کچه لوړه شوې، دا شونتیا شته چې په راتلونکو کلونو کې دغه شمېر له کنټروله ووځي.

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.