The news is by your side.

د افغانستان په اړه د چین ستراتیژیکه ارزونه

لیکوال: یون سون - ژباړه: مرسلین ارسلا

0

 لیکوال: یون سون، د ستیمسون په تحقيقاتي مرکز کې د چین د برخې مشر او د ختیځې اسیا د پروګرام مرستیال

ژباړه: مرسلین ارسلا، د نړیوالو اړیکو څېړونکی

 

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په درشل کې د دغه هېواد راتلونکی د بل هر وخت په پرتله نامعلوم ښکاري. د یوه داسې ګاونډي هېواد په توګه چې په افغانستان کې یې مهمې ګټې مطرح دي، د افغانستان په اړه به د چین لید لوری او راتلونکي ته چمتووالی څه وي؟

د سپټمر د يوولسمې تر پېښې وروسته په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د چین لپاره په یوه معما اوښتی دی. له بلې خوا بیجینګ په خپل ګاونډ کې د امریکایي عسکرو حضور د خپل هېواد لپاره یو جدي ستراتیژیک ګواښ بولي. په ورته وخت کې چین په دې باور دی چې هغه امنیتي فضا چې امریکا په افغانستان کې جوړه کړې، بیجینګ هم ګټه ځنې اخلي، په تېره بيا د چین دولت ضد تراهګرو ډلو د مخنیوي په برخه کې.

د دې معما یوه مانا دا ده چې چین له امریکا څخه غواړي چې له افغانستان څخه ووځي، خو وتل یې باید مسئولانه وي او په نتيجه کې يې د قدرت داسې خلا او بې نظمي جوړه نه شي چې د سیمې د بی ثباته کېدو لامل شي، خو حقیقت دا دی چې د افغانستان په تړاو د امریکايانو پریکړې په واشنګټن کې کېږی، نه په بیجینګ کې او چین یوازې د هغه څه پر وړاندې غبرګون ښیي چې امریکا يې کوي.

امریکا متحده ایالتونو او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبروري د میاشتي پر ۲۹ نېټه په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ. په امریکا متحده ایالتونو کې د دې تړون تود هرکلی وشو او خوشبيني يې رامنځ ته کړه، دې تړون يوازې امريکايان نه، بلکي چينايان هم لږ خوشحاله کړل، خو بيا هم چین د بین الافغاني مذاکراتو په اړه ډیر باوری نه دی، بلکې تمه لري چې د امریکايانو له خوا لاسليک شوی تړون به د بې ثباتۍ لامل شي او په پایله کې به یې د سیمې هېوادونه دې ته مجبور شي چي د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت په ګډون، د څو اړخیز بدیل په لټه کې شي چې افغانستان له دې کړکېچن سياسي او امنيتي حالت څخه راوباسي.

د افغانستان په تړاو د چین تاریخی لید لوری

په افغانستان کې د چین اساسي منافع د دغه هېواد په ثبات پورې تړلي دي. د بیجینګ له نظره په افغانستان کې بې نظمي د اسلامي بنسټپالنې د راپاریدو لامل کېږي چې دا کار د چین، په ځانګړې توګه د سینکیانګ داخلي امنیت تهدیدوي. هر څه چې وي، چین په افغانستان کې د قدرت په لټه کې نه دی. که د انتخاب مسئله شي، نو چین دا غوره ګڼي چې افغانستان داخلي ثبات او يو داسې باکفايته حکومت ولري چې ټولو ته د منلو وړ، خو د سترو قدرتونو ترمنځ بې پری وي.

چین چې د افغانستان په ګرداب کې د بریتانیې، شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالتونو د ښکېل کېدو شاهد دی، تل یې اعتراف کړی چې افغانستان د “امپراتوریو هدیره ده”. بیجینګ په دودیزه توګه په دې باور دی چې په هر قیمت چې وي، ځان به د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې څخه ساتي.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د حضور په تړاو د چین لید لوری په مجموع کې له ضد و نقیضو فکتورونو سره مل دی. که موضوع ته له منفي نظره وکتل شي، چین پر افغانستان باندې د امریکا یرغل ته په داسې سترګه ګوري چې امریکا  لومړی غواړي د ایرو – ايشیا لويې وچې په زړه کې ځان ته د پښې ایښودلو ځای پيدا کړي او وروسته چین هم په دې لوبه کې راښکېل کړي. بیجینګ له طالبانو سره روانې جګړې ته د افغانستان د “غیر مسئولانه” بې ثباته کولو او د سيمې د ځپلو په سترګه ګوري.

