The news is by your side.

افغان سوله او ننګونې

ذاکر سهار

0

د افغانستان په مسله کې د ښکېلو ټولو لورو ترمنځ په دې اجماع ده چې نوموړې شخړه او مسله پوځي حل نه لري او یواځینی حل یې د ښکېلو خواوو ترمنځ سیاسي جوړجاړی دی. د سیاسي جوړجاړي د رامنځته کولو لپاره د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د افغان حکومت له لوري هڅې ګړندۍ او جدي شوې. د ۲۰۱۵ کال د جولای د میاشتې په ۷مه د لومړي ځل لپاره د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ رسمي مذاکرات د امریکا، چین او پاکستان هېوادونو د استازو په شتون کې ترسره شول. ټاکل شوې وه چې ددې رسمي خبرو اترو دویمه ناسته د همدې میاشتې په پای کې ترسره شي ولې د افغان طالبانو د رهبر ( ملا محمد عمر ) د مړینې خبر او لنډ وخت وروسته د نوموړي د ځایناستي او د طالبانو د مشر ملا اختر منصور وژلو نوموړې پروسه په بشپړ ډول له منځه یوړه. افغان حکومت د سولې د راوستو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړه. د حزب اسلامي سره د سولې بریالی تړون، د کابل بهیر په دویم کانفرانس کې د بې قید او شرطه له طالبانو سره د مخامخ خبرو، د بندیانو د ازادولو، د اساسي قانون تغیرولو، له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو او د نړیوالو ځواکونو د وتلو په موضوع بحث کولو ته د افغان حکومت چمتووالي او د اندونیزیا او سعودي عربستان کې د علماوو کانفرانسونو دایرولو طالبان تر ډېره بریده تر فشار لاندې راوستي و ترڅو یوځل بیا له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېښني ولې د سولې په اړه د لویې جرګې راغوښتل، د بین الافغاني خبرو لپاره د یوې میاشتني اوربند د شرط په توګه ایښودل او  د حکومت له لوري د ۱۲ کسیزه د خبرو پلاوي ټاکل چې د ډېری شنونکو په اند یو ټول شمول او له با نفوذه کسانو څخه نه و، د افغان حکومت موقف کمزوری کړ. طالبان د فشار څخه ووتل او افغان سیاسیونو ته زمینه مساعده شوه چې  د سولې له ځینو نورو بهیرونو کې ګډون وکړي او د حکومت او افغان طالبانو د مخامخ خبرو ترسره کولو چانس کمزوری کړي.

پاکستان د افغانستان له سولې څه ترلاسه کوي او څرنګه سوله غواړي؟

په افغانستان کې د له افغان جهاد څخه ملاتړ، د طالبانو رامنځته کول او د یوولسم سپتمبر د پېښې وروسته له نړیوالو او افغانستان سره دوه مخې لوبه  ددې لپاره وه چې پاکستان په افغانستان کې استراتېژیک عمق ترلاسه کړي. په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله د استراتیژیک عمق  د ترلاسه کولو پالیسي نه ده بدله کړې. ددې لپاره چې پوه شو چې پاکستان له افغان سولې څخه څه  ترلاسه کول غواړي، نو باید په استراتېژیک عمق باندې پوه شو:

د استراتېژيک عمق په افغانستان کې د یو ملګري، پښتون او افراطي اسلامي نظام رامنځته کول چې له بېروني نفوذ څخه پاک وي. د پورته تعریف هرې برخې باندې جلا جلا رڼا اچوو:

ملګری حکومت: پاکستان کوښښ کوي چې په افغانستان داسې یو حکومت رامنځته کړي ترڅو د دوی په خوښه او ملګری وي ترڅو ځينې مهم اهداف لکه د بهرني نفوذ، په ځانګړي ډول د هندوستان، مخه نیول، د افغانستان د داخلي او بهرنیو پالیسیو په ټاکلو کې مهم رول لوبول، د افغانستان له طبیعي منابعو استخراج او ګټه اخیستل، د افغانستان له سوداګرۍ او ترانزیټ څخه د ځان په  ګټه کار اخیستل، د ډیورنډ، پښتونستان او بلوچستان مسلو له منځه وړل او داسې نور

