The news is by your side.

د خلیلزاد د ماموریت تازه جزییات رسوا شول

0

معلومات دا دي چې د کابل او ننګرهار وروستي پېچلي بریدونه د طالبانو او داعش له نظامي ځواک پورته طرحه شوي او دې ګونګتیا ولسمشر غني مجبور کړی خپلې نږدې حلقې ته امر وکړي چې د سولې په پروسه بیا کتنه وکړي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په اړه ولسمشر غني په تازه غبرګون کې امریکا ته ویلي، که له طالبانو سره د سولې هوکړه په افغانستان کې بشپړ امنیت نه تامینوي، د سولې ټول امتیاز ولې طالب ته ورکړل شي؟

خلیلزاد دې پوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، د سولې په هوکړه کې طالبانو موږ ته د امریکا د ګټو تضمین راکړی، د افغانستان هغه ستاسو خپلمنځي کار دی.

 د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د دوو پټو ضمیمو په اړه معلومات دا دي، چې په لومړۍ کې طالبانو په افغانستان کې د امریکا نظامي اډې منلي او دویمه هغه یې، د امریکا د استخباراتي معلوماتو پر اساس په افغانستان کې امریکا ته مزاحمت کوونکو عناصرو سره د طالبانو مبارزه ده.

د سولې د هوکړې پر اساس د امریکا او طالبانو ترمنځ ستراتېژیکه ملګرتیا ورځ تر بلې د غښتلي کېدو په حال کې ده او په تازه مواردو کې په سیمه کې له حکومت دباندې د یوې سیاسي ډلې په توګه د طالبانو د راڅرګندولو لپاره امریکا خپلې هڅې پیل کړې دي.

په قطر کې تر مذاکراتو وروسته پاکستان او هند ته د خلیلزاد سفر په همدې تړاو و. خلیلزاد له هند وغوښتل چې له طالبانو سره مخامخ کېني او د دې کار هدف یې دا و چې طالبان پرې د یوې سیاسي ډلې په توګه په رسمیت وپېژني، خو هند یې غوښتنه رد کړه.

تر دې پېچلتیا او تازه پرمختګونو وروسته ولسمشر غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه کلک غبرګون ښودلی. ولسمشر غني مخامخ خلیلزاد ته ویلي، چې که چېرې د سولې هوکړه په افغانستان کې بشپړ امنیت نه تامینوي او تر طالبانو وروسته هم جګړه روانه پاتې کېږي، نو ولې د دې هوکړې ټول امتیاز طالبانو ته ورکړل شي؟

استخباراتي معلومات دا دي، چې د کابل او ننګرهار وروستي بریدونه هم په حکومت د فشار لپاره ترسره شوي او د طرحه کېدو جزیات یې ښیي چې په دې ډول پېچلتیا د بریدونو ترسره کېدل ښایي د طالبانو او داعش له وسې پورته وي.

طالبان به په یوه نوي پوښ کې راڅرګندېږي؛ په امریکا کې ټاکنې، د سویلي اسیا لپاره په اعلان شوې ستراتېژۍ بیاکتنې او د داعش تر نامه لاندې په افغانستان کې د جګړې غځولو زېګنالونه خورا خطرناک دي او له همدې وجې ده چې ولسمشر غني کلک غبرګون وښود او یو ځل بیا یې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تعرضي حالت راوستل.

د امریکا له لوري تر حکومت بهر د یوې سیاسي ډلې په توګه د طالبانو راپورته کېدو هڅې، د سولې تر هوکړې وروسته هم د جګړې دوام او د سیمه ییزې لوبې بدلېدو ته په غبرګون کې ولسمشر خپلې شاوخوا حلقې ته امر کړی چې د سولې په پروسه بیاکتنه وکړي او که وضعیت په همدې ډول وي امکان شته ټول څه په بشپړ ډول لغوه اعلان شي.

(Visited 74 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.