د چین له نظره د سپتمبر د يوولسمې پېښه او تر هغه وروسته په افغانستان کې د جګړې پیل د دې لامل شو چې د سیمې مسلمانان بنسټپاله شي او دا بنسټپالنه بیا د چین په شمال لویدیځ بېلتونپاله سینیکیانګ ایالت کې د نا ارامۍ لامل شوه، خو که دې قضيې ته له مثبت نظره وګورو، نو چین د سپټمبر تر پېښې وروسته د امریکا جګړو ته په داسې سترګه کتلي دي چې تر سړې جګړې راوروسته یې چین ته تر ټولو ښه فرصت په لاس ورکړ، د “ستراتیژیکو فرصتونو” داسې دروازه يې ورته پرانیسته چې بیجینګ ته یې یوه لسیزه فرصت ورکړ چې خپل قدرت لا پسې زیات کړي، حال دا چې واشنګټن د افغانستان او عراق د جګړو په ګرداب کې راښکېل او په ټریلیونونو ډالر یې مصرف کړل.

په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالتونو له تراهګرۍ سره په جګړه کې د چین څه نا څه ملاتړ ته اړتیا درلوده، خو چین په سینکیانګ کې ګواښونه پلمه کړل او د تراهګرۍ پرضد مبارزې په پلمه يې د نړۍ په کچه د جګړې په توجیه کولو سره د ایغوريانو په سیمه کې خپله پالیسي تطبیق کړه.

افغانستان هیڅکله د چین لپاره یو اقتصادي لومړیتوب نه و، آن دا چې د چین له لوري “بهر ته د پښې غځولو ستراتیژي” (Going Out) پر مهال (د یوه کمربند او لارې پخوانی نوښت ژوندي کول چې چینایي کمپنۍ یې دې ته وهڅولې چې له نړیوالو مارکیټونو سره خپلې لارې ونښلوي) ډېر کم شمېر چینایي کمپنیو لېوالتیا وښودله چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. په ۲۰۰۸م کال کې د (ميس عینک) کان او په ۲۰۱۱م کال کې د امو سيند د تېلو څاګانې یې څرګندې بېلګې او استثناات ګڼلای شو.

په افغانستان کې هر راز ګټوره پانګونه د امنیتي وضعیت له خرابیدو سره په اوبو لاهو شوې او د دې لامل شوې چې ټولې لویې پروژې بندې شي. له دې رسمي روایت او کیسې سره سره چې افغانستان د کمربند او لارې د نوښت لپاره تر ټولو مهم ټکی دی، په افغانستان کې د چین د پانګونې کچه ډیره کمه ده.

دغه پانګونه په ۲۰۱۶م کال کې ۲،۲ میلیونه امریکایي ډالره وه او د ۲۰۱۷م کال په وروستیو کې ۴۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو ته ورسېده، خو د پاکستان په باب بیا خبره بل ډول ده: د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ په پاکستان کې د چین د پانګونې کچه ۱،۵۸ امريکايي ډالره وه، خو د ۲۰۱۷ميلادي کال په وروستیو کې په دغه هېواد کې د چین د پانګونې مجموعي کچه ۵،۷ میلیارډو امریکایي ډالرو ته ورسېده.

د بیجینګ او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ولاړ حالت اصلي لامل امنیتي اندېښنې دي. له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتلو دغه حالت نور هم مبهم او له يوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی. له هغه وخته راهيسې چې د افغانستان د سولې بهير پیل شوی، چینایان دغه بهیر په ځير سره څاري او په افغانستان کې امنیتي خلا، تاوتریخوالي او بې ثباتۍ اندېښمن کړي دي.

