The news is by your side.

د ارګ له منځه

نعمان دوست

0

 

 

د مرغومي ۲۴مه وه. ارګ خپلې دروازې د کابل ښاریانو لپاره پرانیستې وې؛ خو په دې پرانیستو دروازو تګ هم له څو فلټرونو تیریده، په انسانانو اعتماد دومره سر خوړلی و چې کیمرې، لیپ ټاپونه او موټر سپیانو تلاشي کول. توره خوله سپی به راغی مخې ته ایښودل شوي شیان به یې بوی کړل او بیا به انسانان پر خپلو همنوعو ډاډه شول.

ارګ کې د ملي بحث تر نوم لړۍ پیل شوې وه. د خلکو رابللو او غونډو تنظیمولو مسوولیت ته په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسشمر ستر سلاکار ښاغلي ضیاء الحق امرخیل او د هغه همکارانو اوږه ورکړې وه.

لومړی به خلک په ۵-۶ کاري ګروپونو وویشل شول، هرې ډلې به د خپلې سیمې عمده ستونزې یاداشت کړې. له ګروپي کارونو وروسته به خاموشي شوه او بیا به کله کله د ولسمشر د خندا کړسا خاموشي ماته کړه. هغه به غلی له یوې دروازې تالار ته راننوت، له ټولو ګډونوالو سره به یې په لاس او یا غیږ روغبړ وکړ او بیا به لومړي کتار کې پر څوکۍ کیناست.

 د ویناوالو نوبت به شو. د هر ګروپ مشر به د خپلې ډلې په استازولۍ خبرې وکړې. له دوی وروسته به ولسمشر راپورته شو، د خلکو د غوښتنو په اړه به یې وینا شروع کړه او اړوندو حاضرو مسوولینو ته به یې شفاهي حکمونه صادر کړل. د هر مسوول نوم چې به یې واخیست؛ هغه به فوراً داسې په خپل ځای ودرید لکه ښوونځي کې چې ښوونکی د پوښتنې د ځواب لپاره زده کوونکی دروي.

  ازاده فضاء او زاړه عادتونه

د هرې غونډې په پرانیستونکې وینا کې به له خلکو یوه تکراري غوښتنه دا وه چې په پوره جرئت د خپلې سیمې واقعیتونه بیان کړي او د هیڅ ډول سانسور اندیښنه ونکړي. دا خبرې به کله کله د هر مېز خلکو ته هم کیدلې؛ خو د خلکو ځینو نماینده ګانو به د خبرو په وخت کې زوړ عادت تکرار کړ او حتی د داسې چا صفتونه به یې هم وکړل چې په غصب او بې قانونیو ککړ ګڼل کیږي.

البته، دغه شمیره کمه وه؛ خو مجلس یې پیکه کاوه او حتی یو وخت خو یې د ولسمشر حوصله هم ختمه کړه او په خبرو کې یې وویل چې ماته د چا صفتونه مکوئ، د خپلې سیمې ستونزې را په ګوته کړئ.

 نورو ویناوالو به بیا په پوره جرئت داسې څرګندونې وکړې چې غیر ارادي به لاسونو پړکا ته خارښ کاوه.

بدبخته حالات او د خوشبختۍ هیلې

پر نشه یي توکیو ( پوډرو) اعتیاد، د دغو ناولو موادو پیر او پلور؛ نږدې د هر ویناوال د خبرو مهمه برخه وه. دې خبرو  دا راښودله چې زموږ هیواد دومره په دې زهري بوټو چټل شوی چې آن په پلازمینه کې هم د خلکو ژوند ګواښي. لسیزې وړاندې چې دلته چا کوکنار نه کرل؛ یا ډيرو لرې سیمو کې یې په پټه کرل؛ نو زموږ خلکو پوډر او پوډري نه پیژانده. هغه مهال غټ اعتیاد د چرسو و. هغه هم ډیر کم. دا ډول نشه یان یوازې خپل صحت ته خطرناک و، ټولنې ته مضر نه و. نه یې غلا کوله او نه کوم بل جرم؛ حتی خلکو به د چرسیانو د صداقت او پاکو ویناو صفتونه کول؛ خو د جګړې له شامته زموږ ټولنه د پوډرو په داسې ناولي اعتیاد ولړل شوه چې ګڼ نور جرایم یې هم وزیږول.

هیروین، اوس له جګړې وروسته پر موږ بل ستر رانازل شوی عذاب دی. دا عذاب تر یوه حده موږ خپله رانازل کړی. څوک د دین تر چتر لاندې د خلکو له مذهبي احساساتو ګټه پورته کوي او خلک د کوکنارو کر ته هڅوي،  ورته وايي چې کفار موږ وژني، موږ ته شراب رالیږي موږ هم باید کوکنار وکرو چې هغوی تباه کړو؛ خو دا ړانده په خپلو لویو ښارونو کې د واټونو پر سر ناست خیرن انسانان هیڅ نه ویني چې دا کفار دي او که د دې وطن مسلمانان.

