The news is by your side.

د خاوري او هوا ککړتیا

0

لیکنه: پوهنوال انجينر شاه محمود”بری”

دخاوري ککړتيا ديو شمېر بشري فعاليتونو د مځکنيو سرچينو د استعمال په لړکي مينځ ته راځي.

د کېمياوي سَرو، حشره وژونکو داروګانو او مضره نباتاتو د له مینځه وړونکو دواګانو زيات استعمال او په کارول د خاوري په فزيکي، کېمياوي او بيولوژيکي خواصو باندي اثر کوي، چي په پای کي د نباتاتو په وده اثر پرېوزي. د کانونو، سړکونو او ودانيو جوړولو له پاره دخاوري کيندل هم دا سرچينې راکموي.

د خاوري د ککړتيا يو بل عامل دفضله موادو ورځ په ورځ زياتېدل دي، دخاوري د ککړتيا دسرچينو په ډله کي يوهم ايونيکي وړانګي دي. ډېری راډيو اکټيف موادغذايي (خوړو) زنځير ته ورګډيږي، چي په پاي کي ناوړه عواقب مينځ ته راځي، ايونيکي وړانګي، دمرګ سبب کيږي اودميو تيشن(Mutation)په لړ کي ارثي تغيرات مينځ ته راوړي. دسيزيم (CS) ايزوتوپ، چي دګاما وړانکي توليدوي؛ دجلغوزو وني ددې وړانګو په مقابل کي ډېر حساسيت ښيي، حال دا چي ځيني نوري وني اوبوټي ئې په مقابل کي مقاومت ښکاره کوي.

سرانشيم (Sr90) يوبل ايزتوب دی، چي له هسته يي چاودنو څخه مینځ ته راځي، دنباتاتو زايلم اودحيواناتو هډوکو ته انکشاف اوپراختيا ورکولو، ميتابوليکي مراحل دکلسيم په څېر دي او نسجونه کمزوري کوي.

دا بايد په پام کي ولرو، چي دچاپېريال دککړتيا دا ستونزي هغه وخت مخ په زياتېدو سولې، چي بشر دخپل ځان له پاره ديو ښه ژوند کولو هلي ځلي شروع کړې اوددې کار له پاره ئې له طبيعي سرچينوڅخه کار واخيست.

موږ وينو، چي د بشر ددې کړنو له ګټوڅخه زيان ډېر دی، شايد د بشر مضر تاثيرات پر طبيعت باندي نېغ په نېغه نه وي، ولي دا چي انسان هم دطبيعت يو جز دی، نو هر ناوړه عمل ئې دخپل ځان په ضرر تماميږي.

هــوا:

دهوا ککړتيا يوه نړيواله ستونزه ده، چي د پوهانو پاملرنه ئې ځان ته راګرځولې ده، ځکه چي د انسانانو او نورو ژوند نېغ په نېغه اثر کوي. دا ستونزه هغه وخت لا زياته سوه، چي انسانانو دصنعت په ډګر کي ګام کښېښود او د هغه خطر دونه خطرناک پړاو ته ورسېده، چي د نړۍ پرمختللي هيوادونه اړ سول، چي د کنټرول له پاره ئې قوانين جوړکړي اوصنعتي تصدي قوانين په پام کي ولري، خپل توليد پلانونه داسي برابر کړي، چي د توليد سيستم اوصنعت د ژوند چاپېريال ته مضر نه وي.

په وروسته پاته هيوادنوکي طوفانونه، بادونه او اورښت، داسفالت سړکونو نشتوالی، لږي سرسبزي، د انساني او حيواني فضله مواد نه ښخوالی ، د کاناليزاسيون او داسي نورو د نشتوالي له کبله هوا دکثافاتو په لېږدونه کي بنيادي ځای لري او دخلکو ورځني ژوند ته ستر ګواښ دی، په داسي حال کي، چي عادي خلک په دې هکله ډېره بې پروايي کوي.

د پوهانو دنده ده، چي په دې برخه کي پوره پاملرنه وکړي او د هغو عواملو مخنيوي وکړي، چي د هوا د ککړتيا له امله ئې د انسان ژوند ته خطر ور پېښ کړی دی.

دسرشمېرني له ستونزو اومحدوديتونو سره-سره په دې هکله هڅه سوې ده، چي د لاس ته راغلو معلوماتو په رڼا کي دقيقه څېړنه سرته ورسيږي.

دهوا ترکيب:

نورماله هوا چي لا ککړه سوې نه وي لږ تر لږه لانديني ترکيب لري.

اکسيجن (٪۲۰): دا يو بې رنګه، بې خونده او بې بويه ګازدی، چي د انسان د ژوندانه له پاره ډېر ضروري دی او د ټولي هوا نژدې يو پر پنځه برخه ئې جوړه کړې ده.

نايتروجن (ازوت)ګاز (٪۸۷): دا هم بې بويه، بې رنګه او بې خونده ګاز دی، چي په ډېره اندازه سره د ډول- ډول حيواني، نباتي او کاني موادو په جوړښت کي سته اود هوا له پنځو څخه څلور برخي جوړوي.

ارګن (۱٪): داهم ازوت ته ورته يو بې رنګه ګاز دی او يو شمېر نور ګازونه، (٪۰،۰۳) کاربن ډاکسايډ او يوه اندازه داوبو بخارونه.

دنورمالي هوا د اجزاوو په جوړښت کي لږ تغير د هوا د ککړتيا په نامه يا ديږي، چي ژوندانه ته خطرونه پيداکوي.

د هوا ککړتيا يودپام وړموضوع ده، چي د خلکو پاملرنه ئې ځان ته راګرځولې ده، په ځانګړي توګه په بندو ځايونو کي لکه (تونلونه اوکانالونه)، په لوړو ارتفاعاتو کي، لکه: (طيارې کابين)، دمځکي په ژورو ځايونوکي، لکه: (کانونه او تر مځکي لاندي ودانۍ ) او په هغوځايونوکي، چي د اکسيجن د کموالي امکان زيات وي ډېر ارزښت لري.

(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.