The news is by your side.

د استشراق په مطالعه کې د نوې تګلارې اړتیا

دوکتور طفیل هاشمي

0

ژباړه.
ما د خپلې څیړنیزې مقالې په چمتووالی کې د عربانو د یونان، روم، اسکندریه، هندوستان او ایران نه د علمي استفادې تاریخ په بشپړه توګه لوستلی وو. او بیا مې د مسلمانانو د علومو په اروپا د اغیزې تفصیلي کتنه کړې وه. ماسره داسې اصلي کتابونه هم وو چې د ساینسي تجربو تر څنګ د کوډو منترونه پکې هم موجود وو. مسلمانانو ژباړونکو ساینسي اکتشافات راواخستل او کوډې او توهمات یې پر خپل ځاې پریښود.  حقیقت دا دی چې د عربو سره د الهی کتاب، د الله پاک ساده ښودانې، څو عقاید، عبادات او اخلاقو نه پرته داسې علوم نه وو چې د تمدن لپاره اړین وي. هغوئ دغه ټولې اړتیاوې د پرمختللو تهذيبونو نه راواخستل او د توحید او رسالت د غلبیل نه یې چڼ کړل او ټوله نړئ یې حیرانه کړه. لامل یې دا وو چې هغوئ د پوهې تګي وو او له هر ځایه چې دغه پوهه تر لاسه کولی شوه بې له تعصبه یې راخپله کړه. اوس دا هم حقیقت دی چې د پوهې دغه کاروان په تیرو څو سلیزو کې د ختیځ نه لویدیز ته کوچ کړی او همالته یې استوګنه غوره کړې.

که د اسلام په پیل کې بازینطیني او مسيحي مقبوضات په نقشه کې لټول پیل کړو او بیا وګورو چې مسلمانانو په څومره چټکۍ سره د دوئ نه دغه هیوادونه  خپلې ولکې ته راوستل نو د دغې مطالعې وروسته به مونږ د غرب د اسلام نه کرکه او  تعصب باندې په اسانۍ سره پوه شو. د لویدیځ نقصان داسې وو چې جبران یې ممکن نه وو ولې هغوئ په دغه کرکه او کینه بسنه ونه کړه بلکې د خپل بایللي ځواک د بیا لاسته راوړنې لپاره یې په اسلامي جامعاتو کې د مسلمانانو پوهانو مخ ته د شاګردۍ ګونډې کیښودې او د خپلې ټولنې د خدمت لپاره یې ملاتړ وکړ.

د افسوس خبره داده چې مونږ د دغه حقیقت د درک کولو پر ځاې او د خپل ځواک په زیاتوالي او هغوئ ته رسیدو پر ځاې د ژوند په دې منډه کې ډیر روسته پاتې شو. زمونږه ټوله انرژي د هغوۍ د کمیو، بددیانتۍ او تعصباتو په شمیرنه ضایع کیږي.
زه پدې باور یم چې مونږ باید په خپلو تعاملاتو او رویو کې څو مثبت بدلونه راوړو.
۱. مونږ باید ومنو چې هغوۍ ته چې زمونږ نه چې څومره نقصان دهغو اقتدار او تهذیب ته رسیدلی دی په هغې باندې ددوئ خفګان ، قار، کینه او کرکه بې ځایه نه ده.
۲. ددوۍ په انسانیت دا احسان دی چې د انسانیت هغه مشترک تراث چې مونږ ورته قریبا زر کاله وده ورکړې وه، دوئ نه یوازې دا چې هغه یې وساتو بلکې نوره زياته وده یې ورته ورکړه چې نن د ټول انسانیت یو مشترک میراث دی.
۳. مونږ نه یوازې دا چې د دغه علومو او نتایجو نه ګټه واخلو بلکې په هغه د لا نور مهارت حاصلولو له کبله د خپلې ونډې کار هم وکړو.
۴. د اسلامي علومو په مناسبت سره مونږ باید ددوۍ احسان ومنو چې دوۍ زمونږ په زرګونو ورک کتابونه او علمي زیرمې د سخت محنت نه وروسته په څیړنیزه توګه اصلاح او نړۍ ته وړاندې کړې چې زمونږ د څیړنې کار یې لا نور اسان کړو.
۵. مونږ پداسې حالت کې یو چې کولی شو د هغوۍ بدګمانۍ، کرکې او تعصبات لیرې کړو او هغوۍ ته د مینې پیغام ورسوو ځکه چې هغوۍ هم د محمد الرسول الله د دعوت امتیان دي. د رسول الله ص د وفات نه وروسته دا زمونږ مسؤلیت دی چې د هغه پیغام مونږ هر کس ته ورسوو. ددې کار لپاره اړینه ده چې مونږ د استشراق مطالعه د قرآن د دې ښودانو په رڼا کې  چې تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ
او
وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ. کې بیان شویدي، وکړو.  او دا هم په نظر کې ونیسو چې هغوۍ د هغه ایمان او عقیدې حامل نه دي د کوم چې مونږه عادي شوي یو، نو لهذا  د هغو تعبيرات به ارومرو زمونږ نه مختلف وي.

(Visited 17 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.