The news is by your side.

د بې لارو او لار ورکو له پاره سل کلنه ډېوه

0

للموال-

سریزه:

د ګران هیواد افغانستان تاریخ  له ډېرو اتلولیو، حماسو، ننګونو، لوړو او ژورو ډک دی، خو بعضې موضوعات او پېښې داسې دي چې باید هېرې نشي. داسې وختونه او جریانات هم شته چې  په واقعي او ریښتینې ډول تر موږ نه دي رارسیدلي.  تېر او پخواني واقعات چې پوهه يې په تاریخي او سیاسي لحاظ نویو نسلونو ته ډېر اهمیت لري، چې باید پرې پوه شي، په ځانګړي ډول هغه تاریخي پېښې او اتلولی چې د هیوادوالو او زمونږ نیکونو د وینو په بیه تر لاسه شوي، حتما روښانه شي. همدارنګه د هغه اتلولیو په وړاندې چې په هیواد کې د نوي او عصري باب پرانستنه وي، حساب پرې کیدلې شي پټ پاتې نشي. د غازي امان الله خان رح دوره د هیواد د عصري دولت د بنسټ ایښېدو دوره  ده باید چې تولې برخې يې په هر اړخیز ډول نویو نسلونو ته روښانه شي. دا هم باید ذکر شي، چې له تاریخ څخه زده کړه د ژوندیو ملتونو معیار دی، خو په تاریخ کې پاتې کېدل او بې ځایه افتخار پرې کول بې ګټې دي. تریخ ولولو خو په تریخ کې پاتې نه شو بلکې له ټولو هغو موضوعاتو، چې په تاریخ کې زمونږ نیکونه ورسره مخ شوي، مثبت یې دوامداره او منفي یې حذف کړو.

د غازي امان الله خان پېژندنه:

ګران هیواد ته د خپلواکۍ ګټونکی، سیمې او د نړی ډېرو هیوادو ته د خپلواکۍ د اخېستلو انګېزه ورکوونکی ريښتینی ملي اتل غازي امان الله خان رح د امیر حبیب الله خان زوی په  1892 م    نېټه زیږېدلی دی. د پلار په ژوند کې د کابل والي وو او د پلار په غیابت کې به یې د بندیانو سره ليدنه کې د دوی ستونزې اورېدې او د خلاصون لارې به یې ورته کتلې. په ځوانۍ کې یې د رهبرۍ او ښه مدیریت ځانګړتیاوې لرلې. هیواد سره بې کچې مینه وه. زړور او مټور وو. په ټولنیز ژوند کې نرم زړی او په چارو کې جدي وو. روڼ آندې وو. د هیواد په پرمختګ او د عصر سره سم تګ ته ژمن وو. په عمر کم خو د هیواد له پاره یې لیرلید روښانه او سل کلن وو. د هیواد د پرمختګ په اړه یې ژور تحقیق کاوه او د اړتیا په صورت کې له نورو هیوادو مثبت تقلید  ته ژمن وو. په مختلفو برخو کې یې د یو ښه رهبر په څېر کادرونه وروزل، کادرونه یې راټول او له همغه کادرونو یې په اړووند ځایونو کې اعظمي ګټه واخېسته.  د هیواد بندې دروازې یې د هیواد والو او نړیوالو پر مخ خلاصې کړې. هیواد والو او نړیوالو ته یې په هیواد کې د دوه او څو اړخیزو ګټو پر بنسټ د شته امکاناتو او فرصتونو د لیدو لارې چارې په ګوته کولې. د خرفاتو مخالف وو. خیالي او افسانوي ژوند یې نه خوښوئ. حقیقتو او واقعیتونو ته ژمن وو.

