The news is by your side.

درې هستۍ، درې یادونه

نعمان دوست

0

ځینې انسانان نړۍ ته د دې لپاره راځي چې نورو ته وښيي؛ انسانیت یعنې څه. په خواشینۍ چې دغه شان انسانان ډير لږ او د ګوتو په شمار وي. خلک د دغه شان شخصیتونو مړینه ضایعه ګڼي؛ خو زه اصلاً ورته اندیښنه نلرم؛ ځکه زما په اند د دوی په فناه کیدو د مرګ وس نه رسیږي، دوی ژوندي دي او زموږ په منځ کې دي؛ خو موږ یې نه وینو.

د خوشحالۍ ځای خو دا دی چې د خپل عصر د دغه شان نایابه هستیو همنشین پاتې شوی یم او فیوضات مې ترې حاصل کړي. نن مې هسې درې واړه جوخت پر زړه یو ځای راووریدل.لکه د انګړ ور چې ټک ټک شي او چې کله یې پرانیزم درې واړه موسک ولاړ وي او زه له خوشحالۍ په جامو کې نه ځاییږم:

پوهاند عبدالشکو رشاد بابا:

د یوې مرکې لپاره ورغلو. په خپل کتابتون کې ناست و. اوږده مرکه مو وکړه. خپله یې راته له شنه چایه پیالې ډکولې او بیا چې ترې رخصتیدو؛ په زهیر ځان ان تر سړکه یې بدرګه کړو او تر هغې دا ستره هستۍ په دروازه کې ولاړ و چې موږ ترې پناه شو.

دې عظیم انسان او متبحر عالم موږ ته دا سبق راکاوه چې علم لويي نه، بلکې عاجزي رامنځ کوي.

پوهاند سید تقویم الحق کاکاخیل:

کور ته یې ورغلم. د لوی اختر ورځ وه. انګړ لا د قربانۍ په وینو ککړ و. ښه مجلس مو وکړ. په خپل لاس یې راته مڼه سپینه کړه. د افغانسان په بدو ورځو راسره وغږیده او بیا د رخصتیدو وخت کې یې آن تر عمومي سړکه بدرګه کړم. هلته هم څو شیبې راسره ولاړ و. ورته ویل مې: استاده، خدای دې تر اخره ژوندی لره! موسک شو او بیا یې په موسکا کې ویل: دا دعا به دې هیچرې قبوله نشي.

رښتیا، هغه وفات شو؛ خو ماته مې خپله دعا قبوله شوې ښکاري. هغه اوس هم ژوندی دی؛ یوازې خاکي صورت یې پناه شوی.

استاد محمد صدیق پسرلی:

د قلعه فتح الله درېیم سړک کې اوسیدم. د دوی کور یو سړک مخکې و. چې کله به مې تازه لنډه کیسه ولیکله، ورمنډه به مې کړه. دا عظیمه هستۍ به د کیسو ویلو په مهال غوږ غوږ و. اخره کې به یې خپل عالمانه نظریات شریک کړل او بیا به یې ویل: ډيره شه دې لیکلې. نوي ځوانان د کیسو شه استعداد لري. ستا جملې مې خوښیږي. له مهربانۍ دغو ډکو جملو به یوه نوې انرژي راکړه او د بلې کیسې د سوژې موندلو په لټه کې به شوم.

 هغه مهال نه استاد اسدالله غضنفر دومره بوخت و چې پخواني یاران ترې هیر شي او نه ښاغلی اجملی پسرلی له اوو غرونو پناه و. د دوی کور زما لپاره پوهنتون و. د دوی له بحثونو او نظریاتو مې ډيره څه زده کول.

د استاد کور کې به زه تر ډيره په تمه وم چې هغه ملغلرې وشیندي او زه ورته لمن ونیسم؛ خو دی به غلی و او کوښښ یې دا و چې د متکلم پر ځای مخاطب پاتې شي. استاد یوه اکاډمۍ وه، استاد د پوهې کان و. کله کله به بحث دومره خوږ شو چې د ډوډۍ وخت به شو. څو ځلې مې د استاد دې کور کې مکروني خوړلي او چې کله یې اوس هم خپل کور کې پاخه کړو، دا ستره هستۍ رایاده شي.

دا درې واړه هستۍ دې خدای ج وبخښي. شاید دغه شان متواضع علماء بیا زموږ اخوا او دیخوا خاوره په غیږ کې و نه نیسي؛ خو دوی یوه لاره پریښوده او خلکو ته یې د انسانیت بیلګې پریښودې. اوس یې هم له قبرونو د خوشحال بابا دا بیت د حال په ژبه زمزمه  کیږي: (( ښه خو دا چې د چا نوم پکې یادیږي – په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک))

هو،

زما ایډیال شخصیتونو!

 ستاسو نومونه به تر ډيره یادیږي او په هر ځل یادولو به یې ستاسو بې جوړې شخصیتونه د زړه سترګو ته مجسم کیږي.

حسن اختتام، د مرحوم استاد محمد صدیق پسرلي په یوه بیت. داسې بیت چې هر ځل خپل کلی په یاد کړم، بې واره مې له خولې ووځي او زړه مې وران وران شي:

((هر څه چې و موږ ته وطن ښکلی و —— کب ته وي خوږې د سمندر اوبه ))

آه، استاده!

شاید، دا بیت دې جلا وطنۍ کې لیکلی وي او شاید د لیکلو په مهال دې پر مخ د اوښکو ابشار جوړ شوی وي.

روحونه مو ښاد!

نعمان دوست

۲۱میزان، ۱۳۹۸

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.