پښتون-واکی حکومت : پاکستان کوښښ کوي ترڅو په افغانستان کې داسې یو نظام وي ترڅو پښتانه اسلام پال او سخت دریځي پکې مهم او پراخ رول ولري. ددې دوه سببه دي. لومړی دا چې په تاریخي لحاظ د افغانستان نور قومونه له نورو ګاونډي او مهمو هېوادونو سره نږدې پاتې شوي نو پاکستان نه غواړي نوموړي قومونه دې په افغانستان کې مهم رول ولوبوي. دویم دا چې د افغانستان پښتانه اسلام پال او په پاکستان کې له اسلامي ګوندونو سره نږدې اړیکې لري نو پاکستان په اسانۍ سره کولای شي چې د مذهبي ګوندونو له لارې او د پښتو ژبې د مشترکاتو په سبب له پښتنو سره ښې اړیکې وساتې او نفوذ پکې خپل وساتي. ( د یادولو وړ ده چې د پښتنو څخه ملاتړ د حسن نیت په خاطر نه ده بلکه غواړي سخت دریځي اسلام پال پښتانه پر افغانستان واکمن کړي نه قوم پالي. ځکه پاکستان د پښتون قوم پالو سخت مخالف او خپله طالبانو په زرګونه پښتانه مشران وژلي دي.)

افراطي نظام: پاکستان غواړي په افغانستان کې یو تندروه اسلامي نظام وي. ددې سبب دادی چې تندروه اسلام پال نشنلیزم نظریه یوه مردونه نظریه ګڼي. پاکستان د یو تندره اسلامي نظام په رامنځته کولو سره غواړي چې د پښتون نیشنلیزم او بلوچي نیشنلیزم د را ژوندي کېدو مخه ونیسي او په افغانستان او پښتون میشتو سیمو کې د جهادي روحیې په ژوندي ساتلو سره له جهادي ډلو د بهرنۍ پالیسي د موخو په لاسته راوړلو کې ګټه واخلي.

په سیاست کې ژوندي پاتې کېدل تر بل هر ارزښت مهم دي. پاکستان به کوښښ وکړي ترڅو په داسې بڼه طالبان د افغانستان د راتلونکي نظام برخه وګرځوي چې نوموړې ډله د وخت په تېرېدو سره له منځه لاړه نه شي ځکه چې د طالبانو په څېر د جنګي ډلو د ځواک ټکی جګړه او وېره خورول وي. هر کله چې داسې جنګي ډلې ډیموکراتیک بهیر ته ننوځي نو ددې شونتیا ډېره وي چې له ماتې سره مخامخ او په تدریجي ډول له منځه ولاړ شي.

د دې لپاره چې طالبان ځواکمن پاتې شي او له منځه لاړ نه شي نو پاکستان او طالبان به کوښښ وکړي ترڅو په لومړي ګام کې د یو ځواکمن لوري په توګه د مؤقت حکومت په راس کې طالبان راشي او د نظام نوم او جوړښت په خپله ګټه بدل کړي. د دوی دویم پلان به داسې وي ترڅو په داسې شکل د ځواک په وېش کې شریک شي چې د ډیورنډ په فرضي کرښه پراته ولایتونه د طالبانو تر واک لاندې راشي ( دا حالت ډېر خطرناک دی او د هېواد د تجزیې سبب کېدلای شي). دا عمل طالبانو ته ددې زمینه مساعدوي چې له پاکستان سره نږدې پاتې شي او د تړون د نه عملي کېدو په صورت کې په اسانۍ سره د جګړې کرښو ته وګرځي.

طالبان له ټاکنو وېرېږي. راتلونکی نظام که هر ډول وي، د طالبانو هڅه به داوي ترڅو هر څومره چې کولای شي، ټاکنې له ډېر ځنډ وروسته ترسره شي. له دې څخه د طالبانو موخه دا وي ترڅو دومره وخت پیدا کړي چې له یو لوري د عامو وګړو له ذهنونو څخه د جګړې دردونه او د طالبانو په خلاف شوی پروپاګند له منځه لاړ شي او له بل لوري دومره مالي او ځاني امکانات برابر کړي ترڅو په ډیموکراتیک بهیر کې د سیالي وړ وګرځي.

