The news is by your side.

د رهبرۍ اهميت او اخلاق

ليــکنه: پوهنیار ذاکــرالله ذکـي -کونړ پوهنتون اقتصاد پوهنځي رئيس

0

د رهبريت اهميت او اخلاق 

رهبر هغه شخص ته ويل کيږي چې د خپلې پوهې، تجربې او نورو ځا نګړتياوو او خصوصياتو له کبله په نورو اغېزه کوي او د همدغه اغېزو په اساس د سازمان اهداف په موثره توګه تر لاسه کوي.

يا رهبر هغه شخص ته وايې چې خپل تابعين د ټاکلو اهدافو تر لاسه کولو لپا ره تشويق او رهنمايې کوي د مشر په هکله رسول الله ﷺ فرمايلي دي هـــر يو له تاسو څخه په حيث د راعي (شپون ) دی او هــر يو مــو د رعيت (لاس لاندې ) ته مسؤل دی .

د دې مبارک حديث څخه داسې معلوميږي چې ټول مسلمانان په يو ډول سره په رسمي يا شخصي چارو کې د مشر يا Leader)) دنده په غاړه لري.

رهبرۍ د تعريف او پيژندنې اړوند د مختلفو علماو اندونه موجود دي چې ځينې يې په لنډ ډول ذکر کوو:

د “تري”په نامه د انساني علومو یو کارپوه وایي: رهبري هغه فعالیت دی، چې خلک د ډله ییزو موخو د ترلاسه کولو په لاره کې تر اغیز لاندې راولي.

د دیویس په نامه یوبل عالم رهبري هغه وړتیا ګڼي،چې نور د ټاکلې موخې د رښتیاینې په لاره کې په خپله خوښه زیار ایستلو ته هڅوي.

کنتز د رهبرۍ د تعریف په هکله ویلي: د ګډو موخو د ترلاسه کولو په لاره کې پر نورو اغېز او اغیز درلودلو ته رهبري وایي.

دهرسي او بلانچارد په شان نورو پوهانو داسې نظر ورکړی: هر هغه وضعیت چې د هغې په ترڅ کې هڅه وشي د بل ځانګړي کس یا ډلې چلند تراغیز لاندې راوستل شي، نو د رهبرۍ دنده ترسره شوې ده.

ځینو کسانو رهبريت داسې تعریف کړی:

رهبري د ټولنیز اغېز لاسته راوړنه ده، چې د هغو په ترڅ کې یې مشر په دې لټه کې وي، چې خپل کارکونکي د موخو د ترلاسه کولو لپاره په همغږو هڅو کې ورګډ کړي.

پورته تعریفونو ته په پام سره ، د رهبريت اهمیت او ارزښت هم په ډاګه کېږي. په حقیقت کې دا اهمیت تر هغې کچې پورې رسېږي، چې ځینې لیکوالان او کارپوهان په یو هیواد، اداره یا ډله کې ټول تاریخي بدلونونه اوتحولات، پرمختګونه ، وروسته پاتې توب، بریاوې او ماتې، جوړونې او ویجاړونې د سم یا ناسم مشرتابه د رول پایله ګڼي.

نن آن په پرمختللو هېوادونو کې خلک په دې اند دي ، چې د ځانګړي کس رول د خلکو د پوهې د ډیریدو له کبله کمرنګه شوی دی.

بیا هم لیدل کېږي چې د یوشرکت د مدیر یا مشر بدلیدل، د هغه شرکت یا کارخانې د ونډو بیه د بورس په بازارونو کې بدلوي او د نوموړي شرکت یا ادارې په هکله د بیلابیلو انګېرنو لامل ګرځي.

د تېرو او اوسنيو سیاسي، اقتصادي، نظامي او کلتوري فعالیتونو په ټولوکچو کې د مشرانو او مدیرانو رول  ته په کتنې سره دا ټکی جوتیږي، چې رهبريت او مدیریت د پرمختګ او ټولنیزو بدلونونو په ټولو ډګرونوکې د تل په شان خورا ارزښتناک او بنسټیز رول په غاړه لري او پرته له دې نشوکولای د یوې ډلې، ادارې، ملت یا نړیوالې ټولنې لارښوونه طراحي او تنظیم کړو. د ملتونو او انساني ټولنو د ژوند د تاریخ مطالعه ددې خبرې څرګندویي کوي.

