The news is by your side.

د روانې جګړې ګټونکی څوک دی؟/ اسدالله شهاب

0
هره شخړه او جګړه په اصل کې له يوې دعوې پيلېږي، دغه دعوه که مقابل لوری په پيل کې ومني بيا لفظي شخړې او جګړې ته اړتيا نه پېښېږي او که يو لوری دعوه وکړي او بل لوری يې ونه مني نو بيا خبره تر لفظي شخړې جګړې ته وځي او په پای کې دعوې ته په کتلو سره بيا د جګړې ګټونکي او بايلونکي ټاکل کېږي.
د افغانستان روانه جګړه هم له يوې دعوې پيل شوې وه، دعوه د امريکې پر القاعدې وه چې په امريکا کې يې د نړيوال تجارتي مرکز دوه دنګې ودانۍ په مرموز ډول ونړول شوې، مرموز په دې معنی چې د بريدګرو څرنګوالی لا تر اوسه څنګه چې مناسب و؛ څرګند نه شو. خو پړه يې پر القاعدې واچول شوه او القاعدې هم د خپلو يو څو غړو انځوريز کليپونه خپاره کړل چې د بريد د مخه پر امريکې د حملې ګواښونه کوي، خو دا چې دا بريد رښتيا هم په تمامه معنی د دوی د ترتيب کړي پلان مطابق و او که ورسره د سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتي ادارو لاس هم شامل و؛ دا اړخ يې لا تر اوسه مبهم پاتې دی، اګر که په دې اړه ضد او نقيض خبرې ښکته او پورته شوې.
په ۲۰۰۱/۹/۱۱مه نېټه دا بريد ترسره شو، له بريد سمدستي وروسته د امريکې ولسمشر بوش اعلان وکړ چې دا برید القاعدې ترسره کړی دی چې مشري يې اسامه بن لادن کوي.
بوش له نړۍوالو وغوښتل چې د تروريزم پر خلاف د امريکې په څنګ کې ودرېږي او د افغانستان له حکومته يې وغوښتل چې د القاعدې مشر او غړي يې يا امريکې ته وسپاري او يا يې له افغانستانه ځواب کړي.
دا چې په دغه وخت کې پر افغانستان د طالبانو د امارت اسلامي دوره وه، د امارت اسلامي مشر ملا محمد عمر مجاهد د امريکې خبره په څرګندو ټکو رد کړه او امريکې ته د القاعدې د مشر اسامه بن لادن او نورو غړو د تسليمولو او يا هم له افغانستانه له ځوابولو يې په دې دليل انکار وکړ چې يو مسلمان به کفارو ته په هيڅ صورت ونه سپاري او دا کار يې د اسلامي اصولو او افغاني غرور خلاف وباله.
له همدې ځايه د امريکې او د طالبانو لفظي شخړه په درنې او تاوان اړوونکې جګړې بدله شوه، امريکې د پاکستان له لارې پر طالبانو سخت هوايي بريدونه وکړل او د طالبانو اکثريت مشران يې مجبور کړل چې د ژوند ژغورلو په خاطر له افغانستانه ووځي چې ډيرو يې د پاکستان پېښور، کويټې، کراچۍ او نورو ښارونو ته پناه یوړه.
په داسې حال چې القاعده او د القاعده شبکې د غړو ماشومان او کورنۍ يې په توره بوړه او په نورو ځايونو کې بې اسرې پرېښي و چې ډېرو يې بيا د امريکايي هوايي ځواکونو په بمباريو کې ژوند د لاسه ورکړ او ګڼ نور يې بګرام او ګوانتانامو ته انتقال کړای شول.
د نړيوالو ځواکونو په ملتیا امريکا وتوانېدله چې د طالبانو حکومت ړنګ کړي او بيا يې په بُن کې د يو شمېر افغانانو لخوا د افغانستان لپاره عبوري حکومت جوړ کړ چې دوی يې په خپلو جنګي الوتکو کې افغانستان ته د خپل حمايت لاندې انتقال کړل.
طالبان چې تر دې دمه پاشل شوي و، په کرار کرار بېرته منظم او د القاعدې په ملتيا يې د هېواد په جنوبي او د ختيځ په سيمو کې د امريکايي ځواکونو پر خلاف غلچکي بريدونه پيل کړل.
کلونه تېر شول، د امريکې او طالبانو جګړه همداسې روانه وه، په دې جريان کې د امريکې ولسمشر بارک اوباما څو څو ځله د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې که طالبان له القاعدې سره خپلې اړيکې پرې کړي مونږ ورسره ستونزه نه لرو، خو طالبانو ته چې د القاعدې په خاطر يې خپل حکومت او زرګونه غړي د لاسه ورکړي و، دا سخته وه چې له القاعدې برائت اعلان کړي، ځکه چې په حقيقت کې دا خبره د امريکې د هاغه مهال لومړنۍ غوښتنه هم وه کله چې امريکې پر طالبانو بريد نه و کړی، که طالبانو د امريکې دا غوښتنه منلای، نو هغه مهال به يې منلې وه چې په افغانستان کې د دوی تسلط او حکومت و.
