The news is by your side.

د رواني امنیت اړتیا ـ اغېزې/ خالد تکل

0

ناامني له چاپېریال ناراضيتوب، ناخوښي، وېره، نه ډاډمنتیا، یا د ناخوندیتوب احساس دی. په  ناامنۍ کې د اندېښنو، وېرې، وحشت او ژور خپګان احساس پر انسان حاکم وي، دا احساس په هر حالت کې زیان اړونکی دی، خو که دایمي پاتې شي، انسان تر مرګ رسوي.  رواني بې ثباتي او ناسم چلند هله پر انسان غالبېږي چې انسان د ناامنۍ احساس ولري، دا احساس د انساني ژوند پر ټولو اړخونو سیوری غوړوي، خو په ځانګړې توګه د انسان ټولنیزې اړیکي ډېرې ځپي او انسان په ټولنیز لحاظ ګوښی کوي؛ مګر امنیت ازادي ده مطلق یا نسبي او په امنیت کې د انسان جسمي او رواني روغتیا سالمه وي؛ امنیت هغه حالت دی چې د انسان د اړتیاوو پوره کېدل پکې تضمین شوي وي. دا وخت انسان عاطفي، مینه ناک، مهربان، منونکی، ارام او باثباته وي.

رواني امنیت د روانپوهنې یا ارواپوهنې د بحث مهمه موضوع ده، خو زه هڅه کوم په دغه لیکنه کې د رواني امنیت په ټولنیزه اړتیا، اغېزو او پایلو ځینې خبرې وکړم.

څه موده مخکې یو ملګري خبره کوله چې کابل ښار کې د شپې یو واده ته بلل شوی وم، واده د ښار په یو لوی د ودونو سالون کې و او د هوټل موقعیت هم په داسې سیمه کې و چې له امنیتي اړخه دا سیمه د ډاډ وړ ده، خو کله چې ناوخته له تالار راووتم او د سړک پر غاړه ټیکسي ته منتظر شوم، نو ځان مې ډادمن نه احساسوه او د څو ټیکسيوانانو څېرې مې دقیقې وکتلې چې د څه دول شخصیت خاوند يې حس کولای شم.

وېره راسره دا وه چې ټیکسوان له غلو او نورو ډلو سره لاس ونه لري او زما د تښتولو یا لوټولو هڅه ونه کړي. دا کیسه د رواني ناامنۍ غوره بېلګه ده.

راځم بل مثال ته: زه باید د ۲۰۱۵ کال په اګسټ کې د جوزجان مرکز شبرغان ته د یوې سروې لپاره تللی وای، خو په کابل کې د دفتر همکارانو راته وویل لار ناامنه ده او باید هوايي لاړ شې، ځینو يې ان ویل پر لار طالبان ځای ـ ځای موټر پلټي او ته باید هېڅ ډول اسناد له ځان سره ونه لرې.

دا د رواني اناامنۍ یو بل مثال شو چې پر ځای د دې چې زه د خپل راسپارل شوي ماموریت په ښه شان ترسره کولو فکر وکړم، ټول تمرکز مې د خپل ژوند پر بقا او امنیت ورټول شو.

د استخباراتي جګړو یو اصل دا دی چې عام ذهنیت تخریب کړئ، وې ځپئ او په ټوله مانا له ژونده يې زړه توري کړئ. د وسله والو ډلو دا ډول تبلیغات ګڼ اهداف لري، خو ظاهراً دا تبلیغات په سیمه کې د جګړو د پیل یا فزیکي ناامنۍ لپاره ترسره کېږي.

څو ورځې مخکې ما او څو نورو ملګرو تصمیم ونیو چې د چکر او تفریح لپاره کونړ ته لاړ شو او په کونړ کې دانګام او شیګل ولسوالیو ته حتمي ځو، خو ځینو ملګرو ویل نه تر مرکز اسعد اباد ځو او تر مرکز ور هاخوا د دولت واکمني نشته، پرېکړه مو په اکثریت وکړه او د کونړ پر لور وخوځېدو.

غرمنۍ مو د کونړ په سرکاڼو کې وخوړله او بیا د دانګام پر لور وخوځېدو، د شنو غرونو په منځ کې لاره، سیند، شنه فصلونه او تور سړک د سیمې طبعیت ته ځانګړې ښکلا ورکړې وه، خو زما په زړه کې یوازینۍ وېره دا وه چې موږ داسې سیمې ته روان يو چې د سیمې د خلکو په وینا دې درو  سلګونه ککرۍ خوړلي دي.

پر لار د افغان ملي امنیتي ځواکونو ځای ـ ځای پوستو او ملي بیرغ په لیدو مې زړه ډاډه کېده، خو زه د رواني بې ثباتۍ سره مخ وم او هره شېبه مې د یو ګواښ د پېښېدو وېره احساسوله، موږ ماښام ناوخته د دې ولسوالۍ (انځر کوټ) سیمې ته ورسېدو، د سیمې خلکو زموږ هرکلی او میلمپالنه وکړه.

په دې سیمه کې چې ما د خلکو اخلاص او امنیت وکاته، نو هر څه زما د هغه تصور چې ګوندې دلته ناامني، وژنې او د راکټونو د ګولیو باران دی، پر خلاف و؛ دلته مینه وه، دلته سکون و او دلته د ژوند سندره غږېدله.

