The news is by your side.

د زده کړو ناسم سیستم د لوستو ځوانانو اساسي ستونزه

شمس الدین شمس

0

تېرو څلورو لسیزو ناخوالو زموږ د هېواد زېربینا له مېنځه یووړه، په مادي او معنوي لحاظ یې هېواد ته بېشميره زیانونه ورسول، ګڼ شمېر هېوادوالو خپل ژوند پکې له لاسه ورکړ، هېڅ کورنۍ په هېواد کې پاتې نه شوه چې د دې یاغي اور لمبې یې تر درشله نه وي رسیدلې، له هېواد څخه زیات شمېر وګړي مهاجر شول چې اکثریت یې اوس هم له هېواده بهر ژوند کوي، مهاجرت د هيواد ستونزه نوره هم ژوره او پېچلې کړه، ځکه د کار وړ او کار پوه ځوان ځواک هېواد پرېښود، په کور دننه اکثره ځوانانو زده کړو ته لاسرسی نه درلود او بې سواده پاتې شول، د نورو سکتورنو تر څنګ په هېواد کې تعلیمي او تحصلي سکتور سخته ضربه ولیده، په کيفي لحاظ تر ټولو ټېټې کچې ته ورسید، دا ښکاره خبره ده چې زموږ د راتلووکي ژوند ډول او کیفیت زموږ د اوس مهال د زده کړو او روزنې په ډول او کیفیت پورې اړه لري، دا ناشونې ده چې زموږ د زده کړو او روزنې کیفیت دي ټیټ وي خو موږ دي د راتلونکي غوره ژوند هېله ولرو.

د زده کړو د کیفیت ټیټوالی په هېواد کې د کاري ځواک د کیفیت د ټیټوالي سبب کيږي، د کاري ځوا ک د کیفیت ټیټوالی په عامه اداره کې د خدماتو د کیفیت د ټیټوالي سبب کیږي، کله چې دولت سم خدمات عرضه نه شي کړای د دولت او ولس تر مینځ د واټن  رامینځ ته کیدو او  پرمختګ په وړاندي د خنډ سبب کیږي، نو په دې اساس ویلای شو چې د تعلمي او تحصلي سکټور د خدماتو کیفیت خورا مهم ده!

که څه هم په تیرو شلو کلونو کې ځوانانو او ځوان نسل ته خورا زیات او د ارزښت وړ کار شوی دی، د زده کړو فرصتونه ورته برابر شوي، ښوونځي او پوهنتونونه فعال شول حتي خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه رامینځ ته شول، تر ډېره حده زده کړو ته لاسرسی اسان شو، زیات شمېر ځوانانو زده کړې آن د ماسټري او دوکتورا تر کچې وکړې او مهمې دندې او درانده مسولیتونه ورته سپارل شوي خو بیا هم نن ورځ لوستي ځوانان له بیکارې، ناامنې او په حکومت کې د موجوده فساد څخه سخت اغیزمن او کړیږي، ډیری ځوانان د ناامنې او بیکارۍ له وجې د  هیواد پرېښودو ته اړشوي، زیات شمیر ځوانان په حکومت کې د فساد او د کار ګمارنې موجوده دود (روابط پر ضوابطو حاکموالی) څخه کړيږي او هره ورځ په رسنیو په ځانګړي توګه په ټولنیزو رسنیو کې د خپل زړه بړاس باسي او په هکله یې لیکل کوي. بیکاري، فقر، غربت او ناامني په هيواد کې د لوستو ځوانانو لپاره عمده ستونزې ښودل شوې. خو فکر کوم تر ټولو لویه ستونزه چې د لوستو ځوانانو حال او راتلونکی بلکې د ټول هیواد راتلونکی تهدیدوي د زده کړو ناسم سیستم او د کیفیت ټیټوالی ده. زما د لېکنې موخه زموږ په شته ښونېز او تحصلي سیستم کې ستونزو سپړل او حللارې ورته وړاندیز کول دي چې  په لاندې توګه دي:

ستونزې:

