The news is by your side.

د خلیلزاد نوی رول

0

پخواني ولسمشر د خپل کار په وروستۍ ورځ ښاغلي غني ته دوه سپارښتنې وکړې. لومړی له امریکا او دویم له پاکستان سره په هر ډول اړیکو کې دقت او احتیاط کول وو چې د هغه زړه یې په ۱۳ کلونو کې ور خوړین کړی وو. ولسمشر غني له امریکا سره د خپل کار په دویمه ورځ امنیتي تړون لاسلیک کړ چې امریکا ورته څلور کاله منډې کړې وې او له پاکستان سره یې نرمه غاړه ونیوله.
خو له څه باندې څلورو کلونو وروسته داسې برېښي چې د ښاغلي کرزي هغه وینا نن سبا په رښتیا بدلېدونکې ده چې په افغانستان کې د دغو دواړو هېوادونو د اوږدمهالي نظر په اړه ښوول شوی وو. اسلام‌اباد او واشنګټن دواړو له ولسمشر غني سره داسې لوبه پیل کړه چې سر او بر یې په اسانه ډېرو ته نه ښکاري او د هر ګام په پورته کولو سره دوی افغانستان ته د سولې او جګړې لوبه سختوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې هر ځل کابل ته راغلی په خپلو ناستو او لیدنو کتنو سره یې د خبرو د روان بهیر په اړه نوي ګلان کرلي چې د سولې خبرې د ځینو په باور پېچلې کوي او سپارښتنې یې تر ډېره د لارښوونې بڼه لري. درې میاشتې مخکې یې افغان ولسمشر ته دا طرحه ورکړې وه چې د سولې د خبرو لپاره یوه شورا جوړه کړي چې په باور یې د سولې له عالي شورا سره دې توپیر ولري. ولسمشر د سولې ۳۰ کسیز مشورتي بورډ او د خبرو لپاره ۱۲ کسیزه حکومتي کمېټه اعلان کړه چې ټول اړخونه پکې ښکېل و بلل شول.
خو د ماسکو له خبرو اترو وروسته چې د بین الافغاني مذاکرو نوم ورکړل شو، امریکايي اړخ ظاهراً محتاط غبرګون وښود چې د ځانګړي استازي له خبرو یې اندېښنه په ډاګه کېږي. هغه له ښاغلي غني غواړي چې د دغه ډول پلان شویو نورو خبرو د مشر تابه تر لاسه کولو لپاره لاس په کار شي.
زلمي خلیلزاد داځل کابل کې د خپلو لیدنو په ترڅ کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د سیاسي ګوندونو په پراخې ونډې ډېر ټینګار کوي او په ښکاره له ولسمشر غني غواړي چې په دوحې کې د طالبانو او سیاسي ډلو تر ناستې مخکې دې د سیاسي ګوندونو او اشخاصو په ګډون د جوړجاړي او خبرو لپاره یو هر اړخیزه ډله جوړه کړي چې مشري یې د حکومت په غاړه او ټولو اړخونو ته د باور وړ وي. د هغه له خبرو ښکاري چې د ماسکو ناستې ته ورغلي ډېر کسان دې هم د خبرو په خپله ډله کې ور شامل کړي.
د زلمي خلیلزاد دا سفر حکومت ته یو بری بلل کېږي چې له وروستیو۲ میاشتو ضد او نقیضو ویناوو او هڅو وروسته ورسره امریکایانو منلې چې د کابل په مشوره به د افغان سولې هڅې پر مخ بیايي او د سیمې هېوادونو ته له تلو مخکې به د افغان حکومت مشوره او نظر اخلي.
سره له دې چې نوموړی د امریکا استازی دی، خو پر داسې مساله خبرې کوي چې د افغانستان راتلونکی ورپورې تړلی او له ښاغلي غني سره به سر خلاصوي. اوونۍ وړاندې ډېرو افغانانو داسې انګېرله چې طالبان ګواکي توانېدلي، د کابل او واشنګټن تر منځ په لاسلیک شوي سټراټېژیک امنیتي تړون خاورې واړوي او د امریکا راتلونکي ته نوی لوری ورکړي.
خو مونیخ ته د ولسمشر غني له سفره وروسته د ساعت عقربه بېرته له دوحې د کابل لورته را تاو شوه او پر اسلام‌اباد سترګې پټې شوې. ولسمشر غني د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر او د ولسمشر له مرستیال مایک پینس سره په خبرو کې د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون پر اساس د یوه او بل مجبوریتونه او شرطونو ومنل او هوکړه شوې چې د هماغه تړون په رڼا کې به دواړه غاړې په ګډه د افغانستان د سولې هڅې همغږې کوي.
له تېر اکټوبر راهیسې د افغانستان د سولې په برخه کې له را منځ ته شویو پرمختیاوو د طالبانو د بري څرکونو ته اشاره کېده، خو له ماسکو ناستې وروسته حالات یو ځل بیا د کابل په محوریت را وڅرخېدل او داسې برېښي چې د افغانستان او امریکا تر منځ سرې او شنې کرښې په دغه برخه کې روښانه شوې. امریکایان له تېرو څو ورځو راهیسې په ښکاره دا خبره کوي چې د دوی وتل او له تورلیسټه د طالبانو بهر کول د افغان دولت او طالبانو په خبرو او اوربند پورې تړلي دي او دا ټولې څلور واړه کیسې د یوې سر پټې معاملې برخې دي چې په ګډه به پرېکړه پرې کېږي.
زلمی په کابل کې دا خبرې له طالبانو سره پنځم پړاو خبرو ته په کابل کې د تیاریو پر مهال کړې چې ټاکل شوې چې پنځه ورځې وروسته په دوحه کې وشي.
داسې ښکاري چې نوې خبرې اترې به په یوه تازه فضا کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ وشي او د ښاغلي خلیلزاد ټوله هڅه به د خبرو اترو بهیر ته د افغان حکومت په ورګډولو وي چې د نویو خبرو د اجنډا تر ټولو مهمه موضوع ده.
طالبانو له څلورم پړاو خبرو وروسته اعلان وکړ چې له امریکایانو سره په ۲ جلا جلا کمېټو جوړولو هوکړې ته رسېدلي چې له افغانستانه د هغوی په خبره د امریکايي سرتېرو د وتلو پر پلان کار وکړي، خو ښکاري چې د ولسمشر غني د حکومت د هڅو لپاره د پردې تر شا د شویو دغه ممکنو هوکړو لوری را ګرځېدلی او له دغه ډول توافق سره دوې نورې مهمې خبرې تړل شوې چې یوه پکې د اوربند او خبرو ته د غني د حکومت ور ګډېدل دي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 254 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.