The news is by your side.

د بلخ د جنګسالار د پام وړ :ولس ته کودتاچيان او سبوتاژيان معلوم دي

0

د بلخ د جنګسالار د پام وړ :

ولس ته کودتاچيان او سبوتاژيان معلوم دي

د ملګرو ملتونو سوله يوځل مخکې شمال ټلوالې او دا ځل طالبانو سبوتاژ کړه. تاسې وطالبانو خو خپل ځانونه په مسکو کې وبښل، خو ملت بښلي نه ياست

د غني لويه جرګه به د رباني له اهل حل العقد شوری نه زر ځلې ښه وي. غني خو ټاکنې غواړي، خو تاسې هلته د دغې شوری په پلمه ځان په واک کې پاتې کړ چې خپأمنځي جنګونو ته لار اواره او بربادري مو رامينځته کړه

سيد حسين پاچا

ښاغلی عطا،

وايی چې د دروغژن حافظه کمزورې وي، په رښتيا نن تاسې په عمل کې ثابته کړه چې څومره ژر مو خپل ناوړه کړه وړه او د واک هوس چې څوکۍ مو له ځان سره د تاجکستان د کولاب سمڅو ته يووړه. که تاسې هغه وخت پر څلور مياشتو بسنه (قناعت) کړی وای او رڼې ټاکنې او يا مو سمه لويه جرګه راغوښتی وای، نو دېته به اړتيا نه وه چې کابل پخپل مينځي جنګونو سوځېدلی وای، خو تاسې د هغه وخت د کابل په سوځولو او ورانولو او د نژدې شاوخوا پنځوس – شپېته زره کابليانو د وژلو د پړې ګوته درته نيول کېدای، خو تاسې نن دا ټول هر څه شا ته کړل او ځان دې سپين باز کړ چې ګوندې هېڅ مو نه دي کړي. دا خو ستا احساس دی، ايا تاسې کله هم له کابل ښاريانو په تېره بيا له هغو متضررو کسانو نه پوښتلي چې زړونه يې دردېدلي دي. قاتل خو هېڅکله نه وای چې ما قتل کړی، خو بل څوک پوهيږي چې صدمه يې ليدلې ده.

ښاغلی عطا،

بينن سېوان او لخدار ابراهيمي لا ژوندي دي. ملګري ملتونه، ايران وپاکستان دواړه پوهيږي چې ولې يې د هغه وخت د سولې هڅې سبوتاژ کړې؟ تاسې د جبل السراج د ناولې ائتلاف په تړاو څه واياست؟ ولې مو هغه وخت هر څه سبوتاژ او چوروتالان کړل؟ د کودتا او د سبوتاژ بنسټ تاسې اېښی دی. که تاسې کودتا او د ملګرو ملتونو د سولې پلان سبوتاژ کړی نه وای، نو طالب (پاکستان) نجيب نه شو وژلی. بناءً د نجيب په وژنه کې ستاسې او د طالب مسووليت له پاکستان سره يو دی. له دې حسابۍ تاسې دواړه، بلکې درېواړه نه شئ خلاصېدای او خبرو ته به اخر هم کښېنئ. که د حساب وېره نه وي، ولې طالب له حکومت سره له خبرو وېريږي او زړه نه ښه کوي؟ ايا له طالب او تاسې سره خو به داسې کومه وېره د سبا ورځې لپاره نه وي؟ تاسې چې دا په ميلياردونو ډالرو پانګه پټه کړې او همداسې جايدادونه مو غصب کړي دي ايا طالب يې په مسکو کې درته کوم ډاډ درکړی چې له تاسې سره به محاسبه نه کيږي. طالب خو دا کار نه شي، که يې کړی وي، نو ختمي به کوربه هېواد ورته ډاډ ورکړی وي. ستاسې مخالفت له ښاغلي غني سره پر څه دی؟

ښاغلی عطا،

تېر ته په کتو ستاسې او د طالبانو ليدنه په مسکو او د يو بل بښل او يو بل ته دغسې نژدې کېدل چې له ايډيولوژيک پلوه سره اور واوبه ياست څنګه يو بل ته نژدې شوې؟ د شهيد داوود خان او د برېژنيف د ليدنې د ټکر په وخت کې چې رامينځته شو دواړه چپې ډلې (خلق وپرچم) يې سره نژدې او د هغه پر ضد کودتا ته وهڅول. سره له دې چې هغوی له ايډيولوژيک او ليدلوري له پلوه يو بل ته تر تاسې پورې ډېر نژدې هم ول، خو بيا هم متحد پاتې نه شول چې د تره کي او امين پر وژنو تمامه شوه او خبره کارمل ته راورسېده او بيا همدې کارمليانو او تاسې سره ائتلاف وکړ چې خبره د نجيب الله پر کودتا تمامه شوه او د ملګرو ملتونو د سولې پلان مو د شمال ټلوالې او دوستم په ملتيا چې په جبل السراج کې مو وکړ کودتا وکړه. تېر ته په کتو خو تاسې داسې خلک ياست چې د خپل واک لپاره نه مو پر کودتاو اړي کړه او نه پر ناولو ائتلافونو، خو تر پايه له هېچا سره متحد او ژمن پاتې شوي نه ياست. ولس پر دې ټولو واقعيتونو پوه دی او ښه ژور مو پېژني. ان تر دې چې تاسې پخواني ولسمشر کرزي ته هم ژمن پاتې نه شوئ.

