The news is by your side.

دا ضابط د موږ له خوا تاسو ته بخشش

0

عبدالرووف لیوال

د کال۱۳۷۰وم کال دژمۍ وروستې شپې وې ، جنرال دوستم ته اړونده ۵۳فرقه په سرغړونې اوغصه ناک ډول له کابل نه شمال خواته وکوچیدله اودجنرال مومن اندرابی له ۷۱ مې میکانیزه لوا سره یو ځای شول ، هغه مهال اسلامی جنبش نوی جوړشوی وو، دشمال وضعیت په خرابیدوشروع وکړه.

جنبش پورې اړوند پوځ هغه افسران چې د جنبش غړی نه ول یاهم پښتانه ول په مجاهدینو پلورل ، ډګروال پنځلس زره افغاني ، ډګرمن لس زره ، جګړن اته زره افغانی نرخ درلوده او په مجاهدینو خرڅیدل ـ د خدای تعالی کړنې دی ، تصادفاً په دې لړ کې د ترافیکو یو ضابط هم په درې زره افغانیو په مجاهدینو پلورل شوی وو، مجاهدین کله چې پوه شول هغه افسر نه بلکې د ترافیکو ضابط دی، نو په ګلم جمانو په غصه شول او ګلم جمانو ته یې وویل چې ، تاسو خوپه موږ ترافیک پلورلی ، هغو په ځواب کې ورته وویل (دا دی د هغه ترافیک په بدل کې دا د اردو جګړن درواخلی ، هغه ظابط دې تاسو ته بخشش وی )

له همغې ورځې د افغان اتل اردونړیدل پیل شول ، ترڅو د ټولو مجاهدینو له خوا ملی اردو ړنګ او د اردو تجهیزات هم لکه د سکارد توغندیو حق السوق (اورلن توکی) اوشوبلې په پاکستان د بوسو په تول خرڅ شول ، لنډه دا چې د افغانستان دوه سوه کلن اردوپه بشپړه توګه له منځه لاړ.

اوس بیاهم عمران خان غواړی چې دافغانستان قانونی دولت په موقت حکومت بدل اوهغه نیمګړی اوځوان اردو چې نوی په پښو راغلی له منځه لاړ شی او د دوی هغه توغندیو ته چې د هیواد په ختیځ راپریوځی ، څوک یې ځواب ورنکړای شی .

یا خدایه ! موږ دغلام له غلامی نه وساتې ! آمین

(Visited 86 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.