خپلواکۍ بېرته اخېتسل:

خپلواکي د انسان د طبعیت سره سم حالت دی. انسان هم فطرتا آزاد دی، په کومه ټولنه او هیواد کې چې ژوند کوي باید چې آزاد او خپلواک وي. کوم هیواد چې آزاد وي په داخل کې غښتلی او په بهر کې منلی وي. ولس یې باعزته وي. هیواد ټولې چارې د خپلو غوښتنو او د عصر سره سمې عیاروي. ورخ له بلې  پرمختګ کوي. خپل لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه سم او پرته له کوم ډار او بیم څخه جوړ او پلي کوي. په نړی کې وړ او هیچاته اړ نه وي.

پورته او ورته نور مسایل دي، چې د خپلواکی پورې تړاو پیدا کوي. دا چې غازي امان رح پورته مسایل درک کړي وو نو د د امیر کېدو سره سم یې له پرنګي څخه آزادي په ۱۹۱۹ د زمري په ۲۸ لاسلیک کړه.  د ټولو هیواد والو دې مبارک وي.

له خپلواکۍ وروسته د امیر لاسته راوړنې :

لومړنی اساسي قانون:

غازي رح په هیواد کې داساسي قانون د جوړېدو ویاړ لري. لومړنی اساسي قانون، چې د سیمې هیوادونه په اسارت کې ګير او یا هم اصلا د نړی په نقشه کې نه وو، مونږ یې د خپل اساسي قانون څښتنان کړو. بیا د هغه اساسي قانون په رڼا کې نور ډېر اړین قوانین چې ورته اړتیا لیدل کېده جوړ شول. د علومو شورا هم دغه جریان کې جوړه شوه. د دې شورا غړي علما او قضات وو. دغه غړي  د محکمو مشران هم وو او لومړی خدمت یې د تمسک القضات الامانیه  کتاب چې د مولوي عبدلواسع کندهاري لخوا لیکل شوی و یادولې شو. د قوانینو د وضع کولو مجلس یې جوړ کړ چې د ترکیې هیواد څخه یې علما هم پکې شامل کړل. ټول غړي یې علما، فاضل اشخاص وو، مشر یې خپله غازي امان الله خان وو. د یو فرمان له لارې اعلان شول سر له نن څخه چې د د ولت لخوا هر ډول قانون جوړېږي د یادې شورا د پوره دقت او غور، د لاسلیک اومهر څخه پرته د انفاذ وړ نه دی نو ویلی شو،  چې غازي امان الله خان شرعي او دیني مسایلو ته څومره تابعدار او په ارزښت ورته قایل وو.

رسنۍ او خپلواکي یې:

د غازي په وخت کې رسمي او چاپي جریدې لسګونو ته ورسېدې. شرایط او ظروف محدود وو خو غازي امان ترې اعظمي ګټه پورته کړه. یوازې د نشر برخې ته، چې د یو قانون د تصویب له پاره شرط دی په کلاسیک او د وخت له شریطو سره داسې تر سره کړ، چې د کابل او ولایاتو په ټولو هغو ځایو کې، چې د عامو خلکو تګ راتګ پرې ډېر وو، د لوړ اواز لرونکو اشخاصو له خوا به په لوړ غږ ویل کېده او خلک به له خپلو قانوني حقوقو او مکلفیتو خبرېدل او دا لړۍ به تر کلیو او بانډو پورې رسېده. که څه هم رسنۍ محدودې خو په واقعي معنی خپلواکې او ملي وې. د یو والي او پرمختګ له پاره یې کار کاوه. تنفر او بې باوري یې نه خپروله. رسنۍ د ولس د زړونو غږ وو او ولس به یې په ویلو او اورېدلو ورځ تر بلې له نویو پرمختګونو خبرېدل، چې په دې ډول  ولس او حکومت ځانونه سره یو بلل.

