The news is by your side.

د جهاد د اعلان په اړه د فقهاؤ نظرونه

زبیر افغان

0

شریعت هغو اعمالو ته چې په کولو يې خلک امر کړي دي خپل چوکاټونه ټاکلي دي، مثلا: لمونځ یو فردي عمل دی، شریعت ټول پيروان په امر کړي دي، خو د اداینې لپاره يې ګڼ شرایط وضع کړي دي چې د هغو په نه رعایت کولو لمونځ د شریعت له مخې نه سهي کېږي. وخت، د الهي رضا نیت، قبله پېژندل، طهارت، د مکان پاکي او… که دا هر یو يې پوره نه شي لمونځ صحت نه لري.

جهاد د لمانځه برخلاف یو ټولنیر عمل دی، کله چې شریعت د یوه فردي عمل لپاره خپل شرطونه بیانوي او یو چوکاټ ورته تعیینوي نو د یوه ټولنیر عمل لپاره خو حتما تر هغه سخت شرایط وضع کوي.

زه دلته د شرایطو په اړه خبره نه کوم، یوازې د جهاد د اعلان په اړه د فقهاؤ نظرونه را اخلم چې د شریعت له مخې څوک حق لري د جهاد اعلان وکړي؟ په همدې اړه د ځینو مشهورو فقهاؤ نظرونه په لاندې ډول دي:

په الموسوعة الفقهیة الکویتیة کې د جهاد د اعلان په اړه وايي:

إِذَا اسْتَنْفَرَ الإْمَامُ قَوْمًا لَزِمَهُمُ النَّفِيرُ مَعَهُ إِلاَّ مَنْ لَهُ عُذْرٌ قَاطِعٌ؛ لِقَوْل اللَّهِ تَعَالَى: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيل لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيل اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأْرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآْخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآْخِرَةِ إِلاَّ قَلِيلٌ (3) }.

وَقَال النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لاَ هِجْرَةَ بَعْدَ الْفَتْحِ وَلَكِنْ جِهَادٌ وَنِيَّةٌ، وَإِذَا اسْتُنْفِرْتُمْ فَانْفِرُوا وَذَلِكَ لأِنَّ أَمْرَ الْجِهَادِ مَوْكُولٌ إِلَى الإْمَامِ وَاجْتِهَادِهِ، وَيَلْزَمُ الرَّعِيَّةَ طَاعَتُهُ فِيمَا يَرَاهُ مِنْ ذَلِكَ (الموسوعة الفقهیة الکویتیة، حرف الجیم، کتاب الجهاد، باب متی یصیر الجهاد فرض عین؟: ۱۶/ ۱۳۱، د دار السلاسل دویم چاپ کویټ، ۱۴۰۴-۱۴۲۷)

ژباړه: که امام له خلکو وتل وغوښتل نو دوی به ضرور ورسره وزي، مګر هغه څوک چې ښکاره عذر ولري ځکه الهي وینا ده: اې مومنانو! کله چې تاسو ته وویل شي د الله په لار کې ووزئ نو په تاسو څه شوي چې ځمکې ته ځانونه کشوئ، ایا د اخرت په مقابل کې د دنیا په ژوند راضي یئ؟ د اخرت په مقابل کې د دنیاوي ژوند ګټه ډېره کمه ده!

او رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: د مکې تر فتحې وروسته هجرت نه شته مګر جهاد او نیت(به باقي وي) او که د وتلو غوښتنه در څخه وشوه نو ووزئ، دا ځکه چې د جهاد د اعلان امر تر امام او اجتهاده تړلی دی او په هغه څه کې چې امام يې مناسب ګڼي پر ولس يې اطاعت لازمي دی.

یاد کتاب په همدې بحث کې دې لاندې کتابونو ته حوالې ور کړې دي:

حاشية الدسوقي 2 / 175، وجواهر الإكليل 1 / 252، والمغني 8 / 352، والمحلى 7 / 291.

همدا شان الموسوعة الفقهیة المیسرة في فقه الکتاب والسنة المطهرة د جهاد په بحث کې کاږي:

إذا استنفَر الإمام قوماً لزِمهم النفير معه (یاد کتاب، الجهاد، باب متی یتعيّن الجهاد؟: ۷/ ۱۱، د حسین بن عوده لیکنه، د المکتبة الاسلامية (عمان اردن) او دار ابن حزم(بیروت لبنان) لومړی چاپ له ۱۴۲۳- ۱۴۳۹)

ژباړه: که امام له خلکو وتل وغوښتل نو دوی به له هغه سره یوځای وزي.

وهبة بن مصطفی الزحیلي په خپل کتاب الفقه السلامي و ادلته کې لیکي:

إذا استنفر الإمام قوماً، لزمهم النفير معه، لقول الله تعالى:{يا أيها الذين آمنوا ما لكم إذا قيل لكم انفروا في سبيل الله اثّاقلتم إلى الأرض} [التوبة:38/ 9] وللحديث المتفق عليه: «إذا استنفرتم فانفروا».

