The news is by your side.

د استاد غضنفر څو خبرې

فیصل جلال

0

د وږي په شلمه په علومو اکاډمي کې (د ادبیاتو دنیا) کتاب مخکتنه وه. دا کتاب د استاد اسدالله غضنفر او استاد نجیب منلي د راډیویي بحثونو ټولګه ده. د غونډې په جریان کې یاد کتاب پر ګډونوالو وویشل شو. د غونډې په پای کې ګډونوال پر استاد غضنفر رامات شول، چا عکسونه ورسره اېستل او چا به په کتاب د ده لاسلیک یا یادښت غوښت. یو محصل د یادښت لپاره کتاب وروړاندې کړ، استاد ورته وویل، کتاب په دې شرط درته ډالۍ کوم، چې لیکنې وکړې. لیکوال او بیا لوی لیکوال معمولا دا خصوصیت لري، چې نور کسان لیکلو ته تشویقوي. استاد غضنفر هم لیکلو ته د تشویق خصوصیت لري. په همدې غونډه کې وروستی ویناوال استاد و، استاد وویل: «څو ورځې مخکې هوایي میدان ته تللی وم، د اکاډمیسن سلیمان لایق جنازه راتله، هلته پخواني وزیران او جنرالان هم راغلي وو، ما له فرصته استفاده وکړه او ځينو ته مې وویل، چې تاسو خپلې خاطرې ولیکئ؛ خو دوی خبره تېره کړه.» استاد له دوی څخه د خپلو خاطرو د لیکلو غوښتنه ځکه کړې وه، چې ممکن په راتلونکي کې د ماخذ استفاده ترې وشي. زه د ده په لیکنو کې له داسې مواردو سره ډېر مخ شوی یم، چې استاد خپل لوستونکي لیکلو ته تشویقوي.

 صفیه وردک لنډې کیسې لیکي، دې استاد ته د یادښت لپاره کتاب وړاندې کړ، استاد ترې د نوم پوښتنه وکړه، دې ورته وویل: «صفیه وردک» استاد ورته وویل، هغه صفیه چې کیسې لیکي او ایمل(ایمل پسرلی، د استاد غضنفر ورور.) یې ګوري. ویلې هو. استاد ورته وویل: «تاته دا نه لیکم، چې لیکنې وکړه.» استاد صفیې ته بل څه ولیکل، چې دقیق مې په یاد نه دي.

پر استاد راټول شوي کسان یو څه کم شول، په دې وخت کې یو بل کس راپیدا شو، استاد یې کناره کړ، ویل څه کار مې درسره دی. استاد ورسره لاړ. په دې وخت کې یو بل کس استاد ته ورنږدې شو، ورته یې وویل، د مرحوم موسی شفیق په اړه مو څه مواد برابر کړي دي، سیمینار ورته جوړوو. استاد ورته وویل، دا کار باید وکړو، هاشم میوندوال او موسی شفیق زموږ ډېر پاک خلک وو او موږ مړه هم کړل. استاد ویل له دوی دواړو سره زه کوم قرابت نه لرم؛ خو د خدای او وطن په خاطر دا خبره کوم.

عصمت بهیر د بي بي سي ژورنالېست دی. ده غوښتل چې د کتاب په اړه له استاد منلي او استاد غضنفر سره مرکه وکړي. بهیر صاحب په تمه و، چې استاد غضنفر وخت پیدا کړي او مرکه ورسره وکړي. وخت ډېر ووت، بهیر صاحب نورګل شفق ته وویل، چې استاد ته ووایه، چې ځان راوباسي. شفق صاحب استاد ته وویل، بهیر وایي، چې راشه. استاد په خوش طبۍ ورغبرګه کړه، دی ولې نه راته وایي؟ حیا لري؟ د ده حیا به ژورنالېزم تباه کړي.

تر دې خبرې پورې استاد ولاړ و. بیا پر څوکۍ کېناست، په دې وخت کې د علومو اکاډمي غړي محمد نبي صلاحي استاد ته کتاب وړاندې کړ، چې یادښت پرې ولیکي. استاد صلاحي صاحب ته وکتل، په خوش طبۍ یې ورته وویل، تاته به یو څه ولیکم… د صلاحي صاحب تر څنګ بل کس ولاړ و، استاد هغه ته وویل، کاش ټول صلاحۍ صاحب غوندې په زړه پاک وای.

په دې وخت کې بل کس استاد ته راغی، په دولتي امکاناتو د یوه کتاب د چاپ خواهش یې ترې وکړ، استاد ورته وویل، چاپوو یې. استاد غضنفر وویل، موږ کار کوو؛ خو چاته وایو نه، ځکه پښتو ته کار کفر دی.

استاد غضنفر عالم انسان دی، پښتو ژبه که له هر څه محرومه شي، خوا دې نه بدوي، ځکه استاد غضنفر غوندې یو څوک شته چې پر دې لیکل کوي او کار ورته کوي. استاد دې خدای تر ډېره ژوندی لري.

د ۱۳۹۹ د وږي ۲۳مه

(Visited 45 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.