The news is by your side.

د سولې د خبرو نوی دولتي پلاوی

0

ولسمشر اشرف غني د سولې لپاره د یوه نوي لوی پلاوي په ټاکلو مشورې پیل کړې چې ممکن د مشورتي لویې جرګې په درشل کې یې غړي اعلان کړي. داسې تمه کېږي چې پلاوی به د پخواني هغه خلاف تر ډېره له مخورو سیاسي کسانو جوړ وي چې په افغانستان کې پېژندل شوي او د ښکېلو ډلو او اړخونو د باور وړ وي.
د نوي پلاوي د کسانو شمېر د شلو په شاوخوا کې بلل کېږي چې ویل کېږي تر اوسنیو هغو به نوم‌وتې څېرې وي. له طالبانو سره د خبرو لپاره ولسمشر اشرف غني څو میاشتې وړاندې یو ۱۲ کسیز پلاوی اعلان کړ چې تر اوسه یې له طالبانو سره نه دې لیدلي او مشري یې د ولسمشر غني د دفتر مشر کوي. لامل یې له حکومت سره د طالبانو له خوا له خبرو ډډه کول دي.
د اوسني پلاوي د ټاکلو موضوع د سولې پر شورا د نه اغېزمنتیا له اړخه له پراخو شویو تورونو وروسته را پورته شوه، خو داسې ویل کېږي چې د جوړښت اصلي غوښتنه یې زلمي خلیلزاد کړې وه او له طالبانو سره یې د خبرو تر پیل وړاندې تمه درلوده چې وبه کولای شي طالبان په لومړۍ یا دویمه لیدنه کې له همدغه حکومتي پلاوي سره مخامخ کښینوي.
سره له دې چې د ۱۲ کسیزې کمېټې پر جوړښت له پیله یو لړ نیوکې را پورته شوې، خو ښاغلي غني د جهادي او سیاسي ۳۰ کسیز مشورتي بورډ پر جوړولو د ډېرو خولې ور پټې کړې، خو د دغه بورډ جوړښت ډېر سمبولیک او بې اغېزې بلل کېږي.
ښاغلي غني د نوي پلاوي په اړه له تېرو څو ورځو راهیسې له بېلو بېلو کسانو، کړیو او ټولنو سره مشورې پیل کړې. حکومت ته نږدې منابع وايي چې ممکن اوسني پلاوي ته یو شمېر نور کسان ور زیات شي چې له اولې ورځې پکې د بدلون یادونه کېږي. خو له حکومته بهر سیاستوال او شنونکي تمه کوي چې ولسمشر دې حالاتو او غوښتنو ته په کتو سره له داسې کسانو د خبرو په برخه کې مرسته وغواړي چې رښتیا سولې ته ژمن او وړ کسان وي. په دې ډله کې په کابل کې یو شمېر مېشت پخواني طالب مشرانو ته هم ګوته نیول کېږي چې دواړو غاړو ته د باور وړ کېدای شي.
سره له دې چې طالبانو تر ننه له واکمن حکومتي پلاوي سره لیدل رد کړي، خو داسې هیلې شته چې ممکن د نوي پلاوي تر راتلو دغه کنګل مات شي، خو د دغې کشالې له اوږدېدو وروسته ښکاره شوه چې د خبرو لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد تنده د حکومتي پلاوي له اړخه پر ځای پاتې ده.
هغه کابل ته په خپل وروستي سفر کې تر پخوا ډېر ښکاره د حکومت له خوا د یوه داسې لوی پلاوي د را منځ ته کېدو اړتیا ته ګوته نیوله چې په باور یې ټولو افغان غاړو ته د باور وړ وي او د خبرو پوره واک ولري. اشاره یې ماسکو ته د تللو افغانانو جوړښت ته ورته یوه استازي بنسټ را منځ ته کېدو ته وه.
پر امریکايي پلاوي سربېره ډېرو نورو کورنیو اړخونو هم غوښتنه کړې چې حکومت دې له بېلا بېلو اړخونو داسې مخور پلاوی وټاکي چې د طالبانو لپاره یې هم ردول ستونزمن او افغانانو ته هیله بښونکی وي. په دغه برخه کې د مېرمنو رول ته هم د اهمیت اشاره کېږي او له ډېرو سره په کابل کې تمه دا ده چې په نوي پلاوي کې دې د مېرمنو ونډه هم د لیدو وړ وي.
تمه کېږي چې د قطر په روانو خبرو کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ پر داسې ګامونو پورته کولو لومړنۍ هوکړه وشي چې د افغانستان د روان ناورین تیاره اړخونه ورسره روښانه شي. په دغو پټو رازونو کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو را تلونکی او د افغانستان او امریکا تر منځ د راشه درشې څرنګوالی هم شامل دی.له دې سره دا هیله هم کېږي چې د کابل او طالبانو تر منځ د مخامخ ناستې‌پاستې زمینه برابره او د روغې جوړې پر اصلي مسالو بحثونه پیل شي.
حکومت هیله لري چې د امریکا او طالبانو خبرې ژر پای ته ورسېږي او لوبه دوی ته ور حواله شي، خو ښکاري چې د طالبانو او واشنګټن تر منځ خبرې د هرې ورځې په تېرېدو نوی رنګ او بوی اخلي. خبره د امریکايي عسکرو د وتلو له کیسې نورو برخو ته غځېدلې برېښي او داسې تمه نه کېږي چې ژر دې د امریکا او طالبانو تر منځ خبره غوټه شي. له دوحې ورکړل شوي خبرونه وايي چې دواړې غاړې په خپلو کې د خبرو دوام ته خوښ دي او ممکن د دوی تر منځ یو لومړی را منځ ته شوی جوړجاړی هم ډېرې ناستې وغواړي.
داسې شکونه هم کېږي چې طالبان د افغانستان له واکه څنډې ته شوي د خبرو اوږدېدو ته لیوال دي او هیله یې دا ده چې که تر را تلونکو ۳ میاشتو د کیسې سر او بر مالوم نه‌شې؛ نو پر ښاغلي غني د ټاکنو او د حکومت د کار د پای ته رسېدو له اړخه فشارونه زیاتېږي.
د اوس لپاره افغانستان پر هماغه کوڅه ور روان دی، خو کابل کې له حکومت سره داسې تصور دی چې د سولې د همدغو پرمختیاوو په منځ منځ کې د ولسمشري له ټاکنو ځان وزګار او د سولې خبرو ته اوږه ورکړي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 41 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.