د امیر المؤمنین عمر بن الخطاب د خلافت په دوران کې د عراق بصرې د ښار والي أبو موسی الأشعري، امیر المؤمنین عمر بن الخطاب ته یو مکتوب ولیږه، مکتوب کې یې داسي لیکلې ؤ:
أمیر المؤمنينه: ستا مکتوبونه چې راشي تاريخ ورباندې نه وي لیکل شوي، موږ نه پوهیږو چې دا مكتوب د کوم كال دی، آيا دا د روان کال دی که د تېر کال؟
عمر “رضی الله عنه” صحابه راټول کړه او د تاریخ جوړيدولو غوښتنه یې ترې وکړه، صحابه درې ډلې شول: یوې ډلې وویل: تاریخ به شروع کړو د نبي علیه السلام د پېداېښت له ورځې څخه.
دویمي ډلې وویل: تاریخ به پېل کړو د نبي علیه السلام د وفات له ورځې.
او نورو صحابو بیا وویل: تاریخ به پېل کړو البته د هغې ورځې څخه چې نبي علیه السلام د مکې مکرمي نه مدینې منورې ته هجرت کړی دی”.
د دې لپاره چې درېیمه ډله صحابه ډیر وو نو توافق په په همدې راغی او د نبي علیه السلام د مکې مکرمې نه د هجرت له ورځې اسلامي هجري تاریخ شروع شو، ځکه ورته هجري تاریخ وایی چې نبي علیه د هجرت د ورځې څخه شروع شوی دی.
هجري تاریخ بیا دوه ډوله دی: هجري قمري او هجري شمسي.
سرچینې: العربیة نت. جامعة العین. ویکبیډیا.