The news is by your side.

د سرټیفیکېټ، ډیپلوم او ډیګرۍ توپیر

0

علمي او اکاډمیک مرکزونه خپلو زدکوونکو ته د ټاکلي مهال زدکړو پوره کولو وروسته د دوی د فارغېدو د تایید لپاره د سرټیفیکېټ، ډیپلوم، ډیګرۍ او په نورو نومونو سندونه ورکوي. زموږ زیاتره خلک او تر دې چې زموږ علمي او اکاډمیک مرکزونه هم د دوی ترمنځ توپیر نشي کولی؛ نو ځکه په دې لیکنه کې د دوی ترمنځ توپیر را سپړل شوی دی. سرټیفیکېټ، ډیپلوم او ډیګري درېواړه هغه سندونه دي، چې د علمي او پوهنیزو مرجعو له لوري د زدکړو له بشپړولو وروسته فارغ زدکوونکي ته ورکول کېږي. اوس راځو دې ته چې دا درېواړه کلمې څه دي او په خپلو کې څه توپیر لري؟

لومړی: سرټیفیکېټ

سرټیفیکېټ هغه سند ته وايي، چې د یوه ځانګړي کورس یا ځانګړې زدکړیزې برخې له بشپړولو وروسته ورکول کېږي. یا په بل ډول؛ سرټیفیکېټ هغه سند ته ویل کېږي، چې د ځانګړي مهارت ترلاسه کولو په پار د ځانګړي کورس له بشپړولو وروسته زدکوونکي ته ورکول کېږي. د بېلګې په ډول؛ کمپیوټرساینس په برخه کې د وېبپاڼې جوړولو پروګرام له بشپړولو وروسته زدکوونکي ته د سرټیفیکېت سند ورکول کېږي یا هم د ادبیاتو په برخه کې د ژباړې ځانګړي کورس په بشپړولو سره زدکوونکي ته سرټیفیکېټ ورکول کېږي. یا هم د ادارې زدکوونکو ته د مدیریت یا رهبرۍ د ځانګړي کورس وروسته سرټیفیکېت ورکول کېږي. سرټیفیکېت ډېر ډولونه لري، لکه لوړ عادي، لوړ او ډېر لوړ سرټیفیکېټ؛ چې لوړ او عادي سرټیفیکېټونه زیاتره تر ډیپلوم رسېږي. خو عادي سرټيفیکېټ ورکولو لپاره زدکړې موده له میاشت نیولې تر کاله وخت نیسي. کېدای شي، چې له کاله هم ډېر وخت ونیسي. د سرټیفیکېشن کورس یوه ځانګړنه دا ده، چې زدکوونکي پر دې نه مجبوروي، چې لېسه دې لوستې، که نه؟ پوهنتون دې لوستی که نه؟ یا هم که لږ یې نور ساده ووایم، د سرټیفیکېټ ترلاسه کولو لپاره د کورس تعقیبول د ډیګرۍ غوندې دا نه غواړي، چې ایا ته ډیپلوم لرې که نه؟ که څه هم زموږ په هېواد کې اکاډمیک او علمي مرکزونه مشخص څو زدکړیز پروګرامونه لري؛ نو ویلی شو، چې زموږ په هېواد کې د ژبو کورسونو، د لیکوالۍ، ژباړې، خطاطۍ، ویاندویۍ، رهبرۍ، د کمپیوټر د مشخصو پروګرامونو او نور دې ته ورته کورسونو فارغانو ته سرټیفیکېت ورکول کېږي.