اداري سموونې او ګمارنې:

د لومړي ځل له پاره ګمارنې د یو منظم پروسیجر له لارې د اړتیا او وړتیا پر بنسټ پرته له کوم شخصي فرمایش تر سره کېدې. اړ ځای ته به وړ شخص، چې په هرې طبقې پورې به یې اړه درلوده ګمارل کېده.  هغه ټولې کړنې او پرېکړې د قانون او مشورو له لارې مخکې وړلې او د پخواني انفرادي پرېکړو مخه یې ونیوله او د هر څه پیل او پای یې قانون وټاکه.  د لومړي ځل لپاره د وزیر کلمه پیدا او د وزیرانو مجلس یې جوړ کړ. تقرر اوترفیعات د قانون له لارې تر سره کېدل پیل شول. ضوابط حاکم اوروابط لغوه شول. د هرې ادارې لپاره یې کاري لایحې جوړې شوې،  تر څو هر کارمند په یو معلوم قانوني خط السېر خپلې چارې تنظیم کړي. په اداراتو کې تاریخ او تقویم په اړه  شمسي تاریخ په توحید شوي شکل اعلان شول. غازي خپلې کړنې د شپې او ورځې په دواړ وختونو کې ترتیب کړې وې، چې ټول به د امان افغان جرېدې له لارې خپرېدل.

د ډیورنډ کرغېړنه کرښه:

نادرخان یې په ۱۲۹۸ د سلواغې په میاشت کې د انګرېز سره خبرو اترو ته ختیځ (مشرقي) خواته واستوه تر څو په جرات او د یو ازاد هیواد د استازي په حیث د ډیورنډ د کرښې د دواړو خواو د قومونو په اړه خبرې وکړي. په همدې منظور یې یوه جرګه چې د اتحاد مشرقي په نوم یادېږي هم جوړه کړه او د یادې جرګې پرېکړې یې خپله د مشرقي جرګې په جریده کې چاپولې. همدارنګه یې  قومونو ته یو یو میل تفنګچه هم د ډالۍ په ډول ورکړلې،  چې په داخل کې جوړې او په هره تنفنګچه د هر قوم نوم لیکل شوی وو. قومونو ته وویل شول، چې له پولو او د هیواد له ارزښتونو څخه د تېر په څېر دفاع وکړئ، چې دا کړنه هغه څه دي چې غازي امان د ډيورنډ د کرښې منلو ته قایل نه وو.  وخت ته په تمه وو، چې دغه کرغېړنه کرښه ورانه او ورونه قومونه بېرته سره یوځای شي. د پولې د اخوا د پښتنو مشرانو راتګ کابل ته او ِغونډې ته د غازي راتګ په ملي لباس کې هغه څه دي چې د پښتنو سره د یو والي او یوشانوالي بېلګه ده.

د مکافات او مجازاتو اصل:

د يوې ریښتني او ژمنې ادارې له پاره د مکافاتو او مجازاتو اصل د غازي رح د دورې محصول دی. په چارو کې وړ او پړ اشخاص مکافات او مجازات کېدل. دغو مجازاتو مختلفې اندازې درلودې.  د مکافاتو او مجازاتو اصل ته ژمنتیا آن تردې جدي وه، چې د خپلواکۍ اخېستو په جریان کې هغو فیلانو چې ونډه اخېستې وه، ژامې یې ورته د سرو زرو کړې. صاحبانو ته یې ه مخصوص لباسونه ور واغوستل.

معارف سره ځانګړې علاقه:

غازي رح په دې پوهېده، چې د هیواد بقا او په توره اخېستل شوې خپلواکي ساتل په قلم او تعلیم پورې اړه لري. پدې اړه دومره جدي وو، چې د خپل واده په کېدونکو مصارفو یې یو ښونځي جوړ کړ. تعلیم یې عام او جبري کړ. د ښځینو ښوونځي یې په مرکز او ولایاتو کې د نفوسو په تناسب یو په بل پسې جوړکړل. وړ او مستعد ځوانان یې د نړی نورو هیوادو ته د لوړو او عصري زده کړو په پار ولېږل. برعکس د نورو هیوادو استادان یې خپل هیواد ته د پوره امتیازاتو په ورکړې سره دعوت کړل، ترڅو افغان بچي وروزي. د لومړي ځل له پاره یې خپلو افغان زده کوونکو ته، چې بهر ته په زده کړو په سې تلل داسې لایحه ترتیب کړه، د دیني او ملي ارزښتونو د دردناوي ترڅنګ په مقیم هیواد منل شوي وو، چې ستاسو د دیني درسي ساعت په جریان کې به افغان زده کوونکو ته د اسلامي ثقافت درس ويل کيږي. پېړی وروسته هغه لایحه او طرز العمل که څه هم چې باید نوی شوی وای، بلکې نیمګړی شوی دی.  د ښځو تعلیم ته ژمن وو او پوهېده چې د ښځو تعلیم څومره اړین اود ټولنې د بقا او خودکفا کېدو په پار څومره اړتیا ورته لیدل کیږي، همغه وو چې د ده په وخت کې د ښځو تعلیم ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

د خپلواک هیواد په حیث له بهرنیانو سره اړېکې:

له خپلواکۍ وروسته د نړی سترو هیوادو سره ښې اړېکې د متقابل احترام پر بنسټ جوړې شوې. له روس، ترکیې، بخارا، بریتانوي هند، فرانسې، المان، ایران  او نورو هیوادو سره د استازو منل او لېږل د ۱۲۹۹ ل کال له سیاسي پلوه له اهمو لاسته راوړنو څخه ګڼلی شو. افغانستان دنړی یو مطرح هیواد وو. د نړیوالو او په ځانګړي ډول د اسلامي هیوادونو سره یې مرستې کولې. د دوی د خپلواکۍ د غورځنګونو ملاتړ او کومک یې ورسره کاوه. د بېلګې په ډول په کابل  کې د هندي مسلمانانو د ازادي غوښتونکو د انجمن جوړول په ډاګه کوي، چې آن مصارف یې افغان دولت په غاړه اخیستي وو. په دغه وخت کې غازي وویل، چې زمونږ ازادي یوازې په مونږ پورې محدوده نده بلکې د نړی او په ځانګړي ډول د مسلمانانو د ازادای د غورځنګونو سره چې په هر ځای کې وي تړلې او ممکنه مرستو کولو ته تیار یو. د ترکیې هیواد ته یې پرته له کوم بدیل او ګټې مرسته ورکړه، چې تر ننه د ترکیې هیواد زمونږ د مرستو قدرداني کوي.

مهاجر او د غازي امان رح نړیوال فکر:

 له بریتانوي هند څخه آزادي غوښتونکو  مهاجرو سره یې مرستې او سر پناوې ور کړې. د منظمو ویناو او خطبو له لارې یې هیواد وال د خپلو مهاجرو ورونو سره مرستو ته وهڅول. سل کله مخکې افغانستان د مسلمانانو له پاره د انصارو هیواد وو. مرستې یې د امکان په چوکاټ کې حسنه او په عقیدوي اړخ ولاړې وې. مهاجرو ته یې د مرستو ترڅنګ د کارو زمینه هم برابروله.  غازي امان الله د خپلواکی د اخېستو په لومړي کال د کوچني اختر په لمانځه کې داسې وینا وکړه چې نړیوال حیثیت لري.  افغانانو او د نړی مسلمانانو ته یې د کوچني اختر د مبارکۍ تر څنګ پر هغوی د یووالي غږ وکړ.  د هغوی سره یې دهر راز ممکنه ملاتړ ژمنه وکړه، د خپلو هیوادوالو د قربانیو ستاینه یې وکړه، د مهاجرو سره يې د هیوادوالو د مرستې یادونه په پوره ویاړ او مننې کولو سره یاده کړه.

 پېړی مخکې  په داسې حال کې چې په نړیواله کچه داسې یو سازمان، چې د مهاجرو په تړاو منظمه تګلاره ولري، موجد نه وو، مګر غازي امان چې کومه تګلاره د مهاجرو په تړاو، چې نه جامع ملل وو او نه هم د ملګرو ملتونو سازمان خو داسې منظمه او هر اړخیزه طرحه جوړه کړې وه، چې دا کار د غازي امان په سیاسي بصیرت او نړیوال فکري نبوغ باندې دلالت کوي.