لومړی: موږ د لېسې په دوره کې په هر ټولګې کې شاوخوا اتلس بیلابیل مضونونه لولو چې تقربیآ هر مضون د یو مستقیل علم /د علم دیوڅانګې نمایندګې کوي د بېلګې په توګه کیمیا، تاریخ،حساب، تفسیر شریف… چې هر یویې د یو مستقلې څانګې نمایندګې کوي، خو کله چې زده کوونکي له لېسې څخه فارغیږي نو یواځي په مورنۍ ژبۍ لیکل او تر یوه حده ساده حساب کولای شي، حتی ځیني خو د دې جوګه هم نه وي چې په مورنۍ ژبه دي یو غوښتنلیک ولیکلای شي، نو هغه کسان چې له لېسې څخه ورسته د لوړو زده کړو تصمیم نلري او غواړي چې د کورنۍ لپاره کار وکړي ، د دندو په بازار کې د یو لوستي په صفت هغه مهارتونه چې نوموړي د زده کړو په نتجه کې تر لاسه کړې دنده نشي پرې ترلاسه کولای(د یو لوستي په توګه دنده نشي تر لاسه کولای!) ځکه هغه حد اقل مهارتونه چې د دندو په بازار کې د یوې دندې لپاره لازمي دي زموږ د لېسې فارغین يې نلري. د بېلګې په توګه د لېسې یو فارغ چې د کیميا یا ریاضي په مضون کې ډیر تکړه او ماهیر وي او وغواړي په اړوندو څانګو کې په دولتي یا خصوصي سکتور کې دنده واخلي نه یې شي اخستلای ځکه نوموړي له خپلو زده کړو څخه په عمل کې ګټه نشي اخیستلا ، د لېسي په دوره کې زده کوونکو ته تر ډېره زده کړي نظري ورکول کيږي او په عملي جنبه یې کار نه کیږي د بېلګې په توګه د ریاضي یو فارمول ورته کاروي او زده کوونکي یې هم هماغسي زده کوي خو په عمل او ورځني ژوند کې د استعمال په هکله څه نه ويل کيږي بنآ زمونږد زده کړو شته سیستم او نصاب په ورځنې ژوند کې تر ډیره کار نه ورکوي.

دوهم: کله چې زده کوونکي له ښوونځۍ څخه د لوړو زده کړو په تکل په کانکور ازموینه کې ګډون کوي اکثریت یې نه پوهیږي چې دکومې پوهنځۍ لپاره ازموینه ورکړئ، دا په دې معنی چې اکثریت زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره روښانه پلان نلري په اټکل ازموینه ورکوي او په آټکل پوهنځۍ ټاکي. دا ځکه چې ښوونکو د دوی د راتلونکي مسلکي ژوند په هکله پوره معلومات ندي ورته انتقال کړي، دا هم روښانه ده چې اکثریت ښوونکي د زده کوونکو د راتلونکي مسلکي ژوند د پلانولو یا لارښوونې په هکله کافي پوهه/مهارت نلري، بل د یادولومهم ټکی دا ده چې د لېسې په دوره کې زده کوونکي، ښوونکي او په ټول کې علمي هسته داسي ناستي او غونډې نلري چې په هغه کې په بیلابیلوعلمي مسایلو، د ژوند په نظم ،د وخت مدیریت، شخصي پرمختګ او په راتلونکي کې  د شخص د علمي پرمختګ په لارو چارو بحث وشي(په ځانګړي توګه د هیواد په لرو پرتو سېمو کې!) چې دا زموږ د زده کړېز سیستم د ستونزو تر ټولو لويه برخه جوړي.

کله چې زده کوونکي د شوق او علاقې له مخي نه بلکې په اټکل د لوړو زده کړو سیستم ته داخل شي پاېله به يې څه وي؟ د هر کار انجام د هغه له پيل څخه معلومیږي، نو پایله یې څنګه چې لازمه ده هماغسي به نه وي، کیدای شي یو تعداد زده کوونکي یې و نشي لوستلای او په نیمه لار کې لوړې زده کړې پرېږدي.  هغوی چې زده کړې پای ته رسوي زده کړې به یې ډېرې اغیزناکې نه وي.

