The news is by your side.

د اقلیم ډلبندي / زکریا رحیمي

0
د سیستمونو په داسې طریقه فارمول کول چې د جغرافیایي سیمو اقلیمونه مطالعه کوي، ساده کوي، روښانه کوي تر څو د سیمو د اقلیمونو ورته والی او توپیرونه وښي او د اقلیم په اړه ساینسي پوهې کې مرسته وکړي. دا ډول طرحه په هغو هڅو تکیه کوي کوم چې د چاپېریال په اړه خورا زیات مالومات راغونډوي، ګروپ کوي او ترتیب کوي تر څو د اقلیمي بهیرونو تر منځ فعل او انفعال روښانه کړي. د طرحې لپاره دوه طریقې کاریږي یوه تجربوي طریقه ده او بله جنتیکي طریقه ده.
 
د یوې سیمې اقلیم د چاپېریال د حالتونو ترکیب ده لکه خاوره، شینوالی، هوا او وغیره. اقلیم یو داسې مفهوم ده چې د نړۍ د چاپېریال ټولې برخې په نظر کې نیسي او له همدې امله د نړۍ هېڅ برخه یو بل ته ورته اقلیم نلري.
 
د اقلیمي ډلبندۍ تر ټولو زړه طریقه د کلاسیک یونان طریقه ده کومې طرحې چې نړۍ د عرض البلدونو په زونونو وېشلې وه او وېش یې هم د پام وړ موازي وو ۰°، ۲۳.۵° او ۶۶.۵° کوم چې د استوا خط ده د سرطان استوایي سیمې او مرغومی او د شمالي او جنوبي قطبونو په دایرو باندې یې نړۍ وېشلې وه او همدسې یې وېش د ورځو د اوږدوالي پر بنسټ وو. د اقلیم عصري ډلبندي په ۱۹ پېړۍ کې شوې په کومه کې چې د نړۍ د سیمو د تودوخې او ورښت نقشه هم موجوده وه. تر اوسه پورې تقریبا تر ۱۰۰ زیاتې اقلیمې طرحې جوړې شوي او ټول طرحې له یو بل سره توپیر لري.
 