زراعت او صنعت:

امان الله خان غازي پوهېده،  چې کرهڼيزه او صنعتي تقویه د یو هیواد سیاسي او ټولنیزه خپلواکي تضمینوي. دې چارې ته ډېر جدي وو. د خپل هیواد جغرافیوي موقعیت هم ورته په زراعت او سوداګر دواړو کې معلوم وو. داسې پلانونه یې ترتیب کړي وو، چې هیواد یې په ریښتیني معنا د نړی او په ځانګړې ډول د سیمې د اتصال نقطه وي. د صنعت د تشویق په خاطر یې  لومړی نندارتون جوړ کړ او د ملي اختر نوم یې ورکړ. خلک یې په جوایزو ونازول. دیني مدرسې او د لاسي صنایعو مراکز هم جوړ شول. د سوداګریزو معاملو د څار لپاره قانون تصویب شو.

افغان او افغانیت سره لیونۍ مینه:

غازي امان الله خان رح لومړنی شخص وو، چې د افغان په نامه یې پېژند پاڼه واخېسته. د افغان له کلیمې سره یې دومره مینه وه، چې له مینې به یې خپلې لور ( هندې ته افغانه ویلې). غازي امان په ریښتیني معنی د افغان د کلیمې په رسمي او دولتي کچه ترویج کوونکی بللی شو. احمدشاه بابا رح هیواد ته د عربو د نامه(خراسان) په عوض خپل اصلي پېژاند ورکړ او د افغانستان یې د افغانانو مېنه کړه. البته غازي رح افغانانو ته پېژند پاڼې په دې نامه جوړې کړې. د پاسپورټونو اخېستو او د دولتي چوکاټ کې د ګمارنې له پاره د افغاني هویت پېژند پاڼې اصلي شرط وبلل شوې. پولي واحد یې له ( ټنګه او روپۍ ) څخه، چې دواړه پردي پولي واحدونه وو په افغانۍ پولي واحد د راړولو تکل وکړ او پدې اړه ډېر جدي وو. خو وخت او حالاتو ورسره یاري ونه کړه  او دې سپيڅلي ارمان ته ونه رسېده.  په ۱۳۰۷ ه کې یې هیواد پرېښود او دغه ارمان یې هم د لنډې خو بیخي تورې دورې د واکمن د سقاو د زوی له لوري له خاورو سره خاورې شو. بېرته همغه ټنګه  او روپۍ د هیواد د پولي واحد په حیث دوام وموند.

لنډه پرتله:

ریښتیني ملي اتل  د عصري او قانوني دولت بنسټ په داسې یو معیاري او عصري څپرکي راپیل کړ، چې تر اوسه د مختلفو کورنيو او بهرنيو لاملونو له مخې نه دی عملي شوی. داسې شهکارونه یې په خپله یوه لسیزه واکمنۍ کې جوړ کړل، چې تر اوسه پرې ویاړو. داسې ملي پروژې یې ډیزاین کړې، چې پېړی وروسته پرې موجوده حکومت یې په پوره ویاړ د عملي پیل کېدو، بیا رغېدو چارې مخې ته وړي. دلته مونږ یو څو بیلګې را اخلو چې پېړی وروسته کوم کارونه بیا هم پاتې دي او کوم کارونه په دې وروستیو کې شوي دي:

–  د لومړي اساسي قانون په لړۍ کې نن ورځ د یو ډېر جامع اساسي قانون لرونکي یو خو د یو آزاد، ولسواک، متمدن او په خپلو پښو ولاړ هیواد له پاره چې د یو شرط حیثیت لري جوړ شو. ویلای شو چې د اساسي قوانینو له پاره مقدمه د آماني دورې پورې اړه لري.

