The news is by your side.

د بدمرغې جګړې نوې تابلو

لیکوال:‌ ډاکټر عطاالله زیارمل

0

 

په کندهار کې د کومې ماشومې لور په مخکې یې پلار په ګولیو سوری سوری شو او تصویر یې په رسنیو کې خپور شو دا زموږ په هېواد کې د بدمرغې جګړې اصلي تابلو ګڼل کېږي چې دغې جګړې د انسانیت ټول بریدونه مات کړي دي.

 

په دغې تابلو کې خوارې زبون وهلې ماشومې د ویلو لپاره څه نه درلودل چې ووايي ولې ظالمانو د څه لپاره؟!

دا ځکه چې د پلار قاتلین یې د انسانیت له چوکاټ څخه وتلي سړي خواره وحشیان دي نو څنګه به د انسان په ژبه پوه شي؟

 دا خواره یتیمه به ور ته څه ووايي؟

خو د حال په ژبه ټولو افغانانو ته باندې غږ کوي، چې نور په غم اوښکې توېول نه دي په کار بلکې د جنګ او جګړې اور مړ کړئ.

 

هغه وايي چې که هرڅومره چیغې او ژړاوې وکړم نو څوک به یې واوري او څوک به را باندې زړه وسوځوي؟

جګړې زموږ خلک دومره مسخ کړل چې هیڅ برید ته اعتنا نه کوي او لګیا دي له وړو ماشومانو مو ژړا او خندا دواړه لوټي. 

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.