دریم: د لوړو زده کړو د کیفیت ستونزه: که په پوهنتونونوکې د زده کړو کيفیت ته وکتل شي سړی فکر کوي چې ځني پوهنځۍ د څو کالو لپاره د محصلینو د بوخت ساتلو او وخت ضایع کولو لپاره رامینځ ته شوې، لکه په ولایاتو کې د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ، ما خپله د یادې پوهنځۍ محصلین په بلابیلو ولایاتو کې لیدلي چې د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ د څلورم ټولګې محصلین چې یواځې څو میاشتي ورسته به فارغیږي په خصوصي کورسونو کې د ایم ایس افیس   (MS Office)  پروګرام زده کړې کوي هغه هم د دې لپاره چې د یاد پروګرام له ځېنو اپلیکیشنونو څخه د ورځنۍ اړتیا استعمال زده کړي. همدارنګه د انګلیسی ادبیاتو د څلورم ټولګي محصلین په کورسونو کې د محاورې ټولګي تعقیبوي کنه لازمه خودا ده چې دوی د انګلیسي په ادب کې څیړنې کولای، یادې دوې پوهنځۍ د بیلګې په توګه یادې شوې، زمونږ اکثریت پوهځۍ همداستونزه لري، انجینري، طبابت …کي د یوې حتی د دوو پیړیو مخکینی نصاب تدریس کیږي چې اکثریت یې د دندو د اوسني بازار اړتیاوو ته ځواب نشي ویلای.

څلورم: اوسنی تحصلي سیستم انګیزه بښوونکی او مبتکیر نده: دا چې اوسمهال علومو خورا پرمختګ کړی او په هر علم او د علم په هره څانګه کې ډېرې څېړنې شوې او هره ورځ نوښتونه او نوي علمي نظرې رامینځ ته کیږي نو امکان نلري چې هر څه دي محصل د پوهنتون  او رسمې زده کړو په جریان کې زده کړي، دې ټکي ته پام سره د نړۍ هغه هېوادونه چې غوره تحصلي سیستمونه لري زده کوونکي پخپل مسلک کې څیړنو او تحقیقاتو ته هڅوي، زده کوونکو ته پخپل مسلک کې د پرمختګ کولو او ابتیکار هنر ور زده کوي  خو زموږ په هېواد کې استادان پخپل لیکچر نوټ( چېپټر) پورې محدود دي(اکثره پوهنتونو کې!) ، ډېرې کمې څیړنې کیږي بلکې دمحصلینو په مونوګراف هم سمه کرکتنه نه کیږي، دا چې محصلین له څیړنې سره اشنایي نلري نو مونوګراف هم په نورو لېکي /کاپي کويی . د محصلینو هدف هم فراغت ده! محصل له دې فکر سره فارغیږي چې باید رسمي دنده ولري، د زده کړو په هکله عام فکر هم همدا ده څوک چې زده کړې کوي باید رسمي ادارو کې دنده ولري ځکه پدې هکله هېڅ انګیزه نده ورکړل شوې چې پرته له رسمي دندې څنګه کولای شي شخصي کاروبار برابر کړي؟ څنګه پانګونه وکړي؟ او څنګه له خپلو مهارتونو څخه ګټه پورته کړي؟! بنآ محصلینو ته د پرمختګ انګیزه نه ورکول او د هغوي د ابتکار ځواک نه خوځول دا بله مهمه ستونزه ده چې زموږ تحصلی سیستم ورسره مخ ده.

حل لارې:

لومړی: پورته یادو ستونزو ته په کتو او په هیواد کې د دندو ټکنی بازار د ډیرو لوستو کسانو د بیکارې باعث شوی چې د ا په ټولنه ناوړه رواني منفي اغیزې لري، که په کلي کې یو څوک ۱۶ کاله زده کړي وکړي خو دنده ونلري او یا دنده ونشي کړای او د ژوند کچه یې ډیره ټيټه وي نو نور کلیوال به څنګه پخپلو تنکيو ماشومانو زده کړي وکړي، څنګه به خپل ځوانان  لوړو زده کړو ته وهڅوي؟ په هر صورت روښانه ده چې په راتلونکي خورا منفي اغېزي لري.