د رهبرۍ د اخلاقو اړوند له ډېرې پخوا زمانې څخه خلکو د رهبرانو له اخلاقو او چلندونو سره سر و کار درلود. د تاريخ کتابونه په زياته اندازه د ښو پاچاهانو او بدو پاچاهانو، ښو امپراتورانو او بدو امپراتورانو، او قوي ولسمشرانو او کمزورو ولسمشرانو په اړه مسايل لري.

خو د دې ټولو باوجود د رهبرۍ د اخلاقو د تيورۍ په اړه ډېر په لږه اندازه کتابونه او نشر يې چاپ شوي دي. په عمومي ډول له (1970)م کال راهيسې د کاروبار د اخلاقو په اړه زيات مطالعات ترسره شوي دي، خو دغه مطالعات يواځې په حماسي ډول د رهبرۍ له اخلاقو سره اړيکه او تړاو لري.

حتی د مديريت په ادبياتو کې، چې د لومړې ځل لپاره د حرفوي او مسلکي اشخاصو لپاره ليکنې کيږي، د رهبرۍ د اخلاقو په اړه ډېر لږ کتابونه شتون لري. دا د دې ښودنه کوي چې د رهبرۍ د اخلاقو مسئله ترسره هم په هماغه ابتدايې مرحله کې پاتې ده او کوم انکشاف يې نه دی کړی.

په پخوانيو ليکنو کې چې په ځانګړي ډول د رهبرۍ پر اخلاقو باندې يې تمرکز کړی دی، دغه ليکنې له (1996)م کال څخه راپديخوا پيل شوي او ليکل شوي دي. دا د کاري نسخو (پاڼو) يوه مجموعه ده چې د رهبرۍ د عالمانو د يو کوچني ګروپ له خوا رامنځته شوي دي، او د (W.K. Kellogg) د بنسټ له خوا را يو ځای شوي دي. دغو عالمانو دا ازمايلي ده چې څرنګه د رهبرۍ تيوري او عمل په ټولنه کې د عدالت لپاره کارول کېدای شي. د (Kellogg) نظريات اوس وخت په يو جلد کتاب کې چاپ شوي دي چې د (اخلاق، د رهبرۍ زړه) (Ethics, the Heart of Leadership) په نوم دی.

د رهبرۍ د اخلاقو د ماهيت په اړه د خلکو دلچسپي زياته شوي ده، په ځانګړې ډول د اخلاقي رهبرۍ د ماهيت د څېړلو په برخه کې دلچسپي زياته شوي ده.

هغه اخلاق چې یو رهبر یې له ځانه ښایي او د هغه د بریالیتوب تر منځ یوه مستقیمه اړیکه لري. هغه رهبر چې خپل اخلاق ښایي په کاري ځای کې اعتماد رامنځته کوي. ځینې اخلاقي ارزښتونه چې رهبران ورته په عامه توګه اشاره کوي په لاندې ډول دي:

د مقام غوښتل (جاطلبی)، وړتوب (لیاقت)، بیل والی، برابري، سموالی، خدمت، مسؤولیت، دقت، احترام، فداکاري، تنوع (توپیر)، سمون، ساعت تیری/ له کاره بهر وخت تیرول، وفاداري، اعتبار، صداقت، د نویو مسایلو وړاندې کول، د ټیم کار، غوره والی، د مسؤولیت احساس، د واک ورکول، کیفیت، موثریت، حیثیت ( لوړوالی)، ګډ عمل، نظارت کول، خواخوږي، د کار سرته رسول، زړه ورتیا، عقل، خپلواکي، امنیت، ستونزې، نفوذ، زده کړه، رحم، ملګرتیا، نظم/ انضباط، سخاوت، دریدنه، خوشبیني، د اعتماد وړتیا درلودل، د بیا ګرځیدو وړتیا درلودل.

