The news is by your side.

د بدلون اتل ټولنیز شعور دی، چارواکي دې ډوزې نه ولي

مجید قرار

0

په افغانستان کې ژور اجتماعي بدلون را روان دی چې آثار یې د ځوانانو په ذهنیتونو، ارزښتونو، سیاسي انتخابونو، کلتور او رویه کې ډېر واضح لیدل کېدای شي. دا رنګ بدلون د تېرو شلو کلونو تر درنې پانګونې وروسته طبیعي دی. بالآخره، افغانه ټولنه هم یوه انساني ټولنه ده. سره له دې چې د دې بدلون مختلف اړخونه له مختلفو لاملونو او ریښو سره تړل کېدای شي خو په ټوله کې د بدلون ځینې ډېر عمومي لاملونه لاندې په ګوته شمېرل کېدای شي:

۱) د لیک لوستې پراختیا او ښوونځیو ته د شاوخوا نهه ملیونه هلکانو تګ او ورپسې د یوه نسل په لیک لوست سمبالېدل؛
۲) د زاړه نسل پاتې راتلنې، بد کردار او د ناوړه نمونو وړاندې کول؛
۳) له بهرنۍ نړۍ سره د افغانانو د اړیکو، تګ راتګ او راشه درشې زیاتېدل او له کلتوري او اجتماعي انزوا څخه د افغانانو راوتل؛
۴) معلوماتو ته د افغانانو د لاسرسي زیاتېدل، په تېره انټرنیټ، او د انټرنیټ له لارې له نړۍ سره د افغان ځوانانو سهار او بېګا تماسونه، او د نړۍ له حاله، دود او دستوره، ارزښتونو، او تحولاتو د افغانانو د ځوان نسل آګاهي؛
۵) ناخوالي، او د ناخوالو له امله د محرومیت احساس او د محرومیت د احساس له امله د افغانانو د عمومي فکر تحریکېدل او د حل لارو د لټون روحیه را پيدا کېدل؛
۶) او بالآخره په د تر سلو زیاتو راډیوګانو، لسګونو تلویزیونونو، او سلګونو چاپي رسنیو اغېز چې پر ټولنه یې ضمني مثبتې او منفي اغېزې دواړه لرلي دي.

په یوه ټولنه کې د خلکو په ذهنیتونو، د افرادو په رویه، اقتصادي شرایطو او د ژوند په بڼه او کلتور کې دا رنګ بدلون راتلل معمولاً د ډېرو د ډېرو ژورو او وسیعو لاملونو پایله وي او هیڅ حاکم، ډله او حکومتي ټیم یې کریډیټ نه شي اخیستلای. له بده مرغه، په افغانستان کې هر مثبت پرمختګ د مومن خان ښامار وي چې چارواکي یې په مړه بدن کې خنجرونه وهي او بیا د ښامار په وینو لړلي خنجرونه خلکو ته د خپلې لاسته راوړنې په توګه ورښیي.

دا بدلون چې له تېرو دوو لسیزو را روان دی، یوه برخه یې کرزي په بډه وواهه چې ځان یې د نظام مؤسس، او د ټولو لاسته راوړنو مدعي وباله او بلې برخې ته یې غني څادر غوړلی او چې چېرته پخوانۍ، سبانۍ او روانه پروژه ده، افتتاح ته یې هلي کاپټر ور بغولی وي.

دا چې په افغانستان کې اجتماعي بدلون او نسلي بدلون دواړه همغاړي دي، زاړه یا مري، یا په کور کښېني، له حرکته لوېږي یا له ټکنالوژۍ، او عصري دفتري او تجارتي غوښتنو سره ځان نشي عیارولای، معیشت او اقتصاد له کرنیز څخه ښاري او صنعتي ته اوړي، او له امله یې د کورنۍ مشر، سپین ږیری او ملک خپل نفوذ له لاسه ورکوي او واګې د کورنۍ ځوان ته په لاس ورځي. د زړو او زوړپالو له خښېدلو سره زاړه ارزښتونه هم خښېږي او حاشیې ته ځي. همدا علت دی چې په افغانستان کې ټوپک سالار حمایت او ځل او بل له لاسه ورکړ.
دغه راز، د افغانستان د اکثرو سیاسیونو او ټوپکسالارانو د عوایدو سرچینه د ایساف، پي آر ټي ګانو او پروژو پیسې وې چې هغه زموږ حکومت نه، بلکې بهرنیانو وچې کړې.
درېیمه، او اساسي خبره دا وه چې شمال ته د ټالیب د پروژې په انتقالېدلو د ټوپکیانو اکثریت افراد د ټالیبانو لیکو ته سوق او په هغې پروژه کې استخدام کړای شول چې دې چارې له محل او کلیوالو سیمو سره د ټوپکسالار اړیکې پرې او هغه یې بې لکۍ کړ.

