The news is by your side.

دیني مدارسو ته مصارف باید له کومه شي؟

زبیر افغان

0

زموږ په سیمه کې د دیني زدکړو لپاره جوړ نظام خورا ګډوډ او له مشکلاتو سره مخ دی. که یو څه مبالغه ور سره وکړو نو دلته اصلا هيڅ سسټم وجود نه لري. له یوې سیمې تر بلې د زدکړو چاپيریال، د تدریس طریقه، د نصاب کتابونه، د استادانو لیدلوری او د متعلمینو د نس مړولو وسایل یو له بل سره توپير کوي. همدې ته په کتو موږ ادعا کولای شو چې سسټم وجود نه لري او له دې امله په دې لار کې خورا زیاتې خلاوې موجودې دي.

تر ټولو لویه خلا په نظام کې موجوده ده، اما د نصاب پر مشکلاتو به یوبل ځای بحث وکړو، دلته غواړم د دیني مدارسو د مصارفو په اړه یادونه وکړم چې مصارف يې باید څنګه را پيدا شي او څوک يې تمویل کړي؟

دا اوس وخت د ځینو مدرسو لپاره يې موسسین چندې کوي، څوک ورته له شتمنو کسانو په یونه یو ډول زکاتونه اخلي، څوک خپله یو څه لري او نور پاته مصارف له حکومت یا بل ځایه تر لاسه کوي. د مساجدو طالبان بیا نس مړولو لپاره ډوډۍ ټولوي چې ځينې ورته زیرې وايي او نورو سیمو کې بیا وظیفې بلل کېږي.

دې حالت له ځان سره بدې پایلې راوړې دي، ټولنې ته د ګټې پر ځای يې زیان زیات دی. دا زدکړې که څه هم وړیا دي خو د فقر، مسکنت، چندو، د بل په ډوډۍ او خواریو کېږي چې نتایج يې هر وخت بد ثابت شوي دي.

د وړیا زدکړو له وجې خلک دیني مدارسو ته هغه ماشومان ور کوي چې د کار نه وي، په خپل کور کې زیات کار نه شي ځنې اخیستی، د دې لپاره چې هم ثواب هم خورما شي، نو مدرسې ته يې لېږي چې دیني عالم شي.

زموږ د خلکو اولادونه زیات وي، له دې امله د تولو تربیه ورته ګرانه وي، همدا وجه ده چې د مسکینانو زامن زیاتره د مکتب پر ځای مدرسې ته ځي، دوی هلته نس هم اړولی وي، خلک ورته کالي هم ور کوي، په ختمونو او اسقاطونو کې ور کول کېدونکو پیسو ته يې سترګې اړولې وي. د روژې او اختر په میاشتو کې زکاتونه یا سرسايې ور کول کېږي چې له همدې څخه د کتابونو او جامو مصارف پوره کوي.

دې وضعیت له څو اړخونو پر طالبانو اغېز کړی دی:

رواني لحاظ:

یو کس چې له مسکینې کورنۍ څخه وي، په کور کې يې هم راحت نه وي لیدلی او د مور و پلار تر سیوري لاندي د تربیې پر ځای د بل رحم ته ولېږل شي او هلته یوازي د نس په مزدوري ورته درس رسېږي نو دا د طالب رواني حالت سخت ځپي او په هيڅ صورت یو نارمل انسان له دې څخه نه شي جوړېدای.

دوی چې د یوې ګولې ډوډۍ لپاره ځانونه نورو ته محتاج بولي، هر وخت نورو ته په تمه وي او د مفتخورۍ له وجې يې بیا کار ته هم زړه نه کېږي. دوی په بې کارۍ کې را لوی شي، په مدرسه کې ورته ویل کېږي چې تاسو پر خلکو حق لرئ چې هغوی مو خدمت وکړي ځکه نو هغوی باید پیسې در کړي، کالي در کړي، ډوډۍ در کړي، ځای درته جوړ کړي او د ژوند نور لوازم.

