The news is by your side.

د حکمتیار مشکل/ ایمل جلال

0

ایمل جلال-

ورځ دوه مخکې ملګري وصیل فیضي لیکلي و چې «ګلبدین داسې غږېږي لکه پر سر یې چې امریکا او ناټو نه بلکې شوروي ناست وي.»

دا جالب تثبیت دی. ددې ښاغلي مرکه مې چې لیدله د فیضي صېب خبره را په یاد شوه. شخصاً ماته هېچ جالبه نه وه. هغه څه مې واورېدل چې ګلبدین باید ویلای وای. نوې خبره په کې نه وه.

د ګلبدین مشکل دا دی چې ژوند په ۲۱مه پېړۍ کې کوي خو تحلیل د ۲۰مې پېړۍ د سړې جګړې د سیاسي‌ادبیاتو پر اساس کوي. ښاغلی لا اوس هم فکر کوي چې نړۍ دوه قطبي ده او دی د کاپیټالیزم په ګټه د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی!

که تاسې د پېښور د شهادت د ورځپاڼې متن ولولئ، کټ مټ هماغه ژبه ده چې حکمتیار په طلوع کې وکاروله. دا ژبه دوه ځانګړتیاوې لري. نفرت او انکار. دا د ګلبدین پورې منحصره هم نه ده. د سړې جګړې فعالان پدې مرض اخته وو. دا که کمونستان وو او که اخوانیان او جهادیان دواړو یو ډول کاروله.

1- نفرت، عقده، خودکمبیني او شعاري ژبه د سړې جګړې محصول دی. ګلبدین له امنیتي ځواکونو نیولې تر غیر حزبي عامو افغانانو پورې له ټولو کرکه لري. له حزبي پرته ورته نور حتا انسانان نه ښکاري. د ګلبدین په ذهن کې رسم شوې دنیا پر عقدې ولاړه ده او د اسلام، جهاد، شهادت، امیر، یرغل، مزدور، ګوډاګي، لاسپوڅي او … اصطلاحاتو په محور کې د شعارونو سره ظهور کوي. مثلاً په نویمو کلونو کې پر کابل باندې د توغندیو باران ددې کینې عملي ظهور و. پرون په طلوع کې یې بیا شفاهي ظهور و. پدې اساس ګلبدین سادیست دی. چې هر څومره سېټ ته کېږي، هومره سختدریځی کېږي. بلاخره به یې همدا عقده او نفرت وخوري.

2- د سړې جګړې پر مهال د کمونیزم، اخوانیزم او وهابیزم د ایډیولوژیو بله ځانګړتیا انکار و چې ګلبدین پرې اخته دی. په لومړي سر کې د خپل ځان او یا هېواد له ماضي او تېر تاریخه انکار پيلېږي او په کرار کرار د خپلې ایډیولوژۍ تر موسسینو پورې رسېږي.

ددې علت دا دی چې دا ډول سادیست رهبران هڅه کوي چې پخوانی تاریخ رد او حذف کړي او نوی تاریخ له ځانه پیل کړي. د سړې جګړې پر مهال ګلبدین او نورو جهاديانو د انکار سیاست غوره کړی وو. دوی له ځانه مخکې د افغانستان په ټول تاریخ د بطلان کرښه کش کړې وه.

حکمتیار خپله پرونۍ مرکه هم د ۲۰مې پېړۍ د انکار د ادبیاتو په موډ کې وکړه. مثلاً له غازي امان الله خانه د انکار او له مسعوده د انکار تر مېنځ ورته توپیر نشته. ځکه دواړه نه حزبیان وو او نه یې دده رهبري منله! ګلبدین له شاه امان الله سره ایډیولوژیک اختلاف لري خو د مسعود سره بیا د چوکۍ پر سر اختلاف لري.

که مو پام کړی وي، ټوله مرکه پدې تېره شوه چې ګلبدین د خپلې ماضي په اړه صفايي ورکړي. د ولسمشرۍ د یو نوماند په حیث یې د راتلونکي افغانستان لپاره هېڅ پلان نه درلود.

مثلاً دا یې ونه ویل چې په راتلونکو ۵ کالونو کې څه ډول اقتصادي پلان لري؟ د پوهنې، روغتیا، عوایدو، تحصیلاتو، ټېکنالوژۍ او ځوان نسل په برخو کې کومې پروژې لري؟ او داسې نور … ددې ټولو علت دا دی چې ښاغلی تر اوسه په فکري لحاظ ۲۱مې پېړۍ ته نه دی داخل شوی او د نویمو کالونو د نفرت او انکار د ادبیاتو په ګرداب کې لا اوس هم پړسکې وهي.

۲۱مه پېړۍ د پوسټ مدرنیزم زمانه ده. دلته یواځې تورې او سپینې کرښې نشته ده. نور داسې فکتورونه دي چې د مطلق حق او یا مطلق باطل ادعا یې له منځه وړې. د حق او باطل ترمېنځ سرحدونه کمرنګه شوي دي.

پرون ټول فېسبوک ګلبدین خان ته په ښکنځلو ډک و خو ښاغلی اوس هم تمه لري چې ملت یې تر څنګ ولاړ دی.

د ګلبدین په اړه د سپي د لکۍ کیسه بیخي سمه ده. زما تخمین دا دی چې ددې سړي مرګ به د خپل نفرت او عقدې له لاسه وي. سر پرې مه خوږوئ. پرېږدئ چې لکه چینجی یې په کرار کرار وخوري.

(Visited 47 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.