The news is by your side.

د آغلې ډاکټرې عزيزې د پام وړ

0

د آغلې ډاکټرې عزيزې د پام وړ :

طالب چې د څښتن تعالی خيال نه ساتي – ستا د پلو به څه پروا وساتي؟

سوله د غني نه، بلکې د څښتن تعالی حکم دی. طالب نه يوازې له غني و ولس سره، بلکې له ځان وأهل او هم له څښتن تعالی سره جفا کوي

غني خپله سينه ورته خلاصه کړې، خو طالب له نجيبه تر غني زده کړه ونه کړه

سيد حسين پاچا

تاند :

پاکستان د افغان اورپکو د پېر او پلور له لارې ۷۵ مييليارده ډالر ترلاسه کړي دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو غړي ډاکټر سيد عالم

[[تاند – د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د وروستيو شلو کالونو او په ځانګړې توګه د ۲۰۰۱ د سپتمر د ۱۱مې له پېښې راهيسې تر وروستيو مياشتو پورې د افغان اورپکو د پېر او پلور له لارې ۷۵ زره ميليون ډالر ترلاسه کړي دي.

د پښتون ولسي تحريک مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي ډاکتر سيد عالم مسيد امريکاغږ ته وويل چې د پاکستان پوځ او دولت دا پيسې په نغد ډول، د غربي هېوادونو له خوا د پورونو د معافولو او په پاکستان د بهرنيو هېوادونو او نړۍ والو مالي ادارو په پورونو د لګېدلي سود د راکمولو له لارې د دغه هېواد د واکمنو بانکي حسابونو ته تللي دي.

ويل کيږي چې له دغو ۷۵ ميليارده ډالرو څخه ډېره کمه اندازه پيسې د پاکستان ملکي بودجې ته ورکول شوي، او داسې ښکاري چې ډېره برخه يې د پوځي او استخباراتي واکمنو جېبونو او بانکي حسابونو ته لوېدلي دي.]]

تاسې ترې وپوښتئ چې د دوی د دغې ادعا په اړه څه وايي؟

دا څومره د شرم خبره ده چې له خپل ولس د عش وزکاة پيسې، د برېښنا وګمرکونو او په يو و بل نوم پيسې هم ټولوي او بيا پر همدې د ولس پر پيسو بيرته ولس وژني او په ميلياردونه ډالر هم د بل جيب ته تللي دي او دوی تش د ((جهاد)) په نوم د پردۍ تپل شوې جګړه مخته وړي، نو الله تعالی ته به څنګه د دوی جهاد منظور وي؟

ايا ښه به دا نه وي چې لږ خپل ګرېوان ته سر ښکته کړي. دوی خو هم اخر انسانان دي. اسلام هېڅکله چا ته د دې حکم نه کوي چې ځان، خپله کورنۍ او ولس ووژنه. په دغسې يو حالت کې به د دوی هغه اسلامي نظام ((امارت)) څنګه د اعتبار وړ وي چې بنسټ يې له پيله په دروغو، فرېب او په دوکه و چل و ول باندې اېښوول شوی وي. غني (افغان حکومت) خو دوی نه دي پلورلي – هغه چا چې پلورلي او تر ننه يې له خپل حکومت سره په خلاص مټ خبرو ته نه پرېږدي، ولې له هغوی سره دومره جنجال نه کوي چې له غني سره يې دومره سخته تربګني رااخېستې ده؟

غني په زغرده ويلي چې زه له طالب سره په هر ځای کې خبرو ته تيار يم، نو ولې دوی له خپل هېواده بهر ته زور کوي؟ کندهار، ننګرهار، کابل، هرات، مزار او داسې نور ولې دې خپلې خاورې او چرګۍ ته سپک نظره دي؟ ولې يې څوک خپلې چرګې ته نه پرېږدي؟

اوس خوښه د طالب چې د څښتن تعالی حکم مني او که نه يې مني؟

که يې مني، نو ولې له حکومت سره له خبرو انکار کوي؟

د بل پر خولې چې سوله کوي، ولې خپله خوله يې ماته ده چې له حکومت سره پرې خبرې وکړي؟

که حکومت لاسپوڅي او بېواکه دی، نو دوی څومره خپلواک دي؟ دوی خو هم د نورو د لاسپوڅو لاسپوڅي دي.

آغلې ډاکټر عزېزې،

له حضرت يوسف عليه السلام پرته ((وشروه بثمن بخس دراهم معدوة …)) د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې يو مری ((عبد slave)) هم دغسې په سپکه او وړيا نه دي پلورل شوي لکه دوی چې چا وپلورل، نو ولې هغه خپلې تاريخي بېعزتۍ ته نه ګوري چې د خپل سرشاره ملت په روښانه او د برم ډک تاريخ کې يې ځانته يو تور داغ پرېښووه چې سبا ته هغه خلک موږ ته پېغور راکوي. غني خو دوی له ذلت او سپکاوي راوباسي او عزت ته يې راکاږي، ولې بيا هم دوی له هغه سره تربګني رااخېستې او له خبرو ورسره انکار کوي. د خلکو نظاميان واستخبارات ورسره تر قطر پورې مله ول او لا مله دي او د هغوی ګټې به ساتي.

ايا دا ګټه نه ده چې :

  • محمد بن سلمان ورته شپږ ميليارده ډالر ومنل
  • ای ايم ايف ورسره شپږ ميليارده ډالره منلي
  • چين ورسره دوه ميليارده ډالرو وعده کړې
  • له قطر خو به هم څه ترلاسه کوي
  • درې دېرش ميليارده ډالره خو يې يوازې دروغ پلورلي
  • له شلو کلو راهيسې يې ۷۵ ميليارده ډالره هغه وهلي
  • بلوڅ ملتپال يې ترهګر شول
  • حافظ سعيد ته تش په نوم دوسيه واچول شوې
  • د هند د ممبي پېښه له پامه وغورځول شوه
  • او داسې نور

دوی دې ملت او ولس ته څه کړي؟ د طالب سوله لا شوې ده نه ده چې خلکو پکې لا وختي غټې شوړې وهلي دي. الله تعالی دې خير کړي چې لا نورې څومره شوړې به خلک تر لاسه کړي؟

آغلې ډاکټر عزيزې،

دا به شرم او بې انصافي وي چې د دې ټولو ناخوالو باوجود چې تر ننه يې د ښوونځي د ماشومانو او بېګناه ولسي خلکو وينې توی کړې او وياندويان يې لا د وينو مسووليت هم نه مني او ښوونځي په پوځي ځايونو شماري، نو ولې ورته پلو وغوړيږي؟ تاسې باندې د خپل پلو حق هم شته چې بېځايه ونه کارول شي.

ايمانًا و اخلاقًا به دا ښه خبره نه وي چې سړی هغه چا ته پلو او ځولۍ غوړوي چې هغه هېڅ اسلامي واخلاقي لا څه ان چې هغه انساني ارزښتونه نه مني.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ډاکټره عزيزه: طالبانو ته مې پلو واچوه

https://www.bbc.com/pashto/48909858

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.