په دې ټولو سربېره، د ټوپکسالارانو په کورنیو کې هم ځوان نسل را وټوکېد چې مختلف رنګه بد اخلاقۍ او فسادونه لري. د دې ټولو بدلونونو په نتیجه کې په ټولنه کې بدلون راغلی او سیاسي قشر یې هم متضرر کړی دی.
حکومتي ټیم دې د ټوپکسالارانو د منزوي کولو ادعاء نه کوي او بې ځایه دې په دې کار کریډیټ نه ترلاسه کوي.غني په لومړۍ دوره کې ټول واک تر ټوپکیانو ځار کړ. دا چې فهیم مړ و زوی یې پاتې و، منصور نادري بوډا و، لور یې پاتې وه، بېګ نه و، زوی یې پاتې و. حاجي دین محمد زوړ و، زوی یې پاتې و، جمعه خان زوړ و، زوی یې پاتې و، رباني مړ و، زوی یې پاتې و حکومت د دې ټولو زامن تر نورو ډېر ونازول او پنځه کاله یې حساسې څوکۍ د دوی د ناز او اداګانو قرباني کړل. هغه ټوپکسالاران چې ځوان و، هغه یې لکه احمدضیاء مسعود او د هغه زوی، دواړه ونازول. اوس نو په دې کې د حکومتي ټیم کمال نشته چې د دې ټولو دوهم نسل تر لومړي نسل کم لجاجته او بهتر دی، خو حکومتي ټیم په لومړۍ دوره کې د خاندان سالارۍ بدترینه نمونه وړاندې کړه. د ټوپکسالار لمن په طبیعي توګه په ټولېدلو وه، خو حاکم ټیم د ټوپکسالارو دوهم نسل ته په مخه او نفوذ ورکولو د لنډه غري اغېز بل نسل ته هم وغځاوه. اوسني ټیم هغه ټوپکسالار چې له صحنې کم و، له پاکستانه راوغوښتل او په کابل کې یې امکانات ور چالان کړ، او هغه چې شته و، هغوی ته یې نه د وسلو د جوازونو، نه د حکومتي څوکیو کمی وکړ. ریښتیا خو دا چې پنځوس سلنه نظام یې په لویه کې د ټوپکسالار تر سر ځار کړ. دا چې ټولنه په بدلېدلو ده، د چارواکو دې معامله ګریو هم د ټوپک سالار د کمزورتیا مخه ونه نیولای شوه.

دا چې نن امرالله د عبدالله ځای نیولی، دا تر ډېره نسلي تفاوت دی او تر ډېره د ټولنې د شرایطو زېږنده دی. د نوي نسل سیاستمدار پوهېږي چې کومې نارې ښه بازار لري او کومې یې نه لري. له کومو خبرو خلک ستړي دي او کومو ته اړتیا ده.

دا څو کرښې مې د دې لپاره ولیکلې چې د ټولنیزو تحول اتلولي علم، روڼ اندۍ، پرمختګ، د بیان او فکر آزادۍ او ټکنالوجۍ ته ورکړل شي او دا سپېڅلې تمغه د کوم معامله ګر، حریص او موقع چور سیاستوال په سینه و نه ټومبل شي. سیاستوالو د دې بدلون د کمزوري کولو، سوکه کولو او پڅولو لپاره ټول رذالتونه، حماقتونه، ټولې معامله ګرۍ، محافظه کارۍ او چاپلوسۍ وکړې، خو بدلون راتلونکی و، او راځي به. و مکرو و مکرالله والله خیر الماکرین

(Visited 55 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.