دویم: ډیپلوم

ډیپلوم د سرټیفیکېټ په پرتله د اوږدمهاله او عمومي زدکړو له بشپړولو وروسته ورکول کېږي. د بېلګې په ډول؛ د لېسې یا منځني ښوونځي ډیپلوم او د دوه یا درې کلنو ځانګړو ښوونځيو (نظامي، صحي، میخانیک او … ښوونځیو) ډیپلومونه. د منځني ښوونځي ډیپلوم ورکولو موده نهه یا لس کاله، د لېسې لس یا دولس کاله او د ځانګړو نظامي، صحي، میخانیکو ښوونځيو درې کاله ده. که څه هم زموږ په هېواد کې ځانګړي صحي، هنرونو او نور ښوونځي نشته؛ خو د منځني ښوونځي، لېسې او همدا ډول د ځانګړو زراعتي، تخنیکي او نظامي ښوونځيو فارغانو ته ډیپلوم ورکول کېږي. د ډیپلوم لپاره د منځني ښوونځي او لېسې لوستل هېڅ ډول زدکړیزه سویه نه غواړي؛ خو د ځانګړو ښوونځیو ډیپلوم ترلاسه کول بیا د منځني ښوونځي ډیپلوم ته اړتیا لري. د بېلګې په ډول؛ که څوک غواړي د زراعت ځانګړې لېسه یا هم د تخنیک ځانګړې لېسه ولولي؛ نو باید د منځني ښوونځي ډيپلوم ولري (که څه هم دا شی، زموږ په هېواد کې نشته او تر نهم ټولګي پورې زدکړو وروسته که څوک غواړي ځانګړی ښوونځی ولولي؛ نو د منځني ښوونځي له لوري په دودیز ډول یوازې سېپارچه ورکول کېږي.)

درېیم: ډیګري

ډیګري ته زموږ په هېواد کې زیاتره (د زدکړې یا تحصیل کچه) وایي. ډیګري د پوهنتونونو او کالجونو (لکه دارالمعلمین او تخنیکي، صحي، نظامي، صنعتي، اداري، زراعتي، وترنرۍ او نورو انسټیټیوټونو) څخه فارغو زدکوونکو ته ورکول کېږي، چې په ډېر تخصص او ځانګړتیا سره یې په یوه مشخصه برخه کې زدکړې پای ته رسولي وي. ډیګري پر څلور ډوله ده:

  • اسوشیېټ یا مله ډیګري

اسوشیېټ ډیګري هغه ډیګري ده، چې له لېسې وروسته د کالج دوه کلنو زدکړو وروسته ورکول کېږي. د بېلګې په ډول؛ د دارالمعلمین، او تخنیکي، صحي، نظامي، صنعتي، اداري، زراعتي، وترنرۍ او نورو انسټیټیوټونو له لوري فارغو زدکوونکو ته اسوشيېټ ډیګري یا مله ډیګري ورکول کېږي. موږ په دودیز ډول دې ډیګرۍ ته څوارلسم پاس وایو. د دې ډیګرۍ ترلاسه کولو لپاره باید د زدکړو په پای کې پایلیک (مونوګراف) ولیکل شي. د اسوشیېټ ډیګرۍ ترلاسه کولو لپاره باید زدکوونکی مخکې له مخکې ډیپلوم ولري.

  • بېچلر یا لېسانس ډیګري

لېسانس هغې څلور کلنې ډیګرۍ ته وايي، چې په یوه ځانګړې برخه کې له څلورو کالو زدکړو وروسته د پوهنتون له لوري فارغو زدکوونکو ته ورکول کېږي. زیاتره یې کرېډېټ سیسټم ته اړتیا لري. د بېلګې په ډول؛ د انجینرۍ، معالجوي طب، نرسنګ، درمل جوړولو، ادبیاتو، حقوقو او … په برخه کې له څلور کلنو زدکړو وروسته لېسانس ډیګري ورکول کېږي؛ خو په ځینو برخو لکه معالجوي طب کې بیا یې موده ممکن یو یا دوه کاله وغځېږي. همدا ډول د اسوشیېټ ډیګرۍ په شان د دې ډیګرۍ ترلاسه کولو لپاره باید د زدکړو په پای کې پایلیک (مونوګراف) ولیکل شي. د لېسانس ډیګرۍ ترلاسه کولو لپاره باید زدکوونکی مخکې له مخکې ډیپلوم ولري.

  • ماسټر ډیګري

چې موږ یې ماسټري بولو. دا هم د پوهنتون له لوري په ځانګړې برخه کې له دوه کلنو زدکړو وروسته فارغو زدکوونکو ته ورکول کېږي. د ماسټر ډیګري هم په بېلابېلو ځانګړو برخو کې ترلاسه کېږي، لکه د حقوقو په نړیوالو اړیکو کې ماسټري، د ژبې په ژبپوهنه کې ماسټري او … . د اسوشیېټ او لېسانس ډیګریو په خلاف د دې ډیګرۍ ترلاسه کولو لپاره باید د زدکړو په پای کې تیزېس ولیکل شي. د ماسټرۍ ترلاسه کولو لپاره باید زدکوونکی مخکې له مخکې د لېسانس ډیګري ولري.

