The news is by your side.

د سولې د مخالفت او په اړه یې د پوښتنو تفکیک په کار دی

0

/خوشال خلیل

موږ افعانانو له تاریخي پلوه په بد حالت کې تل له مسائلو سره سطحي برخورد کړی دی، په افغانستان کې د نظام د انقطاع لوی دلیل همدا سطحي برخورد ګڼل کېدای شي. دا سطحي برخورد د بد نیت له امله نه دی شوی، د افغاني ټولنې هغه که د هر قوم او ټبر وي د ټولو ټولنیزه سایکالوجي داسې ده چې غواړي مسائل په عاطفي او احساساتي شکل حل کړي، محاسبه، سنجش او بیا یې په رڼا کې سیاسي او عقلاني تصمیم نیول د وخت مهمه اړتیا ده. د دې خبرو مطلب دا نه دی چې خدای مه کړه زه د سولې په اړه د وطنوالو په نیت او اراده شک لرم هدف دا دی چې سوله یوه مقدسه کلمه ده طبعا زموږ چلند ورسره تر ډېره عاطفي دی، خو دا زموږ د هېواد راتلونکی برخلیک هم ټاکي نو د دې لپاره چې بیا له کومې انقطاع او خلا سره مخ نشو په کار ده چې د سولې په مساله کې سطحي چلند ونه کړو په محاسبه او تدبیر مخې ته لاړ شو او سختې پوښتنې وکړو او ځوابونه یې ولرو.

له بده مرغه دا مهال یو عجیبه حالت راغلی دی، که هر څوک د سولې په نامه د روان بهیر په اړه داسې تخنیکي پوښتنه راپورته کړي چې د هغې ځواب زموږ د ټول هېواد له راتلونکي پورې اړه ولري، په ډېر بد او احساساتي شکل ورته ویل کېږي چې: ته د سولې مخالف یې؟
سوله او سولې پورې اړوند مسائلو څخه په پټه خوله نشو تېریدای چې همداسې هر څه نورو ته پرېږدو او موږ یې په اړه حتا معلومات ونشو غوښتی، ځکه دا د هر افغان حق دی چې په جزئیاتو یې په هر اړخ نظر ورکړي، دا د دوه مهمو او متخاصمو جهتونو ترمنځ چې له نظریاتي پلوه د ځمکې او اسمان هومره فاصله سره لري یو تفاهم ته رسېدل دي.
هر جهت له نظریاتي پلوه ژور اختلاف سره لري، دا اختلاف تر دې کچې دی چې یو جهت سپوږمۍ ته د انسان ختل مني او بل یې ښايي په اسانۍ ونه مني، یو جهت ځمکه همواره او بل یې کروي ګڼي، د انسان د ذات، نړۍ او کایناتو په اړه هر جهت خپل برداشت، معرفت لري او د همدغه معرفت په اساس هر جهت ځانته ارزښتونه، نورمونه او تګلارې تعریف کړې ده او هغه یې د ژوند مهم عنصر دی او حاضر نه دی چې په دغه بهیر کې يې له لاسه ورکړي.