  1. د افغانستان په راتلونکي کې او په ځانګړي ډول د ډیورنډ فرضي کرښې څېرمه پرتو ولایتونو کې د یوې پیاوړې ډلې په توګه طالبان کولای شي د پاکستان څو مهمې موخې تظمین کړي:
  • طالبان د پاکستان له مهم رقیب هندوستان سره ښې اړیکې نه لري. د سولې په روانه پروسه کې طالبان ډېرو نورو ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه وکړل ولې هندوستان سره تردې دمه اړیکې نه لري او نه یې نوموړي هېواد ته کوم سفر کړی دی. د طالبانو په واسطه کولای شي په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ مخنیوی وکړي.
  • طالبان د افراطي افکارونو لرونکې او عملي کوونکې یوه ډله ده چې په قوم پرستي ( نشنلیزم) هیڅ باور نه لري. طالبان د کوزې پښتونخوا له پښتنو او پښتون ملت پاله ګوندونه لکه عوامي ملي پارټي چې سیکولر فکر لري، ښې اړیکې نه لري. پاکستان فکر کوي چې طالبان به د پښتونستان او بلوچستان مسله هیڅکله هم راپورته نه کړي او له طالبانو څخه د لر او بر پښتنو ترمنځ د یو حایل په توګه کار واخلي.
  • پاکستان غواړي افغانستان یو بې ثباته او د اقتصادي، پوځي او ټولنیز پرمختګ څخه بې برخې یو هېواد ووسي، د پاکستان د توکو بازار وي، پاکستان د افغانستان د طبیعي منابعو په استخراج کې پراخ رول ولري، په مهمو داخلي او خارجي مسایلو او پرېکړو کې پاکستان تاثیر ګذار وي….. ددې ټولو موخو د ترلاسه کولو لپاره طالبان ښه زمینه سازي کولای شي. د سولې او سیاسي معاملې په پایله کې که چېرته طالبان د افغانستان د نظام مهمه برخه ګرځي، کېدای شي چې په افغانستان کې امن راشي ولې سیاسي ثبات، پوځي او اقتصادي پرمختګ به ستونزمن وي ځکه چې طالبان د حکومتولۍ تجربه نه لري او د خپل ځان د ساتلو په موخه به تر ډېره بریده د پاکستان تر تاثیر لاندې وي.
  • کله چې د سیاسي جوړجاړي او حل له لارې طالبان د افغانستان د راتلونکي نظام یوه پياوړې برخه ګرځي نو دا حالت نورو وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول هغو ته چې د هندوستان په خلاف په کشمیر کې جنګېږي، دا جرئت او پيغام ورکوي چې وسله واله مبارزه یې رنګ راوړي او کولای شي د وسلې په زور خپلې غوښتنې په دولتونو ومني. دا ډلې کېدای شي خپل فعالیتونه ډېر د هندوستان پر خلاف ډېر کړي.
  1. د امریکايي ځواکونو وتل د پاکستان لاندې موخې تضمینوي:
  • په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون پاکستان د خپل اتومي پروګرام د کنټرول لپاره یو ګواښ ګڼي. د امریکايي ځواکونو په وتلو سره غواړي نوموړی ګواښ له منځه یوسي.
  • دا سیمه د امریکا لپاره یو ستراتېژیک اهمیت لري ځکه د ایران، چین او روسیې په څېر مهم هېوادونه چې له امریکا سره سیالۍ لري، پراته دي. پاکستان په سیمه کې وخت نا وخت د امریکا ملګری او د ګټو ساتونکی پاتې شوی او د همدې کبله یې تل د امریکا پوځي او مالي مرستې ترلاسه کړي دي. پاکستان نه غواړي افغانستان یې په سیمه کې د امریکا د یو قوي ملګري ځای ونیسي. پاکستان غواړي ترڅو امریکا ورته اړمنه پاتې شي او له اړیکو څخه یې په خپله ګټه کار واخلي.
  • پاکستان پوهېږي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون کولای شي له یو لوري په پوځي او اقتصادي لحاظ افغانستان پياوړی کړي نو له بل لوري د نظام په دننه کې طالبان کمزوري او د وخت په تېرېدو سره کمزوري کړي. دا هغه څه دي چې پاکستان یې نه غواړي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان د طالبانو له مجبوریت او په دې ډله کې د خپل نفوذ څخه په ګټه اخیستو داسې پټې معاملې او هوکړه لیکونه له طالبانو سره رامنځته کړي چې په افغانستان کې خپل استراتېژیک عمق پالیسي تطبیق کړي. بله مهمه خبره داده چې پاکستان کېدای شي په افغان سوله کې د مرستې کولو په بدل کې له امریکا څخه هم ژمنې ترلاسه کړي وي. پاکستان چې له ډېر بد اقتصادي حالت او په سیمه کې نږدې یواځې پاتې شوی هېواد دی، په افغان سوله کې له امریکا سره په مرسته کولو کې له یو لوري له امریکا څخه مرستې ترلاسه کړي او  له بل لوري له عربي نړۍ څخه په دې بهانه چې ګواکې یو سني ډله (طالبان) د افغانستان په راتلونکي کې ځای پر ځای کوي او عمده رول ورکوي، مرستې ترلاسه کړي.

