The news is by your side.

درې اصلاحي غورځنګونه، چې هیڅکله بریالي نه شول

لیکنه: محمد مرادي- ژباړه: امید اڅک

0

د جنورۍ شلمه د پښتنو د معاصر رهبر «خان عبدالغفار خان» له دوه دیرشم تلین سره برابره وه. پښتنه ټولنه په پنځو وروستیو پیړیو کې د دریو اصلاح غورځنګونو شاهده وه، چې که بریالي شوی وی، نو نن به موږ د افراطیت په نوم په پښتني ټولنه کې د شته ناورینونو شاهدان نه و.

په دغو اصلاحي غورځنګونو کې یو هغه یې د بایزید انصاري په نوم اصلاحي خوځښت و، چې په اتلسمه پیړۍ کې یې د پیرروښان په نوم شهرت وموند. اکه څه هم ده خپل ځان د ابو ایوب انصاري له اولادې او عرب ګاڼه، خو هغه چاپیریال، چې پیر روښان په کې وده وکړه، هغه یې په کامله توګه د پښتنو له خوۍ او خصلت سره برابر لوی کړ.

 بایزید د «د جالندر» په نوم د هند په یو پخواني ښار کې زیږیدلی و، مګر پلار یې د هند شمال ته چې اوس د پاکستان قبایلي سیمې ګڼل کیږي کډه وکړه.

 بایزید پر علمي شخصیت سربیره یو مبارز هم و، چې کلونه کلونه یې د بابري او یا مغلي دولت د چارواکو پر وړاندې مبارزه وکړه. هغه په پښتو او لږ لږ په فارسي او عربي ژبه د خیرالبیان په نوم کتاب ولیکه، چې محتوا یې، د اخوند درویزه په څير د روحاني قشر په مزاج ښه ونه لګیده. پیر روښان چې مخالفینو یې د ترکمیو پیر «پیرتاریک» نوماوه، د یوې ځانګړي عقیدې څخه برخمن و، چې مخکې له مخکې یې هغه د سنتي علماو پر وړاندې مقابل کړ.

هغه په پښتو ژبه کې د نوښت او پنځونې څښتن و، آن تر دې چې مخالفینو یې هم په خپلو لیکنو کې د هغه له سبک څخه کار واخیست. که د بایزید نهظت بریالی شوی وی، نو نن به د پښتنو په ټولنه کې په ځانګړې توګه د پولې هغې غاړې پښتنو کې افراطیانو ډيرې ریښې نه درلودې.

د پښتني ټولنې بل اصلاحي بهیر دولسمې هجري پیړۍ ته ګرځي. د دغه اصلاحي غورځنګ مشري د پیښور، نوښار اکوړه خټک سیمې اوسیدونکي پښتون شاعر او لیکوال خوشال خان خټک په غاړه وه. هغه له لسو څخه د ډيرو علمي اثارو لیکوال دی، چې د فقاهت او پوهې تر څنګ یو ملي مبارز هم و.

خوشاله خان د هند د دوه مغولي شاهانو« شاه جهان» او «اورنګزیب» سره لاس او ګریوان و. هغه له ډيرې مبارزې وروسته د هند له ګورکانیانو په لاس ونیول شو، چې کلونه کلونه د هند په «رنتنهبور» قلعه کې زنداني و. خوشال خان چې  په ورته وخت کې به د هند له حاکمانو سره په جګړه بوخت و، په پښتني ټولنه کې د اصلاحي اقداماتو څخه هم غافله نه و.

خوشال خان خټک څلور سوه کاله مخکې د پښتنې ټولنې اصلي درد په دغه ټولنه کې د علم د لاسته راوړو په برخه کې غفلت یاد کړ. خوشال خان خټک په بې باکانه توګه په خپلې ټولنې دانګل او نیوکې یې پرې کولې، چې له همدې امله اوس هم ډيری هغه نه غواړي، چې د نوموړي ځای ګی په پښتني ټولنه کې پیاوړی شي. دغه حماسه جوړوونکي پښتون به د خپلو کلیاتو په ځای ځای کې د خپلې ټولنې له جهالت څخه ژړل او د خپلې سیمې د ناخوالو څخه یې پرده پورته کوله. خوشال خان به د مغلي شاهانو پر وړاندې د مبارزې لپاره له شمشیر څخه د اصلي وسیلي په توګه کار اخیست، خو کله به یې چې په داخلي سمون لاس پورې کاوه، ټول پام به یې په علم متمرکز و. که د خوشال نهظت ټولیز، سراسري او بریالی شوی وی، نو نن به موږ د خوشال خان په ټولنه کې د افراطیت لږ شاهدان و.

زموږ د نظر وړ دریم اصلاحي خوځښت، د پښتنو د منل شوي مشر خان عبدالغفارخان اصلاحي حرکت ته ګرځي. هغه چې په «فخر افغان» او « پاچا خان» باندې پیژندل کیږي، په اصل کې د اوسني پاکستان د قبایلي سیمې څخه و، مګر د افغانستان سره یې داسې مینه لرله چې کله ۳۲ کاله مخې په پاکستان کې وموړ، جسد یې د هغه د وصیت له مخې د ننګرهار په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو. عبدالغفار خان د برتانوي هند پر وړاندې یو له هغه مبارزینو څخه و، چې د ګاندي په څیر یې د مبارزې اصل عدم تشدد او د تاوتریخوالي څخه لرې والی و.

هغه د هند څخه د پاکستان د بیلتون سره مخالف و، ځکه چې دغه بیلتون ته یې شرایط مناسب نه ګڼل. کله چې د پاکستان هېواد رامنځته شو، عبدالغفار خان ددغه هېواد د رامنځته کیدو سره د مخالفت په خاطر تل تر څار لاندې و او ډير فشارونه یې وزغمل. هغې باور درلود چې یوازې علم او پوهه ده چې له مخې یې ټولنه سمې لارې ته برابریدلی شي. دغه مبارز شخصیت د ټولنې د باسواده کولو لپاره د افاغنه اصلاحي انجمن، افغان جرګې او د خدایي خدمتګارانو غورځنګ له لارې د ټولنې د باسواده کولو او اصلاح کولو لپاره ډير کوښښونه تر سره کړل، مګر پر وړاندې یې د ډيرو دسیسو له کبله چې لومړی د انګلیسانو او بیا د پاکستان حکومت له خوا په لاره اچول کیدل، خپلو ارمانونو ته ونه رسیده.

نتیجه دا چې که دغه درې نهظتونه بریالي شوی وی، نه به د پاکستان په مدارسو باندې د دیوبندي ښوونځیو سلطه وه او نه به په پښتنې ټولنه کې د افراطیت شاهدان و. د همدې  غورځنګونو ماته وه، چې د انسان وجود ورسره بې ارزښته او په پښتني ټولنه کې د وینو بیالې روانې شوې.

مرادی دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰

نوټ: دغه لیکنه په ننني افغانستان اونیزه کې هم چاپ شوې ده.

(Visited 70 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.