The news is by your side.

د جګړې شدت؛ حکومت او طالبانو ته څه په کار دي؟

زاهد خليلي

0

د پوهنتون د ليليې په اطاق کې ناست وم چې په خبرونو کې مې په دې خبر سترګې ولګېدې چې امريکا له طالبانو سره د مذاکراتو له پاره زلمی خليلزاد د بهرنيو چارو د وزارت د ځانګړي استازي په توګه ګومارلی دی، څو د امريکا د تاريخ اوږده کشاله د خبرو له لارې هواره کړي. د دغه خبر په لوستو مې له سترګو د خوشالۍ اوښکې روانې شوې. وجه دا وه چې طالبانو له حکومت سره نېغې خبرې ردولې او مخامخ يې لومړی له امريکا سره مذاکرات غوښتل. د امريکا له لوري له طالبانو سره د مخامخ خبرو نه کول د جګړې د غځېدو يو مهم لامل ګڼل کېده.

د خليلزاد له ګومارلو او له طالبانو سره د امريکا مخامخ مذاکراتو پېل کېدو سره د جګړې د يو لوري مهمه غوښتنه ومنل شوه او هيله مندي يې پېدا کړه چې روانه جګړه به ژر پای ته ورسېږي.

زما لويه هيله مندي هم دا وه چې طالبان او امريکا به ژر يوه تفاهم ته ورسېږي او بيا به حکومت او طالبان په يوه بين الافغاني تفاهم کې د افغان د وينو د روان سېلاب مخه ونيسي.

خو زما محاسبه غلطه وه. غلطه ځکه وه چې يو خوا د طالب-امريکا مذاکراتو ډېر وخت ونيوه او تر څنګ يې افغان وژنه هم روانه وه. طالبانو د حکومت له لوري د اوربند وړانديزونه پرلپسې ردول. سره له دې چې ظاهراً د اور کم خبره کېده خو ولې دې اور کم هم هره ورځ دنګې ځوانۍ رانړولې.

بالاخره د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې په دوحه کې د طالب-امريکا ترمنځ تړون لاسليک شو. دغه تړون يوه بله هيله مندي دا پېداکړه چې د طالبانو په غوښتنه د جګړې له بهرني عامل سره تړون وشو او اوس به ژر د جګړې له کورني اړخ سره خبرې وشي او يو تفاهم ته به سره ورسېږي، خو له يو کال زيات وشو چې تر اوسه هغومره پرمختګ نه دی شوی څومره چې د خلکو هيله وه.

د دوحې د تړون يوه لويه نيمګړتيا دا وه چې خليلزاد په کې د کابل چکرونه وهل خو کابل په تړون کې له اندازې زيات له پامه وغورځول شو. د دوحې له تړون وروسته د کابل له لوري تړون له ننګونو سره مخ او هغه ډول چې د دوحې په تړون کې منل شوي وو، د تړون مواد پر وخت پلي نه شول او د کابل له لوري يې پر وړاندې خنډونه ايجاد شول چې دا په خپله د جګړې د غځېدو او د پر وخت مذاکراتو د نه پېل يو لامل وګرځېد.

له افغانستان د بهرنيو عسکرو د وتلو پروسه روانه ده او د بين الافغاني مذاکراتو له رسمي پېل دا دی مياشتې تېرېږي، خو وينو چې لازم پرمختګ نه دی شوی. ښايي د مذاکراتو د نه پرمختګ يو لامل د دوحې د تړون د يوې اصلي مادې – پر وخت د بهرنيو پوځيانو د وتلو – نه پلي کېدل وي، ولې د امريکا د ولسمشر جو بايډن له لوري د روان کال د سپټمبر تر يوولسمې د ټولو بهرنيو عسکرو د وتلو اعلان او بيا د بېلابېلو چارواکو له لوري د بايډن د پلان پر عملي کولو ټينګار د دې ښودنه کوي چې امريکا به، که لويه ستونزه نه وي، نو تر سپټمبر پورې به خپل عسکر له افغانستانه وباسي. اوس چې د امریکايي ولسمشر په ګډون بېلابېل چارواکي پر وخت د بهرنيو عسکرو د وتلو خبره او ټينګار پرې کوي، نو حکومت او طالب ته په کار ده چې هغه څه وکړي چې هم يې ولس او هم يې تاريخ ته سترګې ټيټې نه شي.

