cheap nfl jerseyscheap jerseys from chinacheap mlb jerseyscheap nhl jerseyscheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nhl jerseys
د سریلانکا هير شوي افغانان – afghansabawoon
The news is by your side.

د سریلانکا هير شوي افغانان

ليکوال: تون ايم. ضمير کريم - ژباړن: زاهدخليلي

0

ليکوال: تون ايم. ضمير کريم

ژباړن: زاهدخليلي

سرچينه: کولمبو ټيليګراف

د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې سيلون (سریلانکا) ته له هند او برتانیايي کالونيو څخه ګڼ شمېر کډوال راغلل او په دغه ټاپو کې مېشت شول. په دوی کې د مدراس او مالابار کارګر هم شامل وو. دوی په لوړو سيمو کې د چای، کافي او ربړو د نيالولو (کېنولو) لپاره راوستل شوي وو. له سويلي هند څخه هم خلک سریلانکا ته راغلي وو. په دوی کې يوه کوچنۍ ايتنیکي ډله افغانان وو. افغانان سریلانکا ته د برتانويانو له لوري د اس ساتونکو په توګه راوستل شوي وو چې د شلمې پېړۍ په راتلو سره يې ډېر کسان سوداګر شول. زياتره افغانان پښتانه وو چې د افغانستان، خیبرپښتونخوا او بلوچستان اوسېدونکي وو او په سریلانکا کې په بهاي Bhais سره پېژندل کېدل.

د ۱۸۸۱ د سرشمېرنې له مخې د افغانانو شمېر څه باندې زر تنه وو. په ۱۹۰۱ کې يې شمېر راکم او ۲۷۰ تنه شو. په ۱۹۱۱ کې ۴۶۶، په ۱۹۲۱ کې ۳۰۴ او په ۱۹۴۶ کې يې شمېر ۵۵۱ تنو ته لوړ شو. له دې وروسته بيا د سریلانکا په سرشمېرنه کې د افغانانو يادونه نه شته. د ۱۹۱۸ د پور ورکولو، تابعيت او نورو لايحو له امله په سريلانکا کې د افغانانو شتون ورک شو. خو بيا هم ګڼې کورنۍ شته چې په سسریلانکاکې د پښتنو د شجرې لرلو ادعا کوي.

هغه افغانان چې سریلانکا کې اوسېدل، نو د Afghan karzyo, Pattani, Kabul Manishen په نومونو يادېدل، خو تر ټولو مشهور يې بهايي و چې نه يوازې د افغانانو افکس Affix نوم و بلکې د ثبتولو رسمي لقب يې هم و. زما (ضمير کريم)  پلارنی غور نيکه افغان (پښتون) و او غني کريم خان بهايي نومېده. هغه د کوچ چلوونکی و او سريلنکا کې يې دايمي استوګنه غوره کړې وه. هغه له يوې سريلنکايۍ سره واده کړی و. افغانانو کې د اپريديانو، غلجيانو، يوسفزيو، احمدزيو، کاکړو او نورو قبيلو خلک و او د خان نوم يې درلود. برتانويانو به د بهايي Baay په نوم ثبتول. هدف دا و چې د افغانانو او نورو لږه کيو تر منځ توپير وشي. جالبه دا وه چې د سريلنکا مالايي اوسېدونکو به افغانان Bangali Orang (د بنګال سړی) باله. د دې لامل دا و چې پښتنو به بنګال ته، په ځانګړي ډول کلکتې ته، ډېر سوداګريز تګ راتګ کوه. کلکته هغه وخت د برتانوي هند مرکز و. کلکته کې اوس هم ډېر شمېر پښتانه اوسېږي چې کابلي والا (د کابل سړی) ورته وايي. د رابندرانات ټاګور کتاب کابلي والا په يو پښتون سوداګر راڅرخي. دغه کتاب په ۱۸۹۲ کې ليکل شوی دی.

پښتانه جنګيالي

د پنځلسمې پېړۍ په وروستيو کې د کابل د ټوکرو (رختو) پښتنو سوداګرو يوې کوچنۍ بېړۍ د Batticaloa په بندر کې د توپان له امله پناه واخيسته. هغه مهال په ختيځه څنډه کې  د تامل کب نيوونکو قبيلو ژوند کوه. ډېرو قبيلو يو بل سره جګړې وکړې. د Mukkuvars قبيلې له پښتنو سره د Thimilar پر ضد اتحاد وکړ. لوړو او پياوړو پښتنو سوداګرو د Mukkurvars سره مرسته وکړه او د Thimilar د بريد مخه يې ونيوله. په Batticaloa کې د ډېرو سيمو نومونه له دغو جګړو اخيستل شوي دي. د يوې سيمې نوم Sathurukondan دی چې مانا يې (چېرته چې دښمن وژل شوی وي) ده. د دغې سيمې اشاره د Thimilar د قبيلې مشر ته ده چې دلته وژل شوی و. دغو پښتنو ته د ډالۍ په توګه له ځايي ښځو سره د واده اجازه ورکړل شوه چې بيا په هغې قبيلې کې منحل (ګډ شول) شول چې پښتنو بيا خپل مشخصات او کلتوري هویت وباله.