په جنتیکي ډلبندۍ کې اقلیمي طرحه د اقلیم جغرافیایي ښودونکو پر بنسټ، د سطحې د انرژۍ پر بنسټ او له هوا څخه لاسته راوړل شوو مالوماتو د څېړنې پر بنسټ جوړیږي. په تجربوي ډلبندۍ کې اقلیمي طرحه د اقلیم د سیستم د یوه یا څو اجزاو دمالوماتو پر بنسټ اقلیمونه سره ګروپ کوي. په دې اجزاو کې شینوالی تر ټولو اړین جز ده. شینوالی یوه داسې اله ده په کوم چې اقلیم کچه کیږي.
کوپېن د اقلیم ډلبندي
د جرمني د بوټپوهنې اقلیم پوه ولادیمیر کوپېن اقلیم د ځمکې پر سطحه د ګیا د پوښښ له مخې ډلبندي کړی. موخه ېې دا وه چې د ګیا د زون (biomes) لپاره اقلیمي پولې وټاکي او دا نقشه په اول ځل کوپېن د خپل ژوند په اوږدو کې جوړه کړه. لومړی نقشه ېې په ۱۹۰۰ کال کې خپره کړه خو د همدې نقشې بیا کتل شوې بڼه په کال ۱۹۱۸ کې خپره شوه. په دې طرحه شوې نقشې ېې څو ځلې کتنه کړې چې د مرګ تر وخت کال ۱۹۴۰ پورې له څو ځله کتنې بیا بیا خپره کړې. ځنې نورو اقلیم پوهانو چې د نړۍ په مختلفو سیمو کې ژوند کوي د دې سیستم ځینې برخې د خپلې تجربې له مخې بدلې کړي.
په دې سیستم کې د ځمکې اقلیم په پنځه برخو وېشل شوی چې (A, B, C, D, and E) دي او هره برخه بیا په فرعي برخې وېشل شوې. له B پرته نور ټول د تودوخې د درجې ښودنه کوي مګر په B برخه کې د ډېرو سړو پر ځای ډېر وچوالی د ګیا د شنه کېدو مخه نیسي. په دې برخه کې د باران کچه او زیان رسونکی تبخیر ښودل شوی. مګر د بخار کچه کول اسانه چاره نده او همداسې په اقلیم پېژندنه کې ځای نلري نو کوپېن خپل فورمول کې تغیر راوسته او د تخېر پر ځای ېې وچوالی لفظ وکاروه چې د نومولو لپاره ېې د (temperature-precipitation) اصطلاح وکاروله . په دې معنی چې لوړه تودوخه د زېات تبخیر لامل ګرځي یا هم کله چې باران وشي له باران وروسته تودوخه د اوبو د تبخیر لامل کیږي او وچوالی رامنځته کوي.
وچ اقلیمونه ېې په (BW) او نسبتا کم اوبه لرونکي ېې په (BS) فرعي ډولو نو باندې وېشلي. که له دې دوه برخو سره د h کوډ د ګرمي او k کوډ د سړو لپاره یو ځای شي له یو بل سره توپیر کوي.
د نورو کوډونو معنی لاندې وګورئ
A climates (the warmest)
اې اقلیم تر ټولو ګرم اقلیم
Af (no dry season)
په اې اېف کې وچ موسم نشته
Am (short dry season)
اې ایم اقلیم لنډ وچ موسم لري
Aw (winter dry season)
په اې ډبلیوډول اقلیم کې د ژمي موسم وچ موسم ده
E climates (the coldest)
اي اقلیم تر ټولو سوړ د اقلیم ډول
into tundra (ET), (EF) and snow/ice climates
د واورې او یخ اقلیم
The mid-latitude C and D climates are given a second letter, f (no dry season)
د منځنیو عرض البلدونو سي او ډي ته بل کوډ اېف ورکړل شوی او وچ موسم نلري
w (winter dry)
په دې اقلیم کې د ژمي موسم وچ موسم ده
s (summer dry)
په دې اقلیم کې د اوړي موسم وچ موسم ده
(a, b, c, or d )
که له ډې سره یاد شوي سمبولونه یو ځای شي د ژمي ساړه او د اوړي ګرمي ښي.
د شمالي قطب د سوېل اقلیم
د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، د ژمي فصل پکې حاکم ده، ورځې یې روښانه خو ډېرې لنډې او د زیاتو سړو اوږده موده لري، ورښت پکې کم خو ډېر وخت ورښت واوره وي، په هوا کې کم لوندوالی لري. د شمالي نیمې کرې د ۵۰° او۷۰° عرض البلدونو تر منځ موقیعت لري چې له الاسکا تر د شمالي امریکا نیوفونډ لنډ پورې او له شمالي اسکاندیناویا تر د اوراسیا سایبیریا پورې سیمه ده. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې په فرعي لنډیزونو (Dfc, Dfd, Dwc, and Dwd) باندې ښودل شوی اقلیم ده.
د نیمه ګرمو سیمو لوند اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو ډول ده چېرې چې د کال په اوږدو کې تودوخه لوړه او په ټولو فصلونو کې په برابره توګه ورښت کیږي. دا ډول اقلیم د شمالي نیمې کرې د ۲۰° او ۳۵° د عرض البلدونو تر منځ وي. په دوه فرعي لنډیزونو (Cfa and Cwa) ښودل شوی خو د (Cfa) ډول یې په ډېره سیمه حاکم ده. په اوړي کې لوندوالی زیات لري. تر ټولو توده میاشت کې ۲۷ °C منځۍ تودوخه ده خو د ورځې لخوا تودوخه له ۳۰ °C تر ۳۸ °C پورې رسیږي. اوړی یې تر ژمي زیات لوندوالی لري.