هغه څه چې چین یې اټکل او وړاند وینه نه شي کولای، دا ده چې د امریکایي ځواکونو وتل، د دې پروسې ریښتونولي ده او د چین پانګونه هم په همدې وضعيت پورې تړلې ده. که امریکا په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي، نو بیجینګ به پراختیایي، مرستندویه، ډیپلوماټيک، ظرفیت جوړونې، نظامي مرستو او په افغانستان کې د خپلې مداخلې پرورګرامونه جوړ کړي او چین باید د افغانستان د باثباته کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، خو د افغانستان مهم جیوپالیټيک موقعیت او له ۲۰۰۱م کال راپدېخوا د امریکا متحده ایالتونو له خواد لوړې بیې پرې کولو ته په کتو سره، چین اصلاْ باور نه لري چې امریکا دي په افغانستان کې له خپل حضور او نفوذ څخه لاس واخلي. په افغانستان کې محدود پوځي حضور به له امریکا سره مرسته وکړي چې تر نولس کلنې اوږدې جګړې وروسته خپل لګښتونه راکم کړي.

د سولې بهير او د راتلونکې په اړه نامعلوم برخليک

د افغانستان په تړاو د چین پالیسي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون د امنیتي نتايجو پر ارزونې ولاړه ده. د بیجینګ له نظره وضعیت مثبت نه برېښي. د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د کورنۍ پخلاینې پروسه به د واشنګټن او طالبانو تر منځ تر مذاکراتو ډېر ستونزمن کار وي. د کابل او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ به له توقع خلاف ډېره اوږده شي.

د فبرورۍ له ۲۹ نېټې راهيسې لیدل شوي نښې نښانې دا نظر تائیدوي چې د طالب زندانیانو د ازادېدو پر مسئله د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د توافق نشتوالی مخ پر ډېرېدو دی او طالبان د افغان حکومتي ځواکونو پر وړاندې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي. که څه هم چې دا مسئله د امریکا او طالبانو تر منځ له لاسليک شوي تړون څخه سرغړونه نه بلل کیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو پر سر رامنځته شویو ناندريو دا وضعیت نور هم پسې پېچلی او کړکېچن کړ. په کابل کې د جمهور رئیس اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ رامنځته شوی سیاسي جنجال له طالبانو سره د حکومت د مذاکراتو ستراتیژي ناکامه کړه. چین په رسمي ډول د غني بریا تائید کړه، خو چين لا باوري نه دی چې عبدالله دي وکولای شي د مذاکراتو لړۍ ګډه وډه کړي. حال دا چې چین نه د عبدالله له لورې د چلنج شوي غني سیاسي ګټه لیدلې او نه هم د روان سياسي کړکېچ چې مرکزی حکومت یې له بې ثباتی سره مخ کړی دي، مانا يې دا ده چې ممکن په کابل کې غبرګ سیاستونه دوام وکړي.

چین دا وېره لري چې د امریکایي عسکرو له وتلو سره به د قدرت پر سر دا نازک وضعیت لا پسې خراب شي. په دې صورت کې به طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي. که یوه تر ټولو بده سناریو انځور کړو، نو په داسې یوه حالت کې د طالبانو او افغان حکومت د پاتې شونو تر منځ د کورنۍ جګړې پیل کېدو ته لاره اواروي.

په افغانستان کې د امريکا د پالیسیو په اړه د چین نارضايتي 

د چین له نظره متحده ایالتونو له افغانستان څخه د وتلو لپاره یوه غير مسئولانه لاره غوره کړې ده. د چین په اند متحده ایالات به د افغانانو او سیمې هیوادونو لپاره یوه سياسي او امنيتي خلا جوړه کړي، په تېره بيا که واشنګټن خپلې کړي ژمنې عملي نه کړي او له افغانستان سره خپلې مرستې را کمې کړي.

د چین رسمي رسنۍ د امریکا او طالبانو تر منځ لاسليک شوی تړون په ۱۹۷۰مو کلونو کې له ویتنامه د امریکا له شرمه ډک وتلو سره پرتله کوی. ظاهراْ امریکا له افغانستانه وتل ځنډولي، د دې لپاره نه چې دغه هېواد به له داخلې ستونزو سره مخ شي، بلکې هغه زیان چې د دې ستونزو له امله به دامریکا اعتبار ته زيان ورسوي.

