The news is by your side.

د سټراټېژیک تړون پای باید اعلان شي

0

د کابل او واشنګټن تر منځ اتلس کلنه ملګرتیا د شړېدو پر پوله ولاړه ده چې پرېمانه لوړې ژورې پکې وې او په ۲۰۱۲ کال کې د سټراټېژیک تړون او په ۲۰۱۴ کې د امنیتي تړون کچې ته پورته شو. سره له دې چې افغانستان له دغه تړونه د هیلې خلاف هیڅ ډول ګټه و نه کړه، خو امریکایان وايي چې دوی ته هم کومه غوړه مړۍ له دې درکه په لاس نه ده ورغلې. د امریکا او افغانستان تر منځ د شوي تړون یوازنۍ ګټه د هغو شاوخوا ۴ میلیارډ ډالرو کلنی ورکړه ده چې د افغانستان د نظامي بنسټونو ورځنی او کلنۍ چارې پرې، مخې ته ځي.
په کابل کې تر بل هر مهاله اوس د امریکا پر وړاندې کرکه په زیاتېدو ده او پر سیاسي ملګرتیا یې هیڅوک باور نه‌شې کولای. تر بل هر وخت زیات اوس د افغانستان په رسنیو کې د امریکا صفتونه کم شوي او هغه په نوم کارپوهان چې د امریکا د ماتې لامل به یې هم افغان چارواکي بلل اوس په دې نه پوهېږي چې د امریکا راتلونکی به په سیمه کې د طالبانو په وجود کې څه ډول وده کوي. دوی ته به اوس پته لګېدلې وي چې امریکا یوازې د خپلو ګټو لپاره له هر چا سره هر وخت چې اړتیا یې وویني معامله کولای شي.
ولسمشر غني چې په ظاهره د امریکا په روانه ملګرتیا تر اوسه څه نه وايي، زړه یې د هغو خبرو له اړخه خوړین دی چې د افغانستان له ګډون پرته امریکا له طالبانو سره په دوحه کې روانې کړې دي.
د ښاغلي غني غوښتنه او پلان دا دی چې له طالبانو سره مخامخ داسې خبرو ته جرګه شي چې د بهرنیانو واک پکې کم او طالبان په خپله ژبه له خپلو نورو افغانانو سره د خپل زړه خبره مطرح کړي، په افغانستان کې ډېر اوس حیران دي چې د امریکایانو او طالبانو د وژنې لوبه څنګه په خوږه دوستي بدلېدونکې ده او پرونۍ دوستي يې په دوښمني سره بدلې او له داسې چا سره د امریکا معامله روانه ده چې ۱۸ کاله یې د ټولو مرګ روا کړی و او تر اوسه هم له امریکا پرته چا ته هیڅ مشروعیت نه لري. د ښاغلي غني د ملګرو لپاره له طالبانو سره د افغان دولت له موجديت پرته د امریکا خبرې پر یوه مشروع حکومت سپینه کودتا او د افغانانو قربانیو ته سپکاوی بلل کېږي. ځینې نور ان دا کیسه د افغانستان پر ملي حاکمیت د سترګو پټولو په مانا ګڼي او غوښتنه یې دا ده چې د ښاغلي غني حکومت دې امریکا له امنیتي تړونه په وتلو وننګوي. سره له دې چې خبره تر دې کچې نه ده رسېدلې، خو افغانان هیله لري چې د لسګونو نورو ننګونو په څېر به افغانستان له دغې تاریخي ازموینې هم به بریالیتوب بهر شي.
په داسې حال کې چې یو شمېر طالب پلوي د ولسمشر او امریکا تر منځ خړې پړې شوې اړیکې او په مکارې امریکا د افغان حکومت د مشرانو نیوکې د سولې د مخالفت په مانا ګڼي، خو دا به بې انصافي وي چې په تېرو ۴ کلونو کې د سولې په را منځ ته شوې فضا اجماع او پر یو ملي بحث د سولې په بدلولو کې د محمد اشرف غني په هڅو او هیلو سترګې پټې شي. ډېر نور وايي چې که د ښاغلي غني ریښتینې اراده موجوده نه وای د سولې دغه ډول فضا او وضعيت چا په خوب کې هم نه وای لیدلی.
تر ټولو ښکاره بېلګه یې د تېر کال اوربند او د حکمتیار راتګ بلل کېږي، خو اندېښنه دا ده چې د افغانانو د مشروع دولت له حضور پرته خبرې بیا افغانستان د ۱۹۹۲ کال په پوله و نه دروي. سره له دې چې د طالبانو په ګډون ټول په دې پوهېږي چې اوسنی افغانستان د ۲۰۰۱ کال له افغانستان سره د ځمکې او اسمان هغومره توپیر لري، خو د یو شمېر افغان‌دوښمنه کړیو تبلیغاتي ډول ته د ګډېدونکو ځوانانو نظر ته په کتو هغه اندېښنې کېدای شي بې‌ځایه نه وي چې که له هوښیاري کار وا نه خیستل شي افغانستان یوه بل ناورین ته په اسانه ور تلای شي. همدغه کړۍ په خبرو کې د حکومت د ور ګډېدو په تړاو د ښاغلي غني دریځ له سولې او خبرو سره د مخالفت په بڼه تصویروي او ګڼ‌شمېر سر نا خلاصي ورته نڅېږي.
دوی ته د امریکا او طالب دوه په دوه خبرې د خیر نښه بلل کېږي او د ۲۰۰۱ کال د بن تجربې ته هم نه ګوري چې د یوې غاړې نه شتون کیسه د سلګونو زره افغانانو وژنې او نږدې ۲ لسیزې نورې جګړې ته وغزوله.
طالبان له دغه حالته خوند اخلي او هڅه کوي چې د کابل او واشنګټن تر منځ په خړو شویو اوبو کې خپل ماهیان ونیسي. سره له دې چې طالبان اوس د سیاست په اسمان کې خپل ستوری را ختلی بولي او فکر کوي چې نه یوازې یې افغان حکومت، بلکې د دوی او امریکا تر منځ سټراټېژیک تړون هم تر سیوري لاندې را وستی، خو پر نړیواله فضا د امریکا خپاره سیاسي او نظامي جال ته په کتو فکر نه کېږي چې د طالب جان له خوښې او فکر سره سم دې پایلوبه ترسره شي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 54 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.