– رسنۍ لرو. ډېرې شوې هم دي خو د رسنیو ریښتیني بې پرې توب او ملي توب نه دي خوندي. د یو والي پر ځای لیرې والي ته کار کوي. ډېری یې خپلې نه دي، بهرنیانو ته کار کوي. ملي، اکاډمیکه او نظامي ټرمینالوژي د پردیو په لمسون د موجود اساسي قانون په خلاف د مسخه کېدو کوښښ کوي. اوسنۍ ډېری رسنۍ هیواد په داخل کې د پردیو په لمسه د بیان د آزادۍ  تر عنوان لاندې بهرنیانو ته د پښو نیسي. ډار او نفاق خپروي. د ملي ارزښتونو او د دیني شعایرو سره په ټکر کې بعضې منظمې برنامې مخې ته وړي.

– ادارې مو ډېرې عصري شوي دي. تر ډېره په عصري وسالو سمبال هم دي خو په اداري واحدونو کې ګمار شوي خلک تر ډېره په اړیکو راځي. ضوابطو خپل ځای راوبطو ته پرېېښی دی. د مکافاتو او مجازاتو اصل په دواړو حالاتو کې برعکس دی. وړ او مستعده ډله تر ډېره له پامه غورځول شوې. د مختلفو برخو کادرونه مو فرار کوي. یا هم په شخصي او نړیوالو موسسو کې خلاف د مسلک یوازې د لوړ معاش په بدیل کې دندې ترسره کوي.

– په زراعتي برخه کې د نورو مرستو ته اړیو. په صنعتي برخه کې مو نوی حرکت په داسې حال کې په لږو برخو کې پیل کړی، چې زړې ملي فابریکې مو لا هم بندې او یا هم د له مینځه تلو په حالت کې دي.

– سیاسي خپلواکي لرو خو ولس سره پوښتنې شته چې په ډېرو موضوعاتو کې ګمان کیږي، چې د بهرنیو هیوادو تر تاثیر لاندې يو. له نورو هیوادو سره په اړیکو کې چندان بیلانس نه شو ساتلای. پرته له شکه له یوه هیواد سره مو نږدیکت د بل هیواد څخه د لېرې کېدو سره مل وي.

– تعلیمي برخه کې مو په کمي لحاظ د پام وړ پرمختګ کړی. مګر په ښوونکي، زده کوونکو او محصل کې د زده کړې او تحصیل ملي روحیه نه ده پاتې شوې. غازي د خپل واده مصارف د ښوونځي په جوړېدو ولګول خو نن له معارفه چارواکي او قومي مخور د ونډې د اخېستو په یو منفي عرف اخته دي.

–  غازي امان الله رح پېړی مخکې د نړی مسلمانومهاجرو ته پنا ورکړه. مرستې یې ورسره کولې. د منظمو طرحو له مخې یې ستونزو ته رسیدګي کېدله، اما نن متاسفانه په میلیونو  افغانان مهاجر لرو. د نورو مرستو ته په کور دننه او بهر اړ یو. مغزي او فکري قوه مو د فرار په حالت کې ده. هر هیوادوال مو د خپل ګران هیواد پر ځای په پوره افتخار او زیار سره د بل هیواد د تابعیت د اخېستلو په هڅه کې دی.

–  پېړی وروسته هم د افغان او افغانیت له کلیمې سره مخالفتونه شتون لري. د افغان ویاړلي پېژاند ته په سپکه ګوري او یو کاذب هویت یې بولي. له ډېره بده بخته د افغان په نامه امتیاز اخلي خو مني يې نه.

– سل کاله ورورسته  بیا هم  یوه ډله خلک د عالمانو په جامه کې چې اصلا د بهرنیانو تالي څټي دي، غازي کافر بولي. خو یو پرمختګ مو چې کړی هغه د ځوانانو د شعور بیداري ده.  د بغدادي پیرانو په څېر د خلکو اوتې بوتې نه مني. د پردیو او په پردیو د پلورل شویو کم علمه ملایانو وارداتي خبرې د خپل اتل په اړه منل څه چې غندي یې. تنفر ترې کوي. ځواب یې په میړانه، علمي او مستند شکل سره وایي. اتل ستایي او په پل یې پل ږدي. افکارو ته یې په زړه او ذهن کې ځای ورکوي.

