The news is by your side.

د افغانانو د سولې تمه او د طالب د جګړې شدت

سید عبدالله پاچا

0

ټول افغانان په دې تمه شپه سبا کوي چې نن او یا سبا به د سولې خپلمنځي خبرې پيل او پایله به یې د جګړې په بس او سوله تمامې شي.

د سولې د خبرو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی، د باور فضا جوړه شوې او یواځې د کمو بندیانو د خوشې کیدو پروسې سره به دا بهیر رسما قطر کې پيل شي.

ټول په دې باور لري چې افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده او یواځې سوله کولی شي دا شل کلنه جګړه پای ته ورسوي.

د طالبانو قومندانان او سیاسي مشرانو هم په دې اعتراف کړی چې جګړه باندې هدف ته نه شي رسیدلی او یواځې خبرې کولی شي افغانان په یو ټغر کینوي.

خو له دې ټولو سره ـ سره بیا هم طالبانو او نورو ترهګرو ډلو چې طالبانو ورته د فعالیت بستر برابر کړی چې جګړه زیاته کړې.

له امریکا سره د هوکړې له مخې، طالبان پر دې مکلف دي چې تاوتریخوالی به کموي او سولې ته د رسیدو هڅې به کوي.

خو دا چې طالبان خپل منځ کې هم مشکلات لري، ځینې قومندانان یې په لوی لاس غواړي چې د سولې لپآره رامنځ ته شوی فرصت ضایع شي او یوځل بیا د باور نسبي فضا له منځه لاړه شي.

د طالبانو ټول قومندانان له یوې رهبرۍ څخه قومنده نه اخلي، بلکې شته داسې ډلې چې مستقیم له بهرنیو استخباراتو سره اړیکې لري او د هغوی په لارښوونه او فرمایش باندې عمل کوي.

تاسو لیدلي چې ډير کله د طالبانو رسمي ادرس د ځینو پېښو مسوولیت نه اخلي، لامل دا دی چې طالبان نه غواړي د امریکا او نورو هېوادونو په خوله کې ځان ورکړي.

د ملي امنیت شورا وروستی راپور به مو اوریدلی وي چې طالبانو یوه اوونۍ کې له اته سوله زیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.

دا مرګ ژوبله مخامخ جګړو او ماین چاودنو کې اووښتې چې د اکثرو یې طالبانو مسوولیت نه دی اخیستی او ځان یې غلی کړی دی.

دا ټولې پېښې هغو سیمو کې شوي چې طالبان پکې فعالیت کوي، خو طالبان بیا هم امریکا او نړیوالو ته ځان داسې ښيي چې دوی له ژمنې سره سم تاوتریخوالی کم کړی دی.

دا د طالبانو د ځینو قومندانانو مجبوریت دی چې جګړه وکړي، کنه سیاسي دفتر یې د جګړې له شدت سره مخالفت ښودلی، خو دا چې د طالبانو جنګي ځینې قومندانانو قومنده د بل چا په لاس کې ده او مجبور دي چې د امکاناتو اخیستو په صورت کې د هغوی فرمایشونه ومنی.

خو تر ټولو ښه خبره دا ده چې افغانان باید خپل منځ کې کینی، موضوع حل کړي او اجازه ور نه کړي چې تر دې وروسته د جګړې دوام لپاره نورې پلمې پيدا شي او بهرني استخبارات زموږ په سرنوشت دوامداره لوبه وکړي.

که جګړه وي، که هر څه وي، همدومره بس دی، که قرباني وي، همدومره بس دی، نور افغانان سولې او یووالي ته اړتیا لري او نباید په یوه او بله پلمه جګړه دوام پيدا کړي.

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.