یو په جمهوریت باور لري، بل په امارت، یو د هېواد د مشرتابه لپاره د «اهل حل و عقد» په څیر شورا پیشنهادوي، بله خوا لکه په اکثره اسلامي هېوادونو کې چې حاکم دی د نوې نړۍ سره سم جمهوریت. دوی هغه چاته د ذعامت د ټاکلو حق ورکوي چې عالم وي او عالم هم هغه چاته وايي چې یوازې دیني پوهه ولري، بل لوری په سیاسي لحاظ د انسانانو په برابرۍ او مساوات باور لري او هر بالغ او عاقل انسان هغه که ښځه وي او که نر ته دا حق ورکوي چې د زعامت په ټاکلو کې مستقیم نقش او رایه ولري.
دا د دواړو ترمنځ نظریاتي اختلاف دی، د دې ترڅنګ د دواړه غاړو یو توافق ته رسېدل تر دې نور ژور مسائل لري چې باید پرې بحث وشي. که دې دا بحث راپورته کړ په احساساتي شکل سم د لاسه درته د سولې مخالف ویل کېږي.
دلته د جمهوریت او د اوسني نظام پلویان وايي موږ با عزته سوله غواړو، بلې غاړې ته طالبان هم د باعزته سولې خبره کوي، خو د با عزته سولې نه هر یو خپل خپل تعریف لري.
د جمهوریت پلویان با عزته سوله هغې ته وايي چې زموږ اوسنۍ دولتي اډانه، ازادي او ولسواکۍ وساتل شي او محدوده نشي، اتلس کلنې لاسته راوړنې همدغه درېوو کې خلاصه کېدای شي، دولتي اډانه کې ملي اردو، پولیس، ملي امنیت او رامنځته شوي ملي ډموکراټیک بنسټونه شامل دي چې باید وساتل شي. د ښځو تعلیم او کار محدود نشي، د بیان ازادي وساتل شي، د قومي او مذهبي اقلیتونو حقوق خوندي او د برابر انسان په سترګه ورته وکتل شي. ملي بیرغ او ملي څلي باید وساتل شي، بله خوا طالبان لکه شیرمحمد عباس ستانکزي چې ویل، باید اوسنۍ اردو منحل شي ځکه دا اجیره اردو ګڼي، نورو ادارو او پوهنتونونو او نصاب کې هم د دوی په خوښه تغییرات راشي او بلکې بیخي په فاتحانه انداز لکه اویایمو کلونو کې چې مجاهدین راننوتل هغسې راننوځي او بیا د خپل تفسیر مطابق شرعي نظام نافذ کړي او د اوسني نظام خلکو ته جزاګانې ورکړي یا یې له سیاسي او مدني حقونو محروم کړي. دا ډول سوله بیا طالبانو ته با عزته ښکاري.
اوس نو په دومره تفاوت د دوه مهمو متخاصمو جهتونو ترمنځ مذاکرات او سوله عادي خبره نه ده، بحث غواړي او ښه ډېر بحث غواړي.
مثلا،
اول، ادعا کېږي چې طالبان اویا زره جنګیالي لري، له دغه جنګیالیو سره به څه کېږي؟ دوی خو لکه د کرزي د وخت په څير چې کوم طالب به تسلیم شو بیا به یې ورته ویل، اوس غوا وساته، یا دهقاني وکړه، یا هم کوم کسب زده کړه. یو مغروره طالب چې ټول عمر یې جنګ کې تېر کړی وي له هغه داسې تمه کول چې چرګه او چورګوړي وساتي او ځانته نفقه پیدا کړي د هغه توهین دی او هغه به هیڅکله دا کار ونه کړي. په امنیتی ادارو کې یې که جذبوي هغه ته عسکري نظم او دسپلین هم توهین ښکاري او ځان ورسره نشي عیارولی، نو دوی سره به څه کوي. که دا پوښتنه دې راپورته کړه وايي ته د سولې ضد یې؟
دویم، طالبان تر دې هاخوا د دوه سوه درې سوه شاخوا کې سیاسي مشران لري چې په کویټه، پيښور او میرانشا په شوراګانو کې تنظیم شوي څه یې قطر دفتر کې دي، دوی هر یو یې زموږ له ورځني ژوند او حتا خوراک څښاک او جامو سره هم مخالف دي، دوی به څنګه او په کوم میکانیزم مدغم کېږي او کوم منصبونه به ورکول کېږي ایا موږ ددې ظرفیت لرو چې دوی تنظیم کړو او دلته دولتي دندې واخلي او بیا د قانون سره سم چلند وکړي؟ دا پوښتنه که دې وکړه وايي ته د سولې مخالف یې؟