وهذا الحكم المذكور في فرضية الجهاد باتفاق الفقهاء.

(الفقه السلامي و ادلته، القسم الخامس: الفقه العام، الباب الرابع: الجهاد و توابعه، الفصل الاول: حکم الجهاد و قواعده، فرضیة الجهاد، ان کان النفیر عاما: ۸/ ۵۸۴۸، د دار الفکر څلورم چاپ، دمشق سوریه)

ژباړه: که امام له خلکو وتل وغوښتل نو له هغه سره وتل پر لازم دي، ځکه الهي وینا ده: اې مومنانو! په تاسو څه شوي چې کله درڅخه وغوښتل شي د الله په لار کې ووزئ تاسو ځمکې ته ځانونه کشوئ؟ او په متفق علیه حدیث کې دي: که د وتلو طلب در څخه وشو ووزئ، او د جهاد د فرضیت په بحث کې پر دې یاد حکم د ټولو فقهاؤ اتفاق دی.

د دې کتاب لیکوال لاندي کتابونو ته د دې عبارت په اخیر کې حواله ور کړې ده:

البدائع: المرجع السابق: ص 98، تبيين الحقائق: 241/ 3، فتح القدير: 278/ 4، الدر المختار: 239/ 3، آثار الحرب: ص 87.

د قران کریم له پاس ایت او د رسول الله له هغه حدیثه چې لوړ ذکر شوی وو، داسې مالومېږي چې د جهاد اعلان د یوه برحاله نظام چاره ده چې له دې پرته په شریعت کې هيڅ اساس نه لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې تر مدینې زیات وخت تېر کړی دی، خلک يې شهیدان شوي دي، هجرت ته اړ شوي دي، اصحابو د اقدام اجازه هم ترې وغوښته مګر دا چې دوی هلته نظام نه در لود، د افرادو یا ډلو په شان يې د جهاد اعلان نه کاوه ځکه په دې صورت کې يې تر ګټه تاوان زیات وو.

جهاد یو مشروع عمل دی، له خپله حقه د دفاع لپاره اجازه ور کول شوې ده، اما که په عملي کېدا يې دین ته تر ګټې زیان زیات وو بیا به نه عملي کېږي. د رسول الله له تګلارې او د قران کریم له واضحو ایاتونو څخه مالومېږي چې جهاد ډلې او افراد په خپل سر نه شي کولای، نه یوه ډله او فرد د خپل دوښمن په مقابل کې هغه ډول تصمیم نیولای شي لکه یو نظام چې يې نیسي. جهاد ظاهرا یو تخریبي عمل دی، خو اهداف يې تر شا سپېڅلي وي، نو که افراد لاس په پوري کړي هغه اضرار چې د خپل مقاومت مهال يې ټولنې ته اړوي بیا يې جبرانولای نه شي او په عیني حال کې ډلې اړې دي چې له نورو دولتونو مرسته تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې دلته انډول نه شته، یوه ډله که له برحاله نظامه مرسته غواړي نو په تړون کې به دوه درې چنده به نظاموالو ته په ګټه قایلېږي او د هغوی غوښتنې او ګټې به تامینوي بیا به هغوی ته د مرستې لاس ور کوي نو دا بل تاوان شو چې یوه مستقل هیواد ته د نورو دولتونو لاسونه را اوږدوي، همدا شان پر خپلو افرادو کنټرول نه شي ساتلای، ځکه دوی له مختلفو هیوادونو سره اړیکې ساتي او هغه هیوادونه خپله هڅه کوي چې د دوی ترمنځ خپل اعتمادي کسان پيدا کړي، دوی یو موټی ایله نه کړي، دوی کې داسې کسان را پيدا کړي چې هر وخت دوی ته وفادار پاته شي او داسې نور اغراض هم شته چې نور هیوادونه متحده جبهه نه غواړي هغوی داسې کسان غواړي چې د دوی هره خبره ومني او که یوازې شک يې هم پر راشي حتما يې یا وژني یا هم نور افراد يې له شاوخوا څخه بیلوي چې بله ډله را پيدا کړي او خپل نفوذ پر زیات کړي او په هر ډول حالاتو کې يې بیا د خپل ځان په ګټه وکاروي.

دې ټولو اضرارو ته په کتو د اسلامي شریعت فقهاؤ له وخته دا لازمه کړې وه چې د جهاد اعلان به د برحاله نظام له لوري کېږي، امیر به خلکو ته د وتلو امر کوي، هغه به يې چارې تنظیموي او د شکست په صورت کې به هغه ځای ته مجاهدین ستنېږي چې د امیر تر واک لاندې وي او دوی پکې خوندي وي، له دې پرته جهاد د فایدې پر ځای شریعت، هیواد او ملت ته زیانونه رسوي.

۲۰۱۹/ ۱۲/ ۱۰

(Visited 56 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.