د دې لپاره چې یادو ستونزو ته مو حل لاره پیدا کړې وي، باید د زده کړو په سیستم او نصاب کې ژور مثبت بدلونونه د اړتیاوو سره سم راوستل شي ، د دې کار لپاره موږ په هېواد کې د پوهنې وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، د علومو اکاډمې او نور علمي څیړنيز بنسټونه لرو چې یو له بل سره په همکاري کولای شي دا دروند مسولیت ترسره کړي.  د دې لپاره چې دا کار چټک او منظم پر مخ لاړ شي باید له یادو نهادونو څخه یوه ته د نصاب او زده کړو د سیستم د بدلون دنده ورکړل شي چې نوموړی بنسټ به په کور دننه او له ورته نړیوالو بنسټونو سره په همکاري زموږ د اړتیا وړ سیستم رامینځ ته کړي، که څه هم دا کار په یو یا دوه کاله کې نشي تر سره کیدای اوږد مهاله هڅو ته اړتیا لري خو بیا هم پیل یې لازمي ده ، اوسمهال  په دې هکله مهم ګامونه پورته شوي او کار جریان لري خو باید ډیره زیاته توجه ورته وشي د اصلاحاتو کار ډیر ګړندی شي.

دوهم باید د ښوونځې د زده کړو په سیستم کې بدلون راوستل شي، ۵۰ ٪ دیني او ۵۰٪ ساینسي او ټولنیزي زده کړې پکي وشی ( د دیني زده کړو په اړتیا مې په تیره لیکنه : د افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ لاملونو کې تفصلي بحث کړی). تر لومړني یا منځنۍ ښونځۍ دي عمومي ولوستل شي ورسته دي ساسني او ټولنیزو علومو په اساس هر څانګه زده کوونکي بیل شي، او هرې څانګي ته دي په اړوندو ساینسي او ټولنیزو علومو ډیر تاکید وشي. د دې په پلې کولو سره به هغه زده کوونکي چې غواړي لوړې زده  کړي وکړي په شعوري توګه به اړوندو پوهنځیو ته شاملیږي او د لوړو زده کړه ټاکنه به ېې په شعوري او د علاقې په اساس وي نه په اټکل.

دریم: د ښونځۍ په دوره کې دي د زده کوونکو په شخصیت جوړولو، اخلاقي اوفکري ودې، شخصي او مسلکي پرمختګ باندي زیات کار وشي ، هر زده کوونکي ته دي ورپه ګوته شي چې دوی په کوم برخه کې زیات استعداد لري که څه هم له پورته یاد سیستم پلي کولو سره دا ستونزه خپله حل کیږي خو بیا هم د مسلکي پرمختګ په لارو چارو دي زیات کار ورسره وشي. دا روښانه ده چې ټول علوم د ښوونځی او پوهنتون په لوستلو سره نه زده کیږي خو په دواړو دورو کې زده کوونکو ته د پرمختګ انګېزه او هنر ورښودل د دوي په راتلونکي خورا مهمې اغیزې لرلای شي.

څلورم: زده کوونکو ته دي د څیړنو زمینه برابره شي په ځانګړي توګه په پوهنتونو کې دي د علمي څیړنو زمينه برابره شي چې هم د نورو له علمي څيړنو ګټه واخیستلای شي او هم خپله څیړنې وکړي، د محصلینو لپاره دي څیړنې لازمي شي او د څیړنو د خپرولو لپاره باید هر پوهنتون لیږ تر ليږه یو علمي ژورنال ولري په ډیجټل/هارډ بڼه چې زده کوونکي او استادان خپلي څیړنې پکي خپرې کړي. همدارنګه هره پوهنځۍ باید په اړوند برخه کې څیړنیز مرکز ولري چې د دولت او خصوصي سکټور لپاره د پیسو په بدل کې د اړتیا وړ علمي څیړنې وکړي، په دې سره به هم زده کوونکو ته د زده کړو په جریان کې د کار او تجربې د تر لاسه کولو زمینه برابره شي او هم د پوهنتونونو د مالي خودکفایې لپار مهم ګام ده، کله چې پوهنتون په کافي اندازه بودجه ولري په اساني سره کولای شي خپلې چارې معیاري او په لوړ کیفیت سره ترسره کړي.