دا فکر د هغوی له لوييدا سره پراخېږي او دوی هم پر ټولنه ځانونونه ور تحمیلوي چې موږ ته به تر ژونده هر څه مفت راکوئ. یو لور ته زموږ ټولنه مسکینه ده، بل لور ته د طالبانو فیصدي خورا زیاته ده، د کار کولو هنرونه يې بیخي کم دي، له ملايي او تدریس پرته يې په بل شي سر نه خلاصېږي، لویه برخه يې د بې وزلو کورنیو کسان وي، له اوله تر اخیره مفتخواره اموخته شي او هيڅ کار د تعلیم مهال نه کوي، دا حالت د هغوی رواني حالت سخت خراب کړي او یو لور ته مسکینان وي خو بل لور ته د خپل ناسم چاپيریال له امله پټ غرور هم ور سره وي چې موږ حق لرو خلکو مو وساتي. په داسې حال کې چې رسول الله ویلي دي: الید العلی خیر من الید السفلی. طالب که هر څونه هم د دیني زدکړې وکړي، خو چې د بل په ډوډۍ را لوی شي بیا هغه غرور او عزت النفس نه ورته پاتېږي چې اصلا يې یو انسان باید ولري، له همدې وجې دوی د ټولنې، ملک، ماړه، تجار او نورو کسانو تر احسانانو لاندې وي چې د دین تعبیر و تفسیر يې هم ترې متاثره کېږي.

بې کاري:

د طالب العلمانو لویه برخه بې کاره وي. ما زموږ د سیمې طالبان لیدلي دي چې د کورنۍ مصارف يې وروڼه ور کوي. زما یو د خاله زوی دی، پلار يې هم خپل کور ساتي او هم د زوی، ما یوه ورځ ورته وویل چې له پلار سره دې کومک شه؛ ویل يې څنګه؟ ما ورته ویل: که نور نه وي کور شه، هغه به په خلاصه پښه یو خوا ته ځي، باغ کار کړه، اوبه ورسره ولګوه، د کور مالونو ته واښه وکړه، که یو څوک مریض وي ډاکټر ته يې بوزه. ته نه مصارف راوړې نه په دې نورو چارو کې ورسره مرسته کوې.

د دوی لوی کار ملايي ده، په کلیو کې ملايي هم په زکات ور کول کېږي چې د کال ټول مصارف به بیا هم د ملا پر خپله کورنۍ وي، دا ملايي نو کله د هغه د کال شومه کېږي او کله په نیمايي کې خلاصه شي چې بیا یا ورور ته متحاج وي یا هم فقر کوي یا هم حتما قرض اخلي.

کمزوری ظرفیت:

په وړیا زدکړو کې داسې هنرونه کله زده کېږي چې هغوی ته په ایینده ژوند کې په ښه ور شي. له دې امله يې لویه برخه کسان د ظرفیت له مخې خورا پر ځوړ وي. د دوی لویه برخه چې زموږ د سیمې ماته مالوم دي نو تدریس هم نه شي کولای. یوازې د یوه داسې جومات امامت ته جوړ وي چې په کال کې یوه ورځ نه تقریر وکړي او نه هم کومه خطبه لازمي وي. داسې مساجد به نو چیري پيدا کېږي؟ دومره مساجد له کومه شي؟ د وینا هنر نه لري، تدریس نه شي کولای، کار وبار نه شي کولای او په چیشي يې وکړي؟ له خلکو سره تعامل هم ورته سخت وي ځکه زیاتره وخت يې په انزوا کې تېر کړی وي، په هيڅ ژبه نه پوهېږي، انګریزي يې نه وي زده، عربي سره مازې بلد وي، د قران کریم تلاوت لا ټول په سم ډول نه شي کولای، کمپيوټر باندې پوهېدل خو دومره ګران ورته ښکاري لکه له ناسا سره چې کار کوي؛ تر دې ټولو ور هاخوا يې خپله خواره ژبه هم نه وي زدکړې چې لیک لوست ور باندې وکړي. په دغسي یوه حالت کې دوی ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کېږي چې د ټولنې د خدمت پر ځای ټولنه مجبوره ده د دوی خدمت وکړي.

اقتصادي حالت:

اقتصادي حالت يې د پام وړ خراب وي. ما مخکې وویل چې زیاتره يې له بې وزلو کورنیو سره اړه لري، له دې امله يې اقتصاد له پيله هم پر خوله پروت وي. مالي حالت بیا د انسان د ژوند له ټولو برخو سره تعلق لري، کله چې د یو چا مالي حالت خراب وي، نو ذهنا ناارامه وي، ظاهر يې سره ګډوډ وي، تمرکز نه لري، تر کار يې بې کاري خوښه وي، د بل جیب ته تمه کوي، د کار حوصله ورسره نه وي پاته، له ژونده تنګ کوي، خلکو د ژوند د نعمت او الهي پيرزوینې پر ځای د هغه د سختۍ او بدوالي خبرې زیاتې کوي چې هم خپله له ژونده تنګ مالومېږي او هم نور زړه توري کوي. زموږ د ملایانو لویه برخه له دنیا کرکه کوي، دوی د ټولو ګناهونو سر دنیا کڼي، اصلا دوی محروم دي، کله چې دوی په لاس کې شی ونه لري د خپل زړه د کاذب تسلیت لپاره هغو افکارو ته پنا وړي چې دنیا پکې غندل شوې ده او هغه کسان ورته وليان ښکاري چې له دنیا يې مخ اړولی وي. کنه د انبیاء علیهم السلام تګلاره داسې نه ده، هغوی په ښارونو کې مبعوث شوي دي، د خلکو سره اوسېدلي دي، شتمن خلک يې دعوت کړي دي، د مالي نفقې فضایل يې ذکر کړي دي او قران کریم وايي: ربنا اتنا في الدنیا حنسه و في الاخرة حسنة و قنا عذاب النار!

