The news is by your side.

د تمامې ورځ / فرزانه کوچۍ

0

مورکۍ په ملا کړوپه خو په صحت ښه ښکاریده له ستړي مشي وروسته یې کیږدی ته وبللم، کیږدی ته په دننه وتو یې چوړګوړي کیش کړل
له غړاسپي یې ښکلی الواني نیمڅی راواخیست، یوې خواته یې خور کړ، د کیږدی کنج ته د نغري تر غاړې ناسته ښځه مې تر سترګو شوه هغې اور بلوو بوټي یې ورپسې کړ، کیږدی د دود ډکه وه، ماشومان یې تر ما راتاو وو، غبرګې غبرګې یې راته کتل، وړو نجونو یې د ټیکریو پیڅکې نیولې وې، هلکان یې تر نجونو زړور او پوه ښکاریدل مشرانو لوڼو یې پیالې میالې راوړې چای یې راتیار کړ کیناستو تر تعارف وروسته غوښتل مې چې د مور د ورځې مبارکي ورکړم اما هیڅ مې دې خبرې ته غړي راپورته نشول، د تمامې له کړاوه ډک ژوند مې درک کوی شو، هغه چې وایي رنګ ته مې ګوره حال مې پوښته، ښه پوهیدم چې هغه به راته وایي چې زما به څه ورځ وي.
سل زړونه مې یو کړ ورته ومې ویل، خو هغه ځواب چې ما یې تصور کړی وو ما ترلاسه نکړ، بلکه هغې ته دا خبر داسې وه لکه یو نالوستي شخص ته چې ووایې چې ناسا مریخ کې د ژوند احتمال ارزوي، دا نالوستي ته ناسا، مریخ او هغه کې د ژوند احتمال بی معنی خبره ده نو ځکه هیڅ سر نه پرې خوږوي.
تمامې سره مې خبرې داسې وسپړلې چې د مورتوبی تجربې او خوږې ترخې یې ترې واورم،
1. له هغه وخت چې د لومړي ځل لپاره تمامې د مور کیدو احساس وکړ:
تمامه د لکونه نورو افغانو میرمنو په شان په کم عمر واده شوې وه، هغه یې خپل کیسه په دردمنه لهجه بیانوي، له حالاتو، رواجو، کور کورنۍ، د ژوند بڼې او خپل قسمت ګیله منه ده، دوی ټولو هر یوه په خپل وار هغه زورولې. وایي چې د دارو، درملو او ډاکتر خو لا نوم نه یادیږي، چې هر څومره به مریضه وم نو له خواښې او نورو ټولو به مې حیا کوله، هر حال کې به خدای راباندې خبر وو چې درد بې راباندې راوستو او زه به ترې خبره وم چې تیروو به مې. سم خواړه، استراحت، له درنو کارونو ډډه، حفظ الصحې ته توجه، عمومي پوهاوی او داسې شیان نه تمامې ته آشنا شیان دي او نه نورو کوچی میرمنو ته د هغې په وینا په کوچیتوب کې دا نخرې نشته، چې هر څنګه یې خپل ژوند به مخته وړې تر هغې چې له پښو ونه لویږې جوړه بلل کیږې. له دې سربیره د رواني نارامی په هکله هغه وایي چې میندواره (حامله) میندې دوه ډاره لري، لومړی دا چې په ګیډه ماشوم بې نجلۍ وي که هلک په ځانګړي توګه هغه میندې چې لوڼې ولري او دویم ډار چې تمامې به یې له وجهې شپې په کیږدی کې په ویښه سبا کولې هغه د ولادت په وخت کې د مرګ ترس او بیم وو، د مور یا د ماشوم د مړینې ډار یې ډیر دردوونکی خو د حمل لرونکو ښځو لپاره عمومي وبلو د هغې په وینا د هر ولادت سره د مرګ امکان شته.
2. د وضع حمل یا ولادت دوران په هکله یې تمامه وایي چې:
تر مرګ سخت شی نشته د هر ماشوم په زیږولو کې په اکثر حالاتو که خدای په مور او ماشوم دواړو رحم وکړي له یو انسان بل وزیږیږي او دواړه جوړ وي، خو کله بیا مور او ماشوم دواړه ومري کله هم مور مري ماشوم پاتیږي او کله برعکس مور بوره شي بچی یې ومري. د تمامې ټول ماشومان په بیدیا او د غرو لمنو کې زیږیدلي، پرته له هر ډول روغتیایي آسانتیاوو… هغه وایي چې اکثر داسې پېښ شوي چې د ولادت وروسته په یوه نیمه ورځ کې یې کډې تړلي او روان شوي دي، تمامه وایي چې هیڅ کله یې تر ولادت وروسته دارو درمل ندي ترلاسه کړي، وايي چې ( سختې ورځې وي خو خدای یې تیروي).
3. د ماشومانو د روزنې او لویولو په هکله یې تمامې له سوړ اسویلي وروسته ویل چې:
درې ماشومان یې په کوچنیوالي مړه شوي په علت یې خپله هم نده مطمینه، هغه وایي چې رواجي درمل د ماشوم د کرارولو لپاره کاروي که ناروغه وي، که وسوزي که ولویږي، کې لاس مات شي یا بل هر مرض چې وي رواجي درمل ورکوي که د جوړیدو وي جوړیږي کنې مري ماشومان یې، هغه وايي چې کله کله په لارو کې چیرته د کلیوالو کلینیکو ته برابر شي نو ټول دواګانې ترې غواړو. هغه وایي چې ماشومان یې په میاشتو میاشتو ان تر کلو واوړي خو نوم یې نه وي پرې ایښئ.
4. تمامه یې د ماشومانو د لویولو په هکله وایي چې :
عمر یې عبث دی، د کیږدی شاوخوا رانه تاویږي، بیسواده بی زده کړو لویږي. تمامه یې خپل د ماشومانو راتلونکي ته په تشویش ده، هغه ناهیلې ښکاري، د هغې په وینا لوڼو ته یې هم همداسې یو له کړاوه ډک ژوند په انتظار کې دی.
5. تمامه د پنځه دیرش کلو ده، د هغې د راتلونکي په هکله د هغې د خواښې (۷۱ کلنه چې اوسمهال راسره په کیږدی کې ناسته ده) کیسه ګی در لیکم،
د تمامې خواښې وایي چې تیر کال لوی اختر د مالو د خرڅلاو په موخه تمامه سره له بچیانو یې خاوند بوتلل ننګرهار ته، ځان او خاوند یې ( دواړه ډیره سپین سري او ضعیفه دي) یادوي چې همدغه ډاګ کې د وړو وریو سره پاتې شوو اختر ته، وایي چې یواځې موږ دلته د اوبو لپاره پاتې وو نور خیل مو تللی وو، ویل یې چې مازدیګر مهال تیز باد او شمال شو کیږدی یې راخطا کړه، موږ دواړو کې د دې وسه نه وه چې بیرته یې جوړه کړو دواړه لکه اوبو کې لویدلې مرغه لانده خیشته تر باران لاندې پاتې وو، بیوسې او ناتوانه وو، همداسې په ډاګ مو شپه تیره کړه.

په رښتیا هم چې د تمامې ژوند هم هغومره له کړاوه ډک وو/ دی څومره چې کیږدی ته په دننه وتو مې حدس وهلی وو.

تمامه یو بشر ده، هغه له خپلو ټولو بشري حقوقو څخه په کلي توګه په محرومیت کې ژوند کوي، حتي د ژوند لومړنیو حقوقو ته یې لاسرسی نلري، دا کیسه د ملیونونه کوچیانو میرمنو د ژوند ناویلې او نا اوریدلې کیسه ده. تمامه او نورې تمامې په دغه ولس د یو انسان په توګه حق لري. دا زموږ اسلامي، انساني او افغاني مسولیت دی تر څو د تمامې د ژوند سمون لپاره خپل وس ونه سپموو، د کوچیانو اسکانو ته لومړیتوب ورکړو تر څو زموږ کوچیان هیوادوال هم له تعلیم، صحت، ښه ژوند، ښه اقتصاد او هوساینې برخورداره وي.

د داسې ورځې په هیله چې خویندې مو له خپل حقه حقوقو برخورداره وي

په درنښت

(Visited 25 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.