له هیروینو عشر اخیستل کیږي! عجیبه او هیښوونکې ده. عشر یوه اسلامي طریقه ده، اسلام ټول (مسکرات) حرام کړي، نو یو شی چې حرام شي عشر یې څنګه حلال دی؟ نو بیا خو د شراب جوړولو فابریکې هم په کار دي چې تولیدات وکړي او له دې مدرکه هم عشر ترلاسه شي.

نشه يي توکیي داسې افت دی چې خطر یې زموږ د ولس لپاره دی، بدنامي یې زموږ د وطن ده او ګټې په کې محدود داخلیان او خارجیان کوي.

وګورئ؛

افغانستان د نړۍ په کچه ډير تاریاک تولیدوي. دا اندازه له داخلي مصرفه په سلګونه ځله لوړه ده، اوس سوال دا دی چې هر کال دومره تولید شوي مواد څه کیږي؟ که  بهرني تور لاسونه نه وي، ایا انتقالات یې نورو هیوادونو ته امکان لري؟ که بهرنۍ تقاضا نه وي ایا دومره عرضې ته به څوک زړه ښه کړي؟ او…

وګورئ؛ په هوايي ډګرونو کې د مجبورو افریقایانو په کولمو کې له هیروینو ډک کپسول کشف او نیول کیږي؛ خو په په زرګونو ټنه نور چې قاچاق کیږي، هیڅ خبره نه وي.

د دې مردار بوټي عایداتو د دولت ځینې اراکین هم ښه وپړسول نو په کوم تولیدکې چې له څو اړخونو د زورورو ګټه وي، هغه تولید به همداسې روان وي.

بله ستونزه چې خلکو ترې ناستو کې یادونه کوله، هغه د خپلسرو وسلوالو د فعالیت وه. سړی خپه شي؛ دا دی د نوي نظام شل کاله په پوره کیدو دي؛ خو په دې دوه لسیزو کې د میلیاردونو ډالرو په مصرف او د مجهزو امنیتي، کشفي ارګانونو د پراخه تشکیلاتو با وجود بیا هم آن پلازمینه له غیر مسوولو وسلوالو خالي نشوه. لا هم د خلکو ژوند ګواښل کیږي. دا ډلې ولس ته غیر مسووله ښکاري؛ خو خبره دا ده چې حتما یو چاته مسوولې دي، هغوی ته حساب ورکوي، د هغوی ملاتړ لري او بیشکه چې دغه کسان د دولت په پستو څوکیو ناست دي.

د ارګ په ناستو کې د ویناوالو خوشحالوونکې غوښتنې هم وې او هغه د معارف په اصلاح او معارف ته په توجه را څرخیدې. دا هماغه ولس دی چې شاهي دور کې به حکومتي کسانو په زوره د دوی اولادونه ښوونځيو کې شاملول؛ خو دوی به د رشوت په واسطه خپل اولادونه منع کول؛ حتی پټول به یې. اوس بیداري دې مرحلې ته رسیدلې چې خلک له ډوډۍ مخکې ښوونځي غواړي، نه یوازې زامنو بلکې لورګانو ته یې هم غواړي، په ښه کیفیت یې غواړي او دغه غوښتنه د یوه ژور او ګټور بدلون ډاډ راکوي.

د نیوکو بې خونده دود

د ارګ د ننه بیله دنیا ده. حتی د همدې ماڼۍ له دیوالونو سره جوخت بیرون سیمې سره هیڅ د پرتلنې وړ نه ده. د ارګ   استنادي دیوالونو شاته سپین ږیرو، سپین سرو او تنکيو ماشومانو ډډه وهلي وي او د هر لاروي کرم ته ناست وي چې جیب ته لاس کړي او لږ تر لږه د یوې وچې ډوډۍ پیسې ورکړي. خو ارګ د ننه غوریو کې غوښې او پلوونه اضافه شي او د میزونو سرونه د تازه میوو له پوټکیو ډک شي.

موږ هغه وخت نیوکه کوو چې له یوه شي محروم یوو؛ کله چې یې ترلاسه کړو بیا مو نیوکې په مغز کې مړې او دفن شي. ارګ ته په راغلیو زرګونو خلکو کې به داسې کسان هم و چې پخوا به یې د ارګ میشو په غوړو خوراکونو او د بیرون ولس په وږو ګیډو یې نیوکې کولې؛ خو دې غوړو خوراکونو د دوی حنجرې داسې بندې کړې چې یوه یې هم یادونه، ونکړه؛ نه عام ولس ، نه ملکانو او نه ملا صاحبانو؛ بس ټولو په سیالۍ خپلې ژامې په شخوند وهلو ستړې کړې.