د چین له نظره د سولې کوم توافق ته چې امریکا له طالبانو سره رسیدلی، هغه یوازې د امریکا لپاره دی، نه د افغانستان او سیمې لپاره. متحده ایالات پلان لري چې د دوو ټریلیونو ډالرو مالي مصرف او ۲۴۰۰ عسکرو له لاسه ورکولو سره له افغانستانه ووځي، حال دا چې طالبان له سیاسي پلوه د یوه قدرت په توګه راڅرګند شوي او د افغانستان امنیت له خطر سره مخ دی.

چین هيله درلوده چې جمهوري ریاست ته د رسېدو لپاره به د دویم ځل ټاکل کېدو کمپاین جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ته دا انګیزه ورکړي چې له طالبانو سره د سولې او له افغانستانه د وتلو لپاره جدي هڅې وکړي، خو له چین سره دا وېره شته چې له افغانستانه د متحده ایالاتو غیر مسئولانه وتل به تلپاته او باثباته سولې ته د رسېدلو په لاره کې خنډ شي.

په پایله کې به یې چین او د سیمې نور ګڼ هېوادونه کلونه کلونه د رامنځته شوي شخړې له پراخیدونکو پایلو څخه متاثره شي. د چین دا طنز ته ورته دریځ داسې دی چې په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا یرغل او د چین ګاونډ ته د امریکایي قواو استول یې د سیمې د بې ثباته کولو لامل باله، خو نن بیا هماغه شان له افغانستانه د امریکا له وتلو هم شکایت کوي.

په ورته مهال کې ډیری چینایي سياسي تحليلګران شک لري چې متحده ایالات دي په بشپړه توګه له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي. چین باور نه لري چې متحده ایالات به دې ته لیواله وي چې د ایرو – ایشیا د مرکز په توګه جیو ستراتیژیک موقعیت کې دا چانس له لاسه ورکړي. ټرمپ چې په یوه بې ثباته او د نه وړاندوینې وړ شخص په نوم شهرت لري، که چېرې یې ګټو ايجابوله، نو کېدای شي په نا څاپي توګه د افغانستان په باب خپله پرېکړه بدله کړي.

د کابل او طالبانو ترمنځ ښکېلتيا

د افغانستان په اړه د چین لومړۍ اندېښه دا ده چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت د بې ثباتۍ او بنسټپالنې د راپاریدو لامل کېږي او دا وېره هم شته چې دا دواړه بحرانونه په چين کې هم خپاره شي. دغو ستونزو ته په کتو سره چین دې ته اړ ایستل کېږي چې هم له کابل او هم له طالبانو سره اړيکي وساتي. له همدې امله چین تل له پراخ بنسټ سیاست او دواړو لورو تر منځ د پخلاینې ملاتړ کړی دی.

د طالبانو پر ضد له شمالې ټلوالې څخه د چین د پخواني ملاتړ سره سره، د طالبانو په تړاو د دغه هېواد دریځ د وخت په تېریدو سره د دې ډلې تر منځ کرښې بېلې کړي دي. یو هغه ډله طالبان دي چې د متحده ایالاتو ضد روحيه لري او بل هغه طالبان دي چې د اسلامي بنسټپالنې د پراختیا هڅه کوي. پر دې سر بیره، د طالبانو له لوري د ایغور جنګيالیو د پټنځایونو له منځه وړلو په برخه کې د چین اړتیا او چین ته د طالبانو دا اړتیا چې د دوی په پلوۍ دي رول ولوبوي، د دوی ترمنځ د معاملې پر بنسټ د ولاړو اړیکو د رامنځ ته کیدو لامل شوی دی.

دغه هڅې په ۲۰۱۴م کال کې هغه مهال پیل شوې چې د طالبانو يو هيئت په ښکاره او منظم ډول چین ته د سفرونو لړۍ پیل کړه او وروسته دا سفرونه د دې لامل شول چې چین په (اورمچي) ښار کې د کابل او طالبانو تر منځ پټو خبرو ته زمینه برابره کړه.

له تراهګری سره د مبارزې په برخه کې، چین له کابل سره د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو ډیرې نژدې اړیکې ساتلي دي، په دې لړ کې یې هغه ډلې په نښه کړي چې د ختیځ ترکستان له اسلامي غورځنګ او اسلامي دولت ډلو سره اړیکې درلودې.