لوند استوایي اقلیم

د کوپېن د اقلیمي ډلبندۍ په ډولونو کې د اقلیم یو عمده ډول ده، ځانګړنه یې لوړه تودوخه ده چې د ۳۰ °C یا ۸۶ °F شاوخوا پورې وي، ورښت پکې خورا زېات (له ۱۵۰ تر ۱۰۰۰ سانتي متره یا له ۵۹ تر ۳۹۴ انچه پورې) وي، اسمان کې د ورېزې زیاته کچه او په هوا کې لوندوالی زیات وي، د کال په اوږدو کې د هوا تودوخه کې ډېر کم بدلون راځي. د لوند استوایي اقلیم سیمه د استوا کرښې په ۱۲° عرض البلد کې ده. د ( Köppen-Geiger-Pohl system) په سیستم کې لوند استوایي اقلیم په (Af) لنډیز ښودل شوی.
د واورې او یخ اقلیم
د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده، ځانګړنه یې بې کچې زیات ساړه او کم ورښت ده. دا اقلیم دشمالي قطب لور ته په ۶۵° عرض البلد کې رامنځته کیږي په کومه سیمه کې چې د انترکتیکا او ګرینلنډ یخونه پراته دي او همداسې د شمالي قطب په دایمي یخونو کې ورته اقلیم موجود ده. د کوپېن په (Köppen-Geiger-Pohl system) اقلیمي سیستم کې د (EF) په لنډیز ښودل شوی.
د واورې او یخ اقلیم کې د کال په اوږدو کې تودوخه د یخ کېدو له درجې کمه ده، ژمی پکې ډېر زېات سوړ ده او د شپې لخوا تودوخه له −۲۰ °C تر −۶۵ °C پورې وي. ورښت له ۵ تر ۵۰ سانتي متره پورې وي او ډېر ورښت هم په سمندر غاړو کې کیږي.
تنډرا اقلیم
د کوپېن د اقلیم په ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، په دې سیمه کې یوه میاشت د منځنۍ کچې تودوخه لري کومه چې واوره ویلې کولای شي په دې مانا چې تودوخه صفر °C وي خو هېڅ داسې میاشت نشته چې تودوخه پکې تر ۱۰ °C زیاته شي.د ورښت کچه منځنۍ وي. د تنډرا اقلیم سیمه د ۶۰° او ۷۵° عرض البلدونو تر منځ ده کومه چې د شمالي امریکا او اورسیا د قطبي ساحل په اوږدو کې او د ګرینلنډ سمندر غاړې دي. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په سیستم کې یې لنډیز (ET) ده.
په تنډرا سیمو کې ژمی اوږد او سوړ وي، له ۶ تر ۱۰ میاشتو پورې تودوخه له صفر °C کمه وي، ځینې سیمې یې داسې دي چې په کال یوه ورځ هم لمر نه راخیژي. د ژمي ورښت یې وچه واوره ده
د ګرمو سیمو لوند وچ اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده، ځانګړنه یې وچ او لوند اقلیم ده، ډېر ورښت پکې په اوړي کې کیږي، وچ موسم یې د مون سون ګرمو سیمو په پرتله اوږد ده. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په سیستم کې د (Aw) په لنډیز ښودل شوی. د کال په اوږدو کې یې د تودوخې درجه لوړه وي، کلنۍ د ورښت کچه یې د ۵۰ او ۱۷۵ سانتي متره تر منځ ده، ډېر ورښت د تالاندې او برېښنا له امله کیږي.

د سمندر له سطحې د لوړو سیمو اقلیم

د اقلیم عمده ډول ده کوم چې نورو خلکو د کوپېن د اقلیم په ډلبندۍ کې اضافه کړی او خپله د کوپېن د اقلیمي ډلبندۍ برخه نده. په دې ډول کې د نړۍ ټولې غرنۍ سیمې شاملې دي. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په اقلیمي سیستم کې د (H) په لنډیز ښودل شوی.
 
د نړۍ عمده غرنۍ سیمې لکه ځړوبي کوم ته چې دري کې ابشار وایي، په واورې پوښل شوي غرونه، د شمالي امریکا ډبریز غرونه، د سوېلې امریکا اند غرونه، د همالیا سره نښتي غرونه، د اسیا د تبت لوړې هوارې، د افریقا غرونه امکان نلري چې د دې کچې په پام کې نیولو سره په ریښتینې توګه ډلبندي شي. ځکه چې دې غرونو کې لوړې او هوارې پټې او څرګندې سیمې دي او د محدودې سیمې زر ډوله مختلف اقلیمونه رامنځته کوي او په یوه وړه سیمه کې مختلف اقلیمونه د یوې عمده وېشنیزې لاندې ډلبندي کول یا نقشه کول امکان نلري خو په تقریبي ډول یې یادونه او ډلبندي امکان لرلای شي او یا هم عمومي ځانګړنې لکه لوندوالي، وچوالي او تودوخې ته یې په تقریبي ډول له نږدې هوارو سیمو سره تړاو ورکولای شو.
(Visited 8 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.