درېیم، طالبانو خو امریکایانو سره توافق وکړ چې په یو یا یو نیم کال کې به خپل پوځیان باسي، ایا طالبان حاضر دي چې په همدغه موده کې د کویټې شورا، پیښور شورا او میرانشاه شورا کابل ته را انتقال او هلته د انتحاریانو روزنځایونه بند کړي؟ په دې به څوک نظارت کوي او ضمانت به څوک او کوم نړیوال سازمان او هېواد کوي چې دوی به دا مرکزونه بندوي چې بیا نور تروریستان تولید نه کړي؟ که دا پوښتنه وشوه وايي ته د سولې مخالف یې.
څلورم، بندیان به په کوم میکانیزم را خوشي کېږي، دا یوه اوږده حقوقي پروسه ده، یو دم خو د زندانونو دروازې نشي خلاصېدای، تفکیک کېږي به چې څوک خوشي او څوک خوشي نشي، هسې نه چېرته مشهور جنايي مجرمین په کې خوشي نشي، د خوشي شویو ضمانت څوک کوي چې بیا به ټوپک نه اخلي. مثلا طالبان ممکن ادعا وکړي چې د ۲۰۰۱کال راهیسې شل زره کسان یې زندانونو کې دي، د دې لپاره هغوی دقیق ارقام هم وړاندې کولای شي چې فلانی په فلاني ځای کې ونیول شو او دلته په زندانونو کې شل زره پوره نشي او لس زره کسان وي، نو بیا به څه کېږي بیا به دا د لس زره نورو ځواب څوک وايي چې چېرته دي؟ که پلټنه وشي ممکن د پخواني حکومت سیاستوال او چارواکي هم په کې راښکیل شي چې نن له غني سره مخالفت په خاطر حاضر دي هر شی په پټو سترګو ومني، دوی نه هم پوښتنه کېدای شي چې په خپلو دورو کې یې دا خلک یې څه کړل؟ که دا پوښتنه دې راپورته کړه بیا درته ویل کېږي ته د سولې مخالف یې.
پنځم، د افغانستان اوسنی حکومت او نظام خو د بهرنیانو په مرسته چلېږي، په میلیارډونه ډالر د دوه جانبه قراردادونو په اساس راغلل څه په ځای ولګېدل او څه هم چور شول، د دې ټولو حساب معلوم دی چې چا څومره مرسته وکړه څومره په ځای ولګېدې او څومره تالا ترغه شوې او دا هم څرګنده ده چې دا مرستې د کوم قرارداد په اساس وشوې دا هر څه معلوم دي. د افغانستان د اوسني حکومت او نظام ملاتړي هم معلوم دي چې زیاته مرسته غربي هېوادونو جاپان او نورو کړې ده، طالبان چې دا تلس کاله په جنګ کې روان و، دوی هم ملت سره داسې اسناد شریکولی شي چې دوی ته کوم هېواد وسله ورکوله، کوم هېواد او سازمان د دوی د ټپیانو درملنه کوله او چا ورته بهرني سفرونه چمتو کول او دا هر څه یې د کوم پروټوکول په اساس کول؟ دا هم سخته پوښتنه ده که دې وکړه درته وايي د سولې مخالف یې.
شپږم، د جنګ د قربانیانو سره به څه کېږي، هغه کسان چې د طالبانو په انتحار او انفجار کې وژل شوي یا په بمبار کې یا هم د حکومت پلوه ملیشو له خوا وژل شوي، د دوی په زخمونو د ملهم کېښودو کوم میکانیزم شته ایا د دوی قاتلانو سره به حساب کتاب کېږي او کنه؟ انتقالي عدالت موضوع څنګه کېږي په کومه طریقه به پلی کېږي. د طالبانو یتیمان او کونډو سره څه کېږي ایا هغوی سره د مرستې کوم لاره چاره یې سنجولې د هغوی د بچیانو د تعلیم به څه کېږي ایا دوی حاضر دي لږ تر لږه د دوی له کورنیو بښنه وغواړي؟
د تلپاتې سولې لپاره نه یوازې دا پوښتنې مهمې دي بلکې دا د هر افغان دنده ده چې دې ته چمتوالی ولري چې دا سوله تلپاتي شي خو د دې خبرو معنا دا نه ده چې موږ د سولې له پروسې چې په ډېر زحمت پيل شوې ور څخه شاته شو، موږ باید د سولې دا طلايي چانس له لاسه ور نه کړو او نه هم موږ عام افغانان په یو بل د سولې د دښمن ټاپي ووهو، دا ټاپې وهل باید سیاستوالو ته پرېږدو.
دغه راز لسګونه پوښتنې دي چې باید ځواب شي او که ځواب نشي او شین زور روان وي چې سوله کوو خو حساب او کتاب معلوم نه وي، دا کوم ډول سوله ده؟ دا خو بیا ښکاره د نظام ړنګول او یو بل جنګ ته د هېواد ټيل وهل دي. باید حوصله ولرو او په تدبیر مسایلو سره چلند وکړو. د سولې د مخالفت او په اړه یې د پوښتنو تفکیک باید وشي.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.