The news is by your side.

د احمد شاه بابا کندهار، خاکرېزوال اداره کوي

0

د عظمتونو ربه! تاریخ جوړونکی کندهار دې هغه چاته پرېښوود چې د باچاهي جوړونې پر ځای یې ټول پام له واليانو سره جوړ جاړي ته سترګې خړې کړې او ځمکه ګرو کوي. سیدجان خاکرېزوال یې د نن زمانې نابغه دی او جنرال تادین خان یې د خپل مشر ورور په څېر د افغانستان نوم ورکی سپاهي.
هغه کندهار چې صفوي او هندي سکان به یې له نومه لړزېدل نن یې په ټغر داسې څوک خاړپوڅي کوي چې د کندهار په جغرافیه یې سم سر نه دی خلاص او خبرې د افلاطون کوي.
د نوي والي له ګمارلو سره ښکاره مخالفت او په دې برخه کې د ولایتي شورا او قومي مشرانو خوښې ته مراجعه د فډرالیسټانو اصلي او مهمه غوښتنه ده چې غواړي والیان دې د سیمې د خلکو په مشوره غوره او مرکزي حکومت او ولسمشر دې پکې بشپړ واک ونه لري.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د فډرالي نظام غوښتنې له تېرو څو کلونو راهیسې تیت پرک روانې دي، خو د خاکرېزوال ملګرو په نا‌‌‌‌‌‌پامي کې داسې کړنې پیل کړې چې پراخېدل به یې د مرکزي حکومت واک کرار کرار وننګېږي او د افغانستان د بې ثباتي څپې به ورسره پراخې او پیاوړې شي.
داسې ښکاري چې په کندهار کې د ولایتي شورا څو نالوستو له خپلې بړستنې پښې اوږدې کړې او لاسونه یې د ولسمشر اشرف غني ګرېوان ته ور اچولي، فکر کوي کړنې یې کندهار او د هغه ولایت خلکو ته ګټه رسوي، خو حقیقت دا دی چې د تاریخي افغانستان د دغې تاریخې پلازمېنې عظمت ته لغته ورکوي او دا ښيي چې د کندهار مشري اوس د خاکرېزوال په څېر مشرانو ته ور پاتې چې الف ته ډانګ ځانته پړانګ وايي.
خاکرېزوال په داسې حال کې د فډرالي نظام لپاره هڅې روانې کړي چې په خپله یې لا نوم په خوله نه‌شې اخیستلای او له سره یې سر نه پرې خلاصېږي. هغه په خورا ستوغې سپین‌سترګې د ولسمشر اشرف غني له خوا د ټاکل شوي والي مخالفت کړی او دا چاره د کندهار په ولایتي چارو منفي اغېز لري.
سره له دې چې د څو ورځو لپاره هغه د والي د معرفي کېدو مخه ډب کړه، خو د نظام د ټینګو شویو ستنو او د قانون واکمني ته په کتو سره هیڅوک د کندهار د ټاکل شوي والي د کار مخه نه‌شې نیولای.
د خاکرېزوال د انډیوالانو ظاهري اعتراض دا دی چې له دوی سره مشوره نه ده شوې او وايي داسې څوک ورته د منلو وړ نه دی چې د کندهار د ولایتي شورا خوښه پکې نه وي. ولسمشر غني د اساسي قانون پر اساس د والیانو د ټاکلو او لیرې کولو پوره حق لري او له دې ټاکنې سره مخالت د افغانستان له ټپي شوي اساسي قانون سره مخالفت او د فډرالي نظام پر لور یو ګام وړاندې تلل دي.
بل‌ خوا ولايتي شورا ګانې قانوني او انتخابي بنسټونه دي چې د خلکو په رایه د مشخصو کړنو لپاره ټاکل شوې او د قانون پر اساس دا واک نه لري چې د ولسمشر صلاحیتونه وننګوي او ولسمشر اړ نه دی چې د واليانو په ټاکل کېدو کې له ولايتي شوراګانو سره مشوره وکړي.
ولسمشر د افغانستان د خلکو په رایه راغلی قانوني ولسمشر دی او هر څوک چي والي ټاکي دا يې حق دی او قانون په دې برخه کې بشپړ صراحت لري. که جنرال رازق خان ته د هېواد د دفاع د شهید او ورور تادين خان ته جنرالي او د کندهار امنيه قومانداني ورکولای شي؛ نو د ښاغلي حيات الله حیات د ټاکلو صلاحيت هم لري او کار ترې اخیستلای شي.
خاکرېزوال ته چې هره اجنډا د هر چا له خوا ورکړل شوې، دا د افغانستان د مرکزي نظام د بنسټ اېښودونکي احمدشاه بابا له ټاټوبي سره ښکاره خیانت دی، څو چې د ولایتي شورا دغه بې سیکې مشر پرې پوهېږي، دښمن ته به یې ډېر چوپړ کړی وي.
په داسې نازکو حالاتو کې چې افغانستان له هرې خوا د خپلو او پردیو ترغاښونو لاندې ساه باسي د افغانستان په یوه لوی تاریخي او ځواکمن هېواد کې له ولسمشر غني سره دا ډول مخالفت د دښمن پر ژرنده د اوبو سپرول دي چې پردي دال نخود پکې اوړه کېږي.
دا هڅه کال مخکې د بلخ کاغذي امپراتور هم وکړه او د ولسمشر اشرف غني له خوا بلخ ته ټاکل شوی والي یې ونه مانه او بهانه یې داوه چې ولسمشر د ده له خوښې پرته والي نه‌شې ټاکلای.
سره له دې چې په بلخ کې هغه پلان عملي شو، خو د ښاغلي قانوني په وینا د ټول جمعیت اسلامي پلان دا دی چې په راتلونکي کې د ولسمشر واک کم او والیان انتخابي یا د خلکو په خوښه وټاکل شي. د دې خلکو موخه دا ده چې په افغانستان کې یو شړېدلی مرکزي حکومت او ولسمشر واکمن وي او د قدرت جزېرې دې په لویو او کوچنیو ولایتونو کې پړسېږي چې تل مرکز ته سرخوږی وي.
له څو افغانانو سېوا یو شمېر سیمه‌یز هېوادونه هم غواړي چې افغانستان پیاوړې اداره ونه لري او د مرکز پر ځای یې ولایتونه پیاوړي وي.

(Visited 123 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.