The news is by your side.

د افغانستان په راتلونکي ولسمشر کې اړین معیارونه/مجيد قرار

0

رهبري کوم ورک او نا تعریف شوی شی نه دی. رهبري معاصر علم دی او د دې علم په رڼا کې په تجربه شويو کې خو څه چې آن په ناتجربه شويو اشخاصو کې هم د رهبرۍ نښې، شرایط او صلاحیتونه اندازه کېدای او ارزول کېدای شي. زما لاندې ليکنه د کوم شخص په اړه نه ده، خو د معیارونو په تشریح کې مې د اشخاصو د کردار مثبت او منفي مثالونه، دواړه ذکر کړي دی.

د لیکنې هدف مې د رهبر په انتخاب، د ټاکنیز لوري په انتخاب او د مشرانو په پېژنه کې د ځوانانو مرسته ده. علمي معیارونو او تعریفونو ته له واقعیت سره سر ورکول بیا بیل مهارت دی او د هغه مهارت د اړتیا معنا دا ده چې یواځې د علمي معیارونو پېژندل کافي او شافي نه دي او یواځې یوه برخه اړتیا پوره کوي.

رهبرۍ د علم په رڼا کې، په مختلفو آثارو کې، ځای ځای لاندې مفاهیم په مختلفو الفاظو ذکر شوي، او ما هڅه کړې چې الفاظ یې زموږ د واقعیت په رڼا کې بدل را بدل او اساسي مفاهیم یې وساتم. البته زه خپله کتابونه د کاپي کولو لپاره نه لولم، او د لیکنو طرز مې هم داسې دی چې د کتابونو را کاپي کولو پر ځآی کتابونو ته د خپل واقعیت د ور سریښولو په کار کې غښتلی یم. راځو اصلي خبرې ته، چې هغه په راتلونکي رهبر کې زموږ تاسې اساسي غوښتنې او شرایط دي. ما یې لاندې لس را ایستلي او له هر ملګري هيله ده چې د ليکنې په تبصرو کې، یا په ځوابیه لیکنو کې خپل نظریات پرې ور اضافه کړي.

1) قاطع: رهبر بايد پر ځان د اعتماد مظاهره وکړي. کوم رهبر چې پر ځان باور ونه لري، خلک باور نشي پرې کولای او ملاتړي یې جرأت له لاسه ورکوي. رهبر باید د تصمیم نیونې قابلیت ولري. د داودخان مرحوم خبره، تصمیم د بري لومړی شرط دی. هغه رهبران چې په تصامیمو کې قاطع نه وي، نن والي لري کوي، سبا یې بیرته نصبوي، نن امنیه قوماندان لرې کوي، سبا یې بیرته راولي، نن ښاروال لري کوي، سبا یې بیرته راولي، د صفر درجه قاطعیت مظاهره کوي.

داسې کس د افغانستان ولسمشري نه شي کولای چې په دروازه یې بدمعاشان ور خېژي، دی زارۍ ورته کوي، پر انځور یې د ښار په منځ کې ډزې کېږي، دی د دری سوه زره قوې په موجودیت کې زارۍ کوي، د دوهم بست ښاروال ښکنځلې ورته کوي او له اطاعته یې انکار کوي او دی نینه نینه ورته کېږي، ټول ولس یې تر شا ولاړ وي، دی تیاره خونې ته ننوځي او د ملت د غوښتنو خلاف معاملې او تقسیمونه وکړي. د نړۍ د سیاسي علومو ټول پوهان وېره او دهشت درلودل د حاکم اساسي اړتیا ګڼي، بلکې اکثره معاصر ریالسټان او پوهان او پخواني فیلسوفان وېرې ته پر مینه او نرمښت برتري ورکوي. نصیرالله بابر چې کله د کرزي په اړه وپوښتل شو، لومړۍ تبصره یې دا وه چې دا کس قاطعیت نه لري، افغانستان کمزوري خلک نشي اداره کولای. افغانستان د زړورو خلکو هېواد دی، بې زړه خلک یې نشي اداره کولای.

2) صریح او فصیح: اورويل وایي، ژبه د سیاست سیکه (کرنسي) ده. لکه اقتصاد چې په پیسو چلېږي، سیاست په الفاظو او ژبه چلېږي. ولسمشر باید د دې وړتیا ولري چې له خلکو سره مفاهمه وکړای شي، مغلق موضوعات ورته شرحه کړای شي، او هره درېیمه خبره یې عمومي مسخره او طنز جوړ نشي. داسې کس زموږ ولسمشرۍ ته نه دی جوړ چې د ژبې هره ښویېدنه او لغزش یې بیرته اورېدونکي او ملاتړي پسې اصلاح کوي او تعبیر ورکوي او مخالفینو ته یې ملاتړي صفایانې ورکوي چې نه، زما د مشر دغه، او هغه هدف و؛

3) ټیم ولري: خلک وایي، که باور او اعتماد نه لرې سیاست او تجارت مه کوه. د دې دوو کارونو لپاره باور او اعتماد تر هرڅه وړاندې دی. ډاکټر اشرف غني د “ماتو دولتونو جوړول” په اکثر کې د یوه مات هېواد یا دولت د رغولو لپاره تر ټولو اساسي شرط د ټیم درلودل ښیي. ټیم درلودل داسې نه وي چې نن دې احمدضیاء د سترګو تور وي، سبا دوستم وي، بله ورځ داودزی وي، بله ورځ امرالله وي، بله ورځ اتمر وي. رئیس جمهور باید داسې نه وي چې ټیم یې لکه د ګور چینجي، یو له بله خوري. امنیتي سلاکار یې د دفتر د رئیس، د دفتر رئیس یې د چارو د ادارې، دفاع یې د امنیت او امنیت یې د سولې د شورا د رئیس پښې وهي. ویاندان یې هلته لکه د ګور چینجي سره خوري، او په یوه واړه دفتر کې یې د پیشو د ټیم او د لېوانو د ټیم غړي ګډ سره اچولي وي. ښه رهبر باید خپل وخت پر یو څو غټو تصامیمو تېر کړي، لاندې واړه تصامیم باید اعتمادي ټیم ته حواله کړای شي. د افغانستان ولسمشر باید پوستو د غوړو او بورې د قراردادونو تصویبولو ته وخت ونه لري، که نه افغانستان تباه دی.