   

پایله:

لنډه دا چې افغانستان په هغه وخت کې خپله د افغانانو لپاره ویاړ، د نړی مسلمانانو لپاره تکیه ګاه او نورو ازادي غوښتونکو قومونو لپاره بېلګه وه. ورځ له بلې هیواد قوي کېده، پرمختګونه کېدل، هیواد بهرني سیاست ته چې اصلي محور یې د نړی د مسلمانانو ملاتړ وو راووت.

غازي امان الله خان د ولس په ملاتړ انګرېز مات کړ، خپله یې ترې آزادي واخېسته او دنړی نور اقوام یې وهڅول تر څو آزادي واخلي. په هغه وخت کې افغانستان د داخلي اصلاحاتو ترڅنګ د سیمې اونړی په سیاستونو کې مرکزي رول لوبوه.

په خپله غازي امان الله خان رح د مېړانې، افغاني غرور، له پوهې، آزادی، هیواد او ولس سره بې کچې مینې تر څنګ په رښتیا هم ه رهبر وو. ولسي تربیه یې زده وه. د هر نوي کار پیل یې له ځانه کاوه چې دا ځانګړتیا یوازې په ښو رهبرانو کې وي. د ځوانانو د هڅونې، د بعضو خلکو د ویده احساس د راپارونې په ټولو اړخونو د یو سم مشر په ډول پوهېده. کادرونو تربیه کول، راټول او بیا ترې مناسبه ګټه اخېستنه د یو رهبر او مدیر له ځانګړتیاوو څخه دي. د ټولو چارو د سمون  اساس یې قانون ټاکلی وو. ولس ته یې سینه پراخه خو د بهرنیو لپار جدي شخصیت وو. دیني او ملي ارزښتونو ته ژمن وو او په هر ځای او وینا کې یې یادونه کوله. ټولې کړنې یې خود جوشه وې. ټول پلانونه یې د هیواد اړتیاو په نظر کې نیولو سره جوړ او جامع وو چې ان تر ننه د تطبیق وړ دي. غازي رح په خپله واکمنی کې هیواد په داخل کې غښتلی او په نړیوالو کچه د یو منلي او پیاوړي هیواد په څېر وو. امر منونکی نه بلکې اصولي امر ورکوونکی وو. دا چې غازي ځوان او ډېر خوش باوره وو، د خپل ولس د بیدارۍ او شعور کچه یې درک نه کړه. د بهرنیانو مداخلو ته یې جدي پاملرنه نه وه. د اروپا او خپل هیواد د ولس شعور او شرایط یې په سم ډول د هیواد د عرفي او سنتي فلټر څخه ونه ایستل او په لږ وخت کې د يو ډېر پرمختللي هیواد لیدونکی وو و نه توانېده او د بهرنیانو په لمسون د د کم علمه ملایانو او د یوې غلې ډلې د دسیسیو ښکار شو او اړ شو، چې هیواد پرېږدي. غازي رح چې د واک شایق نه وو نو له خپل قدرت څخه یې د یوې محدودې ډلې په خلاف کار باید چې اخیستی وای داکار یې ونه کړ او هیواد یو ځل بیا د خرابېدو خواته روان شو، چې آن تر ننه یې محسوسو.

وړاندیزونه:

  • په ښوونځيو او پوهنتونو کې د هیوادنۍ مینې د پیاوړې کېدو له پاره ځانګړي مضامین؛
  • د سترو ملي غونډو دوامداره ترتیبول؛
  • د غازي امان الله خان رح او ورته نورو ملي شخصیتونو د سرښندنو او ویاړونو په پار ملي کنفرانس جوړول؛

پای

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.