هیچا ونه ویل؛ چې خیر دی، زموږ د غرمنۍ په نوم له بیلې شوې بودیجې څخه دې بیرون وږو سوالګرو ته هم برخه ورکړل شي. موږ یوازې په ساده وریژو او د کچالو په قورمې ګوزاره کوو، په دې غریب وطن او نهر ولس کې نورو اضافي خوراکونو ته اړتیا نشته.

مشترک مرض

که څه هم مشري یو مسوولیت دی؛ خو د دې مسولیت منلو ته هر څوک ښه اشتیاق لري او حتی ځینې وخت خو څوک دې ته هم پام نکوي چې وړ یې دی او که نه.

په پرانیستونکې وینا کې او بیا له هر مېزه راتاو خلکو ته به همدا ویل کیدل چې ګورئ، مشري کوم امتیاز نه دی. داسې څوک خپل مشر وټاکئ چې د خبرو فصاحت ولري او ستاسو مشترکې غوښتنې په ښه توګه بیان کړي؛ خو بیا به هم ځینو مېزونو کې په اسانه څوک په مشرۍ جوړ نه راتلل.

دا ناوړه عادت ښه عام دی او د همدې عمومیت له شامته یې وطن له بدبختیو سره مخ کړی دی. ارګ د مشرۍ ځای دی او د همدې مشرۍ ترلاسه کولو لپاره د تیمور شاه اولادې خپلو منځونو کې وژنې وکړې او د یو بل سترګې یې وویستلې. همدا د مشرۍ دعوې وې چې د ستر امپراتور احمد شاه بابا امپراتوري یې وشړوله او لوی افغانستان د نړۍ په نخچه کې په یوې وړې برخې تبدیل شو. عبدالرحمان خان د خپلې مشرۍ د ساتلو لپاره د ډيورنډ په چاړه د افغانستان له بدنه یوه لویه برخه جلا کړه. امیر محمد یعقوب خان د ګندمک د تړون په اساس د دې وطن هډونه پرې کړل او…

داود خان د مشرۍ ترلاسه کولو لپاره یو ارام او سمې لارې ته تازه سیخ شوی افغانستان وجړقوه. خلقیانو او پرچمیانو بیا لومړی جمهوریت نابود کړ او د یوه جمهور رئیس ټوله کورنۍ یې له ( دموکراتیک) تیغه تیره کړه.

حفیظ الله امین د خپل هغه استاد پر خوله بالښت کیښود چې دست بوسي یې خپله فریضه ګڼله. جهادي ډلو د مشرۍ ترلاسه کولو لپاره ټول کابل وسوزاوه، ړنګ یې کړ. د ښاریانو عزتونه یې لیلام کړل او د وطن شتمني، هوايي او ځمکنی ځواک یې په ډيرې بې شرمۍ له منځه ویوړ.

دا تیر پنځه کلونه هم د دوه کسانو تر منځ د مشرۍ د رقابت له کبله ضایع شول. هغه مهم کارونه چې باید شوي وای، ونشول. خپلسریو او د قانون نقض زور واخیست او خدای خبر راتلونکی به څه ډول وي.

روانه جګړه هم د اقتدار او مشرۍ لپاره ده چې تیرو نږدې شلوکلونو کې یې ګټونکی او بایلونکی معلوم نه شو؛ خو هره ورځ رانه په لسګونو انسانان اخلي.

د ولسمشر حالت

ولسمشر که څه هم سپین ږیری دی؛ خو کاري حوصلې ته یې سړی حیران شي. په لومړیو غونډو کې ( چې د ګډونوالو شمیر به یې آن (۸۰۰) ته هم رسیده، هر یو ته یې جلا – جلا سلام اچوه او هر یوه سره یې په لاس او ځینو سپین ږیرو سره یې په غیږ ستړي مشي کوله چې وروسته یې د ناروغۍ له کبله ټولو ته یو ځای ستړي مشي ویل.

 د غونډې د برخوالو د وینا په مهال به یې د هر ویناوال مهمې خبرې یاداشت کولې او په خپل نوبت کې یې پرې تبصرې کولې.

خبره دا ده چې دا سړی به ډيرې طرحې لري؛ خو د مخلصې او وطنپالې سراسرې کاري ډلې تشه یې ډيره محسوسیږي. مثلا: هغه خپله وویل چې ماته وویل شو چې د اوبو د ۱۰۰ بندونو نخچې چمتو دي، ما هم باور وکړ؛ خو چې کله مې وکتلې نو داسې معلومیده چې هیڅ مسلکي سروې نه ده شوې او هوايي لیکل شوي.

