The news is by your side.

د افغانستان اوبه او اقتصادي ارزښت يې

0
اکرام ايمان
۵/۵/۲۰۱۹
کونړ اسدآباد
اوبه د نړۍ ارزښت لرونکي طبيعي سرچينه ده چې د انسان په ژوند کې حياتي ارزښت لري.او د ملتونو د پرمختګ يو لامل هم اوبه ګڼل کېږي ،افغانستان د اوبو له پلوه پر ځان بسياء بلل کيږي خو له  دغو اوبو يوازې ګاونډيان ښه استفاده کوي موږ يې پر جګړو او او وژلو مصروف ساتلي يو تل يې هڅه وي چې څنګه دغه لوی ملت پر ځان د بسيا کيدو او اراميدو مخه ونيسي ،د هيواد په اشغال کې د نورو سره مرسته د هيوادوالو له مجبوريتونه بده استفاده هغه څه دي چې ګاونډيانو ترسره کړي او ترسره کوي يې. مخکې له دې چې د افغانستان د اوبو په اقتصادي ارزښت وغږيږم غواړم په لنډ ډول د افغانستان د اوبو په موجوده ساختار يو څه ووايم د هيواد پریمانه رواني اوبه پر پنځو حوزو ويشل شوي چې د ګران هيواد تولې برخې يې تر ډيره اندازه په خپله غيږه کې رانغاړلي دغه پریمانه اوبه پر پنځو حوزو ويشل شوي دي چې له دغو پنځو حوزو څخه يې د څلورو حوزو اوبو ګاونډيو هيوادونو ته بهيږي استفاده ترې هغوی کوي خو تاوانونه يې زموږ په برخه دي چې لامل يې زموږ نه توجو،جګړې،بهرنی لاسوهنې هغه لاملونه دي چې موږ يې له دغه ستر نعمت څخه بې استفادي کولو پاتي يو.
که د هيواد پریمانه روانو اوبو ساختار ته وګوره په لاندې ډول يې بيانوی شو.
لمړی: د کابل حوزه چې دپغمان سيند، لوګر رود، پنجشير سيند او کنړ سيند څخه تشکيل شوي ده ۴۶۰ کيلومټره د افغانستان په خاوره کې بهيږي.
دوهمه:د هلمند حوزه چې د کابل د غرب له ۸۰ کيلومټری څخه سرچينه اخلي د موسی قلعه،ارغنداب،غزني واړه رود سيندونو ورسره يوځای کيږي او د ايران سيستان ته ننوځي.
دريمه:د آمو حوزه چې د پامير له غرونو سرچينه اخلي چې د واخان،کوکچي،پنج،قندز واړه سيندونو ورسره يوځای کيږي تشکيل شوي ده ۱۱۲۶کيلومټره د افغانستان په خاوره کې بهيږي او مرکزي آسيا ته ننوزي.
څلورمه:غربي حوزه ده چې د فراه رود،هريرود،او بالامرغاب سيندونو څخه تشکيل شوي ده ايران او ترکمنستان ته بهيږي.
پنځمه:د شمال حوزه چې د شيرين تګاب ،سرپل،بلخ له رودونو تشکيل شوي او په افغانستان کې بهيږي.
له پنځو حوزو څخه يې يواځې د هلمند پر حوزې پر سر چې ايران ته بهيږي موږ له نورو هيوادو سره د اوبو پر سر کوم تړون نه لرو،د څلويښتو کلونو جګړو موږ پرينښودو تر څو خپلې اوبه  کنټرول کړو،له ايران سره د شوي تړون له مخې چې په کال ۱۹۷۳ ميلادي کال د پخواني پاچا ظاهر شاه په وخت کې ترسره شوي وه په يو ثانيه کې ايران ته د هلمند د سيند بهيدونکو اوبه اندازه ۲۲ متره مکعبه او ۴ متره مکعبه د پاچا لخوا د حسن نيت او ګاونډيتوب له مخې ورکول کيدي چې په تړون کې دا هم راغلي وه چې که افغانستان وغواړي هر وخت په هر حال کې که افغانستان دغو څلور متره مکعبه اوبه ته اړتيا ولري يا نه کوی شي خپلې اوبه راوګرځوي، خو له بده مرغه په تیرو څلويښتو کلونو کې له دغه اندازی زياتې اوبه ايران ته تللی د هلمند د سيند پر سر درې بندونو کوی شي موږ دغه لويه سرمايه ښه مديرت کړو چې د کجکي،بخش آباد او کمال خان بندونه دي.