ښاغلی عطا،

وايی چې په پخوا وختونو کې ځينې خلکو چې ستاسې په څېر نوي راپورته شوي ول او نوي واک ته رسېدلي وو خپل پخواني مشران وژل او نه يې پرېښوول، خو کوم سپين ږيري او مشر ترې په څه هنر ځان پټ کړی وو او پټ اوسېده. بله ورځ ظالم پاچا ورته ځواب راولېږه چې ما ته د شګو رسۍ جوړه کړئ او ضرب الاجل يې ورته وکړ او ورته يې ويلي وو، که مو جوړه نه کړه، نو ټول به له يوې څلمې وژنم. خلک ډېر وارخطا شول چې له دې ظالم باچا سره به څه کوي؟ ځکه د شګو رسۍ څوک جوړولای شي او دا کار خو نه کيږي.

ورځې رانژدې کيږي او له دوی لوری لودن ورک دی، بالاخره يو چا ورته وويل چې په پلاني ځای کې يو مشر (سپين ږيری) پاتې دی او زاړه مشران ختمي د ژوند تجربه لري. که تاسې هغه ته ورشئ، نو ختمي به يوه لار دروښيئ. هماغه وو چې ټول په شريکه ورته راغلل او ژمنه يې وکړه چې هغه به نه وژني او نه به ورته څه وايی. موږ دېته راغلي يو له موږ سره د شګو رسۍ په جوړولو کې مرسته وکړي چې موږ څنګه له دغه ظالم باچا څخه وژغوري؟ کنه موږ ټول وژني.

کله چې هغه د دوی له ژمنې باوري شو، نو ورته راووته او ورته يې وويل چې سمه ده. دا خو اسانه خبره ده او تاسې ورته دومره وارخطا ياست. تاسې ولاړ شئ او باچا ته وواياست :

سمه ده موږ به رسۍ جوړه کړو، خو تاسې يې يوځل سر راته شروع کړئ چې موږ وګورو چې تاسې يې څنګه شروع کوئ، نو هغه خپله نه شوای شروع کولای، نو بيا ورته وواياست چې تاسې يې خپله جوړولای او يا شروع کولای نه شئ، نو موږ به يې څنګه جوړه کړو؟ هماغه وو چې د خپل سپينږيري له برکته د ظالم باچا له شره او وژنې بچ شول.

نو د بلخ ديکتاتوره، تاسې وطالبان په ګډه دا منښته وکړئ چې حکومت کول او حکومت جوړونه او له ملت، سيمې (ګاونډ) او نړۍ سره اړيکي جوړول ستاسې له توانه پورته خبره ده. دا ځکه چې :

  • تاسې د تعصب او خيانت (غلا) پر لاعلاجه ناروغۍ اخته ياست. ځکه خو ليدلوری او پوهاوی مو ايله همدومره ايجابوي چې د منطق واستدلال پر ځای زور غږوئ.
  • او طالب بيا د خپل مذهبي جنون پر ناروغۍ اخته دی، ځکه خو حکومتداري او مدرسه توپيرولی نه شي او حکومت ونظام يا سيستم جوړونې ته د خپلو مدارسو له ليدلوري ګوري او له حکومت سره د مدرسې چلند کوي. تعصب او مذهبي جنون له حکومت نه چليږي.

مشوره :

ښه به دا وي چې تاسې دواړه د تعصب او مذهبي جنون ډلې کوم رواني متخصص ته ورشئ چې هغه مو رواني تداوي وکړئ. دا د حکومت او د عامه روغتيايي چارو د وزارت دنده ده چې تاسې چېرته د رواني ناروغانو په روغتون کې بستر کړي او د وخت په تېرېدو سره مو د رواني ناروغۍ تداوي وکړي چې د جنايي وقضايي تحقيقاتو لپاره تيار شئ، ځکه چې د څېړنو په وخت کې بيا دېته پلمه پاتې نه شي او د مشرف په شان د asthma په پلمه له هېواده ونه تښتئ.

زما په اند به تاسې کودتاچيانو او سبوتاژيانو ته همدومره بس وي. يوځل د خپلې کودتا او د سبوتاژ غم وخورئ، بيا پر بل چا د سبوتاژ تور ولګوئ. نو هيله ده چې لږ خپل ګرېوان ته سر کښته کړې او له ځانه وپوښتئ چې کودتاچي او سبوتاژي تاسې ياست او که ولسمشر غني؟ غني د ځان بقا غواړي او که تاسې د ځان بقا؟ له طالبه ملاتړ د څه لپاره کوئ؟ ايا د خپلو کړيو غلاو او د ملکيتونو وجايدادونو د غصبونې د برائت کوم ډاډ يې هلته په مسکو کې درکړی که څنګه؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

عطا محمد نور: سوله ولسمشرغني، سبوتاژ کړه او اوس، د خپل قدرت د بقا لپاره، لويه جرګه دايروي

https://rohi.af/fullstory.php?id=76809

(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.