د زدکړو تسلسل:

د زدکړو مهال يې تسلسل هم ډېر خراب وي. ځکه دلته د یوه سسټم مدرسې او پوهنتونونه نه شته چې دوی له یوې درجې ووزي بلې درجې ته امتحان ور کړي او همداسې مخته ولاړ شي.

د دوی زیاتره درسونه پر خپل طبیعت وي، هر کتاب چې يې خوښ وي هغه وايي او کوم چې يې خوښ نه وي هغه ایله کړي همداسې تر اخیره.

زیاتره وخت د مالي مشکلاتو له امله یا هم د کمزوري خوراکي نظام له وجې له یوه ځایه بل ځای ته کډې کوي، له یوې مدرسې بلې ته ځي ډېر وخت يې په سفرونو او رحلتونو کې تېر شي.

د زدکړو تسلسل هغه مهال سره پیوسته کېږي چې د یوه نظام تر چتر لاندې وي، کله چې نظام وجود ونه لري، هر کس د خپل طبیعت له مخې کتابونه لولي، دوی د زدکړو مهال نه پوهېږي چې ایینده به کوم کتابونه ورته ګټور وي؟ دوی ته نه مهم کتابونه له نامهمو مالومېږي، نه د اړتیا وړ کتابونه په دقیق ډول ورته ښودل کېږي، له دې امله فارغ ملایان وي د عربي ګرامر يې نه وي زده، د قران له اصولو سره ناخبره وي، اصول الفقه او اصول الحدیث ورته نااشنا وي، نوي جدیث فقهي اصطلاحات او مسایل ورته بیخي د بل فن خبرې مالومېږي، په مجموع کې دوی هغه څه وايي چې زیاتره برخې ته يې اوس ټولنه اړتیا نه لري، په ماضي کې پاته وي، خیال او تصور ور سره وي خو فعلا يې ژوند ته خاصه ګټه نه لري.

کله چې د زدکړو بهیر یو لور ته سره پیوست نه وي، مخکې يې له وروسته سره ربط ونه لري، یو د بل تکمیلونکی نه شي، تر یوه چتر لاندې نه وي، د معاشرې اړتیاوې نه پوره کوي، لویه برخه يې پر خیال، تصور او ماضي ولاړه وي، نو دا زدکړې اصلا له لویه سره اړینې بیخي نه دي چې زموږ د زرګونو بلکې لکونو ځوانانو ژوندونه پکې خاورې کېږي.

له ټولنې څخه دایمې خپګان:

د وینا مهال مې ملایان لیدلي دي چې له ټولنې څخه ګیلې کوي، پر خلکو ور غوسه وي او تېره ژبه ورته کاروي. داسې ښکاري چې د خدای خاص مخلوق دی او دا نور خلک يې د دوی رحم و کرم ته ایله کړي وي. په داسې حال کې چې خدای خپل رسول ته هم وايي: فبما رحمة لنت لهم، وان کنت فظا غلیظ القلب لانفضوا من حولک.

ژباړه: د الهي رحمت له امله ته دوی ته نرم يې، که ته بد اخلاقه او سخت زړی وای، نو دوی به دې له شاوخوا حتما تللي وای.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: یسروا و لاتعسروا، بشروا و لا تنفروا.

اساني کوئ، سختي مه کوئ، زیری ور کوئ کرکه مه خپروئ.

سخته ژبه پر خلکو تاثیر نه لري، خلک د دې پر ځای چې هغوی ته مایل شي نفرت يې ځنې کېږي، سختي د مشکلاتو دوا نه ده، رسول الله وايي: خدای نرم دی او نرمي يې خوښه ده.