له دې تجربې او مشاهدې ما حس کړه چې په افغانستان کې روانې جګړې پر فزیکي ناامنۍ سربېره موږ په رواني ډول لا ډېر شکنجه کړي یو. شاعر او لیکوال استاد عبدالغفور لېوال یوه خبره ډېره لیکي چې د افغان انسان له ژوند سره مینه پیدا شوې ده او دا مینه به يې د غوره ژوند جوړولو لپاره لا ډېر وهڅوي. له شک پرته د انساني ژوند د بقا لپاره امنیت (رواني او فزیکي) تر ټولو مهم او ارزښت وړ حالت دی.  “پېړۍ پېړۍ کېږي، چې موږ افغانانو ته د ژوند او بلکې د ښه ژوند لپاره د تلاش کولو غیبتونه کېږي، زموږ پر عامه ذهنیت حاکم تبلیغاتي فرهنګ ډېر زیات حماسي و او لا دی، موږ چې خپل تاریخ پرانیزو نو وینې ورڅخه فوارې وکړي. خوشاله یو، چې له سکندره تر چنګیز و انګریز و روس پورې ټول مو وهلي دي او تاریخ مو د سر وهلو، سر بایللو او لښکر تاریخ دی. همدغه افراطي او له مبالغو ډک حماسیت له ژوند سره بې مینې کړي یو، یوه ورځ د غیرت ژوند تر یوه عمر عقلاني ژواکه غوره بولو او د غیرت تعریف مو هم خورا زوړ دی. له ژوند سره مینه او د بشري ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره هاند و هڅه زموږ لپاره ښه څيزونه نه ایسي، سوداګري او تجارت لا تر اوسه دوکانداري ګڼو او دوکانداري و بقالي د شرم خبره بولو. لا تراوسه پر لویو پانګوونو باور نه لرو، ځکه خو په خپل تنګ چاپېریال کې محدود ژوند لرو. “

د غوره ژوند لپاره امنیت شدیده اړتیا ده. د خلاقیت او نوښت لپاره رواني امنیت لکه د انسان لپاره اکسیجن هومره اړتیا ـ ارزښتمن دی.

څه موده مخکې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي کیسه کوله چې د غلو له لوري د پلار تر تښتولو وروسته د ټولې کورنۍ د امنیت په اړه اندېښمن یم او دې اندېښنو مې پر لوبو جوت اغېز کړی دی.

دا بېلګه موږ پر ښوونکي،  محصل، د پوهنتون استاد، سوداګر، داکتر او بل هر انسان تطبیقولی شو چې اندېښنې يې د ژوند په ورځینو چارو منفي اغېز ښندي.

په رواني ناامنۍ کې سادیستان زموږ له ځورونې او شکنجې خوند اخلي، خو که رواني امنیت حاکم وي، نور به د سادیزم پر ځای له موږ سره د غوره ژوند لپاره نظرونه او تجربې شریکوي.

تاریخي شواهد وايي چې په پخوا کې افغانستان ته د نړۍ له هره کونجه خلک د سیاحت لپاره راتلل او دا سیمه يې د طبیعي ښکلا په لحاظ کم یافته ګڼله، خو اوس ټولیزې ناامنۍ دومره منفي اغېزې پرېښي چې ان بهرني خو پرېږده ـ پرېږده افغانان ځان خوندي نه احساسوي.  ښکاري چې رواني ناامنۍ اقتصادي او فرهنګي زیانونه هم اړولي دي.

“جګړه باید خپل شکل بدل کړي او ځای یې انساني هوښیاري ونیسي، چې د انسان د وینې څښلو پر ځای د انسان خدمت وکړي او بلاخره د انسان ذات تحقق ومومي، هغه څه چې انسان ورته په طبیعي ډول اړتیا لري  پوره شي او په خوښۍ سره هم  خپله ژوند وکړي او بل هم ژوند ته پریږدي.”

څه موده مخکې ولسمشر غني په کوم مطبوعاتي کنفرانس کې د ټولنیزې سولې خبره وکړه. ټولنیزه سوله، رواني امنیت  ته وايي او دا موضوع پکار ده چې په یو جلا لیکنه کې تحلیل او وڅېړل شي.  ټولنیزه سوله څه مانا؟ دا مانا چې سوله باید د انسان په روان کې ننوځي او ريښې وغځئ، د دې سولې ټینګښت تر فزیکي امنیت او اوربند وروسته کلونه ـ کلونه وخت غواړي.

که څه هم افغان انسان تر بل هر وخت، اوس سولې ته خوشبین دی او ارزو يې دا ده چې خپله او راتلونکی نسل په یوه امنه، باثباته، پرمختللې او پر ځان بسیا ټولنه کې ژوند وکړي؛ خو پوښتنه دا ده چې تر اوربند وروسته د رواني ثبات لپاره او پر ځان بسیا ټولنې لپاره باید څه وشي او له کوم ځای پیل شي؟

زما وړاندیز دا دی چې د رواني امنیت د ټینګښت لپاره د افغانستان پر ټولو قوانینو د بیاکتنې ترڅنګ يې پر تطبیق غور وشي او د قانون پلي کېدل عام شي، د معافیت فرهنګ له منځه لاړ شي او خلکو ته د موډرن ژوند لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شي. هېڅ افغان باید د محرومیت احساس ونه لري او که چېرته خدمات عادلانه نه اوسي، نو محرومیت خپله، انحراف ته زمینه برابروي.

انسان چې کله هم له ټولنیزو اصولو او قوانینو انحراف وکړ، نو ټولنه په ثبات کې نه پاتې کېږي او کله چې ټولنه بې ثباته شي، اغېز يې ټولیز وي.

د رواني امنیت ټیګنښت بل مسوولیت د ټولنې لوستي او نخبه قشر ته متوجې کېږي. د نارسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې (یوویشت میلیونه ) افغانان انټرنیټ ته لاسرسی لري، نو دوی کولای شي په ټولنیزو رسنیو کې د رواني امنیت ټینګښت لپاره پراخ تبلیغات ترسره کړي او خلک د ژوند په ارزښت وپوهوي.

(Visited 68 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.