داسې ښکاري چې دا سړی له ځینو هغو ځوانانو هم راضي نه دی چې بهر نه راغلي او یواځنی معیار یې په انګریزي ژبه پوهیدل دي. یوه ورځ یې وویل: دوی د ولس په ژبه نپوهیږي، له خلکو سره خبرو کې د ملي ژبو په ځای انګلیسي ژبه کاروي؛ خو چې زه ورسره په انګریزي غږیږم، بیا بند شي! خو دا چې ولې له دې شناخت سره سره بیا هم په کار بوخت دي نو ( لا ادری)، یعنې نپوهیږم.

شاید، په ارګ کې داسې کسان هم وي چې په خپلو هوايي علمي سندونو نازیږي او نوره یې مزه نه وي. دا دې سپین ږیري مشر ته یو بل سرخوږی دی. دې خبرې هم دا سړی خواشینی کړی او یوه غونډه کې خو یې په ډاګه وویل: دا د ماسترۍ او دوکتورا سندونه راته مه مخکې کوئ، نور ترې تر پوزې راغلی یم.زه کار غواړم.

د ولسمشر له خبرو داسې هم څرګندیده چې سړی د وطن ابادۍ ته لیواله دی؛ خو مجبوریتونو محاصره کړی. د قدرت ویش یې مخه ډب کړې او د یو ښه کاري ټیم نه لرلو یې لاس او پښې کمزوري کړي.

البته، یو شی بل هم د یادونې لپاره شته او هغه دا چې د ولسمشر لپاره  احساساتي کیدل په کار نه وي. د هغه هره خبره، خبري ارزښت لري او د نشر وړ وي؛ نو باید خبرې یې شمیرلې، لیکلې، سنجیده او په تول برابرې وي. مخکې له دې چې ژمنه وکړي، باید د هغې د عملي کولو په ټولو ظرفیتونو او امکاناتو ژور فکر وکړي. نه عملي کیدونکي ژمنې د ویناوال اعتبار ته صدمه رسوي.

ولسمشر د اوبو له مهارولو سره بې کچه مینې لري او بار بار د همدې حیاتي مادې د کنټرول خبره کوي، تر خپل وس یې کار هم کړی او کوي یې؛ خو فکر کوم په دې اړه ژمنو کې کمزوري امکانات او شته ناوړه وضعیت له پامه غورځوي. مثلا: هغه وویل چې په راتلونکیو څلورو کلونو کې به ۸۰٪ اوبه مهار شي!

دا مهال زموږ د هیواد شاوخوا ۷۵٪ اوبه خپلسر او وړیا ګاونډیو هیوادونو ( ایران – پاکستان) ته روانې دي. د اوسنۍ جګړې د اوږدیدا یو ستر لامل هم همدا ګڼل کیږي چې له اوبو مو مغرض ګاونډیان وړیا استفاده وکړي او دوی نه غواړي چې ارامي راشي اوافغانستان د خپلو اوبو د مهارولو توان پیدا کړي. نو اوس چې جګړه ده، اوس چې د انجینیر ژوند په خطر کې دی، اوس چې پر شته بندونو او د هغوی پر امنیتي پوستو بریدونه کیږي او… څنګه ممکنه ده چې څلورو کلونو کې د اوبو ۸۰٪ مهار شي؟ موږ خو د داسې دور خلک یوو چې معجزې په کې هم بندې دي.

د ارګ کمزوري

له یوې خوا په شدت روانې جګړې او له بلې خوا داخلي کشمکش د ارګ صلاحیت کمزوری کړی دی. اوس ارګ ته یوازې وینا هم غټه توره ښکاري؛ خو خلک له ارګه د عمل تمه کوي.

ولسمشر د ارګ په غونډو کې څو ځلې کابل والي ته وویل چې د ټولوغاصبینو نوملړ چمتو کړي. هغه غاصبینو ته ګواښ وکړ چې نومونه به یې خپاره شي.

اوس پوښتنه دا ده چې هره سیمه کې خلکو ته غاصبین معلوم دي. د ارګ اعلان به څه مرسته وکړي؟ د خلکو تمه خو دا ده چې غاصبین ونیسي، لاس تړلي یې د ټلویزیون په پرده راڅرګند کړي، تورو پنجرو ته یې لکه وحشي ځناور ټیله کړي چې بیا هیڅوک د غصب جرئت ونکړي، که څنګه؟

د یوه ځواکمن او له هر ډول خپلسریو پاک افغانستان په هیله!

۱۳۹۸ سلواغه، ۱۵ ، کابل

 

(Visited 46 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.