The news is by your side.

دغويي یادثور اومه په هېواد کې دسترناورین پیل/ شیرمحمدامیني ستانکزی

0

دغويي یا دثور کودتاه او دسردارمحمد داودخان دحکومت راپرځیدل  ددې لامل شو، چې د داودخان د حکومت په  چارو کې خلقي او پرچمي ډلو په  لوړو پوستونو او نظامي ادارو کې ځانونه ځای په ځای کړي  ول او دوی له پخوا د کودتاه ترسره کولو پلان جوړ کړي  ؤ، خو سردار محمدداودخان دبۍ پروايۍ له کبله ونشوای کړای چې دکودتاه چیانو شوم اهداف له مینځه یوسي، ځکه وخت له وخته تیر ؤ.

دکودتاه مخکې خلقي او پرچمي ډلو په ښکاره ډول د سردارمحمدداودخان دحکومت په وړاندې او بدنامولو لپاره هڅې پیل کړې وې، څو سردارمحمد داودخان  ووېره وي، چې دوی په نظام کې غښتلي او د واک خاوندان دي.

کله چې میراکبرخیبر په کابل کې دناڅرګندو ډلو لخوا ترور شو، پرچمیانو دخیبر دمیړنې پړه د سردارمحمدواودخان په پلویانو اچول  اوځینو بیا دمیراکبرخیبر ترور د حفیظ الله  امین په پلویانو تپل . خو بیا هم  دخیبر  قاتلین ونه موندل شول او په دې بهانه خلقیانواو پرچمیانو خپل پلان کړي هدف ته ورسیدل .

د خلقي او پرچمي پلویانو دثور په اومه د کابل ښار په واټونوکې لاریون وکړ، البته دغه لاریون دکودتاه پیلامه وه، چې خلقيانولاپخوا دسردارمحمدداودخان دحکومت نړولو طرحه جوړه کړې وه او پرچمیانو دلاریون په ګټې اخیستنې سره نظامي مانور هم پیل کړل.

خلقي او پرچمي پلوو په ارګ وردننه شول اوپه ارګ کې يې جګړه پیل کړه، خلقي او پرچمي ډلو، چې کله په نظام کې مهم ځایونه خپل کړي ؤ، د دوی په ګوتنوي نظامي قواوو ته امر وکړل، چې ارګ ته  وردننه شي او دهېواد واګي ترلاسه کړي.

هماغه ؤ، چې په کابل کې لوی ناورین رامنځته شو، د داودخان دحکومت پلویانو چې  دهېواد له ولایتونو دمرستې لپاره کابل ته ورشي، ولې د مخابرې سیسټم له منځه  تللي ؤ او ځیني مخابروي کودونه بند شوي ؤ اویاهم دغلط راپور ورکولو، چې ګواکې خیرت دی، دغو نظامي قواوو؛ ونشوای کړای چې پلازمینې ته ورداخل شي اوبیرته يې په شاه تګ مخه کړه.

د ارګ په ماڼۍ کې جګړه اونښته روانه وه، چې دکابل راډیو نه دخلقیانو او پرچمیانو له لوري  اعلامیې خپریدې او ویل يې، چې نور د نادر ي کورنۍ  ګلم ټول او دهېواد واګې انقلابي شورا ترلاسه کړې.

دکمونیستانو یو شمیر مشران چې د کابل  په دهمزنګ  زندان کې بندیان  ول، راخوشې شول او دوی هم دانقلابي شورا دبریا مبارکي هېوادوالو ته  د راډیو له لارې آورول .

په ارګ کې  څلورویشت ساعته جګړه روانه وه، چې په پای کې دهېواد لومړنی ولسمشر سردارمحمد داودخان او له کورنۍ سره شهیدان شول، خلقیانو او پرچمیانو دثور دانقلابي شورا حکومت رامنځته کړل،چې نورمحمد تره کی دافغانستان دخلکو دیموکراتیک ګوند مشر وټاکل شو.

دا په هېواد کې هغه توره ورځ یادولی شو، چې تردې مهاله زموږ هېواد ددغې کرغېړنې کودتاه له امله په اور کې سوزي. اوس هم دهېواد په ډېری ځایونو کې وګړي دردیږي، کړیږي او له سترو ناندریو سره مخ دي.

 نو موږ ټولو هېوادوالو ته په اوسني حالاتو کې  لازمه برېښي، چې نور  دپردیو او تاریخي دښمنانو په خبرو؛ ونه غولیږو، باید په خپلو کې یوالی غوره کړو، چې زموږ هېواد نور له بدبختیو او ناندریو ووځي او په هېواد کې تلپاتي امنیت اوسوله راشي، دې موخې ته رسیدل یوازې ولس ته پکار ده، چې پخپلو کې ورورګلوي غوره کړي او دیو باثبات او ډاډمن افغانستان په لوري اوچت ګامونه واخلي.

(Visited 84 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.