The news is by your side.

دا ورک خلک چیرته دي؟

سید عبیدالله نادر

0

دا چې د پاکستان ریاست په زرګونو پښتانه بندیان کړي، او په زرګونو یې وژلي دي، او په زرکونو لاپته دي، چې هیځ د هغوي پته او آدرس نه دی معلوم ، او ورته ځواب هم نه لري ، او په دي اړوند نه وضاحت ورکولی شي ، او نه د دي موضوع پوره سپینول کولای شي ، او یا نه غواړي د ډیري سرزوري نه ځواب ورکړي ، نو دي ټکي ته باید پام واړول شي ،چې آیا دا خلک اوس ژوندي دي ،او که ژوندی نه دي نو څرنګه وژل شوي، او یا د دي خلکو څخه یې په انتحاري حملو کې ترې کار اخیستل شوی.

 چې دا یوه لویه اند یښنه ده، چې ډیر خلک یې لري، دوي همدا پشتانه انتحاري او خود کشو حملو ته تیار کړي هم دي او اوس د ترهکري په لټه کې هم همدوی نیسي، د دي د پاره چې د غربی او عربی نړۍ نه پیسي تر لاسه کړي، تر دي ښه بزنس او تجارت به دوي په ټوله عمر کې بیا پیدا نه کړي، دوی د دنیاوالو په سترګو کې خاورې شیندي په داسي حال کې چې د دنیا ډیری خلک اوس د دوی د چال فریب او دوکي په لوبه پوهیږي، او اوس د پاکستان پوځ د چال او دوکی په لرلو سره ډیر دنیا ته رسوا شوی

(Visited 45 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.