The news is by your side.

د۱۹۱۹ او ۲۰۱۹ افغانستان

0

پوره یوه پېړۍ وړاندې غازي امان الله خان له سیاسي ډګره د افغانستان د خپلواکي ناره له کابله پورته کړه، یوه پېړۍ وروسته یې بچیان او لمسیان په پردیو درګاوو کې د خپل هېواد خیر لټوي. غازي د وخت انګرېز ته چې پر لوی هندوستان یې راج او تاج لا چلېده په سیاست کې ماته ور کړه او تر ټولو له مخه روسیې لاس ور کړ او د افغانستان خپلواکي یې په رسمیت وپېژنده.
هغه مهال افغانستان د روسیې او انګرېز تر منځ د سیالي ډګر وو او سل کاله وروسته هم افغانستان هماغه د لوېدیځ او ختیځ د سیالي مرکز بلل کېږي. اوس پر کابل د غازي امان الله خان یو سر سختی لاروی چې په هره وینا کې د غازي د ارمانونو د پوره کېدو هوډ څرګندوي له نړیوالو پیېچلو ننګونو دافغانستان د بچ کولو په لوبه او هڅه بوخت دی.
سیمه‌ییز او نړیوال حالات د ۱۹۱۹ کال په پرتله ډېر پېچلی او افغانستان تر هغه مهاله په لویو کورنیو او سیمه‌ییزو ستونزو کې را ګیر دی او ملت د هماغه غازي د اېښوول شویو ګامونو د بشپړېدو لپاره پر داسې څلور لارې ولاړ دی، چې له هیڅ اړخ سره په لار نه شي تلای، یو خوا د پخوانۍ برټانیې په څېر امریکا ده، بلې خوا ته هماغه پخوانۍ روسیه، په ګاونډ کې پاکستان او په کور دننه داخلي ښاماران هڅې کوي چې د غازي د ارمانونو پلویان د ارګ له دړو بهر او د باچا امان الله خان په لاس د جوړو شویو اثارو د بېرته رغیدونکیو چارو د بشپړیدو په ارمان خاورې واړوي.
د تېرې پیړۍ دا شپې ورځې افغانانو د خپل تاریخ او برم د ژوندې کولو د لوبې په ډیزاین بوخت وو چې د شلمې پېړۍ لومړۍ دوه لسېزې زموږ د نیکونو حجرې د یوه هر اړخیز خپلواک او مترقي افغانستان د لیدلو په کیسو تودې وې یو خوا لومړۍ نړیوالې جګړې د نړۍ زبر ځواکونه له پښو غورځولي وو او بل پلو د وخت افغان باچا د نړۍ له ملتونو سره د افغانستان د سیال کولو هڅو ته زور ور کړی وو.
په افغانستان کې له ولس سره د ازادي او خپلواکي مینه تر بل هر وخت زیاته شوې وه او د پردیو په دسیسو یې تر پخوا ښه سر خلاص شوی وو، سره له دې چې افغانستان له وېش وروسته د بېلتون سخت کلونه تېرول او هر خوا د کوزو او برو پښتنو د وینې توپیر ته لمن وهل کېده خو د غازي د پلویانو هیله داوه چې د افغانستان په ابادي سره به یې له وجوده بېله شوې برخه بېرته ور سره پیوند شي.
هند د افغانستان دښمن بلل کېده او افغان شاعرانو د بريټانوي هند پر ضد د شلمې پېړۍ تر لومړیو شعرونه زمزمه کول، نن د پخواني هند د هماغې تور مخې برخې پر ضد بیا افغان ځوانان شعرونه وايي او هڅه یې دا ده چې د انګرېز، امریکا، روسیې او چین له ترحمه برخمن پر افغان او هندي خاوره د جوړ شوي پاکستان تور مخ او څټ خپل ملت ته ور وښيي.
د ټولو هڅه داده چې د انګرېز پر مټ د دغه جوړ شوي کرایي هېواد له زهرو افغانان بچ شي خو داسې ښکاري چې د پاکستان د پلار انګرېز په څېر یې بچی هم ښه لوبه کوي او د امان افغان د هېواد په وړاندې یې کورني مخالفین هڅوي چې له دننه نظام ته لغتې ور کړي او د افغانستان پر وجود نورې کرغېړنې کرښې را کش او د غازي امان الله خان د بچو د نورو وینو بهولو لپاره نوې بیالې جوړې کړي.
په وروستیو دریو پېړیو کې دا ملت له دریو لویو ازموینو سره مخامخ شوی دی. د ۱۹ مې پېړۍ د پای په ازموینه کې یې د وجود یوه لویه برخه جغرافیه له لاسه ورکړه چې له کبله یې تر ننه بیا پښتون په خپلو پښو سم ونه درېد د ۲۰مې پېړۍ د وروستۍ دوو لسیزو «شوروي یرغل» په ازموینه کې بریالی شو خو له جغرافیې پرته یې یو نیم میلیون ککرۍ خاورې، همدومره نور معیوب، اردو او نظام یې دړې وړې او په میلیونونو نور یې د اوږد مهال لپاره له خپل هېواده کډه شول.
د دویمې ازموینې په تاو کې د پښتنو ثقافت، تاریخ، او کلتور ته درانه زیانونه واوښتل او دا تاریخي امپراتورۍ جوړونکی ملت د نړۍ په ملتونو کې ذلیل او د نورو د خیرات خوړونکی شو.
د ۲۱مې پېړۍ په ازموینه کې یې هم څه باندې ۲۰۰ زره ککرۍ تر خاورو لاندې شوې او ښکاري چې هر خوا ورته ښامارانو خوله وازه نیولې، سره له دې چې دا ځپل شوی ملت هڅه کوي چې د زمانې له دې جبري ازموینې بریالی را ووځي، خو دریغه چې خپل بچي یې له همدې دریو پېړیو را هیسې د خپل کور ستنو ته تبر نیولی او لا هم له تاریخه زده کړه نه کوي.
د روانې پېړۍ په تېرو اتلسو کلونو کې د افغان پر خاوره او کور د ټولې نړۍ د شغالانو حملې روانې دي او هر یوه یې د بل پسخوردې ته سترګې خړې کړې دي او هڅې کوي چې د هغه او دغه له وتلو وروسته د غازي امان الله خان پر خاوره دی ګونډه ووهي.
دبدلونونو، پاڅونونو او غورځنګونو په دې تاریخي خاوره کې افغانان په خاصتاً پښتانه له داسې پېچلې ازموینې د تېریدو په درشل کې دي، چې د تېرو ۳ پېړیو تر ازموینو پېچلې او نه جبرانېدونکې مرحله ده، خو که ملت همداسې له ماسکو، واشنګټن او اسلام‌اباده د خیر په تمه ناست وو ناشونې برېښي چې د غازي امان الله خان ارمان دې پوره شي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 23 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.