تر برتانوي حکمرانۍ لاندې

د پښتنو کډوالو اکثريت يې بې سواده او نېستمن وو. په سريلانکا کې د کډوالۍ په لومړيو کالونو کې په کارګرۍ ګومارل شوي وو او يا به يې په کليو کې سوداګري کوله. زما (ليکول) د مورنۍ نيا له قوله چې ځينو پښتنو به د ايچ ايم موساجي سره کار کوه.

د ډبليو ايس موري د يو رپوټ له مخې، پښتانه اصلن سريلانکا ته د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه د اس ساتونکو په توګه راغلي وو. د اس ساتنې تر څنګ، پښتنو به په کروندو کې هم کار کوه، ځينو يې په کوچنيو ښارونو او کليو کې په کوچنیو پلورنځيو او د ترکاريو په پلورنځيو کې هم کار کوه. دغه راز، ځينو به په کورونو کې د نوکرانو او خدمت کوونکو په توګه هم دندې کولې. ځينو به د ګارډ (ساتونکي) په توګه هم دندې کولې او د سريلنکا په پوسته خانه کې يې هم کار کوه. سريلانکا کې مېشتو پښتنو سړيو له ځايي ښځو سره ودونه وکړل چې زياتره يې د Moor او Malay مسلمانې ټولنې څخه وې.

پور ورکوونکي پښتانه

پښتنو د خپل وضعيت د ښه والي له پاره د پور ورکول پېل کړل. د پښتنو لوی اکثريت د پور د ورکړې د يوه منظم سېسټم له امله ښه (نيکمرغه) شول. د ۱۹۳۰ کالونو په اوږدو کې تقريباً ټول پښتانه پور (کرېډېټ) ورکوونکي وو. پښتنو په ډېرې ګټې سره پور ورکوه. د سريلانکا خلکو به هم له پښتنو څخه پېسې اخيستې او هغو کسانو چې به ترې پېسې اخيستې وې، نو بېرته سپارل به ورته ستونزمن و. پښتانه سود (ګټې) اخيستونکې به د Slave Island او کلا په کوڅو کې ليدل کېدل. زما (ليکوال) د نيا په حواله، پښتنو ګټې اخيستونکو به دغلته د غرمې خوب هم کوه او له خپلو پوروړو څخه به يې د خپلو پېسو اخيستو له پاره انتظار کوه. Menon  ليکي چې د رېل ګاډي اکثره سټاف د پښتنو پوروړي وو او کله چې به يې پښتانه وليدل نو د ټېکټ په پېسو به يې سترګې پټولې. دغه پښتانه پور ورکوونکي د ظالمانه چلند په اړه مشهور وو. داسې مثالونه شته چې پښتنو په زور د خپلو پوروړو کورونه نيولي او په کالونو په کې له کرايي پرته اوسېدلي دي. Pippet په خپل کتاب کې د دغو پېښو په اړه غږېدلی دی. يو ځای کې ليکي چې يو افغان په يو بنګالي پوليس باندې خونړی بريد وکړ، خو افسر مارشال په موقع راورسېد. پوليس یې روغتون ته ولېږه او افغان يې ونيوه.

کلتوري هویت

سريلانکايي پښتانه د خپل پښتني ظاهري شکل په اړه مشهور وو چې په کې پيراهن/خت او پرتوګ شامل وو. پښتنو به پوځيانو ته ورته بوټان په پښو کول او لونګی/ دستار به يې په سر کاوه. پښتنو به تل له ځان سره اوږدې لښتې هم ګرځولې. دغه لښتې به يې د خپلو پوروړو له پاره ګرځولې.

که څه هم پښتنو به خپل منځ کې په پښتو خبرې کولې، خو په سنهالي، تامل او سريلنکايي مالايي به يې هم خبرې کولی شوې. د يادولو وړ ده چې په Slave Island کې د مالايي ويکانډا جومات مشر ملاتړی (ساتونکی) اصلن پښتون و. د ۱۹۶۰ کالونو پورې په Slave Island کې پښتانه اوسېدل. پښتنو په Parson کې يو کوچنی جومات هم درلود چې د جومې مانځه او حج له پاره به په کې راټولېدل. دغه راز، د پهلوانۍ او بزکشۍ له پاره به هم رايوځای کېدل.

پښتنو به تل خپل مشران درلودل او خپلې ستونزې به يې د جرګې له لارې حل کولې. سره له دې چې سريلنکايي پښتانه له سترګو پناه شوي دي، خو بې له شکه يې زموږ په ټاپو نه هېرېدونکې نښې پرېښي دي.

يادونه: ليکوال (ضمير کريم) د طب ډاکټر، مؤرخ او ليکوال دی چې د سريلانکا په ايتنيکي ډلو يې ليکل کړي دي او د سريلانکا په مالايي خلکو يې دوه کتابونه هم ليکلي دي.

(Visited 134 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.