له ټولنې خپګان د هغوی لپاره په ژوند کې خورا زیات مشکلات را پيدا کوي، په مرضونو يې اخته کوي، ډپریشن ورته پيدا کوي، انزوا ته يې ټیله کوي، توند خویه اموخته کېږي، غوسه ژر ورځي، په تعامل کې مشکلات لري او له ټوله کې د بداخلاقۍ او بد خلقۍ لورته مایل کېږي چې دا د دیني طبقې لپاره ښه نه دي. نه په دې ډول دوی دیني پيغام خلکو ته سم رسولای شي او نه پر خلکو اثر کوي، بلکې په دې ډول دوی دین او شریعت ناسم معرفي کوي چې تر مثبتو نتایجو به يې منفي خورا زیات وي. لکه چې دا هر څه موږ اوس په سترګو وینو!

حللار څه ده؟:

څو کارونه حتمي دي چې د دې وضعیت مخه بدله کړي:

۱/ له نورو هیوادونو په دې برخه کې باید مثبت کارونه کاپي کړل شي، هغوی څنګه نظام ورته جوړ کړی، سسټم يې څنګه دی؟ څوک زدکړو ته جذبېږي او له پيله تر پایه يې میتود څنګه دی؟ که موږ په خپل شاوخوا کې هیوادونو ته فکر وکړو نو هغوی زموږ په شان کمزوری نظام نه لري، هلته طالب العلمان دومره خوار هم نه دي او نه دومره بې هنره دي چې یوازي تر ملايي او تدریس پوري يې يې ټول ژوند ور ټول وي.

۲/ د ماشومانو زدکړې دې د مدرسې او مکتب په نوم نه سره جلا کوي، بلکې لومړی دې ټول یو ځای زدکړې پيل کړي، کله چې هر څوک د تخصص مرتبې ته ورسېږي نو هر څوک دې خپله څانګه انتخاب کړي، شرعیات وايي که طب وايي، عمومي زدکړې به يې یوځای وي، هغه ابتدايي اړینې زدکړې به ټولو کړې وي، هغه لومړي هنرونه به ملا او غیر ملا زده وي، ظرفیتونه به يې ښه شي او د ټولنې له نورو اقشارو سره به یوځای اوسي چې د مدرسې او مکتب، یا په اصطلاح د ملا او مکتبي ترمنځ شته فاصله له منځه ولاړه شي.

۳/ د زدکړو مهال باید زدکونکي ځينې هغه کارونه په نښه کړي چې دوی ورسره دلچسپي لري. په کوم شرکت کې کار کول، د کمپيوټر په دوکان کې کار، له دوکانداري یا کاروبار سره اشنا کېدل، ساعت سازي زدکول یا هم په ژوند کې خورا زیات کارونه دي که يې څوک زدکول وغواړي نو ورته غوره به هم وي او ژوند کې به يې ډېر په ښه هم ورشي.

۴/ د زدکړو د جذب لپاره دې معیارونه مالوم شي، که څوک پر هغه معیار پوره وي نو د لوړو زدکړو لپاره دې ومنل شي او که پر معیار پوره نه وي، نو د دنیوي هنرونو لپاره دې بل ځای قبول شي خو د شریعت او دین یا له اجتماع سره اړیکه لرونکو څانګو ته دې نه ایله کوي.

۵/ د خطابت او امامت لپاره دې معیار وټاکل شي او دولت دې د یوه خاص میکانیزم له مخې دا کسان غوره کوي، ځکه دوی له اجتماع سره راسا په تماس کې دي او د دوی خبرې و عمل پر ټولنه مستقیما و نامستقیم اغېز لري، څوک چې دې منصب ته راځي حتما باید نه یوازې دیني علوم يې په کامل ډول خلاص کړي وي، بلکې له ټولنپوهنې، تاریخ، نبوي سیرت او دې ته ورته نورو مهمو علمي څانګو سره هم رابطه ولري چې د مسایلو د بیان مهال د ټولنې حساسیتونه او اړتیاوې په نظر کې ونیسي نه داسې چې په خپلو وعظونو ټولنې ته د ګټې پر ځای تاوان زیات ورسوي.

۶/ د دیني تخصص لپاره دې یا دولت مدارسې جوړې کړي چې ټول نصاب دې د اړتیا له مخې ورته وټاکي، خصوصي مدرسې دې هم له دولت سره راجستر شي او د دولت جوړ نصاب دې په هغوی هم ومنل شي. که داسې نه کوي نو لکه د نورې نړۍ پوهنتونونه دې جوړ کړي او هلته دې همدا دیني تخصص ته څانګړې علمي څانګې وټاکي لکه د الازهر، مدینه یونیورسټي، ام القری پوهنتون، ریاض او داسې نور.

۲۰۱۹/۱۲/۲۱

(Visited 45 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.