ایران او افغان سوله:

د ایران او افغان طالبانو اړیکې استراتېژیکې نه بلکه تکتیکي او لنډمهالې دي. په دې مانا چې ایران اوسمهال د طالبانو له ځينو ډلو څخه په دې موخه ملاتړ کوي ترڅو امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، افغانستان د اوبو په مدیریت او مهار کولو کې پاتې راشي، له مرکزي اسیا څخه انرژی سویلي اسیا ته د افغانستان له لارې انتقال نه شي او په ټوله کې افغانستان په سیمه کې د یو پياوړي او پرمختللي هېواد په توګه رامنځته نه شي.

د ایران او طالبانو اړیکې ځکه تکتیکي دي چې ایران نه غواړي د طالبانو په څېر یو افراطي سني ډله چې له سعودي، پاکستان او عربي نړۍ سره نږدې اړیکې لري، په افغانستان کې استراتېژیکې بریا ته ورسېږي. ایران په سیمه کې مذهبي جګړه او سیالي کوي او په افغانستان کې یې استراتېژیکې اساسې شیعه مذهبي مشران دي.  په افغان سوله کې د ایران ګټې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو متمرکزې دي او د سولې له تړون وروسته به په افغانستان کې په خپلو استراتېژیکو اساسو پانګونه زیاته کړي.

روسیه او افغان سوله:

ورسیه هم لکه د ایران او چین په څېر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شتون نیوکه لري. له بل لوري په افغانستان کې د داعش فعالیتونو له روسیې سره اندېښنه پيدا کړې او په سیمه کې یې د چین، ایران، پاکستان او روسیې نږدېوالي ته لاره هواره کړې ده. د امریکا او طالبانو د مستقیمو خبرو له پیل څخه دمخه ورسیه په دې هڅه کې وه ترڅو د داعش په خلاف یوه سیمه ایزه اجماع رامنځته کړي. په همدې موخه یې له پاکستان سره اړیکې تر یو بریده ښې شوې. کله چې د ۲۰۱۸ کال د جولای په میاشت کې د طالبانو او امریکایانو مستقیمې خبرې پيل شوې، روسیې خپل ځان له دې خبرو څخه لرې ولید او کوښښ یې وکړ ترڅو د افغان سولې د ځينو نورو بدیلو فارمټونو په لاره اچولو سره ځان د افغانستان د سولې د پروسې برخه وګرځوي. روسیه هم یو سوله ایز افغانستان چې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو شتون پکې نه وي، د ځان په ګټه بولي ولې د نړیوالو ځواکونو د ناڅاپي وتلو مخالفه ده ترڅو افغانستان یوځل بیا د داخلي جګړو او ترهګرو، په ځانګړي ډول د داعش، ځاله ونه ګرځي.

چین او افغان سوله:

سره له دې چې چین له پاکستان سره نږدې اړیکې لري ولې بیا یې هم د طالبانو او امریکا د مستقیمو خبرو څخه اندېښنه لرله. اندېښنه یې داوه چې امریکا او طالبان داسې یوې هوکړې ته ونه رسېږي چې له مخې یې طالبان په افغانستان کې د امریکا له پوځي اډو سره موافقه وکړي. چین دا هم نه غواړي چې امریکا دې پرته له یو سیاسي جوړجاړي خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي او د ځواک خلا دې رامنځته شي. چین په دې پوهېږي چې د ناڅاپي وتل افغانستان یوځل بیا د کورنیو جګړو خواته وړي چې په ترڅ کې به یې ترورستي ګروپونو په ځانګړي ډول شرقي ترکستان غورځنګ خپل فعالیتونه په افغانستان کې پیل کړي او د چین سنګکیانګ ایالت وګواښي. د ایغوریانو په مقابل کې د چین د هېواد جدیت څخه دا هم معلومېږي چې چین نه غواړي په افغانستان کې دې یو اسلام پاله افراطي نظام شتون ولري.  له بل لوري د افغانستان امنیت او سوله د چین د اقتصادي پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري. چین نه یواځې کولای شي چې د افغانستان د طبیعي منابعو په استخراج کې پانګونه وکړي بلکه افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له پلوه د چین د یو لارې او یو کمر مهم نوښت ته هم شامل دی. د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز د تطبیق لپاره د افغانستان امنیت خورا مهم دی.

