The news is by your side.

د جګړې شرایط

جنرال دولت وزیري

0

د هرې جګړې غوره موخه بری او پر مقابل لوري برلاسي کېدل دي. جګړې د دولتونو، ملتونو، ډلو-ټپلو او سیاسي جوړښتونو ترمنځ کېږي، چې خامخا به تاوتریخوالی، ټولنیزه ګډوډي، مالي او ځاني تلفات ورسره ملګري وي.

 د بري له پاره بايد ټولې هڅې په کار واچول شي چې ژر تر ژره تر لاسه شي، ځکه که جګړه اوږدېږي او بری وروسته تر لاسه شي، دا ښکاره ده چې اوږدې جګړې په هېڅ ډول د یوه هېواد په ګټه نه دي، ځکه لومړی د جګړې پيلول هېواد له تباهۍ سره مخ کوي او بیا خو اوږدې جګړې د یوه هیواد ټول بنيادونه لړزان او له منځه وړي. ور سره روحيه کمزورې او خزانې تشیږي. کله چی د یوه هیواد خزانې تشي او وسلې له کاره ولویږي. په داسې حالاتو کې ځواکونه او قوماندانان يې که زړور هم وي د مقاومت او بريد وړتيا له لاسه ورکوي.

امریکايي مفکر مایکل همر وايي: «د جګړې پیل او پای د وینې په واسطه ترسره کېږي.»

بلخوا د امریکا لومړي ولسمشر جورج واشنګټن ویلي: «د جګړې لپاره چمتو کېدل، یعنې د سولې ساتل.»

مایو تسه تونګ بیا وايي: «د هغه څه ملاتړ باید وکړو چې زموږ دښمن یې پرضد جنګېږي، د هغه څه په وړاندې باید مباره وکړو، چې زموږ دښمن یې ملاتړ کوي.»

د جګړې په باب د نړۍ د لویو سیاستوالو، پوځي جنرالانو، مفکرانو او روڼ اندو نظریات بېلابېل دي، چا د جګړې بد ویلي، چا یې ښېګڼې بیان کړي دي.

سون تزو جګړه د يوې غم لړلې بېړۍ سره ورته ګڼلې ده. که چېرې دغه غم لړلې او سورۍ- سورۍ بېړۍ د اوبو په مرګونو څپو کې ډېره موده پاته شي، پایله يې یوازې بې له نابودۍ بل څه نه شي کيدای. نو ځکه وايي چې لومړی جګړه مه پیلوئ او که بیا يې پيلوئ ژر يې پای ته ورسوئ.

په پخوا کې به د جګړې ډېر بریالی شکل محاصره بلل کېده، ځکه چې تر محاصرې لاندې ځواکونه به د خوراکي توکو او اوبو له کمښت سره مخ کېدل او بې له تسلیمۍ به يې بله چاره نه لرله. د جګړې له دې شکل څخه به ګوډ تېمور ډېره ګټه پورته کوله او تل به بریالی هم و.

په پخوا وختونو کې جګړې په دودیزو وسلو او لږو امکاناتو کېدلې، یوازې به د نړۍ زبرځواکو له عصري او معیاري وسلو ګټه اخیستله. ښکاره خبره ده چې له عصري وسلو بې برخې پوځ به زیاته مرګ ژوبله ګالله.

څوک چې د جګړې ګټې او زيانونه په سمه توګه ونه څېړي او جګړې ته زړه ښه کوي، دا ډول کسان هغه ډارن او وېرېدونکي سپي ته ورته وي چې تل خپل خاوند په لېوه ور پېښوي.

لویې جګړې په جوش نه بلکې په هوښ ګټل کېږي او ګټونکی هغه څوک وي چې هم د خپلو ځواکونو او هم د مقابل لوري رواني حالت، جغرافیوي موقعیت، اقلیمي شرایط او د سرتېرو مورال ځان ته معلوم کړي.

د جګړې تر پیلولو مخکې د خپلو ځواکونو د وړتیا، انګېزې، وسلې، اکمالاتو، د هېواد د بودجې، د هېواد د امکاناتو او په عمومي توګه د خپلو خلکو د ملاتړ په هکله باید سمې څېړنې وشي.

که د څېړنو پر مهال یوه خوا هم کمزورې ثابتېږي، په هغه صورت کې د جګړې پيلول د نابودۍ په مانا ده.

که د پایلې په توګه ووایو، چې د هرې جګړې اصلي موخه بری دی، نه اوږده جګړه. هوښیار واکمن او قوماندان کله چې جګړه پيلوي ژر يې پای ته رسوي او په دې پوهېږي چې اوږده جګړه د هېواد په ګټه نه ده.

(Visited 45 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.