پاتي درې نورې حوزې  پرته له کوم تړون او معلومې اندازي ګاونډيو هيوادو ته بهيږي که تاريخ ته وګورو ګاونډيو هيوادو د افغانستان هر دولت د اوبو له کنټرول څخه راګرځولی او پر وړاندې يې خنډونه ايجاد کړي، خو وروستيو موسمي بدلونونو د دوی هغه پټ  نيتونه نور هم رابرسيره کړل کوم چې يې د ګران هيواد اوبه ته لري که راشو دي ته چې که موږ خپلې اوبه کنټرول کړو څه به پيښ شي ايا موږ د نورو له احتياج خلاصوي اوس که راشو اقتصادي ارزښت ته يې په داسې حال کې که چيري خپلې اوبه په ښه توګه مديرت کړو موږ  کوی شو بحر ته د لاري نشتون تر يو اندازي ښه بديل ولرو موږ کولای شو د کابل حوزې د کنړ پر سيند او د هلمند سيند په څير لويو سيندونو لوی او واړه بندونه جوړ کړو چې هم خپل ضرورت پوره او د ډیروالي په صورت بهر ته صادر کړو،زموږ د هيواد طبيعي جوړښت د بندونو جوړولو ته ښه ساز ګار دی او په کم مصرف کولای شو يو بند وتړو په دې سره موږ د ګاونډيو هيوادو له وارداتي بريښنا څخه خلاص شو او د خپلې بريښنا څښتنان شو،چې دغه بريښنا د پرديو بريښنا په نسبت د ښه کيفيت لرونکي وي او موږ کولای شو د پرديو له احتياجه خلاص کړي چې دوی بیا نشي کوی زموږ له مجبوريتونه بده استفاده وکړي او موږ د يو آزاد ملت په توګه د دوی سره متقابلي اړيکو په بناء چلند وکړو،که د نړۍ اوسنی پرمختګ وڅيړو يو لويه برخه يې په اقتصاد ولاړه ده صنعت،تجارت،ټکنالوژی د اقتصادي پياوړتيا مهم لاملونه بلل کيږي،که خپله بريښنا ولرو له يوی خوا به مو صنعت ښه وده وکړي او تجارت به مو پراخه او کاري فرصتونه به رامنځ ته شي،له دې لارې د بهرنيو پانګوالو لپاره د پانګونې ښه زمينه مساعده کړو چې دا د هيوادوالو په ټولنيز ژوند هم ښه اغيزه کوي خپله کاري انرژي چې د هيواد ځوانان تشکيلوي بهر ته له تلو او هلته په سختو لارو او بې شميره تکاليفو ګاللو په بيه تګ کوي له بهر تلو خلاص او په خپل هيواد کې په کار شي.
د اوبو د ښه کنټرول بله ګټه دا چې  د کرني سکتور مو پياوړی کوي د نهرونو،او د اوبو خور لپاره ښې لاری چاري پيداکوي د کرنې او د حاصلاتو کچه مو  پورته ځي،د هيواد اړتياوو پوره کولو برسيره نورې نړۍ ته هم صادرات کولای شو ،د وچو ميو سربيره که د هيواد د شمالي او جنوب لويديځي دښتي په ښه توګه خړوب شي غنم، وريجي، او تازه موسمي ميوي، سبزيجات هم د هيواد د اړتياوو پوره کولو وروسته د نړۍ مارکېټونو ته صادروي شو.
چې له دې سره به مو هيواد د نړۍ د پرمختګ په لوري په چټکۍ ګامزن شي هر څه هغه وخت امکان لري چې سوله او امنيت وي او افغانستان يو قوي مرکزي حکومت ولري. د ګاونډيو د لاس وهنو خلاص پر ځان بسيا متحد افغانستان په هيله
(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.