4) له حده زیات کتابي نه وي: کتابي والی په علمي محیط کې نعمت او په سیاست کې مصیبت دی. سیاست عملي لوبه ده. د کومو خلکو چې د عمل او نظریې بېلانس خراب وي، د هغوی د ادراک قابلیتونه د بې ثباته ټولنو د سیاسي لوبو لپاره نه جوړېږي. که په کتابي پوهه څوک ښه رهبر جوړېدای، عبدالرحمان خان بې سواده او شاه شجاع بهترین شاعر او ډېر عالم وګړی و. هغه په افغانستان کې د معاصر دوت بنسټ کېښود او هغه بل شته دولت له لاسه و ایست؛

5) د خپل هېواد پر کلتور بلد وي: ایموشنل انټلجنس د یوه رهبر اساسي غوښتنه ده او ایموشنل انټلجنس درلودل له کلتوري او ټولنیز درک پرته ممکن نه دی. رئیس جمهور باید داسې څوک نه وي چې شاوخوا خلک پر انګلیسي ژبه، او بهرني کلتور د ښه بلدتیا پر معیار را ټولوي چې چا ته د پیتزا ډېر ډولونه معلوم وي، هغه ته ډېرې نمبرې ورکوي.

6) صادق وي: رهبران باید له مخالفانو سره په چل او دروه او له دوستانو سره صداقت او ریښتینولي وچلېږي. کوم رهبران چې وایي یو څه، کوي بل څه، نن یو څه وایي، سبا بل څه وایي، نن یو څه وایي، سبا بل څه کوي، ډبل معیارونه لري، یوه ټوپکسالار ته بد وایي، بل نازوي، د خپل منشور، خپلو کتابونو، خپلو مقالو خپلو نظریاتو خلاف عمل کوي، هغه ته صادق مشر نه شي ویل کېدای. له مخالفینو سره د یوه مشر صداقت اړین نه دی خو له ملاتړو سره صداقت یې فرض دی. د یوه رهبر د نه صداقت تر ټولو ښه نمونه د ملي وحدت د حکومت تړون دی. دواړو لوریو تر پایه خپلو ډلو ته دروغ وویل چې ګواکې قدرت په فیصدۍ نه دی وېشل شوی، د جمهوري ریاست صلاحیتونه نه دي تقسیم شوي، د نظام طرز نه دی بدل شوی. ټول دغه کارونه شوي و، او کله چې به دې د هو او نه پوښتنه کوله، تل به د نه ځواب ترلاسه کېده.

7) فاسد نه وي: د رهبر فساد یواځې د ده د شخص فساد نه دی. مېرمن، اولادونه، وروڼه، او د کورنۍ ټوله شبکه د ده د فساد برخه دي. فساد یواځې غلا ته هم نه ویل کېږي. نا اهله وګړي پر لوړو دندو ګومارل، بې ځایه لوړ معاشونه ورکول کېدل، د رشوت او کمپایني پیسو په مقابل کې خلک ګومارل، له وړو او تکړه وګړیو سره د شخصي عناد له امله د هغوی تجریدول ټول په فساد کې راځي.

8) خلکو ته باید لرلید ورکړای شي: ښه رهبر باید ځوانانو ته ښه خوب ور وليدلای او ټولنې ته لرلید ورکړای شي، ژورې ستونزې درک او پیشبیني کړای شي، د راتلونکي خطرونه د پیشبینۍ په زور دفع کړای شي. لنډنظری، په ورځینیو جنجالونو بوخت او د روزمره توب په ناروغۍ اخته وګړی افغانستان غوندې مأیوسه او له افسرده ګۍ ډکه ټولنه نشي رهبري کولای؛

9) خلاقیت او ابتکار ولري: د مثال په توګه، د سولې د اوربند ابتکار، له پاکستان سره د مخکې او وروسته تګ د سیاست ابتکار، د علماوو د غونډو ابتکار، دا رنګ ابتکارات د ښه رهبر خواص دي چې اوسنی ولسمشر پکې تر پخوانیو هغو بهتر دی.

10) د ولس درد حس کول: ولسمشر باید په ارګ، وزیراکبرخان او شاوخوا پرتو ګیسټ هاوسونو کې جوړه اروپا ړنګه کړي. دا ظلم او خیانت دی چې ولس دې په وینو کې لمبېږي او د وزیراکبرخان په حوېليو کې دې هلکان بلیاردونه کوي، هره شپه دې پارټیانې وي. دا چې غزنی سقوط کوي او ولسمشر د ځوانانو په غونډه کې چکچکې وهي او بیا درېیمه ورځ وایي چې زه له سقوط څخه اته څلوېښت ساعته وروسته خبر شوم، د بې تفاوتۍ، او درد نه حس کولو انتهاء ده.

(Visited 33 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.