د سولې په وړاندې پرتې ننګونې:

  • د ملي او داخلي اجماع نه شتون:

سوله یوه ملي مسله ده او باید له همدې زاویې ورسره برخورد وشي. اصلي او مثبته سوله هغه دم راتلای شي چې د قضیې ټول لوري پکې ګډون ولري او د عدالت او مساوات پر بنسټ د ټولنې د هرې برخې ګټې پکې خوندي پاتې شي. له بده مرغه اوسنی افغان حکومت تردې دمه کوښښ کوي چې سوله انحصار کړي او غواړي ترڅو د سولې په مذاکراتي ټیم کې یواځې د حکومت استازي شامل وي. دا رویه ددې سبب ګرځي ترڅو افغان سیاسي او قومي مشران د حکومت مخالفت کې واقع شي او یو حکومت او اپوزیسیون د سولې په اړه جلا دریځونه غوره کړي او داخلي اجماع رامنځته نه شي. ددې سربېره چې نړیواله او سیمه ایزه اجماع په دې ده چې یو ټولشموله مذاکراتي ټیم باید له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

  • د طالبانو سخت دریځ:

 تردې دمه طالبانو نه ده منلې ترڅو د افغان حکومت له استازو سره رسمي خبرې وکړي. د دوی دریځ دادی چې افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او یواځې به له افغان سیاسي او قومي مشرانو سره په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي چې افغان حکومت به یې یوه برخه وال وي. نوموړی سخت دریځ هغه وخت ماتېدای شي که چېرته افغان حکومت ټول سیاسي او قومي مشران تر یو چتر لاندې راټول او یو ټولشموله مذاکراتي ټیم جوړ کړي. په داسې حالت کې طالبان بله هیڅ لار نه پيدا کوي مګر دا چې همدې ټولشموله مذاکراتي ټیم سره خبرې پیل کړي.

د امریکې کورنی اختلافات:

داسې ګمان کېږي چې د امریکا استخباراتي/پوځي ادارې او ملکي حکومت د افغان سولې په اړه اجماع او ګډ نظر نه لري. د امریکا ولسمشر ټرمپ لپاره افغان سوله د ټاکنیز کمپاین یوه لویه برخه ده او غواړي د امریکا له ټاکنو څخه دمخه د امریکا ولس سره د افغان جګړې د ختمولو ژمنه پوره کړي. ولې د امریکا استخبارات/پوځیان دېته قایل نه دي ترڅو په افغانستان کې خپل شکست ومني. د امریکا د اسټبلشمنټ لپاره په افغانستان کې پوځي/استخباراتي اډې تر بل هرڅه ارزښت لري او که چېرته دې موخې ته نه رسېږي نو د افغانستان په امنیت او سوله کې یې هیڅ ګټه نشته. دا حالت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي د سولې په پروسه منفي اغېز ولري.

 

د ټرمپ فکتور:

ځينې شنونکي اندېښنه لري چې ګواکې ټرمپ کولای شي خپلو ګټو ته په کتو په هره مرحله کې افغانستان د سولې له خبرو او یا له تړون څخه ووځي. نوموړي یو ځل مخکې هم د سولې خبرې ودرولې وې او په همدې ډول د ایران سره د امریکا له ترسره شوي تړون څخه هم ووت.

د طالبانو کمزوري:

طالبان په دې پوهېږي چې دوی نه شي کولای د ټاکنو له لارې قدرت ته ورسېږي نو  په همدې اساس به کوښښ کوي ترڅو د سولې په خبرو کې د قدرت ډېره برخه ترلاسه کړي. دا له یو لوري د طالبانو کمزوري ولې له بل لوري ځواک دی. طالبان به له دې کمزوري څخه د یو ځواک په توګه کار اخلي. ورته وخت کې د افغان حکومت او سیاسیونو چې په تېرو اتلسو کلونو کې یې کافي امکانات پيدا کړي، د ژر ټاکنو په ترسره کولو به زور اچوي. دا حالت د سولې د خبرو لپاره یو لویه ننګونه ده.

د سولې له دې فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي. د سولې لپاره باید د طالبانو په ګډون ټول افغان مشران له خپلو شخصي ګټو تېر او په ریښتینې مانا یوې پایداره سولې ته کار وکړي. افغان حکومت باید له انحصار څخه لاس واخلي او ټول سیاسي مشران تر یوه چتر لاندې راټول کړي. طالبانو ته پکار ده چې په افغان ځواکونو خپل بریدونه ودروي. جګړه کې افغان طالبان، حکومت او ټول ملت بایلونکي دي.

(Visited 52 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.