چين د پوځي مرستو په برخه کې له کابل سره مرسته وکړه چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې د چین او افغانستان تر منځ د واخان پر دهلېز غرني پوځي قطعات جوړ کړي، د دې پوځي قطعاتو اصلی هدف دا و چې چین ته د تلونکو اسلامي دولت ډلې د جنګياليو مخه ونیسي. د افغان څېړنکو د څېړنو له مخې، چین د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ ميلادي کال تر منځ له افغانستان سره په پوځي برخه کې ۷۰ میلیونه امریکایي ډالر مرسته کړې ده.

له کابل او طالبانو سره د چین هم مهاله اړیکو د دوی تر منځ د مذاکراتو په پروسه کې دغه هېواد ته ځانګړی ارزښت ورکړی دی. چین په دې برخه کې پر خپل بې پري رول ویاړي او په وياړ سره وایي چې د افغانستان د يو شمیر ګاونډیانو او متحده ایالتونو خلاف، چین هیڅ وخت پر افغانستان یرغل نه دی کړی. چین په پرله پسې ډول طالب استازو ته وېزې ورکړي چې د خبرو لپاره دغه هیواد ته سفر وکړي، دې کار چین ته دا فرصت ورکړی چې د کابل او طالبانو تر منځ د منځګړي دولت حيثیت ولري.

په راتلونکی کې په افغانستان کې د طالبانو د مشروعیت رول او نفوذ پراختیا د ډېریدو وړاندوینې ته په پام سره به چین له دې ډلې سره خپلې اړیکې وساتي. چین پخوا لا له خپلو هغو اصولو څخه سرغړونه کړې ده چې د افغانستان په کورنيو چارو کې به مداخله نه کوي، دغه مداخله د منځګړتوب په نوم او په دغه هېواد کې د خپلو ګټو ملاتړ ته دوام ورکوي، خو د طالبانو په پلوۍ د چینایي سياسي تحليګرانو فکري تمایلات هم مخ پر ډېرېدو دي.

 د منځني ختیځ او تراهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې وتلی چینایي سياسي تحليګر (پانګ ګوانګ) په دې باور دی چې له طالبانو سره د بېوزلو خلکو ملاتړ ورسره دی چې د افغانستان نیمایي برخه تشکيلوي، خو د ده په باور مقابل لوری، ياني کابل حکومت بيا د امریکایانو ملاتړ له ځانه سره لري، د دغه ډول تحليګرانو په نظر، د متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د سولې معاملې د طالبانو مشروعیت ډېر کړ، دې ډلې ته یې دا وړتيا ورکړه چې له بهرنیو حکومتونو، په تېره بيا پاکستان او چین سره خپلې اړیکې پراخې کړي. که څه هم چین په افغانستان کې د اسلامي ملاتړ نه کوي او نه یې هم کولای شي، ځکه دا به خپله په چين کې مسلمانان د خپل نظام پر ضد راوپاروي، خو چین داسې نښې نښانې ویني چې د طالبانو سیاسي ایډیالوژي د اعتدال خوا ته روانه ده.

د چین لید لوری: د یو اړخیز پر ځای څو اړخیزې خوا ته 

چين د طالبانو او متحده ایالتونو ترمنځ د سولې تر تړون وروسته بيا هم د افغانستان د مسئلې په اړه شکمن دی. د چین لپاره به تر ټولو لویه ننګونه دا وي چې بین الافغاني مذاکرات ناکام او د افغانستان امنیتي وضعیت لا پسې خراب شي. لومړی به چین د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د یوې اړخیزې کړنلارې پر ځای څو اړخیزو هڅو ته لومړیتوب ورکړي. که د افغانستان کورنی امنیت خراب شي، نو چینایي ستراتیژۍ جوړوونکو د سیمې د یوه هېواد د یوې اړخیزې مداخلې پرځای، د چینایي عسکرو په شمول د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت غوښتنه کړې ده. په دې مرحله کې چین په هیڅ صورت د یوې اړخیزې مداخلې په باب فکر نه دی کړی.