حکومت دې لومړی خپل داخلي اختلافات شاته وغورځوي او له کابل څخه دې په يوه واحد دريځ کې په مذاکراتو کې ګډون وکړي او د جمهوريت او نورو لاسته راوړنو د ساتلو په نوم دې مذاکرات له خنډ او ځنډ سره نه مخ کوي او د اختلافاتو حل او د دولت/نظام په اړه مهمې پرېکړې دې بین الافغاني مذاکراتو ته پرېږدي. د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافات هغومره جدي نه هم نه ښکاري چې وښيي د دوی کړنې د مذاکراتو پروسه له خنډ سره مخ کړې او يا د جګړې د شدت د زياتوالي لامل شوي دي.

برعکس، د دوحې له تړون وروسته چې د تاوتريخوالي کومه څپه د طالبانو له لوري پېل شوې او طالب په کې د حکومت د اور بند او تر ډېره حده د اور کم خبره له پامه وغورځوله، نو د طالبانو دې کړنو ولس ډېر اندېښمن کړی دی. طالبانو جګړه نوره هم پراخه کړې او هره ورځ لسګونه کسان د دوی په بريدونو کې وژل کېږي.

د جګړې له شدت او پراخېدو سره ډېر زيان عام ولس ته رسېږي. ولس بې ځايه کېږي، د اوسېدو ځايونو او شتمنيو ته يې زيان رسېږي او تر ټولو مهمه دا چې عامه خدماتو ته يې لاس رسۍ له ستونزو سره مخ کېږي.

وروستيو ورځو کې د طالبانو له لوري، په ځانګړي ډول، د هېواد په شمال کې د بېلابېلو ولسواليو سقوط او بيا د لسګونو عسکرو وژل کېدلو او زرګونو ولسي خلکو بې ځايه کېدلو مسول طالبان دي. طالبان ولسوالۍ او قريي ونيسي، خو تر ډېره يې ساتلی نه شي او کله چې حکومتي عسکر د طالبانو له لوري د نيول شويو سيمو د بېرته نيولو له پاره ځوابي علميات کوي، نو په دې کې دويم ځل بيا ولس ته زيان رسېږي.

اوس خو د هېواد له شمال څخه خپه کوونکي خبرونه هم راروان دي. هغه دا چې د حکومتي عسکرو تر څنګ اوس عامو خلکو هم د طالبانو پر ضد وسله راخيستې. د دې يو لامل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د شمال ترخه ماضي ده چې د شمال خلک ترې ښې خاطرې نه لري او وېرېږي چې که دا ځل طالبان پرې واکمنېږي نو ښايي وضعيت نور هم بدل او خونړی وي.

طالبانو ته په کار ده چې لږ تر لږه د مذاکراتو پر مهال د جګړې شدت کې لږوالی راولي. د طالبانو لومړی آپشن بايد د مذاکراتو له لارې بريالي کېدل او د مذاکراتو پر مېز د چنو وهلو له لارې د خپلو موخو ترلاسه کول وي او که خدای مه کړه بين الافغاني خبرې ناکامېږي نو بيا طالبان کولی شي چې نور آپشنونه وکاروي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د استازې لاينز دا خبره بالکل پر ځای ده چې اوس د خبرو د مېز پر ځای د جګړې په ډګر کې فعاليت زيات دی، نو جګړه کې روان شدت او پراخېدو ته په کتو په کار ده چې د جګړې د ډګر پر ځای د مذاکراتو مېز کې فعاليت زيات شي.

د جګړو دواړو لورو په ځانګړي ډول طالبانو ته په کار ده چې جګړې ته د شدت او پراختيا ورکولو پر ځای جدي مذاکراتو ته ننوځي او ژر داسې يوې پايلې ته ورسېږي چې هم اسلامي او هم ملي ارزښتونه په کې خوندي شوي وي، که داسې و نه کړي نو ولس او تاريخ به يې و نه بښي.

(Visited 17 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.