The news is by your side.

دا ټول څه معنا: آیا فلسفه تعریف لري؟

رفیق خاورین

0
تر کومه چې زه ورسره مخامخ یم، ډیری وګړي د فلسفې نه واضح او روښانه برداشت او درک نلري او فلسفه ورته تل د پیچلتیاوو، ابهاماتو او حتی موهوماتو یوه لړۍ یا ټولګه ښکاري. دا مبهم برداشت د فلسفې نه، په ځانګړې توګه زموږ په ټولنه کې، د دې لامل شوی چې خلک معمولاً د فلسفې په اړه بدبین واوسي. زه خپله هم له ورته مسیره او حالته راتیر شوی یم. کله چې په لومړي ځل زه د فلسفې په مفهوم د پوهیدلو لیواله شوم، د دې له امله چې هغه وخت مې د فلسفې په اړه هیڅ کتاب نه درلود، نو لاړم په انټرنیټ کې مې د هغې په اړه سرچ (لټون) وکړ.
دا چې زما د فلسفې د پیژندلو دا تلوسه له کومه شوه، نه پوهیږم، خو دومره مې په یاد دي چې یو نیم وخت به مو د مکتب په کتابونو کې د فلسفې کلمې په لیدلو سره د پوښتنو او ګونګو تصوراتو یو سمندر په ذهن کې ایخوا دیخوا ګرځیده.
اولین عامل چې د فلسفې نه یې د عامو خلک درک او برداشت ستونزمن کړی دی، د فیلسوفانو مغلق او پیچلي او له تخصصي کلماتو ډک او بعضاً اوږده او حتی متضاد تعریفونه دي.
دې مغلقو تعریفونو مې نه یوازې دا چې د فلسفې د پیژندلو ستونزه حل نکړه، بلکې د نورو پیچلو الفاظو او کلمو په راپیژندلو یې نوره هم شدیده کړه.
اوس نو د فلسفې د نوم په اوریدلو به مې د ابن‌سینا نه نیولې تر راسل او ویل دورانت پورې د ګُنګو او مبهمو تعریفونو لړۍ په ذهن کې خپریدله.
په فلسفې باندې له پوهیدلو وروسته دې نتیجې ته ورسیدم چې د فلسفې د پیژندلو په لاره کې تر ټولو لومړی خڼډ خپله د فلسفې اوږدو او مترونو مترونو او یا برعکس ایجاز ډوله مبهمو او لنډو تعریفونو جوړ کړی چې د عادي خلکو لپاره نه یوازې دا چې ددرک وړ نه وي، بلکې د فلسفې په اړه یې لید او موضِع هم متاثیره کوي.
دوهم خڼډ او د فلسفې د پیژندلو د لارې ستونزه د فلسفې د جوهر او واقعي مفهوم رانغاړل او پیچل د هغې په اړه د ارایه شویو افکارو د تاریخ په لباس کې دي، یا په بل عبارت، مونږ تل ددې پرځای چې په فلسفه باندې وغږیږو د فلسفي د افکارو په تاریخچه غږیږو.
فلسفه او د هغې د افکارو تاریخچه آسمان او ځمکه توپیر لري. که وغواړو چې د فلسفې د افکارو د تاریخچې د مطالعې له لارې فلسفه باندې پوه شو، کاملاً سرچپه عمل کوو او دا کار دې ته ورته دی لکه د یوه مشخص ځای د لیدلو او خپله مشاهده کولو پرځای د خلکو په خبرو، چې د هغه ځای په اړه یې کوي، سر وخوږو او بیځایه سرګردانه شو.
یعنې که اول فلسفه وپیژنئ; هغه مشخص ځای خپله ووینئ، بیا په آسانۍ سره کولی شئ چې د فیلسوفانو په نظریو او یا په مذکور مثال کې د خلکو په خبرو ،چې د هغه ځای په اړه یې کوي، پوه شئ.
که چیرته لاړ شئ او کتابتونونو کې د فلسفې ابتدایي کتابونه وګورئ نو پام به مو شي چې همدا دوه خڼډونه ،چې ما یاد کړل، ډیری کتابونه د خپل ابهام او مغلق‌ګویي ابهامونو ګردجن کړي، یعنې د کتاب په سر کې مبتذل او د عامه خکلو لپاره د درک نه وړ مبهم او کلیشه یي تعریفونه یو په بل پسې ترتیب شوي او دوهم پړاو، یا فصل، یا جلد، یا هر څه چې وي، د فلسفي افکارو تاریخچې ته وقف شوی او د تاریخچې رواج یې هم داسې دی چې د لرغوني یونان د ملتیانو د جزیرې د نظریه پردازانو له نظریو یې رانیسي، چې د پاسکال په ساده نظر شروع کیږي، بیا تر نن ورځې پورې، چې د لسګونو یا حتی سلګونو فیلسوفانو یا فلسفي متکبونو د نظریو خلاصه او سلاته ترې جوړوي. په دې سره هم د لوستونکي ذهن ګیج کوي او هم یې د فلسفې د پیژندلو تلوسه ور وژني.