چین د افغانستان د داخلي شخړې یو اړخ او علت نه دی. دا مشهوره مقوله چې افغانستان د امپراتوريو هديره ده، چین تل په دغه هیواد کې د مستقیمې مداخلې هڅه نه ده کړې، خو له کابل او طالبانو سره د چین اوسنۍ اړيکې او بې طرفي يې زيانمنه کړې ده. په بین الافغاني مذاکراتو کې د سیمې د هیوادونو ونډې او ښکېلتیا ته په کتو سره د افغانستان د مسئلې یو اړخیز حل، د همدې پوښتنې حل دی.

دویم: که د ملګرو ملتونو د مداخلې لید لوری ستونزمن او یا نا ممکن شي، نو چین بل انتخاب هم لري چې هغه د شانګهای د همکاریو سازمان دی. دا سازمان د تېرې لسیزې خلاف د افغانستان په مسئله کې ډېر مهم او ځلېدلی دی. د شانګهای همکاریو سازمان یو سیمه ییز سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغیزسستان، ازبکستان او تاجکستان له لوري یې بنسټ کېښودل شو او وروسته يې د امنيتې مسائلو ماموريت هم په خپلو نورو ماموريتونو کې شامل کړ. هند او پاکستان یې هم په ۲۰۱۷ کال کې رسمي غړي شول. په دې ډلبندۍ کې به د سیمې ټول اړخونه شامل وي، دا هېوادونه به وکولای شي چې د قدرت د هغې خلا د ډکولو لپاره چې د امریکایي عسکرو د وتلو په صورت کې رامنځ ته کېږی، د بحران حل راوباسي.

که څه هم د شانګهای همکاریو سازمان ځانګړي امنيتي او پوځي وړتیاوي نه لري، خو دا سازمان دومره توانېدلی چې د سیمې د امنیت او ثبات په برخه کې ګټور ثابت شي. بیجینګ له تراهګرۍ او نشه یي موادو سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای د همکاریو سازمان وړتیا امتحان کړې ده، خو د بهرنیو ماموریتونو تر سره کولو لپاره نور انکشاف او امکاناتو ته اړتیا لري. که يو وخت په افغانستان کې ثبات راشي، نو چین به له دغه هیواد سره همکاري وکړي او په نتيجه کې به يې افغانستان د شانګهای سازمان له امنیتي میکانیزم او چوکاټ سره یوځای شي.

درېیم: چین په افغانستان کې د خپلو اقتصادي هڅو د ودې لپاره څو اړخیز امنیتي تیاری یو شرط بولي. چینایي متخصصین په تېرو دوو لسیزو کې د دوو لویو بنسټیزو پروژو، لکه (ميس عينک) او امو سيند د ګازو د څاګانو د پروژو ناکامه کېدل د دغه هېواد په ناوړه امنیتي وضعیت پورې تړي. که څه هم د افغانستان اقتصادي اړتیا یوازې د چین په لاس نه شي پوره کېدای، خو که سیمه ییز ضمانتونه او څو اړخیز ملاتړ را منځ ته شي، نو چین به په افغانستان کې له اقتصادي پلوه لوی پېټي ته هم اوږه ورکړي.

د سیمه ییزو ضمانتونو د موجودیت په باب، کندهار ته د پاکستان – چین د اقتصادي لويې لارې د غځولو په څېر پروژو په اړه چین له طالبانو څخه یو لړ تاکتیکي ضمانتونه ترلاسه کړي چې په راتلونکې وخت کې به يې طالبان امنیت نیسي، خو د دې ضمانتونو جزیات لا تر اوسه پورې نه دي روښانه شوي.

څلورم: چین شک لري چې افغانستان دي د متحده ایالتونو او چین تر منځ د همکاریو د وصل د کړۍ په توګه پاته شي، خو په دې اړه لا تر اوسه پورې ناهيلی شوی نه دی. په تېره لسیزه کې متحده ایالتونو او چین په افغانستان کې د پولیسو روزنې او ماین پاکولو په ګډون، د ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په برخه کې له افغانستان سره همکاري کړې ده. چین په لومړیو کې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور او د چین اقتصادي همکاريو ته د بشپړونکو یا دوو همکارو فکټورونو په سترګه کتل. دا د همکارۍ هغه اډاڼه ده چې امریکا به په راتلونکې کې ورته ژمن پاته شي.

