The news is by your side.

د سولې مذاکراتو په اړه د حکومت دریځ ګټور و

0

محمدروښان ښاد_

د سولې پروسې په اړه په دا وروستیو کې داسې ګونګوسې او اندېښنې موجودې وې چې ممکن امریکا او پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه په خپلو منځونو کې جوړجاړی وکړي او موضوع یو طرفه شي، مګر ولسمشر غني له همغه لومړي سره د دغه ډول چلند پر وړاندې ودرېد او په جرئت او وضاحت یې وویل، که افغان حکومت د سولې مذاکراتو کې دخیل نه وي، نو د سولې په اړه تصمیم او پرېکړه به ورته د منلو وړ نه وي، ځکه چې د اساسي قانون د صریح حکم مطابق جنګ او سوله د افغان دولت له قانوني واکونو څخه دي.

جمهوررئیس غني وایي: ”اساسي قانون او د هغه ارزښتونه یواځې د کاغذ پرمخ نه، بلکې زموږ په زړه او مغز کې ځای لري. سوله په حاشیه نه، بلکې زموږ د ملي بحث په متن کې قرار لري. سوله باید یوه کلمه نه وي، د هغې ابعاد او ډولونه دې په پام کې ونیول شي، ځکه پایداره سوله د افغانستان د ثبات لامل ګرځي.

محمداشرف غني سوله هدف نه، بلکې وسیله بولي او وایي: ”هدف او وسیله باید تفکیک شي، سوله وسیله ده او د قانوني او ولسواک نظام په وسیله سیاسي ثبات، هدف دی. اساسي قانون څخه تېرېدنه د بقا او د ملي منافعو د تامین نسخه نه ده او ملي استحکام زموږ د اساسي قانون پایله ده، ټولو بین المللي شریکانو سره زموږ د اړیکو اساس د ثبات ټینګښت او د اساسي قانون خوندي کول دي.

د جمهوررئیس موخه داده چې له اساسي قانون مه واره هیڅ جوړښت او پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده. دا د هغو خلکو په ځواب کې وایي چې د موقت حکومت چیغې وهي او د پردیو اجنډاوې او برنامې مخته وړي. ولسمشر غني تر پایه د ټولو پر وړاندې کلک مقاومت وکړ او د همدغه مقاومت او مخالفت له امله بالاخره امریکایان دېته مجبوره شول چې د افغان حکومت او سیاسیونو نظر باید دسولې په اړه واخلي او په راتلونکو مذاکراتو کې هم باید دخیل وي.

ولسمشر غني وایي: ”موږ چاته تسلیمي نشو ورکولای او تر هغې چې د سولې مذاکرات پایلې ته ونه رسېږي، موږ د خپلې هر لوېشت خاورې څخه په قوت او عزت دفاع کوو.زموږ ټینګار اوربند او د هراړخیزو مذاکراتو لپاره شرایط برابرول دي.

د دې لپاره چې د سولې په نامه کومه بله ناوړه اجنډا رامخته نشي او بل ناورین پیل نشي، نو د همدې لپاره ولسمشر غني د دقت او تدبیر ترڅنګ دا هم وایي چې: ”د سولې مذاکره بې قید او شرطه ده، خو سوله قید او شرط لری او د افغانستان ملت د مذاکراتو حدود ټاکي. که فشار راوړل کېږي چې غیرقانوني چلند وکړو، دا موږ ته د منلو وړ نه ده.د سولې مذاکرات به جدي او اساسي وي.

نوموړي دا هم وویل: ”د ملي یووالي حکومت د سولې شرایط برابر کړي، ځکه موږ د خپل ملت درد احساسوو. د امریکا متحدو ایالتونو سره هوکړې ته رسېدلي یوو افغانان چې د سولې پروسه کې هره اندېښنه ولري، مفصلې خبرې به پرې کوو.د افغانستان د خلکو په اراده باید ناسم قضاوت ونه شي . موږ ارزښتونو ته باورمند یوو او په تعقل ورباندې چلند کوو.

(Visited 80 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.