The news is by your side.

د رهبر په تمه

عزیزالله انیس

0 111

   افغاني ټولنې ته بېلابېل ګواښونه متوجه دي، مثلن: فقر، د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو نشتون، ناسم رواجونه… که د ژوند هر ډګر له دنیا او سیمې سره پرتله کوو، نو زموږ ټولنه په ډېر بد حالت کې ده. دې بدو حالاتو ته تر ټولو ډېره لوستې او باشعوره طبقه زورېږي.

     دوۍ بیا خپلې ټولې هیلې مسیحا ته سپاري، فکر کوي چې یو مسیحا به راپیدا کېږي او دوۍ به له دې بد حالت څخه وباسي. شاعران مو هم د همدې هیلې د پوره کېدو لپاره له وخته غواړي چې بېرته راوګرځي:

اې وخته! بېرته راشه یو افغان وزېږوه

یا خو میرویس خان یا احمدخان وزېږوه

چې ننګ د وطن وکړي داسې ځوان وزېږوه

یا خو خوشال خان یا پاچاه خان وزېږوه

     شاعري خو د احساساتو د بیان ژبه ده، د دې پیچلو ستونزو حل نشي رااېستلی. د لوستو ځوانانو په لور به سترګې ورواړوو. لوستي ځوانان د پرمختګ د لارې مالومولو لپاره د نورو ټولنو تاریخ لولي. دوۍ فکر کوي لکه څنګه چې هندیانو ته ګاندي راغی، د افریقا تور پوستو ته نیلسن منډیلا راغی، د امریکا تور پوستي ماتر لوتر کینګ د امریکا له جبر خلاص کړل، عربان جمال عبدالناصر د تمدن په لاره سمه کړل… نو موږ ته هم د یو داسې کس اړتیا ده چې د پرمختګ او تمدن په لار مو روان کړي، په ولس کې شعور پیدا کړي، هېوادنۍ مینه عامه کړي….

     لوستي ځوانان باید په یاد ولري چې رهبر له اسمان څخه نه راښکته کېږي او نه له موره رهبر زېږي، بلکې همدا ولسونه دي چې رهبران روزي. که موږ د پورتنیو نوموتو رهبرانو ژوندلیکونه وګورو، نو راته مالومېږي چې د دوۍ په ملت کې له اکثریتو سره د همدې هیلو جوش او ولولې وې، دوۍ د دې اکثریت افکار او غوښتنې سره منسجمې کړې، بحثونه یې ورباندې ایجاد کړل، دا غوښتنې او افکار یې دنیا ته وړاندې کړل، بلاخیره د ټولنې حالت یې بدل کړ او تاریخ دوۍ اتلان راوپېژندل.

     پاکستانی تاریخ لیکونکی ډاکټر مبارک علي دا د تاریخ یوه اشتباه بولي چې دوۍ د مشخصو افرادو یادونه کوي او هغه خلک هېروي چې د دوۍ ترڅنګ ؤ، نوموړی وايي: یو کس په یوازې ځان هېڅ نشي کولی، هغوۍ چې اتلان دي، ترڅنګ یې ګڼ نور خلک هم ؤ، خو تاریخ یوازې مشر/ رهبر یاد کړی، په نورو یې بحث نه دی کړی. دا کار تاریخ لیکونکو د تاریخ لیکلو د اسانتیا لپاره کړی.

     که موږ له وخت څخه دا هیله ولرو چې د افغاني ټولنې د رهبري کولو لپاره دې یو متدین رهبر راپیدا کړي، نو باید عوامل یې هم په پام کې ونیسو، د دې لپاره یو متدین اکثریت ته اړتیا ده. دا متدین اکثریت به د خپل وطن د پرمختګ لپاره په ګډه کار کوي، له دې بدو حالاتو څخه د وتلو لپاره به نوې تګلارې جوړوي، په سر کې به یې د پرمختګ نشه وي او له سیمې او نړۍ سره د ځان سیال کولو تنده به لري. د دې ټولو هڅو په نتیجه کې به بیا د دې اکثریت په منځ کې یوه ډله پیاوړي اشخاص راپیدا کېږي او د دې ډلې په منځ کې به بیا داسې یو شخص راپیدا شي چې د مشرتوب او رهبري کولو وړتیاوې به لري. د لوی اکثریت د هیلو او ارمانونو ترجماني به کوي. همدا به بیا رهبر شي، د خپلو ملګرو او پلویانو په مرسته به اصلاحات راولي، ځان به له سیمې سره سیال کوي او تمدن ته به لار پرانیزي.

     اوس دا د لیکوالانو، لوستو ځوانان او حکومت مسؤلیت جوړېږي چې د افغاني ټولنې اکثریت باسواده کړي، شعور ورکړي، په هېوادنۍ مینه یې وروزي او د دنیا له پرمختګونو یې خبر کړي. کله چې اکثریت باشعور او متدین شو، نو د دوۍ د هیلو د پوره کېدو لپاره به حتمن رهبر راپیدا کېږي.

عزیز انیس

۱۴۰۰/۱۰/۱۶

Leave A Reply

Your email address will not be published.