  • پي اېچ ډي یا ډاکټر ډیګري

چې موږ یې دوکتورا بولو. د اسوشیېټ، لېسانس او ماسټرۍ ډیګریو په خلاف د دې ډیګرۍ موده توپیر کوي؛ خو نژدې تر درې یا څلورو کلونو پورې وخت نیسي. زدکوونکي ته دا ډیګري د ډېرو ژورو او پخو څېړنو په پایله کې ورکول کېږي او ترلاسه کولو لپاره یې باید ډیزرټېشن ولیکل شي. دا هم په بېلابېلو برخو کې ترلاسه کېدی شي؛ لکه، نړیوالې اړیکې، انسان پېژندنه، اداره او سوداګري، مشوره یي ارواپوهنه، مدیریت، عامه اداره او نور .. . د ډاکټر ډیګرۍ ترلاسه کولو لپاره باید زدکوونکی مخکې له مخکې ماسټري ولري.

که څه هم په پورته سپړنو سره تر ډېره د سرټیفیکېټ، ډیپلوم او ډیګرۍ توپیر څرګند شو؛ خو په لنډ ډول ویلی شو، چې سرټیفیکېټ د ځانګړي مهارت ترلاسه کولو په موخه د ځانګړي کورس له بشپړولو وروسته فارغ زدکوونکي ته ورکول کېږي چې موده یې له میاشتې تر کاله پورې وي. ډیپلوم له اوږدمهاله او عمومي زدکړو وروسته فارغ زدکوونکي ته ورکول کېږي، چې نهه، لس، دولس، او په ځینو ځانګړو ځایونو کې درې کاله وخت نیسي. ډیګري په یوه مشخصه برخه کې له ژورو او تخصصي زدکړو وروسته د مشهورې او ځانګړې مرجع له لوري فارغ زدکوونکي ته ورکول کېږي. د ډیګرۍ موده د ډولونو له مخې توپیر کوي، چې د اسوشیېټ ډیګرۍ موده دوه کاله، د لېسانس څلور کاله، د ماسټرۍ دوه کاله او د پي اېچ ډي یا دوکتورا موده نژدې تر درې یا څلورو کالو پورې ده.

یادښت: په پورته لیکنه کې مې دا خبره وکړه، چې له لېسې څخه فارغ زدکوونکي ته ډیپلوم ورکول کېږي؛ خو زموږ هېوادوال بیا دا هم په ډیګرۍ کې راولي او ورته بکلوریا وايي؛ نو اړینه ده چې دا خبره هم سپینه کړم. بکلوریا یوه ډېره پخوانۍ کلمه ده، چې له عیسوي مذهبه راخیستل شوې ده. په اروپا کې ډېر پخوا کله به چې له لېسې څخه زدکوونکي فارغېدل؛ نو دوی به یو محفل او مجلس جوړولو او په دې مجلس کې به فارغو زدکوونکو د کلیسا پاپان او مذهبي مشرانو ترڅنګ نور قامي او حکومتي مشران هم رابلل، د ویناوو ترڅنګ به یې موسیکي هم پکې غږوله او دې مجلس ته یې بکلوریا یا بکلورېټ ویلو. دا کلمه له هاغه ځایه سوکه سوکه پر بېچلر واوښته، چې اوس لېسانس یا بېچلر ډیګري بلل کېږي. خو موږ یې اوس هم د لېسې څخه فارغ زدکوونکي ته کاروو. زه دا نه وایم، چې دا کلمه دې ونه کاروو؛ خو ما ستاسې د پوښتنې په موخه دا خبره یاده کړه، چې بکلوریا یا بکلورېټ کومه ډیګري نه ده، بلکې دا د هغه مجلس نوم دی او اوس پر بېچلر اوښتی او د بېچلر یا لېسانس ډیګرۍ لپاره کارېږي.

پای

(Visited 53 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.