له القاعدې برائت اعلانول طالبانو د خپلو اسلامي ارزښتونو او افغاني غرور خلاف عمل ګاڼه او پر همدې دريځ يې تقريبا دوه لسيزې خپل مقاومت ته دوام ورکړ.
په دې جريان کې د بارک اوباما دوه دورې حکومت هم ختم شو او د امريکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې، نوموړي په افغانستان کې د جګړې د ختمولو هوډ څرګند کړ او په خپل نوي سياست يې د افغاني الأصله امريکايي زلمي خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړې.
طالبانو په پيل کې له خبرو اترو انکار وکړ، خو پر پاکستان د امريکې د فشار په سبب آخر هم له امريکې سره خبرو اترو ته حاضر شول، دا چې طالبان د پاکستان په وساطت خبرو ته حاضر شول، دا خبره د پاکستان د صدراعظم عمران خان په ګډون ګڼو نورو پاکستاني چارواکو هم وکړه چې په اړه يې د طالبانو چوپتيا د دې خبرې پر صداقت دلالت وکړ.
طالبانو په قطر کې تر دې دمه د امريکايانو مرکچي زلمي خليلزاد سره ګڼې ناستې کړې دي او ويل کېږي چې دواړه لوري د جګړې د ختمولو په پار هوکړې ته نېږدې شوي دي.
دا هم ويل کيږي چې په ځينو مواردو توافق تقريباً نهايي شوی دی چې يو يې د القاعدې په شمول نورور بهرنيو وسله والو سره د طالبانو د اړيکو پرېکول دي.
د دې ټولو جريانونو د لنډ بيان نه هدف دا دی، که چېرې رښتیا هم طالبان له القاعدې سره د اړيکو پرېکولو امريکايي غوښتنه مني دا په دې معنی ده چې امريکايان تقريباً وروسته له شلو کلونو په دې وتوانېدل چې پر طالبانو خپله دعوه ومني.
يعنې له بلې زاويې طالبان آخر هم د امريکايانو اساسي غوښتنې ته سر ټيټ کړ چې دا يوه څرګنده ماته ده، اګر که طالبان به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل خپله اتلولي او بريا ګڼي، خو واقعيت دا دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د دې جګړې دعوه نه وه، په افغانستان کې د جګړې او امريکايي مداخلې اصلي دعوه له القاعدې سره د طالبانو د اړيکو پريکول او له افغانستان نه د القاعدې ويستل و چې دغه دواړه خبرې په پيل کې طالبانو له امريکې سره ونه منلې، خو اوس يې په داسې حال کې ورسره مني چې هم يې په افغانستان کې خپل تسلط او حاکميت له لاسه ورکړی دی، هم يې کورني رقيبان تر پرون غښتلي شوي دي، هم يې په ولسي او نړيواله کچه اعتبار له لاسه ورکړی دی، هم يې د اسامه او ملا محمد عمر په ګډون د القاعدې او د امارت سلګونه مشران ژوندي نه دي او هم يې نننی موقف د پروني دريځ په تقابل کې ولاړ دی.
که دا هر څه يې له امريکې سره منل، نو دا دومره اوږده جګړه د څه لپاره؟
دا د زرګونو افغانانو د وينو د تويولو باعث کېدل د څه لپاره؟
اوس چې طالبان له القاعدې د برائت لاسليک کړی سند له ضمانت سره ضميمه امريکې ته سپاري، نو ښه به نه وه چې هماغه وخت يې اسامه بن لادن ته ويلي وای چې تاسې شتمن ياست، زورور یاست، خپله چاره کولای شئ؛ لطفاً زمونږ له هېواده خپل ملګري يو بل ځای ته انتقال کړئ؟
د امريکې حکومت به له دې وروسته خپل ولس ته وايي چې مونږ په افغانستان کې د امریکا دښمن، القاعده ختمه کړه، مشر مو ورته وواژه، له طالبانو مو تضمين واخيست چې القاعده او د القاعدې په څېر د امريکې ګټو ته ګواښ پېښوونکې ډلې ته به په افغانستان کې نور ځای نه ورکوي.
خو طالبان به خپل مسلمان او مجاهد ولس ته څه وايي چې جګړه مو د چا په ننګه پيل کړې وه او د څه شي لاسليک مو ورته وکړ؟
له چا مو برائت اعلان کړ او چا ته د ګواښ نه پېښولو تضمين مو وکړ؟ او په ضمانت کې مو څوک ورکړل؟
کاش چې افغانانو د احساساتو پر ځای خپلو حالاتو ته په کتلو پر معقوليت سياست کولای!
کاش وروستيو افغانانو د مخکينيو افغانانو له غلط سياست نه عبرت اخيستلای!
کاش چې وروستی عقل لومړنی وای!
کاش، کاش او کاش
(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.