په اکثره کتابونو کې د فلسفې تعریف هم هغه کلیشه ای او زوړ او مبتذل روایت دی چې وایي، له یوه حکیم نه چا پوښتنه وکړه چې آیا ته حکیم او عالم یې؟ نو ده ځواب ورکړ، چې نه زه حکیم او عالم نه یم، بلکې فیلسوف( چې د لغت له مخې د حکمت او علم د مینوال معنا ورکوي) یم.
دا لغوي تعریف په خپل ځای ارزښت لري او هغه ددې کلمې(فلسفې) د لغوي ریښې په پیژندلو کې په درد خوري نه د فلسفې د جوهر او واقعي معنا په پوهیدلو کې.
بناءً د بحث د لمنې د راټولو لپاره دلته یوازې غواړم ووایم چې د فلسفې د پیژندلو لپاره له بدیع او بیان په هنر سنګارو او یا شاعرانه تعریفونو نه پرهیز وشي او بله دا چې د فلسفې تاریخ د فلسفې زیږنده ده نو فلسفې ته د پیژندلو لپاره د فلسفې تاریخ پسې مڼډې مه وهئ.
فلسفه په عموم ډول د فکر کولو یوه طریقه ده، فلسفه دا پوښتل دې چې آیا ژوند معنا لري، آیا مرګ واقعاً شته، آیا آسمان زمونږ د ذهن پیداوار دی که نه ریښتیا هم پرته له دې چې زمونږ سترګې یې وویني شتون لري، فلسفه دا ده چې آیا ماده مخکې رامنځ ته شوې که ذهن… فلسفه یوازې دا پوښتنې نه بلکې د هر علم په چوکاټ او مطالبو کې همدا ډول د بنیادي پوښتنو مطرح کول د هغه علم فلسفه جوړوي مثلاً د اقتصاد سر او کار له تولید او عرضې او تقاضې سره دی، اقتصادي فلسفه دا ده چې آیا د تولید په نوم هم څه شته که یوازې مواد دی چې له یوې بڼې نه بلې ته تغییر کوي، آیا د انسان فطرت ماده طلبه دی او د ټولو کړنو انګیزه او محرک یې د پیسو یا مادي ګټو لاس ته راوړل دي(چې دا د مارکس د فلسفې ټول محوري بحث دی) او که نه.
خلاصه دا چې فلسفه اوږد داستان نه دی، پیچلي تعریفونه نه دي، د تخصصي لغاتو یادول نه دي بلکې د د هر انسان د متجسس او د پوهیدلو لیواله فطرت پیداوره فکري تګلاره ده چې د هغه په اساس غواړي د هر څه په بنسټ او یا په عامه اصطلاح په بیخ او بنیاد پوه شي. انسان ویل کیږي چې د څوارلسو کلنو په عمر دداسې پوښتنو په اړه فکر کول شروع کوي، او هغو ته د ځواب هڅه کوي مهمه نه ده چې فلسفې کتابونه یې لوستي که نه، دای د ارسطو، افلاطون، ابن‌سینا، دیموکریت، کانت او هیګل او مارکس له نظریو خبر دی که نه، نوموړی یو فیسلوف دی او د ژوند د ماهیت او معنا په اړه په فکر کولو بوخت دی او که دې فکر او تجسس ته یې ادامه ورکړه نو لوی فلیسلوف شاید ترې جوړ شي او که د بل چا له خولې اوریدلو ځوابونو ته یې د تأیید په معنا سر وښورو او نور ددې تجسس او لټون نه بیزاره شو او مخ یې واړوو نو همدلته ده چې دده او فلسفې ریشتې سره کمزوري کیږي.
نو په پایله کې ویلی شو چې د فلسفې پیژندل نه تاریخ ته اړتیا لري نه هم خاص تعریف ته. فلسفه یعنې دا ډول پوښتنې لکه:
دا ټول څه معنا؟
(Visited 62 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.