وروستۍ خبره دا ده چې له طالبانو سره د متحده ایالاتو معامله د پاکستان په ګټه، خو د هند په تاوان ده، کیدای شي چې د نوي ډيلي او واشنګټن تر منځ اړیکي ترينګلي کړي. د هند هدف په افغانستان کې دا دی چې په دغه هېواد کې د پاکستان ستراتژیک نفوذ راکم کړي، هند غواړي په دې ډول وکولای شي چې له دغه هېواد څخه د هند ضد تراهګرو ډلو ټغر د تل لپاره ټول کړي.

په نتیجه کې، هند د طالبانو مخالفت کوي او هغوی ته په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جنګي ډلې په سترګه ګوري. هند دا هڅه هم کړې چې د افغانستان سرحد ته نژدې په ایران کې د چابهار پر بندر د پانګونې په ګډون، افغانستان منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره د دهلېز په توګه وکاروي چې په دې ډول د پاکستان رول کم رنګه کړي، خو له دې سره سره هند ته د افغانستان ستراتیژیک ارزښت په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو په حضور پورې تړلی دی. داسې ښکاري چې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره د هند ستراتیژیکه پانګونه هم له خطر سره مخ ده.

چین ته د هند ناکامه کېدل د پاکستان د بریا په مانا ده. د امریکا له وتلو سره باور دا دی چې د افغانستان په مسائلو او پېښو کې د پاکستان اغېز مخ پر ډېرېدو دی او پاکستان په موثره توګه له شماله د افغانستان او جنوبه د خپل دښمن هېواد، ياني هند له لورې ځان ته ستراتیژیک زیان ورو ورو راکموي.

په افغانستان کې د پاکستان د رول زياتېدل به نه یوازې دا چې د دغه هېواد په مسئله کې د چین د نفوذ د پياوړي کېدو لامل شي، بلکې له واشنګټن سره په خبرو کې به هم د بیجینګ او اسلام اباد دریځ لا پسې پیاوړی کړي. که څه هم د سولې تر تړون وروسته چې د افغانستان د داخلې سولې او ثبات په تړاو منفي او بدبینه نظر لري، خو په سیمه ییز جيوپالټیک موقعیت کې ځینې موثر بدلونونه هم تر سترګو کېږي.

پايله:

له افغان حکومت او طالبانو سره د دوو لسیزو مخ پر ودی اړیکو وروسته، چین د افغانستان د سولې په بهیر کې د یوه ځانګړی تسهیل کونکي يا پل په رول کې راڅرګندېږي. چین له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو په پلان خوشاله دی، خو پوره باور نه لري چې واشنګټن دې له دې پلان سره سم مخ ته ولاړ شي.

په ورته وخت کې بیجینګ د سولې د پروسې او قدرت د خلا په اړه هم بدبينه دی چې د امریکایي قواو تر وتلو وروسته به رامنځ ته شي او د دغو ستونزو د حل لپاره د څو اړخیزو لارو چارو پر پلان غور کوي.

چین د سولې تر معاملې وروسته په افغانستان کې خپل رول ته په احتیاطي سترګه ګوري او خپل سياست يې پر انعطاف باندې عيار کړی دی. چین په دغه ډول وضعیت کې د افغانستان په امنیت کې ځان ته درې لارې ټاکي: يو دا چې ځان ته د حاشیوي لوبغاړي په سترګه ګوري، ځکه چې بیجینګ د افغان شخړې برخه نه دی. دوهم ځان ته د یوه پياوړي لوبغاړي په سترګه ګوري، ځکه چې چین د نړۍ او سيمې یو ستر قدرت او د افغانستان هغه ګاونډی دی چې څوک هيڅوک يې له پامه نه شي غورځولای او دريم به چين د يو داسې لوبغاړي په توګه راڅرګندېږي چې د افغانستان تر جګړی وروسته د افغانستان د بیا رغاونې او اقتصادی ودې په برخه کې د چین پانګونه د چين راتلونکی ضرورت دی. د افغانستان د سولې پروسه اوس هم يوه اوږده لاره په مخ کې لري، خو چین به تر دې بهیر وروسته هم بې برخې او څنډې ته نه شي.

(Visited 41 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.