اخلاقي او غير اخلاقي رهبري

د اخلاقي رهبرۍ ښيګڼې او نيمګړتياوې:

الف) د اخلاقي رهبرۍ ښيګڼې

د اخلاقي رهبرۍ تر ټولو ستره ښيګڼه دا ده چې څرنګه دغه ډول رهبري له دندې څخه د بهتر رضايت د رامنځته کولو سبب کيږي، يعنې اخلاقي رهبري کولای شي چې د کارمندانو له خوا له دندې څخه رضايت زيات کړي، کوم چې په خپل وار سره د کارمند باور او ژمن توب زياتوي. په (2009)م کال کې په يوې څېړنې کې چې د (Walumbwa) او (Schaubroeck) وموندله چې ډېر کم امکان لري چې کارمندان د اخلاقي رهبرۍ لاندې خپلې دندې پرېږدي او په مجموع کې کارمندان خوشاله وي او له سازمان سره د موخې په لاسته راوړلو کې مرستندوی وي.

د اخلاقي رهبرۍ په واسطه له دندې څخه رضايت زياتېږي. د اخلاقي رهبرۍ په صورت کې به يو کارمند د دې احساس ونه کړي چې ګواکي د خپلو مفکورو او نظرياتو د وړاندې کولو څخه بې برخې شوی دی او د لوړ رتبه چارواکو او ټيټ رتبه چارواکو تر منځ اړيکه په دوه اړخيزه احترام باندې ولاړه وي. له هر يو انفرادي شخص سره په احترام سره سلوک کيږي او کوم کار چې کوي هغه ستايل کيږي او قدر يې کيږي، سربيره پر دې، څرنګه چې اخلافي رهبران د مثال په واسطه رهبريکيږي، نو په دې صورت کې د دې امکان شته چې له يو بل سره د مرستې رويه په ټول سازمان کې خپره شي. اخلاقي رهبران سازمان ته شکل ورکوي او له همدې امله، سازمان به هغه اشخاص راجذب کړي د چا چې خپل مورال او اخلاقي طرزالعمل د رهبر سره يو شان وي، د اخلاقي رهبرۍ په صورت کې کارمندان په چټکۍ سره د ستونزې په اړه راپور ورکوي. هغه ستونزې چې ممکن په سازمان کې رامنځته شي د هغوی په اړه د مادونانو له خوا له کومې ويرې پرته له رهبر سره پرې بحث کيږي، په مجموع کې د اخلاقي رهبرۍ له امله، د سازمان په دننه کې د کاروبارونه پورونه کمېږي او د زيات لګښت لرونکي تيروتنو مخه نيول کيږي. ښه رهبري کولای شي چې د ټيټې سطحې کارمندانو د پرمختګ لامل وګرځي.

ب) د اخلاقي رهبرۍ نيمګړتياوې : 

د اخلاقي رهبرۍ د مثبتو ټکو تر څنګ منقې نقاط هم لري. دغه نيمګړتياوې يې په لاندې ډول دي:

  1. اخلاقي رهبري دې ته اړتيا لري چې د رهبر اخلاقي طرزالعمل بايد د سازمان له لرليد سره يو شان وي. خو يوازې رهبر او سازمان اړ نه دی چې د سازمان له لرليد سره په مطابقت مخکې تګ وکړي بلکې مادونان هم همداسې کړنه ترسره کړي.
  2. اخلاقي رهبري د رهبر د نفوذ اچولو پر قابليت باندې تکيه لري.
  3. ډېره ستونزمنه وي چې په لوړه سطحه اخلاقي معيارونه هر وخت وساتل شي.
  4. د اخلاقي رهبرۍ په صورت کې، سازمانونه سياستونو ته زياته پاملرنه کوي.
  5. په پای کې ويلای شو، چې دا ډېره ستونزمنه وي چې د اخلاقي رهبرۍ ثبات وساتل شي، يعنې اخلاقي رهبري د ثبات لرونکي نه وي.
(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.