پنځم: که څه هم پورته يې یادونه  وشوه خو د زیات اهمیت له امله یې یو ځل بیا یادونه کوم دا چې په ښوونځۍ او پوهنتون کې دي د زده کوونکو اخلاقي او مسلکي ودې ته زیات پام وشي ، له هر زده کوونکي څخه دي بشپړ اخلاقي شخصیت جوړ کړي تر څو په لیدلو يې په ټولنه کې نور هم ور څخه اغیزمن شي او خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي. همدارنګه زده کوونکي دي مبتکر وروزل شي ، د ابتکار ځواک دې را بیدار کړای شي، ابتکار کولو ته دي وهڅول شي او د لازیات پرمختک کولو انګیزه دي ورکړل شي.

شپږم: د ښونځۍ او پوهنتون په جریان کې باید زده کوونکي ، ښوونکي او علمي څیرې غونډې او علمي مجلسونه ولري او مسلکي او علمي پرمختګ په لارو چارو دي بحث وشي او ځوانانو ته دي په راتلونکې کې د پرمختګ انګېزه ورکړل شی.

د یادو ټکو په پلي کولو سره به د راتلونکي نسل د مسلکیتوب، بیکارې او په هيواد کې د مسلکي کارځواک د کیفیت ستونزه تر ډېره حده حل شي!!!

پاېله:

اوسمهال لوستي ځوانان له ډېرو ستونز کړيږي چې په هیواد کې د زده کړو نا سم سیستم او ټیټ کیفیت یې له اساسي هغو څځه ده.

ستونزې:

  • اوسمهال په لېسه کې ۱۸ مضمونونه تدریس کيږي، خو په هکله یې د فارغینو د پوهې کچه ټیټه د دندو په بازار کې پرې دنده نشي پیدا کولای
  • د لېسې زده کوونکو ته د راتلونکي مسلکی پرختګ په هکله انګيزه او لازم معلومات نه ورکول کیږي ځکه د کانکور په ازمینه کې اکثریت زده کوونکي په اټکل پوهنځۍ ټاکي
  • د لوړو زده کړو ټیټ کیفیت بله سونزه ده چې محصلین وسره لاس او ګریوان دي د ځېنو پوهنځو په هکله فکرکیږي چې د محصلین د بوخت ساتلو او وخت ضایع کولو لپاره جوړي شوې ځکه د څلورم ټولګی محصلین داړوند پوهنځۍ اساسات په بازار کې په خصوصي کورسونو کې لولي!
  • اوسنی تحصلي سیستم محصلینو ته د پرمختګ په هکله انګیزه نه ورکوي
  • محصلین مبتکر نه روزل کیږي

حل لارې:

  • له لومړنۍ یا منځنۍ دورې ورسته دي ښوونځۍ د ساینس او ټولنیزو علوم په اساس په څانګو وویشل شي او په هره څانګه کې دي په اړوندو ټولنیزو او ساینسي مضامینو تاکید وشي.
  • د لېسې بلکې په ټول ښونيز او تحصلي بهیر کې دي د زده کوونکو اخلاقي او مسلکي ودې ته پاملرنه وشي دپرمختګ انګیزه دي ورکړل شي او مبتکر دي وروزل شي
  • د دولت اړوند بنسټونه دي د زده کړو او لوړو زده کړو په نصاب کې ورځنې اړتیا ته په کتو سره ژور بدلون راولي او ټول نصاب دي د اړتیاوو سره سم تازه کړای شي
  • په پوهنتونونو کې دي څیړنې عامې شي او لازمې اسانتیاوي دي رامینځ ته شی
  • د پوهنتونونو مالي ځان بسیایني ته دي ډیر پام وشي

د یادو ټکو په پلي کولو سره به د راتلونکي نسل د مسلکیتوب، بیکارې او په هيواد کې د مسلکي کارځواک د کیفیت ستونزه تر ډېره حده حل شي!!!

(Visited 10 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.